ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
30 May 2017 - 18:08
author avatar
30 May 2017 - 18:08

روژه امتحان دی، لوی امتحان. داسې امتحان چې سړی د شتو او پیسو په درلودلو هم ځان فقیر احساس کوي.‌ د خان او ګدا ترمنځ توپیر له منځه لاړ شي. رښتیا هم چې د خدای جل جلاله په هر کار کې حکمت وي، پند وي. داسې پند چې اغیز یې مخ پر مخ د ټولنې په انضباط، ثبات، سوکالۍ او برابرۍ منتج کېږي.‌

روژه نیول لوی ازمیښت دی چې ډیر کله ناشوني ‌بریښې مګر د خدای جل جلاله امر، د خدای ویره او د خدای نعمتونه یې انسان ته اسانه کړي. په یاد مو وي چې روژه نیول یو بحث دی او سمه روژه نیول بل بحث. قرانکریم صراحت لري چې روژه پر تاسې داسې فرض ده لکه پر پخوانیو امتونو ترڅو تاسې پرهیزګاره شئ، ثواب وګټئ‌ او دخدای د مرحمت مستحق شئ مګر هره روژه او هر ډول روژه نیول د ثواب دلیل کیدلی نه شي.‌

اسلام پنځه بناوی لري چې د کلمې طیبې نه شروع او بیا تر لمونځ، روژې، زکات او حج تر فریضې پورې رسیږي.‌ د اسلام یادې بناء د یوه کور د تهدابونو، جوړښت او مزینو توکو سره ورته وي چې د هر توکي او یا هرې برخې د نه شتون په وخت کې تعمیر بې خونده کیږي. اسلام هم همدا شان دی.‌ د خدای دساتیر او قرانې لارښوونې هم ورته بحث دی.‌

اسلام او مسلماني یواځې په روژه کې نه وي مګر د ژوند په ټولو ابعادو کې هر ځاې او هر وخت ځان د اسلام حکمونو ته برابرول، یواځینۍ لار ده. روژه نیول هم همدا شان درواخله.‌ روژه نیول یواځې د خوراک او څښاک نکول ندي بلکې خپلې سترګې د منکراتو د لیدلو نه منع کول، په غوږونو بد الفاظ نه اوریدل، په ژبه فحشاء نه ویل، خپل اندامونه د بدو کارونو نه ساتل، او لنډه دا چې هر هغه څه کول چې د روژې مناسک بشپړوي.‌ له بده مرغه چې روژه نیول هم د ځینو خلکو لپاره غیرت، د چا لپاره شرم، او د بعضو لپاره د سیالۍ معنی لري.‌ بعضې خلک پرې خپلې تربورولۍ ژوندۍ ساتي او بعضې پرې د تظاهر له مخې خپل مسلماني خرڅوي.‌ داسې انسانان هم شته چې د خدای له دهشته ناخبر دی، له خدایه نه ویریږي،‌ او روژه نه نیسې.‌د هغوی لپاره د دنیا سودا مهمه ده مګر اخرت ترې هیر دی.‌ داسې خلک که څومره هم د دنیا له سترګو پټ شي، مګر هیڅکله هم د لایزال رب له څاره مستور نشي پاتې کیدلی.

اسلامي عالمان وایي:‌ هغه څوک به جنت ته داخل نشي چې یو مثقال کبر هم ولري.‌ چا پوښتتنه وکړه چې کبر څه ته وایي؟ علماء نقل کوي چې ((الکبر بطر الحق و غمط الناس)). یعنې د انسانانو سپک ګڼل او د حق خبرې پټول کبر بلل کیږي. دا چې روژه نیول حق خبره او د خدای امر دی، او بعضې یاغې انسانان ترې سترګې پټوي او په دې لازمه امر اغماض کوي، نو رب ذولجلال په حدیث قدسې کې وایي:‌ کبر زما څادر دی، او هر چا چې زما په څادر کې زما سره منګولې خښې کړي نو زه به یې لاسونه مات کړم.‌اوس نو د بعضو یاغي انسانانو خپله خوښه چې د حق خبره پټوي، روژه نه نیسي، سمه یې نه نیسي او که د خدای جنګ او غضب ته تیاریږي.‌

بل اړخ ته بډایه خلک او توانمند انسانان، که څه هم روژه نیسې مګر د فقیرو خلکو په وړاندې خدای ج ته جواب ورکوونکې دي.‌ بعضې خلک په دې مبارکه میاشت کې د اخلاص په نیث صدقې کوي مګر بعضې زړونه لکه تیږې داسې کلک وي‌چې د رحم په نامه هیڅ هم نه پیژني.‌ خدای ج لارښوونه کوي:‌ هغه څوک چې زما په مخلوق رحم نکوي، زه پرې هم رحم نکوم. د خدای ج د مخلوق سره ښه کول د خدای سره ښه کول دي.

