ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
9 Jun 2020 - 13:38
author avatar
9 Jun 2020 - 13:38

څو میاشتې وړاندې د چین له ووهان ښاره د کرونا په نامه ویروس خپور شو. لومړیو کې خلکو یوازې تر چینه محدود ګاڼه او تمې دا وې چې نورې نړۍ ته به سرایت ونه کړي، خو خبره سرچپه شوه. کرونا په نړیوالې وبا بدله شوه، په چین کې د زرګونه خلکو له نیولو وروسته ټولې نړۍ ته ورسېده چې د نورو زیانونو تر څنګ یې شدید اقتصادي زیانونه هم رامنځته کړه او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د نړۍ سیاسي رهبرانو هم په لومړیو کې د کرونا ویروس بابیزه وګڼه او ډېره پاملرنه یې ورته ونه کړه، دوی ویل چې د دوی تر هېواده یې رارسېدل ناممکن دي، خو کرونا د تمې خلاف د همدوی هېوادونو ته تر ټولو مخکې ورسېد او په ډېره چټګۍ پرې زر ګونه خلک مبتلا او ډېری ترې مړه شوه.

له ټولو پرمختللو وسایلو او خدمتونو سره سره هم نړیوال په دې ونه توانېدل چې د دې مرګوني ویروس د چټګې خپرېدا مخنیوی وکړي. پایله یې دا شوه چې د ټولې نړۍ چارې په ټپه ودروي او خلک په خپلو کورونو کې قرنطین کړي.

د کرونا ویروس له خپرېدو سره خلک په خپلو کورونو کې قرنطین شوه، خلک بې کاره شوه، ښوونځي او نور تعلیمي بنسټونه وتړل شوه، الوتنې بندې شوې، لوی تولیدي فابریکې بندې شوې او د خوراکي توکو بیې له حده زیاتې لوړې شوې. دې چارې د نړیوالو ستونزې زیاتې کړې او د اقتصادي بحران رامنځته کېدو وېره یې لوړه کړه.

دا اټکل نه و شوی، چې کرونا به د ۲۱ پېړۍ اوسېدونکو ته بلا وګرځي او د روغتیایي ګواښونو تر څنګ به اقتصادي بحران هم نړۍ ولړزوي. داسې ویل کېږي چې د دې ویروس د خپرېدو له کبله د نړۍ بازارونه له سترو اقتصادي زیانونو سره مخ دي او ډېرو یې خپلو کارکوونکو ته رخصت ورکړی دی.

د اسیا پرمختیایي بانک په درېیو مختلفو سناریوګانو کې ویلي و چې تر شپږو میاشتو د دې ویروس د دوام له کبله به د نړۍ اقتصاد ته ۳۴۶.۹ میلیارده ډالر صدمه ورسېږي.

د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیز چارو ډېپارټمنټ (DESA) هم په ۲۰۲۰ز کال کې د نړۍ د اقتصادي حالت په اړه وړاندې شوي راپور کې لیکلي چې نړۍ د کوېډ ۱۹ پانډمي څپو د ډېرو له کبله په ۲۰۲۰ز کال کې د نړۍ اقتصاد ته ۵/۸ تریلیونه ډالر زیان رسوي. دا بحران به د نړۍ د څلورو کلونو د اقتصادي تولیداتو د له منځه تلو لامل شي.

د نړیوالو اقتصادي کارپوهانو په باور د نړۍ مخ پر ودې هېوادونو د ناخالصو تولیداتو کچه به منفي ۵ ته راښکته شي، دا په داسې حال کې ده چې مخ پر ودې اقتصادي تولیدات به تر ۷/. په سلو کې راکم شي.

د ملګرو ملتونو د اقتصادي چارو ستر کارپوه الیوټ هرېس د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نړۍ اقتصاد ته د اوښتونکي زیان په اړه وایي چې د کرونا ویروس خپرېدو سره د نړۍ اقتصادي حالت په بشپړ ډول بدل شوی دی، دا ویروس د اقتصادي او روغتیايي بحران لامل شوی، د داسې بحران چې د ملګرو ملتونو په اقتصادي راپور کې یې د شدت د کچې وړاندوینه نه وه شوې. د رخصتیو او سرحدونو د بندولو طرحې د اقتصادي فعالیتونو او په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کسانو د بې کاره کېدو سبب شوي دي.

په مختلفو برخو کې د اقتصادي فعالیتونو کمښت او نااطمنانۍ ډېرښت د نړۍ اقتصاد د ۲۰۲۰ کال په دویم پړاو کې له یوه واقعي ځنډ سره مخ شوی دی. نړۍ اوسمهال له یوې شدیدې اقتصادي ځوړتیا سره چې د سترې اقتصادي ځوړتیا له وخت ورسره مخ و، لاس او ګرېوان یو او دا یو تریخ واقعیت دی.

په داسې حالاتو کې له کرونا سره د مبارزې او د یوه ناورین رامنځته کېدونکي اقتصادي حالت د کمولو لپاره په کار ده چې دولتونه د کرونا له کبله رامنځته شوی قرنطین نرم او ځینو فابریکو ته د کار او تولیدولو اجازه ورکړي. که څه هم له دې ویروس د مرګ ژوبلې او پرې د اخته کېدو بهیر یو څه کم شوی، خو د دې ویروس راتلونکی ناڅرګند او اقتصادي او ټولنیزې پایلې یې هم تر اوسه مشخصې نه دي. ځینې هېوادونه چې د انسانانو د ژوند د ژغورلو او اقتصادي لوړتیا تر منځ انتخاب کې بند پاتې دي په ډېر احتیاط یې د کرونایي محدودیتونو د ختمولو لړۍ پیل کړې ده، تر څو وکړای شي د خپل اقتصاد بېړۍ په کراره کراره چالانه کړي.

د اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره په کار ده، چې د عمومي روغتیا د ساتنې او مالي چارو د ښه والي لپاره نوي ستراتېژۍ او طرحې رامنځته شي، تر څو د ویروس د خپرېدو مخنیوی هم وشي او اقتصادي چارې هم له ځنډ خلاصې شي. د کارموندنې له بهیره باید ملاتړ وشي او د مصروفونکي باور پخواني حالت ته وګرځوي. له کرونا وروسته اقتصادي چټګیا او ځواک له کارموندنې او عایدموندنې څخه د دولتونو په ملاتړ پورې اړه لري.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.