ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
21 May 2020 - 16:53
author avatar
21 May 2020 - 16:53

انسانان په بيلا بيلو هېوادونو، کلتورونو او مذهبونو کې ژوند کوي. د دغو توپيرونو سره بیا هم د بحران په وخت کې عصبي فشارونه او منفي اغيزي په انسانانو کې يو بل ته ورته دي. دا ځکه چې د یو سالم انسان په مغز کې د عصبي سګنالونو د انتقالولو موادو (neurotransmitter ) مقدار تقریباً یو برابر دي. د همدي لپاره د ډېرېدونکي عصبي فشار له امله د سګنال انتقلالونکو موادو کمېدل او ډېرېدل عصبي اختلالات منځ ته راوړي. د روغتیا نړیوال سازمان انديښنه ښودلي چې کرونا ویروس ممکن “هېڅ کله هم ورک نه شي” نو له همدې امله يې په نړۍ کې د رواني روغتیا د بحران رامنځنته کېدو خبرداری ورکړی دی. اټکل کېږي چې د وبا په ترڅ او پايله کې به د ځان وژنې پېښې اوج ته ورسېږي. د وبا څخه ډار، تجريدېدل, اقتصادي ستونزې، کورنی تاوتريخوالی، د امکانانو نشتوالی او په کرونا د اخته کيدو شرم د دي سبب کېدای شي چې ډېر اسانان ځان وژنې ته مخه کړي. په دغه اړينه موضوع بحث کول او ولس ته خبرداری ورکول د ځان وژنې د مخنيوي لپاره اړين بلل کېږي.

په داسې حال کې چې د ځان وژنې په اړه خبرې کول زموږ په ټولنه کې آر ګڼل کېږي، څرنګه کولی شوو چې د ځان وژنې د خيالونو نښي په یو بل کي ووینو؟ د مخنيوي لپاره يې څه کول په کار دي؟

افغانستان یو جګړه ځپلی هېواد دی چې درې نسله نفوس یې جګړه تجربه کړي او لا تر اوسه جګړه روانه او راتلونکی نا څرګند دی. د اټکل له مخې د افغانستان نیم نفوس په بیلابیلو عصبي اختلالاتو اخته دی. د کرونا وبا اوږدیدل دغه شمیرې لوړولی شي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د عصبي اختلالاتو له امله د ځان وژنې شمېري د کال ۳۰۰۰ یادوي، خو نه ثبت شوې شمېرې تر دې څو واره لوړي دي.

‏‎ځان وژنه یوه عصبي ناروغي نه ده، بلکې د رواني اختلالاتو پایله ده چې درملنه لري. د کمزورو عصابو لرونکو کې د ډېرېدونکي عصبي فشار جدي نښې د ځان وژني خيالونه کېداي شي. که چيرې دغه خيالونه ونه څيړل شي او مخنيوی يي و نه شي نو ډېر ژر د ځان وژنې په هڅه بدلېږي. عقلي او عصبي اختلالات لکه، ژورخپګان(Depression)، شخصيتي ګډوډي (سرحدي شخصيت ګډوډي Borderline personality disorder) د اضطراب ګډوډي(Anxiety disorder)، دوه قطبي ګډودي (Bipolar disorder )، شیزوفرینیا (Schizophrenia) او د نشه یي موادو کارول د بحران په وخت کې د ځان وژنې د هڅې سبب ګرځي. په نړۍ کې شویو څېړنو ښودلې چې رواني فشار او د عقلي او عصبي ناروغۍ له امله د ځان وژنې چلند ارثي هم کېدای شي.

په پرمختللیو هېوادونو کې عقلي او عصبي روغتونونو او موسيسولا له وړاندې د ځان وژنې د مخنیوي لپاره خپل کارونه پيل کړي دي. په دغو هېوادونو کې د ځان وژني خيال لرونکې کولی شي چې د همدې برخې رضاکارانو سره اړيکه ونيسي. رضاکا ر ټیم په لومړي سر کې دوی ته له دې حالت څخه د راوتو میکانیزونه ښیي. په جدي حالاتو کې د یوعقلي اوعصبي روغتون په عاجل خونه کي د ناروغ بسترېدل اړین دي. هغو هېوادونو کې چې پورته یادې شوې اسانتیاوې نشته، اړینه ده چې د کورني غړې او نيږدي ملګري په یو بل کې

