ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان ښځو د ځانوژنې عوامل تر هغه ډېر پېچلي دي چې مجلو، ورځپاڼو او تلوېزيونونو تر دې دمه راسپړلي او په دې اړه يې بحثونه کړي دي. دا ډول اکثره بحثونه پر اجباري ودونو متمرکز پاتې شوي دي. په داسې حال کې چې له بده مرغه د ودونو اړوند ټولنيزې ناخوالې پخوا هم موجودې وې اوپه باور سره چې د زيات ټولنيز درد او غم باعث وې او اوس هم دوام لري، خو پوښتنه دا ده چې ولې اوس په هېواد کې د ځانوژنې کچه د ۱۹۶۰ لسيزې په پرتله اووه ځله زياته شوې؟

د دې پوښتنې د ځواب موندلو په پار مې يو لړ څېړنې ترسره کړې دي او پايله يې دا ده چې:

“په افغانستان کې درېيو لسيزو جګړو د خلکو په ژوند کې ګڼ بدلونونه راوستي دي چې د هغو له پايلو څخه يوه هغه د رواني ناروغيو فوق العاده زياتوالی دی، په ځانګړې توګه په ښځو کې ژور خپګان د يادولو دی. دا ناروغي د دې لامل شوې چې د ښځو جسمي او رواني مقاومت د ټولنيز زور زياتي پر وړاندې په فوق العاده ډول کم شي، همدا وجه ده چې ځانوژنه په حيرانوونکي ډول زياته شوې ده.”

په لنډ ډول، هغه لاملونه چې د ژور خپګان ناروغي يې زياته کړې، په لاندې توګه دي:

۱- د نا امنۍ احساس.

۲- د ټولنيزو اړيکو کمزورتيا او د کورنيو تيت و پرک کېدل.

۳- له خپلو حقونو څخه د ښځو لا زيات پوهاوی.

۴- خوار ځواکي چې د اوميګا ۳، ايوډين او ويټامين D کمښت په کې شامل دی او همدا راز د ټرانس زهرجن شحم (نيمه جامد نباتي غوړي) استعمال.

۵- د هغو درملو کارول چې د ژور خپګان جانبي عوارض لري.

۶- د نارينه وو له خوا د نشه يي توکو کارول چې د ښځينه وو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل ګرځي او همدا راز په خپله د ښځينه وو له خوا د نشه يي توکو کارول.

دا چې ولې په ښځينه وو کې د ژور خپګان ناروغي زياته شوې، د ښځو په هورمونونو او د ښځو لپاره د افغانستان په بدو ټولنيزو شرايطو پورې اړه لري. دغه شپږ عوامل چې لومړني درې يې ټولنيز او پاتې درې يې بيالوژيکي دي، په خپل منځ کې سره داسې تعامل لري چې د ژور خپګان د ناروغۍ د خپرېدا لپاره يې زمينه برابره کړې ده. ژور خپګان يوه پېچلې جسمي او رواني ناروغي ده چې د رواني فشارونو پر وړاندې د انسان زغم او مقاومت ډېر کموي. نو هغه کسان، چې په دې ناورغۍ اخته وي،  نورې رواني ضربې نه شي زغملی او ځانوژنه کوي. له همدې امله، د هغو نجونو او ښځو لپاره چې په ژور خپګان اخته وي، جبري وادونه او ټولنيزې ستونزې د زغم وړ نه دي او پايله دا کېږي چې په ځانوژنې لاس پورې کوي. کله کله که د ځينو ښځو ژور خپګان ډېر شديد هم نه وي، د جبري ودونو رواني فشار کولای شي هغه شديد تر کړي او په ځانوژنې او ځان سوځونې پای ومومي.

دا چې په دې وروستيو کلونو کې د ژور خپګان ناروغي د پورتنيو دلايلو له مخې زياته شوې، د ځانوژنو کچه هم په۱۳۴۰ هجري شمسي لسيزه کې د افغان ښځو د ځانوژنې د کچې په پرتله، په حيرانوونکي ډول لوړه شوې.

