ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کله هم چې په هېواد کې د ولسي جرګې یا ولایتي شورا ټاکنې کېږي په زیات شمېر کې خلک ورته نوماند کېږي. دوی ولس ته مخ په وعدو کولو پیل کوي او هر یو یې ولس ته وايي چې که زه تر واکه ورسیدم نو وطن به ټول ګل او ګلزار کړم. په دې وخت کې نو له ډېرو خلکو وړ اشخاص ورکېږي ځکه چې که څوک وړ او بااستعداده وي، د هغه او د ناوړه تر منځ هیڅ توپیر نه کېږي. ځکه دغه دواړه ډلې یو له بله د ولس سره ګرمې ګرمې وعدې کوي چې په دې سره ولس په تردد کې کې واقع کېږي چې د همدې له کبله د دې په ځای چې وړ شخص ته رایه وکاروي داسې یو چاته رایه کاروي چې په هېڅ ډول یې هېواد ته خدمت هدف نه وي او یواځې د خپل جیب ډکول یې هدف وي او استازولي چې یو لوی مسؤلیت دی د یوه تجارت په سرګه ورته ګوري.

راځو دې ته چې کوم څه دی چې له موږ سره مرسته کوي تر څو موږ په وطن، سولې، ابادي او پرمختګ مین شخص وټاکو، په لاندې ډول ځينې اړینې نقطې لیکل شوې دي:

زده کړې:

په اوسنۍ عصري نړۍ کې زده کړو ته تر هر څه زیاته اړتیا ده، ځکه چې که یو څوک زده کړې نه لري تر باسواده شخص یې فکر په اسانۍ په یوې موضوع نه خلاصیږي، نو د یوه استازي لپاره هم اړتیا ده چې لږ تر لږه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره باید د لسانس تر کچې زده کړې ولري. د دې تر څنګ د خپلې مورنۍ ژبې سره سره باید په څو یا یواځې په انګلیسي ژبې د افهام او تفهیم بشپړ حاکمیت ولري، یعنې په افغانستان کې تر دې کچې لږ تر لږه بسنه کوي ځکه د ماستري تر کچې خلک ډېر کم پیدا کېږي.

 

استوګنه:

د ټاکنو د کمپاین پر وخت شاید تاسې به داسې خلک هم وینئ چې بیخي به یې څهره درته نوې ښکاري. دلته دوه موضوعات کیدلی شي لومړی داسې خلک زیات شمېر په کوم ولایت کې چې دی نوماند وي هملته پاتې نه وي یا خو یې ټول ژوند له هېواده د باندې تیر وي او په لومړي ځل خپلې پلرنۍ سیمې ته راځې او یا خو په دننه هېواد کې ژوند په بل ولایت کې تیر کړی وي. داسې خلک زیات وخت تر هغو نوماندانو په خپلو دندو کې زیات موثر نه شي تمامیدای کوم چا چې ژوند په خپله پلرنی سیمه کې تیر وي ځکه هغه څوک چې په خپله سیمه کې رالوی شوی وي د خپلې سیمې په دودونو، کلتور، ستونزو او خلکو سره زیات اشنا وي.

 

پخوانی شالید:

د مقالې دا برخه د هغو نوماندانو لپاره ده چې هغوي د بیاځل یا دویم ځل لپاره خپل ځانونه نوماند کړي وي. د داسې نوماندانو پیژندګلوي تر هغو نورو چې په لومړي ځل ځانونه نوماند کوي ډېره اسانه او ساده ده، ځکه دوی له ازموینې تېر وي په اصطلاح ازمویل شوي وي. مثلاً که چیرته یې د ټولې سیمې یا  د یوه ولایت لپاره په هراړخیز او په بې توپیر ډول یې ولس ته خدمت کړی وي بلکل ورته رایه ورکړئ او ملاتړ یې وکړئ.

که چیرته یې په تیره دوره کې د پام وړ لاسته راوړنې نه وي درلودلې نو د داسې شخص د بیا ځل ملاتړ څخه لاس په سر شئ او مه پریږدئ څوک چې د داسې چا ملاتړ وکړي، ځکه هغوي چې په تیر کې کومه توره نه وي کړې په راتلونکي کې هم د پرمختګ تمه مه ترې کوئ او نه یې درته کولی شي.

