ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
2 Dec 2018 - 11:14
author avatar
2 Dec 2018 - 11:14

د هېواد د کورنیو چارو وزارت یو له لویو او مهمو وزارتونو دی؛ که چېرې په هر هېواد کې د استخباراتي بنسټ تر څنګ، د کورنیو چارو وزارت روغ وي، نو هغه هېواد له امنیتي اړخه غښتلی، روغ او پر پښو ولاړ هېواد بلل کېږي.

د هېواد د کورنیو چارو وزارت ته که چېرې په درېیو برخو کې بنیادي او اساسي کارونه شوي وای، نو اوس به اصلاحات او پرمختیاوې په چټکۍ سره د دغه وزارت په چارو کې ورځ تر بلې په اسانی سره پر مخ تللې. د هغو درېیو برخو له ډلې یوه یې د پولیسو مسلکيتوب یا د هغوی د ظرفیت لوړول دي، دویم یې له فساد سره مبارزه ده او درېیم هم د تشکیلاتي نظام رغول او په اړوندو بستونو کې د اهلیت او وړتیاوو پر بنسټ ګومارنې دي.

په دې لیکنه کې به یوازې پر یوه برخه رڼا واچول شي؛ ځکه د ټولو برخو یادونه به په دې لنډه لیکنه کې را ونه سپړل شي. له وړاندې د کورنیو چارو وزارت د مافیايي کړیو، زورواکو او په نظام کې دننه د ځینو مفسدینو لپاره د هغوی د شومو موخو ترلاسه کولو او د دوی د مادي امکاناتو د پوره کولو لپاره تر ټولو ښه او اسانه مرجع وه، هر ګام به چې په کاري اموراتو کې اخیستل کېده، دوی به په اسانی سره کولای شول چې خپله ونډه په کې ترلاسه کړي. هر چارواکی چې دغه مهم ارګان ته راغلی و، خپل وخت یې په کې تېر کړی و او پورته د فساد خبیث مثلث ته د راز او نیاز پل ګرځېدلی و او د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره د مصئونیت او شراکت د دیګ سرپوښ ګرځېدلی و؛ اساسي او بنیادي کارونو ته نه یوازې دا چې اراده یې نه وه موجوده او نه یوازې دا چې نه وو ترسره شوي، بلکې د بنسټیزو کارونو د ترسره کولو مخه هم نیول کېده.

له دې چې فساد خپل اوج ته رسېدلی و، د کورنیو چارو وزارت په مربوطاتو کې به که څوک په خورا ټیټه دنده او بست کې ګومارل کېده نو د هغه کس او د هغه د نږدې کسانو انګېرنه به داسې وه چې سړی په ډېر ښه بست مقرر شوی، په ورته وخت کې د همدې کسانو له خوا به د دندې غوړې مبارکۍ ورکول کېدې؛ یعنې دلته تر ټولو کوچنی بست، مهم او لوی بست و، په همدې موخه یې هم خلکو ته او یا هم د خلکو په منځ کې اهمیت درلود.

په یوه امنیتي حوزه کې به که چېرې د ټولي کوم قوماندان مقرریده، د میاشتې تر تېرېدو به د هغه په شخصي ژوند کې د پام وړ تغییرات راغلي وو، یو کال به یې په دنده کې نه تېرېده چې درې ـ څلور منزله کور به یې اچولی و، په نورو برخو او نورو ریاستو کې په همدې شکل.

د یوې حوزې د امر د تقرر سرقلفي او پیسې به معلومې وې، هر امر د حوزې به په ۳ ميلیونو تر ۷ ملیونو افغانیو رشوت باندې مقرریده، ان دا روال تر امنیه قوماندانانو، کمیسارانو او عمومي رییسانو پورې په همدې شکل پلی کېده.

ځيني نور بستونه، د حوزو بستونه او د امنیې قوماندانۍ بستونه به په پورتني شکل وو، خو ځیني نور به بیا د زورواکانو او مافیاوو په ولکه کې وو، ځینې امنیتي حوزې او د امنیه قوماندانیو او کمیساریو بستونه به مطلق د زورواکو په واک کې وو، مسوولین به يې د همدوی له خوا په ګوته کېدل او د وزارت رهبرۍ ته به معرفي کېدل، وروسته به همدغه کسان پر دې بستونو ګومارل کېدل.

له دې ټولو ولسمشر غني ښه خبر و، په همدې موخه يې په پوره زړورتیا او اوچت اواز د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه وباله او د افغانستان خلکو ته یې په دغه مهم ارګان کې د اصلاحاتو راوستو ډاډ ورکړ.

دا وخت هغه وخت را سېدلی و چې باید په کورنیو چارو وزارت کې پورته ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي او د له منځه وړو لپاره یې باید کوټلي ګامونه پورته شي. په دې وخت کې د کورنیو چارو وزارت لپاره نوی وزیر ویس احمد برمک معرفي شو، ویس احمد برمک د ښه مدیریت، پاک کار، اړوندو چارو کې د پوره قاطعیت او د لوړ ظرفیت مخینه درلوده. ویس احمد برمک په لومړیو درېیو میاشتو کې د کورنیو چارو په وزارت کې د شته ناخوالو، ستونزو او فساد د محو کولو او له منځه وړلو لپاره بنسټیزې حل لارې او طرحې په لاره واچولې.

د ویس احمد برمک دغه اصلاحي او بنیادي پلانونه د ولس او په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غني له کلک هرکلي سره مخ شول، ولسمشر غني د ویس احمد برمک له اړوندو پلانونو او پالیسیو غوڅ ملاتړ وکړ او هغه ته یې په خپلو خبرو کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت په اموراتو کې خپلو پروګرامونو ته چې د وخت تر ټولو مهمه غوښتنه ده، په پوره جرئت سره چټکتیا ورکړي.

