ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سیاست کې لکه د طبيعت په څېر تشه نه راځي؛ په اوسني پېر کې دا دی بیا هم نوې سیاسي او اقتصادي اتحادیې ځان راښکاروي او نوې ننګونې را پیدا کوي چې افغانستان هم د همدې لویو نړیوالو لوبو قرباني شوی دی.

د افغانستان په روانه جګړه کې چې د افغانانو د تباهۍ او بې ګورۍ لامل شوې، د ځینو ګاونډیو هېوادونو مغرضې لاسوهنې هم بې اغېزې نه دي.

شاوخوا څلوېښت کلنې جګړې د افغاني قومونو، په ځانګړې توګه د پښتنو پر ژوند او دودونو منفي اغېز ښندلی، د خلکو او قومونو ترمنځ شته اعتماد او باور زیامن شوی، انساني ارزښتونه، اخلاقي کودونه او اسلامي ورورګلوي بې اعتباره شوي دي.

ټولې نړیوالې شخړې، سیالۍ، کساتونه او غچ اخیستونکي احساسات که د هغو ریښه عربي ده یا ترکي، که تاجکي ده یا ازبکي، که د ختیځ او یا لوېدېځ ده، که د شمال او جنوب… . دوی ټول زموږ لوړو او ژورو ته راننوتي او خپل زهر زموږ په کاسه او دیګي کې راتویوي.

دا جګړه چې ملي، سیمه ییز او نړیوال لاملونه لري، د پاکستان په ځانګړې توګه د پښتونخوا لمن هم نیولې ده؛ اوس د سوات، باجوړ، مهمندو، کورمې، ورکزیو سیمو او وزیرستانونو قبایلي کمربند ته دغه اور خور شوی دی. د قومي جرګو او مرکو، د عالمانو او ملایانو واک مو فراطي عربو او سخت دریځو چیچینيانو ته ورپاتې دی. څنګه چې د بې ثباتۍ، شخړو او ترهګرۍ اور زموږ تر ګاونډیانو رسېدلی، نو په کار ده چې د سیمې هېوادونه د خپلو متقابلو ګټو پر مبنا له ګواښونو او ستونزو سره په ګډه مبارزه پیل کړي، که څه هم دغه لاره اوږده او سخته ده، خو ناممکنه نه ده.

د پورته یادو ستونزو لامل یوازې ګاونډي هېوادونه او زبرځواکو هم نه دي، بلکې له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې دلته په منطقه کې، خصوصآ د ډیورنډ کرښې له دواړو خواوو پښتنو څخه په پراخه کچه استفاده شوې ده. ستونزې مخکې هم موجودې وې خو زیاتې په دې شوې چې د افغانستان او پاکستان له دواړو حکومتونو یوه هم د کرښې دواړو خواوو پرتو ولسونو ته پاملرنه ونه کړه، نه د هغوی ژوند ته پاملرنه وشوه، نه پوهنې ته، نه روغتیا ته، نه په دې سیمه کې اقتصادي پروژو ته او نه يې د پوهاوي کچې لوړولو ته.

دغه راز د کرښې د دواړو خواوو خلکو ډېرې نورې ستونزې درلودې چې هېڅ پام ورته ونه شو، نه یوازې دا چې پام ورته ونه شو، په لوی لاس او شعوري یا غیر شعوري توګه دا هڅه هم وشوه چې د کرښې دواړو خواوو ته پراته خلک له معلوماتو، تعلیم او اقتصادي اسانتیاوو بې برخې پاتې شي او په دې توګه يې له وجوده ناوړه استفاده اسانه شي. موږ او تاسو يې ټول شاهدان یو، له طالب څخه نیولې بیا تر القاعده او اوسني داعش پورې، ټولو دغو جنګي ډلو د همدې سیمې له وګړو سربازګیري کړې ده او د بل کړي اور خس او خاشاک یې ګرځولي دي.