د ژور خپګان د خپرېدا پر اساس، په افغانستان کې د ځانوژنو کلنی شمېر د ښځو د نفوس په هرو سلو زرو کې )۱،۴( دی. په داسې حال کې چې په ۱۳۴۰ هجري لسيزه کې د نارينه وو او ښځينه وو د ځانوژنې کچه په هر سل زره نفوس کې د (۲،.) په شاوخوا کې وه. دا زياتوالی د جګړو، بې ځايه کېدو، نورو ټولنيزو او اقتصادي ستونزو او د خلکو د خوړو په ډول کې د بدلونونو محصول دی چې د رواني ناروغيو، په ځانګړې توګه په ښځو کې د ژور خپګان د زياتوالي سبب شوی دی.

څېړنې ښيي چې د هېواد ۲۸٪ ښځې په ژور خپګان اخته دي او ۹۰٪ ځانوژنې په همدې ګروپ ناروغانو کې رامنځته کېږي. دوامداره وېره چې د ناامنۍ زېږنده ده، د مغز په ژونکيميا (بيوشيمي) کې داسې بدلونونه رامنځته کوي چې د رواني ناروغيو لامل ګرځي. پر وېرې سربېره، د مخصوص شحم (غوړ)  کمښت، چې پخوا په افغانستان کې پرېمانه وو او د اوميګا ۳ په نامه يادېږی، زموږ د خلکو له خوړو څخه لرې شوي دي چې دا کمښت هم د ژور خپګان رواني ناروغۍ سبب کېږي. افغانان اوس د اوميګا ۳ شحم په بدل کې په خپلو خوړو کې نيمه جامد نباتي غوړي کاروي چې د ټرانس (trans) په نوم ماده په کې موجوده ده او دا هغه څه دي چې د زړه د ناروغيو او ژور خپګان سبب کېږي. د نړۍ ډېرو هېوادونو ټرانس شحم له خپلو خوړو نه لرې کړی دی، خو په افغانستان کې لا هم په زرګونو ټنه کارول کېږي.

د ځينو خلکو په بدن کې يوه بله ماده، چې د ويټامين D په نوم ياديږي، هم ډېره کمه ده. دغه ماده په اسانۍ سره پر پوستکي د لمر د وړانګو له ګرمۍ څخه لاسته راوړل کېدای شي، خو کېدای شي ګڼ لوړ عمره خلک، مامورين، هغه کسبګر چې په پوښلو بازارونو کې دوکانداري کوي او هغه ښځينه چې ځانونه د لمر له تودوخې څخه بې برخې ساتي، د دې حياتې مادې  له کمښت سره مخ شي. دغه ويټامين په شيدو، د چرګانو په هګيو او د کبانو په غوړيو کې موجود دی. د ويټامين D کمښت د ګڼو ناروغيو لامل کېږي او ژور خپګان هم د دې ناروغيو په لېست کې شامل دی.

د نجونو او ښځو له خوا د نشه يي توکو کارول د ژور خپګان ناروغۍ يو بل لامل دی او يا که چېرې يو څوک په ژور خپګان ناروغۍ اخته وي، هغه لا پسې سختوي. د پلار، ورور او خاوند له خوا د نشه يي توکه کارول هم د کورنۍ پر غړو غير مستقيم اغېز  لري او د روږدو نارينه وو د سلوک بدلون د کورنۍ د صميميت فضا ګډوډوي او د ښځينه وو د ژور خپګان ناروغي لاپسې زياتوي.

له پورتنيو لاملونو څخه هر يو کولای شي د ژور خپګان سبب شي، خو له دې جملې څخه لږ ترلږه درې لاملونه، چې د اوميګا ۳ او ويټامين D له کمښت او همدا راز په هېواد کې د امنيتي ستونزو له امله له دوامدارې وېرې څخه عبارت دي، زموږ په هېواد کې عموميت لري، له همدې امله دا درې لاملونه په افغانستان کې د ژور خپګان له عمده لاملونو څخه شمېر کېږي.