په وزارت کې په هره برخه کې بنیادي او اساسي چارې پيل شوې، هغه که په تشکیلاتي نظام کې رغونه وه، که هغه د امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړول او سمول و، که هغه په هېواد کې د امنیت را ورستلو په موخه لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال پلانونه او پالیسۍ وې او یا هم که هغه د فساد پر وړاندې مبارزه وه. دغو کارونو او اقداماتو په وزارت کې دننه ځینو مفسدو کړیو ته او له وزارت څخه بهر زورواکو او مافیايي کړیو ته سرخوږی جوړ کړی و، په ورته وخت کې يې د دغو اقداماتو د مخنیوي په موخه ډول ډول فشارونه او تنګسه د کورنیو چارو پر وزیر د هغه د وېرولو او یا هم د هغه د بدنامولو لپاره راوړل، خو د ویس احمد برمک قاطعیت، وطن او ولس ته د هغه ژمنتيا او د حکومت د رهبرۍ ملاتړ او هېڅ زور او زر پر دې ونه توانېدل چې دغه حیاتي او اړین ګامونه چې د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو په موخه ترسره کېدل هغه له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړي.

د پورتنیو اصلاحاتو تر څنګ، یو یې د ازاد رقابت له لارې د نظامي مهمو بستونو اعلانول وو.

په لومړي سر کې د کابل د ټولو امنیتي حوزو د امرینو، معاونینو، د جنايي مدیرانو، ساحوي کنټرول امرینو او کشف امرینو بستونه ازاد رقابت ته وړاندې شول. یادو بستونو ته په سلګونو هغو کسانو چې نظامي زده کړې یې کړې وې او ښه سابقه یې درلوده خپل غوښتنلیکونه را واستول، د دوی د اسنادو تر ارزونې وروسته هغه کسان چې پر شرایطو برابر وو، ترې تحریري ازموینه واخیستل شوه. تحریري ازموینه په پوره رونټیا او شفافیت سره واخیستل شوه، له تحریري ازموینې وروسته له بریالیو کسانو تقریري ازموینه هم واخیستل شوه.

په ورته وخت کې ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو او جنایي برخو ادارو ته په جدي توګه دا سپارښتنې کړې وې چې هغه کسان چې په تحریري ازموینه کې بریالي کېږي، باید شالید یې وکتل شي چې له هره اړخه یادو بستو ته مناسب وي او تر ټولو مهمه دا چې د پیسو او رشوت اخیستو دوسیه او کارنامه ونه لري.

د ازموینو اخیستو په درشل کې د کورنیو چارو وزیر د ازموینې اخیستو ټیم ته په ځلونو همدا ویل چې څو موارد باید په همدې ازموینو کې په نظر کې ونیول شي: لومړی دا چې د چا حق تلف نه شي، دویم دا چې له هېچا سره باید مرسته ونه شي، پرما له بیرون څخه زیات فشارونه دي؛ زه خپله چې له چا سره مرسته نه کوم نو هېڅوک به هم له چا سره تر حق ورها خوا مرسته نه کوي او درېیم دا چې زه نن غواړم قومي تعصباتو او خویشخوریو ته د پای ټکی کېږدم او دا به همدلته ثابتیږي.

یادو بستونه ته د وړتیاوو او کاري تجربو پر اساس پوه، پاک او د لوړو تحصیلاتو کسان له هر قوم څخه غوره شول.

یو څه بل چې د یادولو وړ دي هغه دا چې د قومي جوړښت له مخې په کابل کې په ځینو سیمو کې ځینې سیمې قومي ترکیب لري، نو وزیر دا وپتېیله چې په هغو سیمو کې چې تاجکان زیات اوسېږي، هغو حوزو ته يې پښتانه کسان انتخاب کړل او یا هم په هغو سیمو او حوزو کې چې هزاره توکم زیات دی، د هغو حوزو لپاره یې تاجک یا پښتانه پر دندو کړل چې دغه اوډون وروسته ښه نتایج درلودل او هغه دا چې مخکې به که د یوې حوزې اوسېدونکي جرم کاوه او د حوزې امر یا بل مسوول به د هغه له قوم څخه و، نو په ډېریو مواردو کې به هغه عدلي او قضايي ارګانو ته نه پېژندل کېده چې په دې شکل ګومارنو او معرفي کولو دا لویه ستونزه حل شوه او دا لومړی ځل دی چې داسې څه تر سره کېږي.

دا لومړی ځل دی چې له ټولو فشارونو او دسایسو سره سره د زورواکانو، مافیاوو او مغرضینو شومو موخو ته نه ویل کېږي او د ټولو قوانینو په رڼا کې د ټولو پرتو پرګنو لپاره او د ټول ولس لپاره په یوه سترګه کتل کېږي، تاسو ته جوته ده چې په ډېریو مواردو کې به که یو وزیر د یوه ولایت و نو په اکثریت مطلق بستونو باندې د هغه خپل خپلوان او یا هم د همغه ولایت کسان مقرریدل خو دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو وزارت د ټولو قومونو لپاره د یوې هندارې حیثیت خپلوي، نه یوازې په همدې بستونو کې دا حالت تطابق کوي بلکې د وزارت په نورو لوړو او کښته بستونو کې هم دا اطلاق کوي.

دا لومړی ځل دی چې په کورنیو چارو وزارت کې بستونه په پوره رونټیا سره لومړی اعلانیږي او وروسته پرې د اهلیت او شایستګی له مخې با ظرفیته کسان غوره کېږي، پرته له دې چې د بست پر وړاندې پیسې واخیستل شي، څه چې مخکې موجود وو او څه چې مخکې معمول ګرځېدلي وو.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.