د دې ستونزې حل لار څه ده او دا چې رسنۍ او ژورنالېستان څنګه د دې ستونزې له حل سره مرسته کولی شي، معلومداره ده، کله چې د یوې ناروغۍ علت معلوم او تشخیص په سمه توګه وشي، نو درمنله یې بیا د هماغو علتونو له منځه وړل وي؛ رسنۍ په دې برخه کې خورا ښه او رغنده رول لوبولی شي، په لومړي ګام کې باید د سیمې د هېوادونو خبریالان او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان موجودې رسنۍ په خپلو کې اړیکې او ارتباطات پیاوړي کړي او پر خپلو حکومتونو فشار واچوي چې دلته د شته ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تبلیغ سپین توروي او تور سپینوي؛ بناً نه یوازې په افغانستان او پاکستان کې، بلکې په دې ټوله سیمه کې د سیاسي شعور د لوړولو، عامه پوهاوي، ټولنیز عدالت او د سولې لپاره د بیان ازادي او د ډله ییزو رسنیو موجودیت ته سخته اړتیا ده.

پوهېږو چې ډله ییزو رسنیو د نولسمې پېړۍ له پیله راهیسې د انسانانو په ژوند او د اړیکو په نږدې والي کې د پام وړ رول لوبولی دی. که د دغو رسنیو درېیو عمده دندو او د فعالیت ډګر ته وکتل شي، نو سیمه مو په لاندې برخو کې کار ته جدي اړتیا لري:

لومړی- خبري او روزنیزه برخه: رسنۍ د اطلاعاتي، معلوماتي، خبري او روزنیزو پروګرامونو په خپرولو سره د ټولنې د علمي، فرهنګي او ټولنیزې پوهې او سیاسي شعور د کچې له لوړېدو سره د پام وړ مرسته کوي.

دوهم- د لارښوونې او رهبرۍ برخه: ټولنیزې رسنۍ د عامه پوهاوي له لارې د خلکو وجدان راویښوي، خلک د بې سوادۍ پر خلاف او د ټولنیزې هوساینې او همدا راز د فردي او اجتماعي حقونو دفاع ته چمتو کوي.

درېیم- تفریحي او تبلیغي برخه: زموږ سیمه او د دې سیمې اوسېدونکي د اوسنیو ناخوالو له کبله تر نورو ډېر ذهني سکون او ارامتیا ته اړتیا لري او د ټولنیزو رسنیو یو عمده مسوولیت همدا دی چې خلکو ته بېلابېلې تفریحي خپرونې برابرې کړي.

موږ په دې تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان خورا ښه تجربه ترلاسه کړه؛ رسنیو مو د ډېرو سختو ناخوالو په منځ او په ډېر کمزوري حالت کې شروع وکړه، په هغه وخت کې چې پیل د طلوع تلویزیون وکړ، ډېرې ستونزې یې په لاره کې وې، اوس دا دی په لسګونو تلویزونونه، په سلګونه راډیوګانې او په زرګونه چاپي رسنۍ لرو چې په یقین سره د عامو خلکو په ذهنیت، اجتماعي او سیاسي شعور لوړولو، بشري او د ښځو حقونو په خوندي کولو کې بې ساري مثبت تغییرات راوستلي دي.

د نړیوالې ټولنې په ځاګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو مرستې په دې برخه کې له افغانانو سره نه هېرېدونکې مرستې وې. سره له ټولو بدبختیو د ډله ییزو رسنیو، د ژورنالېستان په سپېڅلو هڅو او قربانیو اوس داسې ځای ته رسېدلي یو چې نور په هېڅ صورت نه غواړو بېرته شا ته وګرځو. د ډله ییزو رسنیو رول نه یوازې چې په افغانستان کې بې دریغه مثبت بدلونونه رامنځته کړل، بلکې په ټوله سیمه کې یې خورا ارزښتناک رول ولوباوه.

په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم چې ټولنیزې رسنۍ زموږ د سیمې د ناخوالو په حل او د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې د پام وړ رول لوبولی شي، خو د فعالیت لپاره ورته باید زمینه برابره شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 36

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

اجمل عالمزی د عبدالستار عالمزي زوی دی، په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د غزني ولایت په اندړو ولسوالي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په کابل او نورې یې په پېښور کې سرته رسولې دي. په ۱۳۸۵ کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ شوی، وروسته یې په شمشاد او اریانا تلویزیونونو کې د خبریال، د خپرونو د مدیر او د سیاسي خپرونو د مسوول او ګردي مېزونو د چلوونکي او ویاند او د انټرنیوز د ولایتي راډیو ګانو د مسوول په حیث يې دندې ترسره کړې دي. دغه راز يې د زمزمې اونیزې د مدیر مسوول، سیاره مطبوعاتي دفتر کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د استاد غلام جیلاني جلالي د فرهنګي بنیاد د مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.