د ځانوژنې پورته ذکر شوي عوامل، کېدای شي د زماني واټن له پلوه په دوه کټګوريو ووېشل شي:

د ځانوژنې له مهاله لرې لاملونه

دا هغه عوامل دي چې د ژور خپګان باعث کېږي او د ټولنيز ژوند د رواني ګوزارونو او مبارزو پر وړاندې د ناروغانو جسمي او رواني استقامت کمزوری کوي او زموږ د خلکو په اصطلاح “د صبر جام نسکوري” او ناروغ کله ناکله د ځانوژنې په  فکر کې کېږي. دغه عوامل چې بيالوژيکي او ټولنيز عوامل په کې شامل دي، په افغانستان کې په لاندې توګه دي:

۱- له نا امنۍ يا له کورنيو کشمکشونو او تاوتريخوالو را ولاړه شوې وېره چې د کورتيزون هورمون د ترشح لامل ګرځي او د وخت په تېرېدو سره په مغز کې بيوشيميکي بدلونونه رامنخته کوي.

۲- د اوميګا شحم لرونکو خوړو کمښت په مغز کې يو لړ بدلونونه رامنځته کوي او په مغز کې د سيروتونين هورمون کموي.

۳- د ويټامين ډي کمښت د کلسيم د جذب د کموالي باعث کېږي او همدا راز په بدن کې د ګڼو نورو بدلونونو لامل هم کېږي.

۴- په خوړو کې د نيمه جامد نباتي غوړيو ډېرښت د LDL کلسټرول د لوړېدو او همدا راز په بدن کې د نورو ګڼو زيان رسوونکو بدلونونو لامل هم کېږي. 

۵- نه يوازې د نشه يي توکو کارول، بلکې ځينې درمل هم د ژور خپګان لامل کېږي يا دا چې دغه ناروغي زياتوي.

د ځانوژنې مهال ته نږدې لاملونه

۱- جبري ودونه

۲- د بدل ودونه

۳- جنسي تېری

۴- پرله پسې کورنی تاوتريخوالی

په حقيقت کې لرې عوامل هغه دي چې په اصطلاح په ټوپک کې مرمۍ ورکړل شي، په ماشه شي او ډز ته تيار کړل شي. نږدې عوامل هغه دي چې د ټوپک ماشه راکش کوي او ځانوژنه رامنځته کېږي او يا ځانوژونکی د ځانوژنې له هڅې وروسته ژوندی پاتې کېږي او سخت معيوبيږي.

د يادولو وړ ده چې په نارينه وو کې د اوميګا ۳ کمښت، د نيمه جامد نباتي غوړيو د زهرجن شحم زياتوالی، له ناامنۍ را ولاړه شوې وېره او نورې ټولنيزې ستونزې د ژور خپګان د زياتوالي باعث شوي او دغه ډول خلک د خپګان د احساس د کمولو لپاره نشه يي توکو ته مخه کوي.  

د نشه يي توکو کارول دوی بې کاره، بې ګټې او پر کورنۍ او ټولنې بوج کوي، په تدريج سره د هغوی صحت خرابيږي او بالاخره خپل ژوند له لاسه ورکوي. همدا وجه ده چې په هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر تر يو ميليون زيات دی او هر کال لږ تر لږه د هېواد د ټول نفوس (۴،.)  سلنه خلک پر ترياکو او نورو نشه يي توکو روږدي کېږي او د معتادينو پر پخواني نفوس ور اضافه کېږي.

په ټوليزه توګه، په ډېری هېوادونو کې د نارينه وو په پرتله په ښځينه وو کې د ژور خپګان ناروغي ډېره خپريږي او همدا راز د نارينه وو په پرتله يو څه سلنه زياتې ښځينه په ځانوژنې لاس پورې کوي، خو د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د نارينه وو د کاميابو ځانوژنو کچه د ښځينه وو په پرتله زياته ده او د دې دليل دا دی چې نارينه د ځانوژنې ډېرې خطرناکې او اغېزناکې لارې چارې انتخابوي.