ایا پوهیږۍ چې زموږ په هېواد کې ملیونه انسانان شته چې روژه ماتې د اوبو او وچې ډوډۍ سره ماتوي؟‌ ایا پوهیږۍ چې دا فقیران په لوږه روژه نیسي؟ په دې هیواد کې دومره ثروتمند خلک شته که د هیواد ټولو فقیرانو ته له خپلې داریۍ ډوډۍ ورکړي نو د مال په اندازه کې به یې هیڅ توپیر رانه شې.‌ که دا خبره مبالغه وي نو ممکن ووایو که د هر ولایت او سیمې مالداره طبقه د خپلې سیمې فقیران ماړه کړي نو په ژوند کې به یې هیڅ ستونزه هم پیښه نشي مګر له بده مرغه چې مونږ پدې مسلمان هیواد کې داسې روژه نیسو چې د غریب او مالداره ترمنځ لکه ځمکه او اسمان واټن شتون لري، څوک نه پوهیږې لومړۍ کومه غذا وخوري او بعضې نه پوهیږي د روژه ماتي لپاره څه شی څرنګه پیدا کړي. ‌

ایا پوهیږۍ چې خدای ج به زموږ نه د قیامت په ورځ دا درې پوښتنې کوي؟‌ شتمني، عمر او پوهه مې درکړې وه، په څه شي کې دې مصرف کړه؟‌ زه نه پوهیږم چې زموږ په نړۍ کې حاکم مالداره او دنیاداره خلک به د خدای ددې پوښتنو په وړاندې څه ځواب ورکوي؟ هیڅ نه، مګر دا چې د خدای عذاب او د جهنم سوځوونکي اور ته چمتو شي.

هېوادونه د خلکو او سیاسي پروسو نه جوړ وي. یو اړخ ته عام ولس د امر منوونکو په حیث او بل اړخ ته سیاسي جوړښتونه د اصولو، قوانینو او تګلارو د جوړونکو او عملې کوونکو په حیث خپل مسوولیتونه اداء کوي مګر بدبختانه چې د اوسني‌ نظام بعضې برخې د فقیرو روژه دارو په وړاندې غفلت کوي او د خدای سره دښمنۍ ته چمتووالی نیسي.‌۲۷۰ کاله وړاندې احمد شا بابا د ټولنې د نظم او نسق لپاره درې ډوله نظامي جوړښتونه لرل:‌ اول ( میرشب) بلل کیدل چې غله به یې څارل، دويم (محتسب) چې امر باالمعروف او نهې عنی المنکر به یې کاوه او درېیم یې د ( بازار داروغه) بلل چې نرخونه به یې کنټرول کول او د تخلف په صورت کې به یې متخلفینو ته سزاګانې ورکولې.‌

دا څه باندې ۲۷۰ کاله مخکې کیسه ده مګر کله دا چې د ښې حکومتوالۍ سیاستونه او د ټولنې د نظم تکتیکونه مډرن شوي دي، بیا هم حکومتونه ځانونه د مظلوم قشر له حاله نه خبروي.

‌افغان رسنۍ، مسجدونه او لارې کوڅې د رورژې په میاشت کې د نرخونو د پورته والي نه کوکاري وهي، هر حساس او مسوولیت منوونکي انسان ته ددې فقیرو انسانانو د شکایت چغه او درد رسیږي مګر د حکومت اړوند ادارې یې نه اوري. ولسمشر غنې په خپل کتاب عادلانه نظام لار کې لیکلي‌: (( ازاد بازار په دې معنی نه دی چې مافیایي حرکتونه دې پیل شي، او د بازار نظم دې په ګډوډۍ بدل شي، په داسې حال کې چې حکومت دې ويده وي، بلکې ازاد بازار په دې معنی دی چې سوداګریزې ادارې د پیر او پلور په برخه کې خپلواکې وي،‌او حکومت دې په سستماتیک ډول د بازار نه څارنه وکړي ترڅو نه یواځې د حکومت عایداتو ته تاوان ورسیږي بلکې عام ولس هم متضرر نه شي.‌ که ازاد بازار دا ډول تعریف کیږي نو ولې د روژې په لومړۍ ورځ د خوراک او څښاک په ټولو څیزونو کې د ځمکې او اسمان توپیر راغى، په داسې حال کې چې حکومتي چارواکي ترې خبر هم نه دي.‌

یوه لرغونې کیسه ده چې په ښار کې قحطې او قیمتې راغلی وه. ټول خلک واخطا وو. ټول خلک وږې وو او ټول خلک نه پوهیدل څه وکړي. په دې وخت کې د بادشاه/حکمران لور خبره شوه چې قحطې راغلې ده نو په ډیره اسانۍ یې وویل:‌ که قحطي وي، غله دانه نه وي، نو نه دي‌ وي، عام خلک دی بسکیت او کیک وخوري.‌ اوسنې ماړه حکمرانان هم همدا شان فکر کوي.‌ دوی ماړه دی، بچې یې ماړه دي، شهد، شیره، دارو درمل او پیسې ورسیږي، خیر دی که یو څو کسه وږي، یو څو کسه ماړه او یو څو کسه د ژوند او مرګ ترمنځ شیبې تیروي.

په روژه کې سوداګر احتکار کوي. د ډیرو بې شمیرو څیزونو قیمتونه ۵۰ سلنه او یا هم ۲۵ سلنه پورته شوي دي. هټیوال یې دلیل د روژې د مبارکې میاشتې راتګ بلې.‌ددې پرځاې چې نرخونه ارزانه شي، نرخونه نور هم پورته کیږي چې نه یواځې د روژې په میاشت کې نرخونه همدا شان جاري وي،‌د روژې نه وروسته هم د حکومتې څارنې د نه شتون له امله همدا شان پاتې کیږې.‌ دلته د سوداګر قشر او حکومت دواړو اړخونو جفا له ورایه ښکارې او عام ولس یواځې ددې ناورین تحمل کوي.

ښه نو دا تاسې، ستاسې درک، نقش، قضاوت او دا هم د بعضو خلکو روژه او مسلماني.‌ دا هم موږ او دا مو د انسانیت احساس چې بې وزله روژه داره  خلک د خپل جهنمې اور په لمبو کې یې سوځوو. دا هم مونږ او دا مو هم د خدای

حکمونو ته د اطاعت څرنګوالې.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 17

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.