ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
31 Jan 2018 - 14:48
author avatar
31 Jan 2018 - 14:48

زموږ د ټولنیز ژوند ډېره برخه له هم مجلسه کسانو او ملګرو سره په خبرو اترو او یا پر ځینو موضوعاتو په بحث کولو تېرېږي، خو له بده مرغه چې په افغاني ټولنه کې ددې ډول زیاتره بحثونو پایلې بې خونده او زړه بدوونکې وي.

ډېر کله وینو چې بحثونه مو په لفظي او حتی کله کله فزیکي شخړو اوړي او همدا سبب وي ددې پرځای چې د بحث اصلي پایلې او ګټې لاسته راوړو، برعکس ملګري مو خفه کړي وي او  بحث کول راته یو بې ګټې کار ښکاره شوی وي.

بحثونه کول فکرونه پراخوي خو هو چې منطقي وي، یعني بحث پر عقلي او مستندو دلایلو متکی واوسي.

ددې لپاره چې له یوې خوا مو منقطي بحث کړی وي او له بلې خوا مو په بحث کې د ګډون کوونکو د حقوقو درناوی ساتلی وي، په کار ده دې څو ټکو ته پاملرنه وکړو.

لومړی: د بحث کولو لپاره د ښې موضوع ټاکل

موږ ته نه ده په کار چې خپل قېمتي وخت په بې ځایه او بې ګټو بحثونو ضایع کړو، ددې لپاره چې د وخت درناوی مو کړی وي او دا ارزښتمن شی مو د لاسه نه وي ورکړی، باید د بحث موضوع ته پام سره بحث پیل کړو او تر پیل مخکې ځان ډاډه کړو، هغه موضوع چې موږ خبرې اترې ورباندې کوو د وخت په لګولو او انرژۍ په مصرف کولو ارزي او که نه.

دويم: د بحث د مقابل لوري پېژندل

کله چې غواړو  له یو چا سره بحث او پر یوه موضوع خبرې اترې وکړو، په کار ده چې د مقابل لوري شخصیت وپېژنو او ځان ډاډه کړو چې ایا مقابل لوری راسره په اړونده موضوع ږغیدلی شي؟ علمي کچه یې څومره ده او د بحث کولو پر مهال د زغم او مخالف نظر د مننې توانایي لري او که نه.

که موږ له داسې چا سره بحث کوو چې هغه د ټاکلې موضوع اړوند معلومات ونه لري، یا یې علمي کچه بېخي ټیټه وي او یا هم د بحث پرمهال زغم او د مخالف نظر د منلو وړتیا ونه لري نو نه یوازې دا چې بحث به مو بې پایلې پای ته رسېږي، بلکې یو ملګری به مو هم خفه کړی وي.

درېیم: د بحث پرمهال ارام اوسېدل

د بحث په جریان کې ځيني داسې موضوعات راپورته کېږي چې د انسان احساسات په حرکت راولي او یا هم کله کله د بحث مقابل لوری ددې لپاره چې تاسو ته ماتې درکړي، ستاسو د غوسه کولو او احساساتو د راپارولو هڅه کوي، خو په کار ده چې د بحث پرمهال تر وروستۍ کچې ارام واوسو او یوازې په منطقي دلایلو د مقابل لوري د نظریاتو رد وکړو او که چېرته دلایل یې معقول وي هغه ورسره ومنو.

احساساتي بحث کول تاسو د ناکامۍ لوري ته بیایي که څه هم تاسو پر حقه واوسئ.

که هڅه وشي چې د بحث پرمهال پر شونډو موسکا ولرو او کله کله وخاندو نو دا به مو د بحث په ښکلا او قوي شخصیت په ښودنه کې لا هم اغېزمن واقع شي.

