ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Feb 2018 - 10:58
author avatar
26 Feb 2018 - 10:58

هر انسان دا غوښتنه لري چې په ټولنه کې لوړ شخصیت ولري او د ښه شخصیت خپلولو لپاره له هرې ممکنه لارې چارې کار اخلي څو د ټولنې د ټولو وګړو د خوښې وړ وګرځي.

دا چې څرنګه خپل شخصیت جوړ کړو او بیا یې ساتنه څرنګه وکړو، په دې اړه ډېرې خبرې شته چې په عملي کولو سره یې کولای شو خپلې موخې ته ورسېږو خو موږ په دې لیکنه کې د شخصیت جوړونې پر یوه هغه عنصر خبرې کوو چې د شخصیت پر جوړولو مثبت اغېز ښندي.

تاسو به ډېر داسې مطالب لوستي وي چې په هغو کې غوره چلند، ټولنیزې اړیکې ساتل او لوړ اخلاق لرل د ښه شخصیت د پیاوړتیا توکي یاد شوي وي خو ښایي دا درته جالبه وي چې خپلې روغتیا ته پاملرنه کول مو هم پر شخصیت مثبت اغېز لري.

روغتیا چې د ژوند هیله یې بللی شو او په نه شتون کې یې انسان ځان نا ارامه احساسوي، ستاسو د ارامۍ تر څنګ ستاسو پر شخصیت ښه اغېز لرلای شي.

لکه مخکې چې یادونه وشوه، د ښه شخصیت جوړونې لپاره یو هم د پراخو ټولنیزو اړیکو ساتنه ده خو دا باید یاد ولرئ چې اړیکې جوړېدل له لومړۍ لیدنې پیل کېږي.

تاسو به اورېدلي وي، کله کله یو انسان د یوه نا اشنا کس په اړه چې له هغه سره یې لومړۍ لیدنه شوې وي، ښه نظر نه لري او وایي، هغه مې نه شو خوښ، هسې مې بد راغی، بس هسې بې له کوم دلیل نه مې ښه نه راځي او…. خو که د دې خبرې د اصلي لامل پیدا کولو لپاره څېړنه وکړو نو دې پایلې ته رسېږو چې هغه نا اشنا کس د خپل وجود روغتیا ته په نه پاملرنې سره یوه نوې ټولنیزه اړیکه له لاسه ورکړې ده، یعنې ښايي د هغه کس د غاښونو ژېړوالی، د خولې بدبویي، د لاسونو ناپاکوالی، زکام او یا په بله معنا کومه بله روغتیایي ستونزه د دې سبب ګرځېدلې ده چې د نوې لیدنې پر مهال یې پر مقابل لوري اغېز کړی او تر پام یې بد ور وستلی دی.

له دې څخه په ډاګه کېږي، که موږ له داسې چا سره مخ کېږو چې هغه خپلې هرې روغتیایي ستونزې ته پاملرنه کوي او هغه حلوي، پر شونډو یې موسکا وي، غاښونه یې سپین وي، د روغبړ پر مهال یې لاسونه پاک وي او د خبرو پر مهال یې د خولې هغه ناوړه بوی چې د نشه یي توکو د زیاتې کارونې په سبب رامنځته کېږي، احساس نه شي نو طبيعي ده چې د نوموړي دغه کار به د اړیکې جوړېدو او ټینګېدو سبب شوی وي.

روغتیا او پاکوالي ته پاملرنه نه یوازې دا چې اسلامي اړخ لري او زموږ ژوند ژغوري، بلکې د دې سبب ګرځي چې د ټولنې نورو وګړو ته زموږ شخصیت او ټولنیز پرستیژ لوړ ور وپېژني او شخصیت مو لا هم ښه او اغېزناک کړي.

هغه کسان چې زیات د ځان خیال ساتي، نوې او یا هم پاکې جامې اغوندي او خوشبویي لګوي، دا کسان پر ځان مین نه دي، بلکې غواړي د ټولنې نورو وګړو ته خپل شخصیت ښه ثابت کړي.

نو همدا سبب دی، هغه کسان چې منظم نظافت لري او د خپلې روغتیا خیال ساتي، د هغو کسانو په پرتله چې دې برخې ته پاملرنه نه کوي، د لوړ شخصیت او ښو ټولنیزو اړیکو لرونکي وي.

Visits: 252

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ليکوال، ژورنالېست او شاعر عصمت الله عمري د زابل ولایت اوسېدونکی او اوسمهال د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي زده کړیال دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.