ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
14 Jan 2019 - 12:59
author avatar
14 Jan 2019 - 12:59

له ډېر ځنډ وروسته تېر اکتوبر په افغانستان کې ټاکنې ترسره شوې دا ټاکنې د پیل له لومړۍ ورځې څخه له  یو لړ ننګونو سره مخ وې چې اوس يې په سیاسي لحاظ  یو بدتر حالت غوره کړ.

د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ټاکنې د افغانستان لپاره څو اړخیزه ارزښت لري، لومړی دا چې د موجوده ولسي جرګې قانوني دوره په ۲۰۱۵ کې پوره شوې وه له خپلې قانوني دورې يې درې کاله ډېر وخت تېر کړ. دا ځنډ د ځینو سیاسي او تخنیکي نیمګړتیاوو له امله رامنځته شو، خو له بله اړخه ټاکنې نه یواځې د ملي یووالي حکومت، بلکې د ټاکنو قانون چې په ۲۰۱۵ کال کې تصویب شوی د دې قانون د عملي کېدو لپاره هم یو ازمايښت بلل کیږي. همدا رنګه  له ټولو  شکونو او ننګونو سره افغانانو امنیتي ګواښونه  ومنل او د توقع خلاف ډېرو خلکو خپله رایه وکاروله.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو په اړه لاهم اندېښنې پرځای دي، خو د هېواد په ټاکنیز سیستم کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي چې له مخې يې ډېرو خلکو وکړای شول چې ټاکنو کې ګډون وکړي او دا پراخ ګډون کولای شو د سیستم د لاس ته راوړنو څخه یاد کړو. د ټاکنو دروڼتيا د زیاتولو او ولسي باور د ترلاسه کولو په موخه رامنځته شوي سمونونه د هاغه هوکړې یوه برخه وه چې د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدو ته يې لاره هواره کړه.

د دغو سمونونو د پلي کولو په ترڅ کې د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشت کې ولسمشر غني یو ۱۴ کسیزه ټیم د ټاکنو سیستم د سمون په خاطر وګوماره  .حکومت د ټاکنو په کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې د نوي قانون له مخې یو لړ سمونونه رامنځته کړل.

د ټاکنو په کمېسیون کې د لومړي ځل لپاره د رایه ورکونکو لېست جوړ شو او یواځې هغو خلکو چې نومونه يي په لېست کې وو د رايې ورکولو لپاره وړ بلل کېدل ، یا په بل عبارت په قبلي یا د نوم لیکنې له وخته په لېست کې د رایې ورکونکي نوم د یو شرط په توګه ومنل شو. پرته له شکه په لېستونو کې ستونزې موجودې وي، خو په ټاکنیز سیستم کې د لومړي ځل لپاره د لېست موجودیت یوه لاسته راوړنه وه. په تخنیکي لحاظ دا لېست باید هر کال نوی شي، ترڅو په شرایطو د برابرو رایه ورکونکو اراده تضمین شي او برعکس د غیر واجد شرایطو خلکو د ګډون مخنیوی وکړي.

دغه راز د افغانستان د اتباعو تذکرې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د رایو کارولو د کارتونو پرځای تعویض شوي چې د پخوانیو ټاکنو برخلاف دا ځل هر رایه اچوونکی اړ و چې د رایې کارونې پرمهال تذکره له ځانه سره ولري. د رایې ورکولو زاړه کارتونه چې  له ۲۰۰۳ کال راهیسې په ټولو ټاکنو کې کارول کېده او ډېر باور پرې نه کېده د دې کارتونو نه کارول هم یو بل ستر سمون شمېرل کیږي. د رایو کارتونو شمېره ۲۰ میلیونه اټکل شوې وه چې د اصلي رایه ورکوونکو له شمېره ۱۰ میلیونه ډېر وو . دا کارتونه په اسانۍ سره په جعلي توګه جوړېدل او په بازار کې يې ترلاسه کول خورا اسانه کار و چې په افغانستان کې د ټاکنیزو درغلیو له ستر لامل څخه شمېرل کېده، حتی عادي خلکو هم د کمپیوټر په مټ جوړول او کم عمره او یا غیر واجد شرایطو خلکو هم پرې رایه کارولی شوه.

