ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نه مې غوښتل په دې هکله څه ولیکم ځکه دا ډیرې نیوکې او طرحې لیکل هم انسان مایوسه کوي او انسان یو قسم منفي ګرا معرفي کیږي خو بیا هم لیکل یې اړین ګڼم.

د کونړ او نورستان ځنګلونه د افغانستان ملي سرمایه ده او د ځنګلونو په قطع کولو، د افغانستان ملي سرمایه له منځه ځي او زموږ چاپیریال یا محیط زیست ته سخته صدمه رسیږي. څو ورځي مخکې ما د محیط زیست په هکله چې زموږه نړۍ یوه غریبه او وروسته پاتې نړۍ ده، یوه لیکنه په فیسبوک کې کړې وه او افغانستان د نړۍ په هغه هېوادونو کې ځاى لري چې د چاپيریال د له منځه وړولو له سخت خطر سره مخامخ دی.

که تاسې د کونړ او نورستان پر درو له هوا نه پرواز وکړئ نو وبه ګورئ چې د اسمار او کامدېش پر لور دا ځنګلونه په ډیر بیرحمانه توګه په تېرو درې څلور لسیزو کې وهل شوي دي او غرونه لکه د ګنجي سړي د سر په شان لوڅ ښکاري. اما د پیچ او ویګل سیمو غرونه یو څه ګڼ ښکاري، خو د لرګو مافیا کوښښ کوي چې دا سیمه هم ګنجۍ کړي. د ځنګلونو وهل نه یوازې د کونړ ولایت چاپیریال ته زيان رسوي، بلکې د افغانستان چاپیریال ته سخته صدمه رسوي. دا خبره باید واضحه کړو چې تل د لرګيو، معدنونو، مواد مخدر او یا نور شیانو په قاچاق کې اصلي ګټه د داخلي او بین المللي مافیا یو څو کسانو ته رسیږي او عام خلک له دغه قاچاق نه ډیر کم څه تر لاسه کوي.

په نوییمه میلادي لسیزه کې د کونړ دلرګو یو څوکسه قاچاقبرد افغانستان له نورو مافیایي کړیو سره یوځاى شول اود کونړ ځنګلونه یې په ډیر بیرحمانه توګه د پاکستاني قاچاقبرانو سره یو ځاى قطع کړل او دا لړۍ د طالبانو له واکمنۍ نه وروسته هم ترهغه پورې روانه وه چې تر څو زما په پیشنهاد، اسدالله وفا صیب د کونړ والي شو. وفا صیب د کونړد لرګو قاچاق تقریبا په مطلقه توګه بند کړ. که څه هم د اسمار په خوا کې یو څه قاچاق په پټه کم و زیات کیده اما لویه مخه یې ونیول شوه. څه موده وروسته د کابل لوړ پوړو چارواکو د جمهور ریئس تر مرستیال پورې اوهم د پکتیا د یو پخواني وزیر او د کونړ دوه درې کسو په ملګرتوب داسې فیصله وکړه چې د کونړ کوم لرګي چې وهل شوي او د چغه سرای په ټالونوکې پراته دي، هغه لرګي محصول او د تجارت د وړلواجازه ورکړل شي.

د دغې پرېکړې یوه ماده دا وه چې کونړي تجاران باید دا لرګي په کنټرول قیمت یو خاص شرکت ته چې د جمهور ریئس د لومړي مرستیال ورور په کې شریک و، خرڅ کړي او هغه شرکت به بیا دا لرګي محصول کوي. په دې توګه به دا وهل شوي لرګي چې د چغه سرای په ټالونو کې پراته دي، ازاد شي اما نوي ځنګلونه به نه قطع کیږي. دا فیصله عادلانه نه وه چې د کابل یو شرکت باندې دا لرګي په کنټرول قیمت خرڅ شي. دا فیصله د کونړ د لرګو تجارانو او هم وفا صیب ونه منله.

کله چې دیدار صیب د کونړ والي شو، په دی بهانه چې په چغه سرای کې لرګي نور خرابیږي، د لرګيو قاچاق بیا پيل شو. د چغه سرای د ټالونو لرګي هیڅ نه خلاصیدل ځکه هره شپه نور تازه لرګي چې په ځنګلونو کې وهل شوي و، راتلل او دا لړۍ ترهغه پورې روانه وه چې وحیدي صیب د کونړ والي شو. واحدي صیب هم په لرګيو وړولو بندیز ولګاوه او د کابل هغه فیصله يې چې لرګي باید محصول شي د وفا صیب په شان ونه منله ځکه دا فیصله ده ته هم عادلانه نه وه. وحیدي صیب په اخره کې یوازې د کونړ خلکو ته اجازه ورکوله چې د خپلو کورونو او جوماتونو لپاره لرګي یوسي.

د وحیدي صیب له تګ نه وروسته کله چې جلالا خان د کونړ والي شو، هغه بیچاره ډیرې هلې ځلې وکړې چې د کونړ د لرګيو د قاچاق مخه ونیسي خو په دې کار کې بریالى نه شو، ځکه چې امنیتي ارګانونو ورسره همکاري نه کوله. اوس چې دا نوی لړۍ د کلیمزي صیب په دور کې پیل شوې ده چې یوازې هغو لرګيو ته اجازه ورکوي چې نجارانو ترې دروازې، کړکۍ او یا نورشیان جوړ کړي وي، د تیوري په لحاظ سمه فیصله ده اما په عمل کې د کونړ د ځنګلونو د وهلو لړۍ په ډیر بیرحمانه توګه بیا پیل شوې ده او مافیایي کړۍ له دې فیصلي نه سؤ استفاده کوي. له دې فیصلې سره د کونړ د لرګيو بیه بیا پورته لاړه او اوس هره ورځ په لسګونو موټر د کونړ نه نورو سیمو ته ځي. زما په اند د دې کار مخه باید په جدي توګه ونیول شي، ځکه چې ځنګلونه په بیرحمانه توګه وهل کیږي.

د چغه سرای د لرګيو ګدامونه به هیڅکله خالي نه شي ځکه نوي لرګي ورته هره شپه راځي. ویل کیږي چې د کونړ امنیه قوماندان، جمعه ګل همت کوښښ کوي چې د لرګيو د قاچاق او یا له کونړ نه د  لرګيو د ویستلو مخه ونیسي خو دا مافیایي کړۍ ډیرې قوي دي ځکه دافغانستان په امنیتي، ادارې او حقوقي ادارو کې کافي نفوذ لري.

زما په اند، د کونړ لرګي که په چغه سرای کې خراب هم شي او یو څو تجاران او مافیایي کړۍ تاوان وګوري څه فرق نه کوي او دا لرګي باید په هرحالت کې، که هغه چار تراش وي او که جوړې کړې دروازې او کړکۍ (خام او پاخه مواد) ټول بند شي. د کونړ ولایتي اوهم مرکزي ادارې باید دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو د کونړ د ځنګلونو د وهلو مخنیوى وشي. د کونړ ځنګلونه، ملي سرمایه ده او د دې خوندیتوب د ملت او حکومت دنده ده.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 15

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.