ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
9 Dec 2015 - 18:49
author avatar
9 Dec 2015 - 18:49

د افغانستان او پاکستان د خپلمنځي سیاسي اړیکو د سستېدو، بې باورۍ او نه ژمنتیا په پایله کې پاکستان یو وار بیا له افغانستان سره د سیاسي اړیکو د رغېدا غوښتونکی شو. 

که څه هم په دې اړه د افغان حکومت دریځ په کابل کې د شاه شهید خونړۍ پېښې د پېښېدو او په تړاو یې سمدستي اسلام اباد ته رباني، نبیل او د ستانکزي په شمول ځانګړی پلاوی د وروستي دريځ د روښانه کولو په موخه ولېږه چې وروسته یې پاکستان افغاني سولې ته نه ژمن، دوه مخی، د ترهګرو روزنتون او مرکز وګاڼه او له پاکستان سره یې د سیاسي اړیکو لپاره افغاني سوله شرط وګڼله. 

ځکه پاکستان د سولې لپاره ژمن نه شو او د ملا عمر د مرګ په اعلانېدو یې نوې سیاسي لوبې پیل کړې چې د افغانستان هم تمع پرې شوه او د نورو نوو بدیلونو په کارولو یې غور وکړ نو اړینه ده چې دلته د ولسمشر د سولې او بهرنۍ پالیسۍ په میکانیزم لنډه ړنا واچوو.

له پاکستان سره د سیاسي پالیسۍ میکانیزم:

ولسمشر غني له پاکستان سره خپل بهرني سیاست لپاره افغاني سوله یو اصل وباله او په دې اړه یې دوه ستراتیژۍ اعلان کړې چې لومړی سوله له پاکستان او دوهمه له طالب سره، له پاکستانه یې د افغانستان پر وړاندی د نا اعلان شوې جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه او په ټوله کې یې خپله بهرنۍ پالیسي په لاندې اساساتو بنا او وړاندی کړه.

بهرنۍ پالیسي: 

د غني بهرنۍ سیاسي تګلاره په بالمقابل دوستانه اړیکو، نړیوال امن او ثبات، هر اړخیزو، بنسټیزو، رغنیزو همکاریو او پرمختګونو ولاړه ده چې د حکومت په لومړیو یوولسو اساسي بهرني سفرونو کې يې نړۍ ته څرګنده او پرې قانع کړه چې سوله او سيمه ییز ثبات یو بنسټیز اصل دی چې د سيمه ییز او نړیوال اقتصادي پرمختګونو لامل کېږي. نه یو اړخیر ثبات چې د محدود اقتصاد باعث ګرځي.

دا یې په ډاګه کړه چې د افغانستان امن او ثبات د سیمې او نړۍ د امن او ثبات ضامن دی او عکس یې د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ لامل دی.

د تېر حکومت برعکس یې دوست او دښمن تعریف او معیارونه یې څرګند کړل؛ طالبانو ته یې د خپه شوو او مرورو وروڼو پر ځای د هېواد او نظام د وسله والو مخالفینو خطاب وکړ او په ځانګړي ډول یې له پاکستان سره قوي دریځ خپل کړ او په دې اړه یې نړیوال په جريان کې کړل او د پاکستان ملګري هېوادونه یې په خپل سیاسي اعتبار کې واخیستل.

پاکستان بیا ولې له افغانستان سره د سیاسي اړیکو د رغېدا غوښتونکی شو؟

پاکستان ځکه له افغانستان سره د سیاسي اړیكو د رغېدا او ترمیم په هڅه کې شو چې د پاکستان بهرنۍ سیاسي پالیسي په مطلق ډول خپلواکه نه ده او له خپلو ګټو سره یې د نورو دوستو هېوادونو، لکه چین، امریکا، انګلستان او سعودي ګټي هم په نظر کې نیسي کوم چې د افغانستان له بهرنۍ سیاسي پالیسۍ څخه خبر او قانع شوی. دا د دې لامل کېدای شي چې پاکستان په دې اړه یو ځل بیا هڅاند شوی دی.

