ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښوونځی چې تر ډېره په کې عصري او دیني علوم ښودل کېږي او بل لور ته دیني مدرسې چې یوازې دیني زده کړې په کې ورکول کېږي، په افغاني ټولنه کې دا دوه د زده کړو مهم او اساسي بنسټونه دي چې په زیاته کچه ګټه ترې اخیستل کېږي. په ښوونځي کې چې د عصري علومو تر څنګ دیني زده کړې هم ورکوي او د ځوانانو راتلونکې له همدغه ښوونځي پیلېږي چې له دې لارې لوړو زده کړو ته لاره مومي چې د لوړو زده کړو له لار موندلو وروسته بیا لکه طب، انجینري، حقوق، قضا او داسې نورې څانګې لولي او په دې سره د ټولنې د خدمت مصدر ګرځي او خپله راتلونکې له همدغه ځایه ټاکي. باید وویل چې د عصري علومو زده کړه د ننني عصر مهمه اړتیا ده، بلکې د ژوند کولو اساسي شرط ګڼل کېږي.

د اسلام په مبین دین کې پر نارینه او ښځې د زده کړو پوره ټینګار شوی، داسې نه ده، هغه ځوانان چې په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي، هغوی دې دیني زده کړې نه کوي او یا هم د پوهنې په نصاب کې دیني  زده کړو ته ځای نه دی ورکړل شوی، بلکې هغوی ته هم په پراخه کچه د دیني زده کړو زمینه برابره ده.

په ننني عصر کې ژوند کول د ټولنې هر وګړی دې ته اړ کوي تر څو زده کړې وکړي، دا که په هره برخه کې وي، که موږ خپلې جنګ ځپلې ټولنې ته یو ځغلند نظر وکړو نو ښکاره خبره ده چې موږ تر هرې بلې ټولنې زیات او تر بل هر چا زیات زده کړو ته اړتیا لرو، که چېرې موږ په خپله ټولنه کې نارینه ډاکټر، انجینر، څارنوال، قاضي ښوونکی او د نورو برخو کسانو ته اړتیا لرو ښکاره خبره ده چې موږ په ورته برخو کې مسلکي ښځینه وو ته هم پوره اړتیا لرو، نو اړینه ده چې د نارینه و تر څنګ زموږ خویندې هم زده کړې وکړي د پوهې په ګاڼه سمبالې شي او د یو روښانه راتلونکي لپاره ګامونه اوچت کړي.

بل لور ته په دیني مدرسو کې پر دیني زده کړو بوخت ځوانان چې یوازې دیني زده کړې کوي، موږ پر دې باوري یو چې دیني زده کړې د یو مسلمان لپاره ډېرې مهمې دي او باید چې تر هر څه مخکې وخت دیني زده کړو ته وقف کړي.

راځو اصلي موضوع ته چې هغه په دې لیکنه کې باید بحث پرې وشي، هغه د ښوونځي او مدرسې تر منځ واټن دی. په هیواد کې په دې وروستیو کې په دې اړه شوې څېړنې ښيي چې دغه واټن په افغاني ټولنه کې خورا ډېرې ستونزې را ولاړې کړې دي، همدغه واټن زمینه برابره کړې تر څو د مدرسې زده کوونکي د نورو په کمه اشاره د ښوونځي پر زده کوونکي د کافر او یا ګمراه ګومان وکړي او همدغه وړې غوټې په تاوتریخوالي واوړي او بالاخره د مدرسې زده کوونکي د ښوونځي زده کوونکو پر وژنه لاس پورې کړي. د مدرسې زده کوونکي داسې فکر کوي چې عصري زده کړې کول انسان بېلارې او یا کفر ته باسي او له اسلام څخه یې ګرځوي؛ دا ځکه چې په اوس وخت کې زموږ په کمین کې ناست دښمن له هر فرصته ښه ګټه پورته کوي او له دې موقع یې هم زموږ د ځوانانو تر منځ د بې اتفاقۍ تخم شیندلی او د نفاق اور یې بل ساتلی دی چې تر دې دمه افغان حکومت د دې ډول ستونزو د مخنیوي او هوارولو لپاره هېڅ هم نه دي کړي. د ښوونخي او مدرسې تر منځ واټن باید چې د لاندنیو لارو چارو په تعقیبولو سره  له منځه یووړل شي او پرې نه ښودل شي تر څو زموږ ګاونډي هېوادونه له هر فرصته په خپله ګټه کار واخلي:

الف: د ښوونځیو او مدرسو تر منځ د مستقیمې ناستې ولاړې زمینه برابرول؛ په دې معنا چې د ښوونځیو زده کوونکي د مدرسو له زده کوونکو سره اشنا کول او د هغوی له محیط څخه لیدل کتل او یو او بل په مذهبي او نورو اړوندو غونډو کې ګډون کول، داسې ناستې چمتو کول چې دواړه غاړې وکولای شي په ازادانه ډول په کې بحث وکړي او خپل نظریات له یوه او بل سره شریک کړي.

د ښوونځي زده کوونکي مدرسې ته بوتلل شي او د مدرسې زده کوونکي ښوونځي ته بوتلل شي تر څو د یو او بل له درسي چاپېریال سره بلدتیا ومومي.

ب: د دیني مدرسو پر تدریسي نصاب بیا کتنه وشي او د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي؛ په دې معنا هغه کتابونه چې په اوس وخت کې په دیني مدرسو کې تدریس کېږي، ډېری یې زموږ په ګاونډیو هېوادونو کې چاپ شوي او په ځوانانو کې د افراط ګرایي روحیه پیاوړې کوي، د دغه نصاب د تدریس مخه باید چې ونیول شي.

ج: په هېواد کې ټولې دیني مدرسې باید چې د دولت په چوکات کې ثبت او د دولت تر کنټرول لاندې راشي، د حج او اوقافو او پوهنې وزارت اړ دي تر څو د دیني مدرسو د تدریسي نصاب د چمتو کولو او خپرولو په موخه نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د دینې زده کړو زده کوونکو ته ځانګړې پاملرنه وشي هغوی دې تر یو منظم تدریسي نصاب لاندې را وستل شي، د هغوی تحصیلي اسنادو ته دې ارزښت ورکړل شي او درناوی دې ورته وشي، هغوی ته دې دا حق ورکړل شي، هغه کسان چې دینې لوړې زده کړې لري، کولای شي د دولت په دری ګونو قواوو کې کار وکړي، په بهر کې دې د دینې زده کړو لپاره د تحصیلي بورسونو زمینه برابره شي.

د: د ښوونځي او مدرسې د زده کوونکو تر منځ د واټن ختمېدو په موخه دې راډیویي او تلویزیوني خپرونې چمتو او خپرې شي، د دوی تر منځ دې د سالمو سیالیو په لاره اچولو زمینه برابره شي، د دغه واټن د ختمېدو لپاره دې له لویو چاپي لوحو او وړو تبلیغاتي پاڼو کار واخیستل شي، په دیني مدرسو کې دې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي او نورې هغه لارې چارې  چې کولای شي د دې دوو ډلو تر منځ واټن راکم کړي باید چې کار وشي او په دې سره به موږ پر دې توانېدلي یو چې په هېواد کې مو د ځوانانو د افراط ګرایي مخه نیولې وي او د تل پاتې سولې لپاره مو رغنده ګام پورته کړی وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 16

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.