ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
9 Jun 2019 - 14:18
author avatar
9 Jun 2019 - 14:18

د کرکټ نړيوال جام سياليو کې بيګا نیوزلينډ له افغانستانه وګټله. افغانستان په داسې بېټېنګ لاین باندې تر دې ‌‌‌‌‌‌ډېره عالي لوبه کولې شوه. پارټنر شيپ ونشو، اورونه یې پوره ونه لوبول، حالت ته په کتو یې لوبه ونکړه او له لویه سره تر یو ‌‌‌‌‌‌ډول رواني فشار لاندې وو. کپتاني ښه ونشوه، راشد نه و، نبي، رحمت، ګلبدین او نجیب ښه لوبه ونکړه، مدیریت ښه نه دی او ….. دا تقریبآ پر هرې لوبې زموږ تبصره وي، خو که دقیق ووایو افغان لوبغاړي په نړیوال جام کې د غټو ټيمونو سره داسې لوبیږي ته وا سکاتلنډ او نیپال سره مخامخ دي چې دلته هغه پلانونه نتیجه نه ورکوي. که د لوبې په تخنیکي اړخ غږېږو دا خبره باید خامخا وشي که افغانستان غواړي چې له آسترالیا، انګلنډ، افریقا او نورو غټو ټيمونو سره سمې ‌‌‌‌‌‌ډغرې ووهي، له دغو ټيمونو سره دې د هغوی په میدانونو کې لوبې او سیریزونه برابر کړي. څنګه یې وکړي؟ کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ پوهیږي چې څنګه؟؟ که داسې ونشي، افغانستان به یي او هماغه کمزوري ټيمونه او په نړیوالو غټو ټورنمنټونو کې به همداسې منفي نتیجې. البته شخصآ زه ‌‌‌‌‌‌د ګټلو ‌‌‌‌‌‌ډېره تمه نلرم. د نړیوال جام تر ټولو کمزوری ټيم افغانستان دی، علتونه یې هم روښانه دي. موږ چې یې په ماتو خپه کیږو علت دا دی چې دوې راته معمولآ له کمزورو ټيمونو څخه لوبې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ګټلې او زموږ هیله دا ده چې له پياوړو ټيمونو یې هم وګټي، چې نه یې شي ګټلی او یا نور ټيمونه یې نه پرېږدي چې ویې ګټي. د کرکټ تقریبآ هر نړیوال مبصر وايي چې افغانستان (کن آپسیټ ټيمز) مطلب دا چې د دوې زړه یې نه مني چې افغانستان دې باید او خامخا لوبې ګټي او یا داسې تمه ترې دې وشي. د آپسیټ اصطلاح معمولآ کمزورو ټيمونو ته کارول کیږي. کرکټ، د نړیوال جام د یوې، دوو او دریو لوبو د ګټلو او بایللو خبر نه ده، دا د اوږد مهاله خبره ده چې باید قوي پلان موجود وي او هدف معلوم وي؟ افغان کرکټ اوس چېرته دی؟ پنځه کاله وروسته باید او شاید چېرته وي؟ پنځه کاله مخکې چۍرته و؟ څوک راته ویلی شي چې له تېر نړیوال جام را وروسته د بور‌‌‌‌‌‌ډ کوم مشر او ادارې لږ تر لږه دې د افغان ټيم او کرکټ د پرمختګ لپاره یو دقیق لس کلن یا پنځه کلن پلان جوړ او عملي کړی وي؟؟ که یې جوړ کړی، نتیجه یې چېرته ده؟ که نتیجه نلري، ولې یې نلري؟ او ….؟
څوک راته ویلی شي چې له تېر نړیوال جام را وروسته له زمبابوې، بنګله دېش او ویسټ اندیز سره تر څو محدودو لوبو وراخوا، له کوم بل غښتلي هېواد سره موږ سیریز کړی؟ ولې مو نه دی کړی؟، نتیجه یې نن ګورو! تاسو دا نور هېوادونه هم ووینی او بیا یې افغانستان سره پرتله کړئ.
بس هر یو چې راغلی(اماراتو، اسلام اباد او هند کې یې کورونه او کافي شاپونه اخیستي، جیبونه یې ‌‌‌‌‌‌ډک کړي او د خپلې کورنۍ غړي یې په بور‌‌‌‌‌‌ډ او ټيم کې داخل کړي دي.) او د نیپال او اماراتو څخه یې د لوبو ګټلو باندې جشنونه جوړ کړي او د ملت په سترګو یې خاورې شېندلي دي. دا نن چې نړیوال جام کې لوبې نه ګټل کیږي، دا د نن خبره نه ده؟
دا خبرې مې ځکه ولیکلې چې یو شمېر کسانو پوښتلی وم چې ولې افغانستان لوبې نشي ګټلی؟

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

جعفرهاند د ننګرهار ولايت اوسېدونکى ليکوال، ژورناليست او شاعر دى، اوسمهال له امريکا غږ سره دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.