ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترهېڅ خیال لاندې مه اوسئ: داعش افغانستان ته رسېدلى دى.

په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي مهاجرت سره لاس او ګرېوال دى او خلک نورو ځایونو کې د ښو فرصتونو په لټه کې دي، داعش د افغانستان په هغو سیمو کې چې قانون نه پلى کېړي خپلې ریښې پراخوي او هڅه کوي څو په هغو سیمو کې چې د اسلامي خلافت جوړولو لپاره مهمې دي، خپل نفوذ زیات کړي.

په افغانستان کې د داعش د فعالیت ګونګوسې یو کال مخکې رامنځ ته شوې؛ په لومړیو ورځو کې دغه ګونګوسې د فزیکي شتون د درک کولو پر ځای د رسنیو انګازې وګنل شوې. داعش په افغانستان کې د یو واقعې عملیاتي بنسټ په توګه رد شوى دى.

د 2015 کال د لومړۍ دريو میاشتو تر پایه هم د داعش پر شتون باندې د “وي که نه وي” په توګه بحث کېده او شنونکو دغه خلک د طالبانو پخواني غړي ګڼل چې د فرصت نه په ګټې اخیستو په سوریه او عراق کې د داعش له مرکز څخه د ملاتړ لاس ته راوړلو په هیله خپلې څېرې ته بدلون ورکړى دى.

هو، په اوړي کې د هوا په ګرمېدو سره داعش شتون پیدا کړ، له طالبانو سره يې تاوتريخجنې جګړې رامنځ ته شوې او د دې دواړو ډلو د احتمالي یووالې په اړه پوښتنو ته د پاى ټکى کېښود شو. د دوی تمرکز له هلمند څخه چې د بلواګرۍ عنعنوي سیمه ګنل کېړي، ننګرهار ته چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، ولېږدول شو؛ چېرې چې د تورې بورې بدنام غرونه موقعیت لري او اسامه بن لادن او د هغه ملګري مخکې له دې چې پاکستان ته واوړي، نړیوالو ځواکونو ته فریب ورکړ.

دا چې د داعش شتون د رسنیو د بې اندازې پاملرنې او یا د ځانګړو افغان سیاسي نخبګانو له خواه د عامو خلکو د ذهنونو ګدوډول يادېده او یا هم په ننګرهار کې د دې ډلې د موخو ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې وې، خو د داعش ګواښ له یو نوي زېږېدونکي حالت څخه “عملیاتې شتون” ته بدل شو. د افغانستان امنیتي ځواکونو وکولاى شو چې د امریکې له هوايي ملاتړ سره د داعش یو شمېر رهبران او ملګري یې له منځه یوسي. د افغانستان استخبارات هم د هغو خلکو ګومارل زیات کړل چې له خطر نه ډکو ولسوالیو ته ولاړ شي او له قومي مشرانو سره کار وکړي.

دغه ستراتیژي اغېزمنه وه، د داعش سر په افغانستان کې پرې شوى و، د داعش فعالیت حد اقل ته ورسېد با وجود د دې چې د دغه وضعیت یو عامل د طالبانو د رهبر ملا عمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته د طالبانو په لیکو کې ستونزو ته د پام ګرځېدل هم کېداى شي.

خوشبیني له وخت نه مخکې وه، په افغانستان کې داعش، په عراق او سوریه کې یو ګډ تمایل څرګند شو:

غځېدنه:

په وروستئ اوونیو کې داعش په افغانستان کې بېرته راټول شو، په ورانوونکې توګه د ننګرهار له خلکو غچ اخلي، قومي مشران په وحشیانه توګه وژني، له طالبانو سره جګړه کوي، کورنۍ بندیانې کوي او پر ښځو باندې سخت دریځ قوانین وضع کوي. افغان امنیتي ځواکونه غبرګون ښیي خو د هېواد په نورو برخو کې د طالبان د بریدونو پر وړاندې د درېدو له امله په سمه توګه رسېدنه نه شي کولى.

