ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
10 Dec 2018 - 11:39
author avatar
10 Dec 2018 - 11:39

د افغانستان کابينې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د کانکور په اړه ګډه طرحه منظور کړې ده، چې له امله به يې په جګړه ځپلو، وروسته پاتې او نا امنو سيمو کې هم محصلين وکولى شي د لوړو زده کړو له نعمت څخه برخمن شي.

حکومت د (دير آيد درست آيد) مقولې په مصداق ډېره پر ځاى او په وخت پرېکړه ځکه کړې ده، چې له کلونو راهيسې د ګڼ شمېر ولايتونو محصلينو د نا امنيو او نورو ستونزو له امله نه شواى کولى چې لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي او له دوولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته به يې پر غريبۍ او مزدورۍ پيل وکړ، دغه راز يو شمېر نور زده کوونکي چې د لوړو زده کړو زمينه ورته مساعده نه وه پر نشه يي توکو روږدي او يا هم د وسله والو مخالفينو له ليکو سره  يو ځاى شول.

د يادې طرحې له مخې، د هر زون په پوهنتونو کې به ۲۵٪ د هماغه زون زده کوونکي جذبيږي او ۷۵ ٪  به د عمومي کانکور له لارې له ټول هېواد څخه راځي.

دا د نسبي عدالت د تامين لپاره يو مهم او مناسب ګام دی، ځکه چې له يوې خوا په يو شمېر سيموکې حکومت امنيت نه شي ټينګولی، ډېری ښوونځي تړلي دي او د ښوونځيو کيفيت يې هم ډېر ټيټ دی، خو له بلې خوا بيا له دوی څخه هماغسې کانکور اخېستل کېږي لکه د کابل، هرات او نورو امن ولايتونو په څېر.

يو شمېر کړۍ او کسان چې له دې طرحې سره مخالفت کوي او په اصل کې له دې نه دي خبر چې له لوړو زده کړو څخه د محصلينو دپاتې کېدو له امله په پکتيکا  ولايت کې هېڅ ښځينه ډاکټره نشته ، په نورستان او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ګوتو په شمېر دي.

ددې طرحې بل ښه والى په دې کې دى، چې دا د يوې ځانګړې سيمې او يا ولايت لپاره نه ده، بلکې د ټول هېواد د ټولو زونونو لپاره ده او د هرې سيمې خلک ترې برخمن کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند وایي چې د افغانستان د پوهنتونونو په سیټونو کې د سهمیه بندۍ لپاره هیڅ راز پرېکړه نه ده شوې؛ خو پوهنتونونو ته  د لار موندنې ازموینې دوه لارې پیدا کړي دي: یعنې د کانکور پنځه اویا سلنه سیټونه عمومي سیالیو ته وړاندې کیږي؛ خو پنځه ویشت سلنه نور سیټونه بیا په څلور دېرش ولایتونو کې هغو سیمو ته ځانګړي کیږي، چې وروسته پاتې دي او لږ  وده يې کړې ده . په دې کې کابل هم له  خپلې ونډې برخمن دی.

د لوړو زده کړو وزارت په وینا؛ نوې طرحه وروستۍ شوې؛ خو ټول ولایتونه به د وروسته پاتې سیمو د پنځه ویشت سلنه سیټونو په ازموینې کې برخه اخلي، چې یو ولایت هم ترې بې برخې نه پاتې کېږي؛ ځکه د دې طرحې موخه د سیمه ییزو کادرونو روزنه ده.

د کانکور له دې نوې طرحې سره به نه يواځې په وروسته پاتې سیمو کې لوړ استعدادونه پیدا او تحصیلي نظام ته وردننه شي، بلکې د ټولو ولایتونو سیمه ییز کادرونه به وده وکړي، دغه راز به په ټول هېواد کې ځوانانو ته د ودې یو راز خدمات وړاندې شي او هیڅوک به ترې بې برخې پاتې نه شي.

د حکومت له دغې پرېکړې سره به د هېواد د ټولو سيمو محصلينو ته ګټه ورسيږي، هره سيمه به په بېلا بېلو برخو کې کادرونه پيدا کړي، چې بيا دغه کادرونه وکولى شي د خپلو خلکو او سيمو خدمت او متوازن انکشاف کې مهم رول ولوبوي.

هغه هېوادونه او قومونه پرمختګ کوي چې په لوړو زده کړو او د پوهې په زېور سمبال وي او دا هغه مهال کېږي چې په متوازنه توګه ټولو خلکو ته په دې برخه کې خپل حقوق ورکړل شي، په دې هيله چې د حکومت دغه طرحه عملي بڼه خپله کړي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

جاوېد هميم کاکړ د ننګرهار ولايت اوسېدونکى دى، په شرعياتو کې يې لوړې زدې کړې، خو له تېرو ٢٤ کلونو راهيسې د ژورنالېزم مسلک پر مخ بيايي، د پژواک اژانس د ولايتي خبريالانو مسوول ايډېټر دى، ددې ترڅنګ دافغانستان کرکټ بورډ مجلې (افغان کرکټ) مسوول مدير هم دى. تر دې مخکې يې ګڼ شمېر رسنيو سره دندې ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.