ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
27 Aug 2020 - 17:17
author avatar
27 Aug 2020 - 17:17

له هر ډول شک پرته د افغانانو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د ټوپک شپېلۍ کارول قطعاً  د منلو وړ حل لاره نه ده، که د تاریخ په اوږدو کې احياناً کله کله ولس د حاکم پر وړاندې   ټوپک اخيستلو ته اړ شوى هم وي، ستره بيه يې ورکړې، ټولنيزو جوړښتونو او بنسټونو ته يې داسې زيانونه اوښتي چې بيارغول يې خورا زيات وخت او لګښت ته اړتيا لري،افغانستان، سوريه، ليبيا او ځينې نور هېوادونه يې ښې بېلګې دي.

نن يو ځل بيا وايم چې په شخړو کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د خبرو د شونتيا په صورت کې جګړه نه موجه ده او نه هم د حل لاره ده، د نظامي شنونکو په اند، وسله کارول يوازې مذاکراتو ته د وخت اخيستلو بيه وي، کله چې  مخالف لورى خبرو ته چمتو شي، نو جګړه کول بې ګټې دي.

اوس چې سولې ته د رسېدو لپاره تر هروخت ښه کورنى،سيمه ييز او نړيوال ذهنیت  جوړ شوى، نو اړينه ده چې حکومت او طالبان د مانورو ترسره کولو پرځاى خپله ټوله پاملرنه د جګړې د ختمولو په موخه د بين الافغاني خبرو بريالي پاى ته واړوي.

که د طالبانو د مرکچي پلاوي په ترکيب کې د ځينو توندلارو ګډون ته له مثبتې زاويې وګورو، نو داسې معلومیږي چې طالبانو درک کړې چې د سولې پرځاى د جګړې غوراوى به ستره بيه ولري، په مرکچي پلاوي کې د څو توندلارو کسانو په زياتولو به غالباً غواړي چې د سولې لاره غوره او سياسي مبارزې ته ملا وتړي،له همدې امله يې د خپلمنځي اختلاف د مخنیوي لپاره خپل ځينې توند لاري مشران قطر ته راغوښتي او په جنګي کرښو کې شته توندلاري طالب مشران به د قطر مېشتو توندلارو په مرسته د سولې د تړون منلو ته اړ کړي.

 

 البته که په قطر کې د سخت دریځو طالب مشرانو شتون ته له منفي زاويې وګورو، يا هم د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د طالبانو په پلمو باندې فکر کوو، نو داسې ښکاري چې سخت دريځي طالب مشران به په امارت او يا امارت ډوله نظام باندې د ټينګار له امله د سولې مخه ډب کړي.  

همدغه شان که په خبري ناستو کې د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې جدي ونيسو چې په غيرمستقيمه توګه په واک کې پاتې کېدل د سولې لپاره شرط ګڼي، نو خبره ورانه ده او دا وړۍ نه شړۍ کيږي،داسې ډېرې بېلګې شتون لري چې ولسمشر له قانون سره په تقابل کې کړنې لري، خو اوس وايي چې نوموړى قانوناً د واک د پرېښودو صلاحيت نه لري او د بلې لويې جرګې رابللو ته  يې اشاره کړې ده، دغه ستونزه به په افغانستان کې د يوې نوې غميزې پيل، د هېواد بدبختي، سيمې او نړۍ ته ستر ګواښ له ځانه سره ولري.

دواړه خواوې بايد د سولې په هکله الهي حکم، د ولس درد او د وخت حساسيت په نظر کې نيول، خپل ديني مسووليت او ملي رسالت وګڼي، د سولې ډېر فرصتونه يې له لاسه ورکړي، اوس د بين الافغاني تفاهم وخت را رسېدلى دى، هرڅه باید د خبرو په ميز د يو بل مخته کېښودل شي، ولس پوهيږي چې دواړه خواوې لاهم د سولې لپاره د ذهني تياري پرځاى مانورونه کوي، خو دا د وخت ضياع او د ځان تېرايستل دي.

که پرون مو د واک په موخه يو بل ووژل  او خپل کور مو په خپله وران کړ، خپله مورکۍ مو بوره کړه او د خپلې خورکۍ د اوربل ګل مو وريژاوه، نو اړينه نه ده چې نن هم خپلې تېروتنې تکرار کړو او د خپلو تېرو تېروتنو پړه د نورو په اوږو واچوو، بلکې خورا اړينه ده چې له تېرو ترخو تجربو زده کړه وکړو، د راتلونکې لپاره سوله ييزه لاره غوره کړو، د رب العزت حکم او د ولس غوښتنو ته لبيک ووايو، بس همدغه نيکمرغي شهامت او شجاعت ده.

په دواړو خواوو کې د شته توندلارو د شتون له امله د سولې پروسه له خنډونو سره مخ ده، خو بيا هم داسې ښکاري چې د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو د بريا په موخه خبرې د پيلېدو په درشل کې دي، د دغې پروسې د بريا په موخه لاندې مواردو ته د ښکېلو کورنيو او بهرنيو اړخونو پاملرنه اړينه ده:

١ – د بين الافغاني خبرو د بريا او د پرديو له لاسوهنو څخه د خونديتوب په موخه اړينه ده چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات په يوه هېواد کې دوام وکړي، داسې هېواد چې په جنګي اړخونو باندې داسې اغېزې او د فشار راوړلو وړتيا ولري چې دواړه خواوې اړ کړاى شي چې په خبرو کې ملي ګټو ته ژمن پاتې شي او د سولې پروسه له سبوتاژ کېدو څخه وژغوري.