د ځان وژني نښو ته چې په لاندي ډول دي، پام وکړي:

  • له حده ډېر خپګان يا غصه
  • له ژونده ناهيلي او د حالت په ښه کيدو باور نه درلودل، لکه: زه د هېچا په کار نه یم، کاشکې زه مړ شم” او یا “کاشکې زه نه وای پیدا شوی”
  • د خوب ستونزې
  • د اضطرابي حالت څخه يو دم ارامېدل، (هغه نښه چې انسان په کې خپله ورستی پریکړه کړې وي)
  • له ملګرو او ټولنیزو فعالیتونو ډډه کول
  • شخصیت کې توپیر ښکارېدل
  • ځان ته زیان رسونکي چلند: لکه د کرونا ويروس سره بې احتیاطې، د مخدره توکو یا الکهولو کارول، په بي پروا ډول موټر چلول.
  • ځان وژنې ته چمتو کېدل: ملګرو او کورنۍ سره لیدنه، شخصي شتمني پرېښودل، وصيت جوړول، د هر چا څخه بښنه غوښتل.
  • د ځان وژنې ګواښ: د بیلګې په توګه “زه خپل ځان وژنم. دغه ګواښ باید جدی وګڼل شي.
  • د وسایلو ترلاسه کول: لکه د ټوپک، تومانچې او چړې پېرل، پړی درلودل او بیلا بيل درمل راغوڼډول.

دا چې د ځان وژنې لاملونه پیچلي دي نو د مخنیوي لپاره یې ډېرو پالیسیواو ستراتیژیو ته اړتیا ده. له همدې امله یې باید د مخنیوې چاره د روغتیایي پاملرنې سیستم څخه بهر په ډېرو نورو برخو کې هم ترسره شي. لکه د کور چاپيريال، تعلیمي ادارو، کاري ژوند، څېړنیزو ارګانونو، پولیسو، ټولنیزو خدماتي ادارو، رسنیو او داسې نور. د روغتیا نړیوال سازمان د ځان وژنې د مخنیوي لپاره بنسټیز وړاندیزونه لري چې د رواني اختلالاتو درملنه یې تر نوروغوره ګڼلې ده. د یو شخص د ځان وژني نښي تر بل هر چا وړاندې د کورنۍ غړو او نږدي دوستانو ته ښې ښکاري. د کرونا اوسني نړیوال بحران ته په کتو سره د ټولنې هر یو غړی بیلابیلو اندیښنو سره مخ دی. د دغو اندیښنو اوعصبی فشارونو کمول او د ځان وژنې مخنیوی تر بل هر چا وړاندې د کورنۍ غړي په ښه توګه ترسره کولی شي. د مثال په ډول اقتصادي ستونزي او بیکاري د کورنۍ مسؤل غړی ځان وژنې ته اړ ایستلی،‌ په داسې وخت کې په کار ده چې د کورنۍ نور غړي لکه پلار، مور، میرمن، خاوند او اولادونه د ډېرېدونکې عصبی فشار نښو ته په کتو یې د کمولو هڅه وکړي.

 که تاسو د خپلې کورنۍ په غړو یا دوستانو کې پورته یادې شوې نښې ګورئ، له دوی سره خبرې وکړئ، وپوښتئ چې دوی څرنګه احساس لري او د څه په اړه فکر کوي؟ پرته له قضاوت کولو ورته غوږ شئ. د نصیحت پر ځای ډاډ ورکړئ، د مرستي او ملاتړ لپاره یې چمتووالی څرګند کړئ. په پای کې د همدې برخې روغتون سره اړیکه ونیسئ، د معالج ډاکتر لارښودونه عملي او درمل یې پرته له ځنډه تطبیق کړئ.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

 

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

مسکا سيدي په کابل ښار کې زيږيدلې خو خپلې ټولې زده کړې يې له هېواده بهر په اروپا کې پای ته رسولي دي، اوس د ناروې هېواد په Reinsvoll عقلي او عصبي روغتون کې دهمدې برخې ډاکټره ده. له اره پښتنه لياس خېله او د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالي اصلي اوسيدونکې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.