په ښځو کې د ژور خپګان د ناروغۍ د خپرېدا له ګڼو دلايلو څخه يو دليل د ښځو د خاص هورمون (پروجسترون) موجوديت دی چې د زندګۍ د لوړو ژورو پر وړاندې د دوی حساسيت زياتوي. زموږ په هېواد کې د ژور خپګان د ناروغۍ پر وړاندې د ښځو پر طبيعي خطر منلو سربېره، زموږ د نفوس پر دغه طبقه ډېر ټولنيز تاوتريخوالی، تېری او ستم هم شوی. جګړو او ناامنو شرايطو، لږ تر لږه د ژور خپګان ناروغۍ اړوند، د نارينه وو په پرتله پر ښځينه وو زياتې منفي اغېزې کړې دي.

د ښځو د ځانوژنې د کمښت لپاره اقدامات

د ښځينه وو د ځانوژنې په اړه، د رسنيو په ګډون زموږ خلک تراوسه يوازې د ځانوژنې د نږدې عواملو (تاوتريخوالی او جبري وادونه) نوم اخلي او لرې عواملو (بيالوژيکي عوامل) يا زمينه جوړوونکو عواملو ته ډېر لږ متوجه شوي دي. د ځانوژنو د کمولو لپاره د دوړه ډوله عواملو پېژندل اړين دي او له دې پېژندنې پرته به د خلکو او حکومت هڅې ډېرې اغېزناکې نه وي.

وړانديز کېږي چې په لنډمهال کې د عامې روغتيا او د ښځو چارو وزارتونه له نورو همکارو مؤسسو سره په ټول هېواد کې يو فعال سرويلانس (څار) رامنځته کړي او هغه خلک، چې په ژور خپګان اخته دي، په ګوته او وپېژندل شي او درملنه يې وشي. په اوږدمهال کې دې د ژور خپګان د ناروغۍ د کمولو لپاره اساسي لارې چارې پلان شي او د ژور خپګان ټولنيز او بيالوژيکي عوامل او له هغو څخه رامنځته شوې ځانوژنې دې کمې کړای شي. دې هدف ته د رسېدو لپاره لازمه ده چې د اړوندو وزارتونو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قانون پلی شي او همدا راز دې کميسيون د ژور خپګان د ناروغيو د بيالوژيکي عواملو، چې د ايوډين او ويټامين D له کمښت، په خوړو کې د اوميګا ۳ شحم له کمښت او د ټرانس شحم (نيمه جامد نباتي غوړي) له ډېر استعمال، د نشه يي توکو له استعمال او همدا راز په هېواد کې د ژور خپګان له سبب کېدونکو درملو څخه عبارت دي، د کمولو لپاره اغېزناکې پروژې وضع شي او د يوه بين السکتوري پروګرام په توګه دې تطبيق شي.

د دې پروګرام تطبيق به نه يوازې ځانوژنې راکمې کړي، بلکې د بلې وژونکې ناروغۍ، چې پورته ذکر شوي عوامل يې رامنځته کوي او هغه د زړه ناروغي ده، د خپرېدا او ډېرېدا مخه به هم ونيسي.

د هېواد د ځوانو ښځو او ميندو د روغتيا ښه والی به د هېواد په امنيت، ښوونه او روزنه او اقتصاد کې ډېر مثبت بدلونونه رامنځته کړي. د هغو ښځو، چې په ژور خپګان اخته دي، د ځانوژنې زياتو پېښو، معيوب کېدلو او فوق العاده دردونو ته په پام ، لازمه ده چې د حکومت ډېره جدي او بېړنۍ پاملرنه دې برخې ته راواړول شي.

هغه څه، چې بايد د ځانوژنې د کمولو او مخنيوي لپاره ترسره شي، په لنډ ډول په لاندې توګه وړاندې کوو:

۱- د عامې روغتيا او د ښځو چارو وزارتونه بايد يو له بل سره په همکارۍ، هر څومره ژر چې کېدای شي، په هېواد کې يو فعال سروېلانس رامنځته کړي څو هغه ښځينه چې په رواني ناروغيو اخته دي، وپېژندلې شي او تر درمنلې لاندې ونيولې شي او دغه درملنه د فنلنډ هېواد د ماډل په اساس صورت ومومي چې ډېر اغېزناک و. 