د روڼتيا د لا تضمین په هدف درېيم سمون په تذکرو باندې د ځانګړو سټېکرونو لګول وو. له ټاکنو وړاندې د ټاکنو کمېسیون په تذکرو د سټېکرونو لګولو لپاره شپږ میاشتې کمپاین ترسره کړ. د ټاکنو د کمېسیون اټکلونه ښيي چې شاو خوا نهه میلیونه سټېکرونه په تذکرو لګول شوي وو . دغه اقدام د رایه ورکونکو د ښې پېژنګلوۍ لپاره یو بل فیلټر هم ور اضافه کړ، هر هغه چا چې (رایه ورکونکو) په تذکرې سټېکر نه درلود هغوى رایه نه شوه ورکولای.

له بایو مټریک سیستم څخه ګټه اخیستنه یو د  هغو سمونونو له جملې څخه و چې د ټاکنیز سیستم د سمون په خاطر رامنځته شوی و او هر رایه کارونکی اړ و چې د رایې کارونې پر مهال د بایومټریک سیستم له پروسې تېر شي.

دا چې افغانستان کې په ملي کچې د معلوماتو زېرمه  نشته بایومټریک سیستم یواځې د رایو په محلونو کې د یو شخص له خوا د څو ځله رایې کارونې مخه نیوله.خوبایومټرک ماشینونه په راتلونکي کې د رایه ورکوونکو  له معلوماتو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یوه ښه سرچينه وه.

باوري سرچینې وايي چې واجد شرایطو خلکو له  ۴۰ څخه تر ۴۵ سلنه  خلکو رایه کارولې ده . دا شمېره د ۲۰۱۰ کال د ولسي جرګې  ټاکنو کې د خلکو د ګډون برابره او په تېرو ټاکنو کې په دومره لویې کچې د رایې ورکونکو ګډون له وړاندې متصور نه و.

د افغانستان د سیاسي،ټولنیز او اقتصادي حالت په نظر کې نیولو سره ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون یو مثبت بدلون و.په داسې حال کې چې د ټاکنو په پروسې د درغلیو تورونه موجود دي د ۲۰۱۸ کال ټاکنې د افغانستان د ټاکنیز تاریخ لپاره یو شمېر ښه درسونه له  ځانه سره لري. د ټاکنیزې څرخې (سایکل) په ټولو مراحلو کې یعني له  ټاکنو وړاندې او له ټاکنو وروسته افغان امنیتي ځواکونو له توقع لوړه وړتیا وښوده او له  ټاکنو وړاندې يې په ځاني ابتکار د ټاکنو امنیت په غاړه واخیست چې دا لوى نوښت د افغانستان او علاقمندې نړۍ باور په افغان امنیتي ځواکونو ډېر کړ.

خو د عملي کېدو په مرحله کې د سمونونو سره ناسم چلند، د ټاکنو په ورځ پراخه لوژستیکي ستونزې او د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونو نو له خوا د ټاکنو پروسې کې موجودو د افغانانو پر وړاندې  یوه جدي اندېښنه اود ټاکنو  یو وېرونکى تصویر هم جوړ کړی دى.

نا انډوله حالاتو خلک په دې فکر کې واچول چې د دواړو کمېسيونونو لوړ پوړي چارواکي په ځانګړي ډول د پالیسۍ مسوولین د دې وړتیا نه لري چې خپل مسوولیتونه په مناسب تخنیکي او مسلکي ډول سر ته ورسوي. په پراخه کچه فکر کیږي که ټاکنیزې پروسې سمې مدیریت شوې واى  ښايي د ۲۰۱۸ کال د پارلماني ټاکنو د همدې  راپېښو شويو ستونزو مخه نیول شوې واى .

دغه راز د رایو په شمېرنې کې غیر مسلکي چلند د ملاحظې وړ د رایو صندقونو ورکېدل او په پایلو کې پرله پسې تغیر د پایلو په اعلان کې تاخیر هغه موارد دي چې ټاکنیز کمېسیونونه پرې تورن شوي دي، ډېر افغانان فکر کوي چې د ټاکنو پايلو کې ځنډ ارادي دی او د ټاکنو کمېسیونونه غواړي په دې ډول د پردې ترشا له کاندیدانو سره معاملې وکړي او د ټاکنو پایلو ته په خپلې خوښې تغیر ورکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

[1] https://www.tolonews.com/afghanistan/nug-announces-successful-formation-…

 

[1] https://sg.news.yahoo.com/afghans-line-last-minute-voter-registration-14…

[1] https://usip.org/blog/2018/11/afghan-voters-exhibit-enthusiasm-despite-e…

[1] https://nationalinterest.org/feature/us-ambassador-reflects-afghanistan-…

 

 

Visits: 9

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.