ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
20 Jan 2016 - 15:03
author avatar
20 Jan 2016 - 15:03

که چېرې د دې موضوع په هکله ډیر ساده مثال ورکړو زه فکر کوم ډیر به له موضوع څخه نه یو لرې شوي که په کلي اویاهم په ښار کې مو ژوند کړی وي او په ګاونډ کې مو داسې څوک اوسېدلي وي چې په کورکې هره ورځ په شخړو او جګړو بوخت وي دابه ډیره ګرانه وي چې د ستاسو په اولادونو تاثیر ونه کړي او یا دې په راتلونکي کې ستاسو ماشومان او کورنۍ په ورته کړنو لاس پورې نه کړي، دا چې ایران هېواد تر دې دمه توانیدلی او خپل وګړي یې یوه سوله يیز ژوند ته هڅولي داکار په واقعیت کې د دې ښکارندوی ده چې دوى کولای شي خپل هیواد په ښه ډول رهبري کړي او له هر ډول ناوړه حالاتو څخه خپله ګټه پورته کړي او پرې نږدي چې د هغوى آرام ژوند نا آرامه کړي.

 د ایران چارواکو نه یوازې له خپل هېواد څخه ساتنه کړې ده بلکې د دې ترڅنګ یې د نورو هېوادونو په چارو کې پراخه لاسوهنه کړې ډیرځله افغان حکومت په هېواد کې روانې نا خوالې د ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د پاکستان او ایران هیواد د لاسوهنو پایله بولي او پړه د هغوی پرغاړه ور اچوي چې په ډیرو مواردو کې کره شواهد هم وړاندې شوي دي، ایران په افغانستان کې له نظامي لاسوهنې ډیر په فرهنګی یرغل تورن شوی او دا کار د دې لامل شوی چې د ډیری افغانانو ګرم احساسات را وپاروي.

باید وویل شي چې ایران د لاسوهنو په لړۍ کې دا دی له سعودي عربستان سره د احتمالي جګړې تر پولې رسېدلی، خو افغانان په دې باور دي چې په ګاونډیو هېوادونو کې شته ستونزې او نوې پیلېدونکې جګړې به د افغانانو ژوند نورهم تریخ او له ګواښ سره مخ کړي .

په اوس وخت کې افغان حکومت او په ټوله کې دافغانستان سوداګري په دوه ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ايران هېواد پورې ډیره تړلې ده چې دا په خپله د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان په ګاونډ کې هر ډول ناخوالې کولای شي نور هم د افغانانو ژوند وګواښي داچې په دې ورځو کې د ایران او سعودي کړکېچ زور اخیستی، نړیوالې رسنۍ او په ټوله کې اسیایي رسنۍ يې په پوره ډول تودې کړې دي.

که څه هم د ایران بې پرېتوب د سوريې، عراق او د یمن د جګړو په هکله د نړیوالو په خولې له پخوا نه تر پوښتنې لاندې و، لیکن د سعودي او ایران کړکېچ وروسته له هغه ګرم شو چې سعودي شعیه مذهبي مشر د نورو سني مذهبه مشرانو په کتار کې یو ځای اعدام کړ، چې په پایله کې یې ایرانیانو د سعودي سفارت ته اور ورته کړ او بیا سعودي او د متحده عربي اماراتو یو شمېر هیوادونو خپلي دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې له ایران سره پرې کړې.

که دغه کړکېچ ته له مذهبي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي اړخه ځیر شو، نو بشري او مذهبي ناورین زېږوونکې ښکاري چې پر اسلامي نړۍ به په عمومي ډول او په افغانستان به په ځانګړي ډول خپلې اغېزې او تاثیرات ولري.

ایران د نړیوالو ډیپلوماتیکو معیارونو په نه پام کې نیولو سره داپه ډاګه کوي چې د نورو هېوادونو په چارو کې څنګه لاسوهنه کوي په سعودي عربستان کې د شیعه مذهبي ملا د اعدام په ملاتړ دایران توند غبرګون نه یوازې د دوى په ګټه نه ده ، بلکې خپل هیواد په خپل لاس په ناورین کې راښکيلوي ، که څه هم ایران هڅه کوي په دې وروستیو کې له امریکا سره خپلې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او خپل ځان د نړۍ پر وړاندې مطرح کړي چې تر ډیره هم د دوى په اړیکو کې ښه والی راغلى خو دا په دې معنی نه ده چې ایران دې له یو نړیوال زبرځواک سره په اړیکو ښه کیدو خپلو ګاونډیو ته ځواب ورکړي او د نورو هېوادونو په چارو کې دې لاسوهنه وکړي داچې ایران په نړۍ کې د شیعه مسلمانانو سرلاری ځان بولي نه ښایي له نورو هېوادونو سره پر دې اساس اړیکې ولري او یایې هم پرې کړي چې کیدای شي د ایران هېواد داکار د دوى د بدبینۍ اصلی لامل شي.