۲- د عامې روغتيا، سوداګرۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، کرنې، اطلاعات او فرهنګ او حج او اوقافو وزارتونه بايد يوه داسې کمېټه جوړه کړي څو په هېواد کې د ژور خپګان د ناروغۍ د کمولو يو اغېزناک پروګرام جوړ  او پلی شي.

۳- اړوند وزارتونه بايد د اجباري او بدل ودونو د مخنيوي قانون په جدي توګه پلی کړي او که چېرې د دې قانون د تطبيق لپاره ظرفيتونو رامنځته کولو ته اړتيا وي، دغه موضوع بايد په کابينه کې مطرح شي.

۴- خبري رسنۍ کولی شي خلکو ته د ګټورو معلوماتو د خپرولو له لارې د ښځو د ځانوژنې د تراژېدۍ په کمولو کې فوق العاده او اغېزناک رول ولري.

۵- خلک بايد پوه شي چې د لمر وړانګې يې د روغتيا لپاره فوق العاده  مهمې دي او په اوونۍ کې درې ځله د خپل پوستکي يوه برخه (له لاس نه تر څنګلې پورې) لمر ته مخامخ کړي (د ۱۰ او ۲ بجو ترمنځ موده کې) څو يې د بدن ويټامين D پوره او تامين شي.

۶- خلک بايد په خپلو خوړو کې د اوميګا ۳ سرچينې، چې له غوزانو، د زغرو له غوړيو، پالکو او نورو شنو پاڼې لرونکو بوټو، په ځانګړې توګه هغه چې شنې تورې پاڼې لري، او د ماهي له غوښې څخه عبارت دي، شاملې کړي. د اوميګا ۳ تر ټولو ډېره بډايه سرچينه د زغرو غوړي دي چې زموږ په هېواد، په ځانګړې توګه په شمال کې زيات کارېدل، خو اوس د سوداګريزو نباتي غوړيو د موجوديت له امله د زغرو کرل ډېر کم شوي دي. هغه نيمه جامد غوړي چې په بازار کې پلورل کېږي او په هغو کې د ټرانس په نوم ماده موجوده ده، د خلکو د روغتيا لپاره ډېره زيان رسوونکې ده. دغه ډول شحم د زړه او د ژور خپګان د ناروغيو لامل کېږي او همدا راز د اوميګا ۳ کمښت لا پسې زياتوي. له همدې امله بايد خلکو ته سپارښتنه وشي چې د نيمه جامدو غوړيو له کارونې څخه ډډه وکړي. 

۷- هر کله چې څوک په سخت ژور خپګان اخته شي، يوه نږدې روغتون يا کلينيک ته دې مراجعه وکړي. د رواني روغتيا خدمتونه د عامې روغتيا وزارت په ټولو روغتيايي مرکزونو کې مدغم شوي او هلته له ناروغانو سره مرسته کېږي.

لنډيز:

د ښځو د سخت ژور خپګان او د هغوی د ځانوژنې د کچې د راټيټولو لپاره د حکومت او روغتيايي شريکانو جدي اقدام او د رسنيو همکاري ډېره اړينه ده. د پورتنيو وړانديزونو تطبيق نه يوازې ځانوژنې راکموي، بلکې د يوې بلې ناروغۍ، چې پورته ذکر شوي عوامل يې رامنځته کوي او هغه د زړه ناروغي ده، کچه راټيټوي او د خپرېدا مخه يې نيسي. د هېواد د ځوانو ښځو او ميندو په روغتيا کې بهبود په ښوونه او روزنه او همدا راز د هېواد په اقتصاد کې ډېر مثبت بدلونونه رامنځته کوي او پر دې سربېره راتلونکی نسل لا صحتمند کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 9

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

دکتور فیض الله کاکړ د عامې روغتيا وزارت پخوانی مرستيال پاتې شوی دی  او اوس  په قطر کې د افعانستان سفیر دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.