په دې وروستیو کې د امریکا له ولسمشر او د انګلستان له لومړي وزیر سره د نوازشریف لیدل بې څه نه وو؛ له نوازشریف سره د افغان ولسمشر نه ملاقات یې اندېښنې زیاتې کړې او نړیوال هم ورته متوجه شول چې بالاخره یې په تړاو څو ورځې وړاندې د پښتونخوا سیاسي مشران افغانستان ته راولېږل، تر څو له ولسمشر غني سره وګوري او په پاریس کې يې له نوازشریف سره ملاقات ته وهڅوي.

دا سمه ده چې رالېږلی پلاوی یې پر ملیت پښتون؛ خو په ملت پاکستانی دی؛ ځکه هر یو یې پاکستانی پېژند (تابعيت) لري او په پوره درناوي ورته قایل دي.

د قانون له پلوه د یو هېواد تابعیت یا (Nationality) اخیستل د شخص لپاره د هماغه هېواد د اساسي قانون په شمول نورو شته قوانینو ته په پوره ژمنتیا درناوی او رعایت لازموي.

نو د پاکستان شته قوانین د “سب سے پھلے پاکستان” د نظریې پر بنسټ جوړ دي، هغوی ته له هر څه مخکې پاکستان مهم دی چې دا نظریه یې هلته د نورو مېشتو توکمنو تر څنګ د پښتون له خوا هم منل شوې او به بشپړه توګه ورته ژمن دي. د دې نظریې تحفظ له سیمې او په ځانګړي ډول له افغانستان سره په جنګ کې وي او که په سوله، که په اسلام کې وي او که کفر کې، دوی یې پلي کولو ته تیار دي، دا د دوی شعار نه؛ بلکې په ملکي او حکومتي کچه فرض دی چې موخه يې ترېنه د پاکستان ملي ثبات او استحکام ده.

دا منم چې ژبه، کلتور او کلچر یې راسره یو دی، خو نظر مو یو نه دی. موږ باید د ځینو تش په نوم ملتپالو او توکمپالو په غوړو او درنو سیاسي خبرو نور ونه غولېږو. 

ننني افتاب احمد شېرپاو، اسفندیار ولي خان، محمود خان اڅکزی هم د پروني نصیرالله بابر، جنرال حمیدګل، فضل الرحمان، سمیع الحق او سراج الحق په څېر پښتانه دي. دوی ته هم د پرون په څېر پاکستاني ګټې مهمې دي نه افغاني.

پاکستاني سیاسي پښتانه به هله د افغان خواخوږي ګڼل شوي وای چې د کونړ په راکېټونو، انتحاري بریدونو او د کابل په چاودنو یې کم ترکمه هلته غبرګون ښودلی وای، سره او ابي لاریونونه یې کړي وای او پر غم یې راسره ژړلي وای. خو نه؛ یاد پښتانه یې د افغانستان پر وړاندې فعال حرکي مرکزونه لري، د سراج الحق جماعت اسلامي یې د افغانستان د ورانولو لپاره حزب المجاهدین لري، میر سمیع الحق یې د طالبي فکر پلار ګڼل کېږي او فضل الرحمان یې د افغاني جهاد مفتي، جنرال حمید ګل یې هم د پاکستاني اخواني فکر (جماعت اسلامي) مخکښ وو چې بدبختانه ‌ځیني افغانان یاد مغرض ګوند لا اوس هم خپل فکري سرلاری ګڼي او پرې ویاړي.

