ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نه مې غوښتل چې دا قصه ولیکم خو زړه مې طافت ونه کړ او کېدای شي چې د موږ لپاره د عبرت یوه قصه وي چې دخپلو اولادونو په راتلونکي فکر وکړو او خپل اولادونه تر جدي مراقبت لاندې ونیسو ځکه منطقوي ناولې کړۍ او ډلې زموږ د ځوانانو د انحراف لپاره له هرډول تاکتیکونو څخه کار اخلي ترڅو خپل غیر انساني او غیر اسلامي شومو اهدافو ته ورسیږي. دا ډلي زموږ ځوانانوته دین، پیسې او نور خیالي جنتونه وسیله کوي او غواړي چې زموږ ځوانان منحرف کړي.

ترشلمې پېړۍ پورې د جنګونو په موخو او پوځي تاکتیکونو کې چندان تفاوت نه و. د جنګونو عوامل همیشه وېره، اقتصادي ګتې اوعزت یا غرور ساتل و. د پورته اهدافو لپاره اډیالوژي او د نیشنلیزم په بنیاد د خلکو احساسات راپارول وسیله وه تر څو جنګي مشران د ولس ملاتړلاسته راوړي اود جنګ انګیزه ژوندۍ وساتي. د دښمن د کمزوري کولو لپاره د جنګ تاکتیکونه هم په درې ډوله و: د دښمن د قوت تقسیمول او پاشل، په نا خبره توګه په دښمن حمله کول او د دښمن په منځ کې د پنځم ستون پیداکول، ترڅو د تبلیغاتو له لارې د دښمن مورال او روحیه کمزورې کړي. روحي جنګ یا Psychological War د سوړ جنګ لویه برخه وه.

د یویشتمې پېړۍ په سرکې د جنګ تاکتیکونه دجبهي جګړې (Conventional War) او چریکي جګړو(Guerilla War) نه په ځان وژونکي یا Suicide جګړه باندې بدل شول. د خودکشه جګړې له منځه وړولو لپاره د جبهي او چریکي جګړو تاکتیکونه په درد نه خوري. دا داسې معنی لري لکه ماشی چې په توپ ولې نو ځکه تر اوسه په افغانستان کې او هم د نړۍ په نورو سیمو کې د موجوده جګړو پایله له ناکامۍ سره مخامخ ده او ورځ په ورځ د جنګ لمنه پراخیږي. زه دلته په Conspiracy Theory یا د شک کولو په تیورۍ باندې خبرې نه کوم ځکه د شک کولو په تیورۍ باندې شرقي ټولنه او باالخاصه د اسلامي هیوادونو اوسیدونکي خاصه عقیده لري او دا جدا بحث دی. د شک تیوري زموږ په وطن کې هغه مشهوره متل ته ورته ده چې وایي د یو لغماني سره یو کس په لاره تللو نو د لغماني هرې خبرې ته یې د شک په سترګه کتل اوله ځان سره به یې ویل کیدای شي په دې خبره کې هم د لغماني څه چل وي. شرقي ټولنو ته هرڅه د شک د تیورۍ په هنداره کې ښکاري او د خپل اولس ټولې نیمګړتیاوې او وروسته والي د پردو د مداخلې سبب ګني.

د فرورۍ په ۱۲مه د نورستان والي حافظ عبدالقیوم راته په جلال اباد کې قصه وکړه چې د کامدیش د سیمې یو مشهور  قومي مشر مولوي محمد صادق په خپله سیمه کې د طالبانو او داعش پرضد فعالیت کاوه خو هغوى ورته د مولوي محمد صادق زوی داسې تربیه کړ چې په خپل پلار ځانمرګی بريد وکړي. مولوي محمد صادق چې په دې هکله ثقه معلومات درلودل نو کله چې د ده زوی چې د منفجره موادو واسکټ یې پر تن و او د ده خواته راته نو هغه یې له مخه په کلاشینکوف وویشته او يې واژه . وروسته چې د خپل زوی مړى لټوي نو د ځانمرګي واسکټ یې پر تن و. داسې نورې عینې قصې شته چې پوره تحقیق ته اړتیا لري. د دغې قصې کولو په وخت کې مشاور وزیر اسدالله وفا هم ناست و.