تعصب:

د هېواد زیات شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو او قومونه په پرتله ورته د نوماندانو شمېر کم ورکړل وشی دی، د بیلګې په ډول که زه د پکتیا ولایت یادونه وکړه دلته ۱۴ ولسوالۍ دي او د پکتیا برخه په ولسي جرګه کې ۵ وکیلان دي. نو دلته اصلي موضوع ته متوجې کېدای شو چې که چیرته موږ یو متعصب شخص ته رایه ورکړو نو هغوی بیا د خپل ځانګړي قوم لپاره کار کوي او پاتې زیات ولس پاتې کېږي چې په دې سره په لوی لاس انارشي ته زمینه سازي کېږي او مساوات له منځه ځي. نو اړتیا ده چې داسې څوک د استازولۍ لپاره وټاکو چې هغوي تعصبګر نه وي د ټولې سیمې خلک خپل وګني او یوه ته تر بله برتریت ورنه کړي.

 

په ولسي نرخونو پوه:

که څه په پورتنۍ برخه کې دا موضوع یوڅه روښانه شوې خو، دا برخه لا ډېر وضاحت ته اړتیا لري. یو غوره استازی هغه دی چې نوموړی د خپلې سیمې پر ټولو ولسي او کلتوري نرخونو پوه وي او په کې معلومات ولري. د بېلګې په ډول په خوست، پکتیکا او پکتیا کې زیاتې ستونزې په ولسي دود یعنې نرخونو باندې خلاصېږي. دا چې نوماند تل د ولس سره په اړیکه کې وي نو کېدای شي د داسې ستونزې سره مخ شي چې هغه یواځې پر ولسي دود او نرخ خلاصیدلی شي، نو که په دې اړوند معلومات ولري ښه تر ښه، خو که چیرته په دې برخه کې عاجز وي نو امکان دې ولري چې د دې پر ځای چې ستونزه حل کړي لا یې خرابولی او لویه کولی شي، نو ویلی شو چې حتمي ده چې یو نوماند باید پر ولسي دود او ځینو کلتوري ارزښتونو پوه وي.

 

دینداري، ایمانداري او صداقت:

زما په آند دا برخې تر ټولو پورتنیو مهمې او اړینې دي، که چیرته یو نوماند دینداره، ایمانداره او صادق وي هېڅ ستونزه به رامنځته نه شي. که خدای مه کړه یو څوک بې دینه وي او د عقیدې له مخې کمزوری وي په دې باوري ووسئ چې هغه چې د لوی رب نافرماني کولی شي ستاسې خو په ښه جرئت سره کولی شي. همدا شان صداقت او ایمانداري هم مهمې برخې دي زیاتره وخت موږ وینو چې ځینې استازي ډېره کم خپلې دندې ته حاضرېږي او ټول وخت پر بې ځایه ساعتیریو تیروي، نو د داسې شخص له ټاکنې ډډه وکړئ. همدا شان صداقت هم یوه مهمه اړینه او خورا ارزښمنه برخه ده د بیلګې په ډول مونږ او تاسې به ډير داسې استازي لیدلي وي چې هغوی چې واک ته ورسېږي نو سم دلاسه د خپلې کورنۍ غړي پر دندو ګماري یا پرمختیایي چارې یې متوازنې نه وي او د یوې ځانګړې سیمې یا قوم لپاره خدمت کوي او بل چاته یا نورو قومونه ته یې خیر نه رسېږي حال دا چې نوموړي ته د ټول ولایت مسؤلیت ورله غاړې وي نو د داسې اشخاصو له ټاکنې هم تېر شئ.

ډیر زیرک ووسئ چې داسې اشخاص واک ته ونه رسوئ چې بیا پر تاسو سوداګري وکړي. د یوه چا لنډ مهالو امکاناتو ته مه ګورئ، د یوه وړ شخص په ټاکنه کې د خپل ولایت ابادي په نظر کې ونیسئ خپله هم وړ شخص وټاکئ او نورو ته یې هم ورپه ګوته کړئ.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.