څلورم: د مقابل لوري نظر ته درناوی

د بحث کولو په لړ کې مهمه خبره دا ده چې د مقابل لوري نظر ته درناوی ولرو، ممکن ځيني موضوعات زموږ له لیدلوري یو ډول خو د نورو له لیدلورو بل ډول تعبیر شي، که مثال ورکړو یوه کس داسې کورتۍ اغوستې چې یو اړخ یې سور او بل اړخ شین رنګ لري، که له لرې دوه کسان ددې کورتۍ د رنګ په اړه پرېکړه کوي او یو کس وایي چې دا کورتۍ شین رنګ لري خو دوهم کس ټینګار کوي چې نه دا کورتۍ سور رنګ لري، دلته د دواړو نظرونه په خپل ځای سم دي ځکه یو کس یې یو اړخ او بل کس یې بل اړخ ویني.

او یا هم کله کله یو کس بېخي له حقیقت څخه لرې پرېکړه کوي نو که د هغه کس نظر سل سلنه ناسم هم وي، په کار نه ده چې ورټل شي بلکې لومړی یې نظر واورېدل شي او بیا په منطقي دلایلو رد شي.

پنځم: ښه غوږ نیوونکی یو ښه بحث کوونکی دی

که غواړو چې بحث مو نورو لیدونکو او اورېدونکو ته په زړه پورې وي او ځان یو ښه بحث کوونکی ثابت کړو، په کار ده چې د بحث پرمهال ښه غوږ نیوونکی واوسو، یعني د مقابل لوري خبرې په غَور واورو او وروسته په نوبت سره د نوموړي خبرو ته ځواب ورکړو، په دې سره به مو له یوې خوا د خپلې پراخې حوصلې او زغم څرګندونه کړې وي او له بل لوري به مو د مقابل لوري د خبرو د ښه درک کولو وروسته په منطقي توګه د هغه د ځوابولو توانایي پیدا کړې وي.

شپږم: په ښه توګه د بحث پای ته رسول

که چېرته د بحث پیل او دوام هرڅومره اصولي او منطقي هم واوسي خو چې بحث په ښه توګه پای ته ونه رسېږي نو نه یوازې د بحث دواړو لوریو ته بلکې د بحث لیدونکو او اورېدونکو ته به هم بې خونده او د وخت ضایع ښکاره شوې وي.

کله چې د بحث په جریان کې معلومات تبادله شي او منطقي دلایل وړاندې شي نو بحث خپله ورو ورو ځان دې ته جوړوي چې یوه پایله ترې ترلاسه شي او نور پای ته ورسېږي خو که بیا هم بحث مو ډېر اصولي او خوندور نه وو، په کار ده چې بحث په ښه توګه پای ته ورسوئ.

که چېرته د بحث په دوام کې دا درک کړئ چې مقابل لوری په حقه دی او دلایل یې منطقي دي نو په کار ده چې ورسره یې ومنئ او نور بحث ته دوام ورنه کړئ، که داسې ونه کړئ نو تاسو به ځان لیدونکي او سرتمبه معرفي شئ ځکه ټول وخت د بحث ګټونکی هغه نه دی چې دلایل یې قوي وي بلکې هغه څوک دی چې د سم او ناسم دلیل ترمنځ توپیر وکړي او هغه ومني.

په هر صورت د بحث د پای ته رسولو پرمهال تر وروستۍ کچې ځان ارام کړئ او د یوې ادبي ټوکې او یا موسکا په کولو سره او یا مقابل لوري ته د سر په ښورولو او مننې ویلو سره یو دغه لارو څخه په استفادې مو بحث راونغاړئ او که چېرته ممکن وي مقابل لوري ته د درناوي په پار غاړه او یا لاس ورکړئ ترڅو دا احساس کړي چې د بحث پرمهال ستاسو خبرو ستاسو پر اړیکو منفي اغېزه نه ده کړې نو په دې توګه به مو ښه بحث ترسره کړی وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 111

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ليکوال، ژورنالېست او شاعر عصمت الله عمري د زابل ولایت اوسېدونکی او اوسمهال د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي زده کړیال دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.