٢- د ښکيلو اړخونو د چارواکو څرګندونې د مصالحې له اصل سره اړخ نه لګوي، دواړه خواوې له داسې څرګندونو څخه جداً ډډه وکړي چې د سولې روحيه نفې کوي،د واک انحصار له ذهن څخه وباسي، د يو بل د حذف او تسليمۍ په هکله فکر هم ونه کړي، افغانان او نړيوال باید د عملي سياست مرکزي رول ته د طالبانو په را ګرځولو کې د هغوى مرسته وکړي.

٣-  د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو په جوړښت کې نيمګړتياوې شتون لري، د مرکچي پلاوي په ترکيب کې سياسي، قومي، مذهبي او پوځي ځواکمنو ډلو برخه په نظرکې نيول شوې، خو د ملت  غوښتنو ته هيڅ لوري انعکاس نه دى ورکړى، په دغو پلاويو کې باید ملي روحیې او سولې ته د ژمنتیا اړخ ته لومړيتوب ورکړل شي.

٤- د امریکا او طالبانو ترمنځ  د هوکړه لیک په تړاو ستر ابهامات او پوښتنې شتون لري، موږ يقيناً په خپله خاوره باندې د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتيا نه لرو، خو موږ د تلپاتې سولې لپاره د نړيوالو په ځانګړې توګه د امریکا مستحکم او غيرمتزلزل تعهد ته اړتیا لرو، په تړون کې د افغانستان د راتلونکي او له دغه هېواد سره د امریکا د ژمنې په برخه کې ابهامات شتون لري.

٥-  د افغانانو ترمنځ د خبرو د برياليتوب لپاره له دواړو خواوو څخه د غوښتنو نوملړ او د هرې مادې لپاره د وخت  ټاکل اړين دي، که احياناً مرکچي پلاوى په ټاکل شوي وخت توافق ته په رسېدو کې پاتې راځي، نو اختلافي ماده باید له مخکې څخه ټاکل شوي درېيمګړي ته د پرېکړې لپاره حواله شي، البته د درېيمګړي پرېکړه منل به دواړو خواوو ته د الزاميت درجه ولري.

 ٦-  اوربند  د سولې روح، د ملت غوښتنه او د ښه نيت ثبوت ګڼل کېږي، اوربند ته ژمنتيا باید د خبرو په جريان کې له دواړو خواوو څخه ښکاره او محسوس وي.

٧-  د هيڅ لوري واک ته رسېدل او په واک کې پاتې کېدل د ملت لپاره سره کرښه نه ده، پوهيږو چې له ټولو تشو نيمګړتياوو او منفي اړخونو سره سره د نظام په تسلسل کې وقفه، لکه د موقت حکومت جوړېدل موږ شاته بيايي، خو که مخالف اړخ ټينګار کوي، نو موږ بيا سولې ته د لومړيتوب درجه ورکوو او شاته تلوته چمتو يو.

د دې لپاره چې طالبان د خپلو تشکيلاتو د نسکورېدو او د خپل مشرتابه د منزوي کېدو، خپلمنځي اختلاف او په راتلونکي کې د خپل اړين رول لوبولو په تړاو اندېښنه ونه کړي، نو اړينه ده د خبرو په جريان کې طالبان باور ترلاسه کړي چې په اړوندو ادارو کې د هغوى د افرادو د جذب تر وخته به د هغوى د ملکي او نظامي جوړښتونو شتون د ټولنيزو چارو، عدالت  پلي کولو، زده کړو، ولسي سلامتيا او د بيارغونې د پروژو د امنیت د ټینګښت لپاره د پخوا په څېر فعال وي،  د هغوى ملکي پرسونل به د پروژو د کيفيت او څرنګوالي په برخه کې  د څار دندې پرمخ وړي،يوازې مديريتي چارې به يې د بې پرې موقتې ادارې له خوا پرمخ وړل کيږي،طالبانو ته په اداره، امنیت او بيارغونه کې د رول ورکولو په مرسته به موږ وکولى شو، طالبانوته د نظام د پياوړي او واکمن شريک ذهنیت ورکړو او نورو جنګي ډلو ته د تللو مخه يې ونيسو.

 ٨-  د مصالحې او نوي ادغام ترمنځ توپير شتون لري،له همدغو اصطلاحاتو څخه د هرې ډلې تعبير باید ښکاره وي، موږ منو چې د سولې له تړون څخه وروسته د هرې جنګي ډلې افراد په ټولنه کې بېرته ځاى په ځاى کېدو  (ادغام )ته اړتيا لري، خو دا ذهنیت چې طالبان به د حکمتيار په څېر د سولې تړون ته چمتو شي، له حقيقت څخه لرې ښکاري، سوله له دواړو خواوو څخه قرباني غواړي او د هيڅ اړخ تسليمي نه، بلکې د هغه چا پر وړاندې د زغم او تحمل څرګندونه ده چې د يو بل د دريځ، فکر او ارادې پر وړاندې مبارزه کوي، له يو بل څخه بېل فکر او عمل کوي او حتى ترمنځ يې جګړې شوې وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

حسیب روستایی، دانشجوی کارشناسی ارشد روابط بین الملل می باشد

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.