د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د ایران او عراق جګړه چې کله ګرم پړاو ته ورسېده، سعودي خپل نظامي او سیاسي ملاتړ د عراق له سني مذهبه حکومت نه اعلان کړ او عملاً یې مرسته ورسره کوله چې دغه کار د ایران شعیه مذهبي حکومت د سعودي پر وړاندې پوره عقده من کړ او پر وړاندې یې  خپل عکس العمل ښکاره کړ نو ځکه یې د یوویشتمې پېړۍ لومړۍ لسیزه کې سعودي ته په یمن کې پوره سرخوږی جوړ کړى، ان تر دې چې د سعودي حکومت مجبور شو چې د سعودي په مشری د څو عربي هېوادونو ګډ ایتلاف جوړ کړي او د ایران پلوه حوثي یاغیانو په مقابل کې عملاً د جګړې ډګر ته راووځي.

د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په تېره بیا د منځني ختیځ اکثره هېوادونه د دواړو مذهبو یعنې سني او شعیه معقدین او باور لرونکي لري او ملتونه یې اعتباري یعنې غیر ذاتي وحدت لرونکي دي نو که خدای مه کړه د جګړې اور بل شو نو لمن به یې ټولو اسلامي هېوادونو ته ورسېږي او د مسلمه امت د مرګ په شمول به د اسلام ټغر توکړه توکړه شي.

ثانیاً د دې احتمالي جګړې لړۍ افغانستان ته راتلونکې ده، په داسې حال کې چې د افغانستان ټولنیز وحدت هم اعتباري دی او د اعتبار سریښ یې وګړیز، قومي او سیاسي ګټې دي نو د شعیه او سني تر عنوان لاندې خوندي دي.

بل لوری ته په هېواد کې د سولې وروستۍ پیل شوې خبرې چې په ډیرنازک تار تړلې دي کیدای شي په ګاونډیو هېوادونو کې د کړکیچ په رامنځته کیدو سره هغه هم زیانمنې شي، له طالبانو سره د روسیې نوې پیل شوې اړیکې دا په ډاګه کوي چې په هېواد کې د نوي ناورین زیږولو ته زموږ ګاونډي هېوادونه لاس په نامه ولاړ دي او روسیه وړاندې تر دې چې د داعش ډله یاد هیواد نا آمنه کړي په افغانستان کې په یوه ستره جګړه کې ښکېل کړي او له وخت څخه ګټه پورته کړي.

 د ایران او سعودي ترمنځ ناروین به نه یوازې زموږ سیاسی ثبات وګواښي بلکې زموږ اقتصادي ځپلی حالت به نور هم زیانمن کړي، داعش ډله چې تر ډيره په عراق ، سوریې او نورو هېوادونو کې په شیعه مذهبو لږکیو حملې کوي د ایران هیواد په جګړه کې به په مستقیم ډول ښکېل شي او ایران هیواد به د افغانستان په څېر په یوه لاینحله جګړه کې راګیر شي.

چین چې په اوس وخت کې د افغانستان د سولې په نوې پیل شوې پروسه کې اساسي رول لري او د روانې صدۍ اقتصادي زبرځواک بلل کیږي د ایران او سعودي د کړکیچ په هکله چپه خوله نه ده ناست او په همدې هکله یې یولړ هلې ځلې پیل کړې دي ترڅو له دې لارې په آسیا کې خپل سیاسي رسوخ زیات کړي، بل خوا د ایران پر وړاندې له سعودي څخه د پاکستان ملاتړ ویرونکی او روان ناورین ته قوت بښونکی بلل کیږي.    

له بل پلوه په اوسني حالت کې د هېواد ټپي بدن او ناتوانه جسم اقتصادي مرهم او پټۍ ته ډېره سخته اړتیا لري، دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره مو د پولې، امن او بندر کړکېچ په ګرم پړاو کې دی نو د چابهار بندر یواځينی اقتصادي او ارزانه بدیل ښکاري.

په پایله کې ویلی شو چې چین، افغانستان، عراق او پاکستان ته په کار ده چې په دغه کړکېچ کې د منځګړتوب رول ولوبوي او د سعودي او ایران مسایل د خبرو له لارې حل کړي او که چېرې زموږ حکومت پاکستان ته ورته یو طرفه دریځ غوره کړي او یو، یا له بل هېواد نه ملاتړ وکړي نو یوه ستره سیاسي او نظامی تېروتنه یې له وړاندې بلل کیدای شي، د سیمې هیوادونه باید چې ایران او سعودي هیوادونه دې ته اړ کړي ترڅو د خبرو اترو له لارې روانه ستونزه حل کړي او که چیرې په دې موضوع کې غفلت وشي نو لرې نه ده چې د را ولاړېدونکي ناورین درد به تر ګاونډیو هېوادونو ورسیږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بریالی نایاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د پاکستان په صوبه سرحد د هنګو په حضرت بلال عالي لېسه او ثانوي زده کړې یې د لوګر د محمداغې په عالي لېسه کې پای ته رسولې دي، په مشعل خصوصي پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځی لوستی او اوسمهال له سنایي پراختیایي موسسې سره د اعمار صلح له مجلې سره د مسئوول مدیر په حیث کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.