تر اوسه له وخت نه مخکې ده چې ووایو د داعش وروستي فعالیتونو د دې ډلې شتون په افغانستان کې ثابت کړى دى. افغانستان د داعش د عسکر نیولو لپاره مناسب طبیعي ځای نه دى، دا په دې معنا چې دغه ډله بهتر ډېره د موجودو بلواګرو ډلو پر فراري افرادو باندې اتکا وکړي. دغه وضعیت د دې لپاره خطرناک دى چې دغه ډله د طالبانو هغو کسانو ته چې د منځنۍ اختلافاتو او یا هم د سولې د پروسې په هکله د طالبانو د رهبري چوپتیا له امله ناراضه دي او غواړي ګټور جهاد ته ادامه ورکړي، یوه په زړه پورې وسیله کېداى شي.

اوس مهال کولاى شو دې پایلې ته ورسېږو چې داعش د افغانستان لپاره ستراتیژیک ګواښ نه دى. خو دغه ډله یوه پېچلى سیاسي فکتور ته اوښتې او د سولې په هکله د دولت او نورو ډلو پالیسۍ يې اغېزمنې کړې دي. په همدې دلیل په افغانستان کې له داعش سره باید مبارزه وشي.

او ژر تر ژره:

د دې لپاره چې د دې ډلې د ودې او پراختیا د مخنيوي په صورت کې ډېر لګښت ونه شي په کار ده پر وړاندې يې د مبارزې بېړنۍ ستراتیژۍ جوړه شي. د دې ستراتیژۍ جوړول د دې ډلې ډینامیک پوهېدو ته اړتیا لري؛ له داعش سره نه شو کولاى چې اغېزمنه مبارزه وکړو مګر دا چې دغه ډله په ښه توګه وپېژندل شي.

افغان امنیتي او نړیوال ځواکونه باید څرګنده کړي چې ایا داعش پر دغه باور دى چې د افغانستان- پاکستان په سیمه کې د دوى جګړه اخرالزماني جګړه ده؟ ایا موږ کولاى شو ډاډه و اوسو چې دغه ډله په افغانستان کې ستراتیژیکې ګتې لري او یا دا چې شتون يې پر فرصتونو ولاړ شتون دى؟

دې ته په پام چې دغه ډله د ځمکني همغږو فعالیتونو پر ځاې ډېر د پروپاګند او وېرې پر بنسټ وده کوې، افغان دولت باید د داعش د نوم او د دوی ملاتړ کوونکي مرکزونو د تنزیلولو لپاره لارې چارې ولټوي. همدارنګه باید هڅه وشي تر څو مالي زېرمې یې تعقیب شي، دې ته په پام چې مدرن بلواګر اکثراْ له ایډیالوژیکي بی لاري توب څخه رامنځته کېږي؛ دا هغه بنسټونه دي چې یو شمېر خلک حاضر دي په کې په مفته جګړه وکړي.

تر ټولو مهم دا چې موږ باید پوه شو، هغه موډل شننې چې په سوریه او عراق کې ترسره شوې دي، په افغانستان کې د پلې کولو وړ نه دي. اغېزمن ځوابونه د داعش له موخو څخه خبریدل او د افغانستان په دننه کې پیاوړي کولو ته اړتیا لري، چېرته چې بلواګرو ډلو د دولت د ناتوانۍ په خاطر له ناراضو خلکو څخه جوړې شوي دي. تر هغه وخته پورې چې دولت د خلکو لپاره ښه ټاکنه وي، له داعش او یا (طالبانو) څخه ملاتړ په ټیټه کچه کې پاتې کېږي.

هوایې عملیات او نورې نظامي هڅې یواځېني ګامونه دي چې تر اوسه پورې د داعش پر وړاندې په افغانستان کې اخيستل شوي دي. د داعش پر وړاندې ښه ستراتیژي هغه ده چې په خطرناکو ولسوالیو کې پر ښې حکومتولې باندې تمرکز وشي. خلک باید پر خپل دولت باندې اعتماد ولري.

موږ په سوریه کې له داعش سره په فوق العاده لوى لګښت ناسم چلند وکړ. خو اوس کولاى شو چې په افغانستان کې سم عمل وکړو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

فرانز مایکل میلبن د اروپاېې ټولنې ځانګړې استازې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.