ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
8 Nov 2015 - 19:16
author avatar
8 Nov 2015 - 19:16

د نومبر په څلورمه نیټه د ښار جوړولو وزارت وزیر سادات نادري په ډیروشاندارو مراسمو د کابل بانک د قضیه د اصلي اختلاس کوونکي سره چې باید په زندان کې وای د هوشمند ښارګوټي  (Smart City Complex)قرارداد امضا کړ. تیر کال په همدې میاشت کې یعنې د نومبر په یولسمه نیټه، محکمې د کابل بانک ريیس شیرخان فرنود او د دغه بانک اجرایوي مشرخلیل فروزي په لس لس کاله  تنفیذی بند او ۲۳۷ میليونو ډالرو پور په ورکولو محکوم[1] او د دوی ټول منقول او غیر منقول جایدادونو د ضبظ امر وکړ. د کابل بانک قضیې د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت ته هم د سر درد جوړ کړی و ځکه د هغه ورور هم د دغه بانک په مسله کې ښکیل و او اوسني حکومت ته هم کابل بانک د سر درد جوړ کړی دی. مهمه لا دا وه چې د دغه قرارداد د امضا کولو په موقع د حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار چې د جمهور ریيس د مرستیال معادل امتیازات ورته منل شوي او هم د جمهور ریيس حقوقي مشاور ډاکټرعبدالعلي محمدي هم موجود و. له دې نه برسیره د ښار جوړولو وزارت د دغه ښارګوټي د قرارداد د امضا لپاره ډیر نور دولتي او غیر دولتي چارواکي، د خصوصي سکتور متثبیثین او رسنیو ته هم  بلنه ورکړی وه چې د دې قرارداد د امضا مراسم سره په ګډه تجلیل کړي.

ددې قرارداد پلوي حکومتی چارواکي د رسنیو له لارې دا استدلال کوي چې که خلیل فیروزي په زندان کې وای نو د حکومت پوریې نه شو ورکولى نو ښه به دا وي چې له ده سره دا قرارداد امضا شوی وای تر څو په خپله ځمکه دا ښارګوټى جوړ کړي چې په اووه کلونو کې به حکومت  ته د دغه ښارګوټي د ګټې نه ۱۳۷ میليونه ډالره چې یوازې په خلیل فیروزي پور دي ورکړي. په دې توګه به خلیل فیروزي د ورځې په خپل شرکت کې کار کوي او د شپي له خوا به په زندان کې وي. ویل کیږي چې خلیل فیروزي په تیر یوه کال کې هم چندان وخت په زندان کې نه دی تیر کړى.

د دې قرارداد په امضاکولو سره ملي او نړیوالو ادارو او هم رسنیو ډیر سخت غبرګون وښوده او باالاخر جمهورریيس د نومبر په اومه نیټه یعنې درې ورځې وروسته مجبوره شو چې دا قرارداد لغوه کړي. د ولسمشر دا اقدام ښه کار دی خوکافي نه دی او نورو اقداماتو ته حکومت جدي اړتیا لري تر څو د حکومت حیثیت اعاده شي ځکه دې قراداد د حکومت حیثیت ته په ملي او بین المللي کچه ډیر سخت تاوان ورساوه.

د کابل بانک د ۹۰۰ میليونو ډالرو د اختلاس دوسیه د موجوده حکومت د کارونو لومړی کار و چې له فساد سره د مبارزې پر ضد یې راوسپړله خو د دغې دوسیې پایلې لا د ستونزو سره مخامخ دي او د دې علت دا دی چې د مافیايې کړیو لاسونه ډیر قوي دي چې حتی په رڼا ورځ یې هم د چا نه سترګې نه سوځي او خپل کار ته دوام ورکوي. مجازات همیشه د کمیت په لحاظ اهمیت نه لري خو د کیفیت په لحاظ مجازات ډیر اهمیت لري چې په ټولنه کې د راتلونکو نورو ډیرو جرمونو مخه نیسي. که د خلیل فیروزي قرارداد عملي هم شي حکومت ته به یوازی ۱۳۷ میليونه ډالره په اووه کلونو کې ورکوي یعنې تقریبا شل میليونه ډالره به په کال کې حکومت ته ورکوي خو د دې قرارداد کیفي اهمیت د حکومت اعتبار له صفر سره ضرب کړ چې د فساد پر ضد مبارزه د حکومت د لومړیتونو نه نه ده. د حامد کرزي په حکومت باندې لوی انتقاد همدا و چې له اداري فساد سره یې چندان مبارزه نه کوله او فساد یې د حکومت په کړیو کې تحمل کاوه خو په هغه وخت کې هم داسې صریحه بد سترګي نه وه شوې چې مجرم دې په رڼا ورځ د زندان نه ووستل شي او د حکومت یو وزیر دې ورسره د درې سوه میليونو ډالرو غیر قانوني قرارداد امضا کړي.

سوال دا دی چې دا ډرامه څنګه جوړه شوله او ولسمشر باید څه نور اجراات وکړي تر څودحکومت دې عمل ته د اوړو پوزه کیښودل شي.

د محکمه د حکم په اساس د خلیل فیروزي ټول جایداد باید ضبط شوى وای نو په دې توګه خلیل فیروزي هیڅ جایداد نه لري او د ښارجوړونې وزیر باید د حکومت په ځمکه کې بل چاته د تصرف اجازه نه وای ورکړې. په حقوقي لحاظ دا معامله بیع فاسده ده او د ښارجوړونې وزیرباید په دې محاکمه شي چې ولې یې فاسده معامله کړې ده. د افغانستان اساسي قانون د ټولو اتباعو ترمنځ هر نوع تبعض منع کوي نو په دې اساس حکومت باید یو بندي ته په یو امتیاز او بل بندي ته په بل امتیاز قایل نه شي.

زه چې حقوق پوه هم نه یم په دې پوهیږم چې د یو زندان نه د بندي وتل غیر قانوني کار دی. جمهور ریئس اوله پوښتنه د خپل حقوقي سلاکار، ښارجوړونې د وزیر او هم دحکومتدارۍ په برخه کې د ستر سلاکار نه وکړي چې تاسي دچا په اجازه دا بندي د زندان نه وویسته او دلته مو ورته ولې دومره شانداره مراسم جوړ کړل. له دی نه علاوه د ځمکود دې مافیایي کړیو جرړې وڅیړل شي چې څنګه یې د دغه ډول قرارداد امضاکولو ته زمنیه مساعده کړه او امنیتی ارګانونو ولې یوه بندي ته اجازه ورکړه چې له زندان  څخه بیرون ووځي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

[1]http://www.tolonews.com/en/afghanistan/17082-former-kabul-bank-chairman-ceo-jailed-for-10-years

 


 

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.