دلته لازمه ګڼم د مولانا کوثر نیازي چې د پاکستان پوخانې وتلی سیاستمدار او د ذالفقار علي بوټو نژدې دوست ده او د بینظیر بوټو مشاور او د مختلفو وزارتونو وزیر و، د پاکستان پخواني داخله پښتون وزیر نصیرالله بابر له خولې خپل د خاطراتو په کتاب کې د (۱۴۵۰) او ( ۱۴۶۰) کلونو په اړه چې دا مهال بابر د سرحد والي و خبره رانقل كړم چې وایي، صدراعظم بوټو ویل: “سردار محمد دااود خان حاکمیت او سیاست د پاکستان د امنیت او موجودیت لپاره ستر ګواښ دی، او د ډیورنډ لاین معاهده اوسمهال په خطر او د له منځه تلو کې ده، نو د دې لپاره باید د داود خان د حاکمیت او سیاست مخه ونیول شي او په هر شکل چې کېږي باید افغانستان بې ثباته او غیر مستحکم شي! نو کوثر نیازی دلته بیا د بابر له خولې لیکي: (موږ د بوټو دا نظریه ومنله او په ښې طریقې سره مو داسې پلې کړه چې: لومړی مو د دې کار لپاره د کابل پوهنتون په داخل کې د حکمتیار، رباني او مسعود باندې کار وکړ، ترې مو حمایت وکړ او دوی مو د سردار د نظام تر ړنګولو پورې د پېښور په بالاحصار کې وساتل او وروزل تر څو وتوانېږي چې د راتلونکي حکومت په مقابل کې زموږ په پالیسۍ وجنګېږي نو په دې اساس د ډیورنډ مسئله په یو افسانوي شکل بدله او د روس په راتګ سره دغه کار نور هم اسانه شو چې په افغانستان کې مو افغاني قواوې په خپلو کې سره واچولې او پرې مو نه ښوده چې د پاکستان خاوره بې ثباته او خطر ورته متوجه شي!” نو تېر تاریخ او مهالني سیاست ته په کتو دا خبره باید موږ ته په ثبوت رسېدلې وي چې دوی ته (ترهر څه لومړی پاکستان دی؛ نه افغانستان)

تېرو او روانو کړنو ته په کتو د لر او بر يو پښتون شعار، رښتیا هم یو سمبولیکه نعره ده، نه یو بنسټیز فکر؛ ځکه د دغه لوړ فکر رښتیني خلک تللي او پاتې یې د یاد فکر د رښتیني پلی کېدا او قربانۍ وړتیا نه لري. لر پښتون هغه وخت له بر سره یو ځای کېدای شي تر څو د پنحاب له غلامۍ او بادارۍ څخه تېر شي او د بر پښتون له وژلو، بدبختۍ او تباهۍ څخه لاس واخلي او زموږ درد خپل درد وګڼي.

د پاکستان له زېږېدو څخه تر دې دمه د پاکستان ثبات د افغانستان په بې ثباتۍ او نا امنۍ کې نغښتی و. خو حالاتو ته په کتو نن نه یواځې د پاکستان، بلکې د سیمې امن او ثبات په افغانستان پورې تړلې دی. نو د دې لپاره پاکستان، سیمه او نړۍ مجبور دي چې افغانستان ته سوله راولي او د پاکستان د نا اعلان شوي جنګ د ختمېدو د عملي اقدام غوښتونکي شي. نو د نوازشریف له خوا د پښتونخوا د سیاسي مشرانو په استازولۍ د رالیږل شوي پلاوي یواځېنۍ موخه همدا وه چې ولسمشر غني د نوازشریف له نوي پالیسۍ څخه خبر او مطمين کړي او په تړاو یې په پاریس کې له نوازشریف سره وګوري، تر څو ورته خپله نوې تګلاره او دریځونه څرګند او ولسمشر ترې یقیني کړي. همدا وو چې په فرانسه کې یې د برېتانيا د لومړي وزیر په منځګړتوب لیدنه وشوه چې په دې اړه د ولسمشر دريځ پخوانی خو امید دی چې د نوازشریف دریځ دغه ځل د رښتینولۍ او ژمنتیا په بنسټ وي. کنه نو افغانستان به کړېږي او نور هېوادونه به هم نه رغېږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

روح الامین حسن د استاد محمود حسن کامه وال ځوی او د مرحوم قاضي محمد هاشم کامه وال لمسی دى. د ننګرهار د کامی اوسيدونکى دى. په ۲۰۰۹ زيږديز کال کې د امام بخاري( رحمهم الله) د لېسې څخه فارغ شوی او وروسته د نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې د شرعیاتو او قانون پوهنځي څخه په ۲۰۱۵ زيږديز کال کې فارغ شوی دى. اوسمهال د مدافع وکیل او د افغانستان د بشري پرمختیا ادارې کې د قانون په برخه کې کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.