که موږ دغې پورته قضیه ته وګورو نو دا واقعا یوه زړه بوګنونکې او تراژیده پیښه ده او الله تعالی دې هیڅوک له داسې ستونزې او حالت سره نه مخامخ کوي. موږ ټول اولادونه، وروڼه او خپلوان لرو او دا ډیره سخته صحنه ده چې پلار دې په خپل زوی د ټوپک ماشه کش کړي او خپل زوی دې ووژني. الله تعالی دې موږ او تاسې ټول له داسې حالت نه وساتي. سوال دا دی چې د مولوي صیب محمد صادق زوی څنګه دې ته حاضر شو چې خپل پلار چې هغه هم یو مشهور دیني عالم دی ووژني. که دا فرض کړو چې د مولوی صیب او د زوی په عقیده کې سره توپیر و نو ابراهیم (ع) خپل پلار آذر چې کافر و ونه واژه او نه نوح (ع) خپل زوی  کنعان چې کافر و وواژه. همداشان لوط (ع) خپله ښځه چې کافره وه ونه وژله او نه محمد (ص) خپل تره ابولهب چې کافر و وواژه. په اسلام کې همیشه دا تاکید شوی دی چې  له خپلوانو سره باید خپل علایق قطع نه کړئ او دا ګناه لري نو وژل یې خو لویه ګناه ده. که مولوي صیب او له خپل زوی سره په مذهبي توګه څه اختلاف درلوده خو دواړه مسلمانان و، نو څنګه مسلمان خپل مسلمان پلار وژني. که څه هم زه ملا نه یم خو اوس تاسې ماته ووایئ چې د اوسنۍ روانې جګړې کوم اړخ اسلامي او مذهبي شکل لري.

که تاسې دې پورته قضیه ته وګورئ نو د داسې جګړې ګټل دچریکي او جبهي جګړو په تاکتیکونو سره نه شي ګټل کیداى ځکه دا کسان چې ځانونه وژني، دوی نه له مرګ او بندیخانې نه ویریږي او نه ورته خپله کورنۍ، دین، وطن او قوم او یا نور ارزښتونه څه اهمیت لري.  دوی د تکفیري اډیالوژۍ تر تبلیغاتولاندې راغلي دي. د داسی کسانوماغزه په مطلقه توګه وینځل شوي یا Brain Wash شوي دي یعنې د دوی ماغزه له نورو ټولوارزښتونو نه وینځل شوي او پاک شوي دي او یوازې د تکفیري اډیالوژۍ تبلیغاتو د دوی په ماغزو کې ځاى نیولى دى.

البته دا ډول تبلیغات دهغو ځوانانو په ماغزوکې ډیراثر کوي څوک چې د لا پختګۍ مرحلې ته نه وي رسیدلي. د تکفیري اډیالوژۍ پيروان په دې عقیده دي چې څوک د دوی پیرو نه وي هغه که مسلمان وي او که کافر باید ووژل شي او دا سلسله باید د قیامت تر ورځې پورې دوام پیدا کړي. زما په اند دوی د الله د مخلوق د پیدایښت په خلاف مبارزه کوي او فکر کوم چې دوی دا نه ګوري چې الله تعالی رب العالمین دی.

زما په اند د دې ډول جګړو د مخنیوي لپاره یوازنۍ لار کلکه هم اهنګه، هر اړخیزه او دوامداره مبارزه ده. دا مبارزه باید له مساجدو او مکاتبو نه نیولې د کلي او کور په کچه دوام پیدا کړي ترڅو د دې تکفیري ډلو مخه ونیول شي او زموږ ځوانان نورجذب نه کړي. همداشان په سیمه يیزه او نړیواله کچه د تکفیري ډلو روزنتونونه یا د تولید فابریکې او د مالي منابعو سرچینې که په هرځای او هر هېواد کې وي باید له منځه لاړې شي. که دا ډول مبارزه ونه شي زموږ په هېواد او سیمه کې د ناسالمه حکومتدارۍ له امله زیات ځوانان بېکاره دي او د دې تکفیري ډلو له خوا د دوی د جلب او جذب لپاره ښه زمینه مساعده ده. که د دې ډلو په مقابل کې پخوا سم اقدام شوی وای نو افغانستان به له ستونزو سره مخامخ نه وای او که اوس هم هر اړخیزه مبارزه د دوی په مقابل کې ونه شي، د جنګونو دا سلسله به ډیر زیات وخت دوام وکړي او زموږ زيات وطنوال به د تکفیري جګړو ښکارشي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 9

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.