ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
14 Jul 2019 - 08:58
author avatar
14 Jul 2019 - 08:58

سوله د ټولو لمړیتوب دی. موږ ته سوله د ژوند په معنی او تاته د مقدس ماموریت په معنی. اتلس کاله مو د دې وطن په باروتو کې تیر کړل.  کار مو وکړ، زیار مو وکړ، منډې مو وکړې، خدمت مو وکړ، د سولې لپاره زارۍ مو وکړې،  کور په کور وګرځیدو، ولایت په ولایت مو د سوال لمنې وغوړلی او د دې ملت او ځان لپاره مو د امن خیرات ټول کړ مګر نن حالات بدل دی، فرمول بدل دی او لاره بدله.

د تیرو اتلسو کلونو د جګړې شدت، تداوم او پیچلتوب د دې وطن د یو شمیر بې حسه مشرانو د لاس کار دی.‌پدې کې هېڅ شک نشته چې کله کله هم امریکا په لوی لاس جګړه اوږده کړې او کله کله ترې اوږده شوې. هر څه چې وو، تیر شو، او موږ عام ځوان نسل یې قرباني او زیږنده یو.

سږنی کال د سولې لپاره بهترین فرصت دی.‌ ولسمشر ټرمپ د جنوبې اسیا لپاره پالیسې اعلان کړه.‌ افغان جګړه پای ته رسول غواړي په داسې حال کې چې سیمه ییزه اجماع وار د مخه جوړه دی. د ټرمپ د دې لوی ماموریت لپاره تاسې ګمارل شوی یاست.‌ ستاسې په پوهه، نړۍ لید او هنر کې شک نشته.‌ تاسې هم د دې خاورې زیږنده یاست که څه هم اوس د امریکا استازولي کوئ.‌ باور لرم چې د دې ملت په درد دردمن یاست او غواړې د ژوند په وروستیو کلونو کې د افغان کشالې صحفه بدل کړې، مګر په یاد مو وي چې ارمان تر عمله متفاوت دی. د دې لوی ماموریت لپاره حقیقي پلان، لویه حوصله، ماهرانه تکتیک او هر ډول ډیپلوماتیک هنر ته اړتیا ده.

موږ افغانان په حساسو زماني شرایطو کې قرار لرو.‌ که څه هم د سولې لپاره زرین فرصت دی، اند که غلطي هم کولی شي‌ چې یا سوله متلاشي کړي‌ او یا یې هم قیمت ډیر لوړ.

زه پوهیږم چې په یوه وخت کې تاسې د طالبانو، افغان حکومت، افغان سیاسیونو او د سیمې هېوادونو د مشرانو سره په مذاکره بوخت یاست مګر کله کله مو وار خطا کیږي. د سولې د راتګ لپاره مناسب فرمولونه کارول سوله یقیني کولی شي کنه بیا ځل جګړه تودیدل به قیامت ته ورته وي، نه یواځې افغانان به د دې اور خاشاک شي،‌ نړۍ او امریکا به هم په رښتیا ډول د دې جګړې تاوان ورکوي.

نن سبا سوله او د سولې خبرې هر ځای کیږي. د نورو ناستو برسیره د قطر وروستۍ ناسته خورا حیاتې او ارزښتمنه وه.‌ ناسته د اجندا له مخې خورا مهمه ولې د مدیریت او ګډونوالو په لحاظ غیر منظمه او غیر عادلانه وه. په داسې حال کې چې د سپتمبر تر میاشتې څو محدودې ورځې پاتې دي چې ټاکنې به کېږي، ایا اوس هم باید موږ د سولې ناستې د ناستو لپاره وکړو کنه د پایلو لپاره؟

که هدف پایلې وي نو لازمه نه ده چې بحث په کلیوال شکل پیل او بې له منظمو بحثونو او اغیزو پای ته ورسېږي. لازمه نه ده هغه څوک د سولې بحثونه پر مخ یوسې چې د جګړې له لارې تغدیه کېږي، په سوله عقیده نه لري،‌ د سولې انګیزه ورسره نه وي موجود او د دې هېواد لپاره هېڅ ډول ګټې ته ژمن نه وي.

د بیلګې په توګه، څرنکه کیدای شي چې پلرونو یې کلونه کلونه جنګ کړې او بچې یې اوس په قطر کې د سولې خبرې کوي؟‌

څرنګه کیدای شي‌ چې د جنګ په پیسو مقام ته رسیدلي‌خلک اوس د سولې د راتګ لامل شي؟‌ څرنګه کېدای شي چې څو تکراري څېرې دې د ټول ملت استازولي ‌وکړي او حقیقي سولییز اشخاص دې یواځې نندارچیان وي؟

که داسې حال وي نو په رشتیا چې دا وطن د سیاسي غلو، جاسوسانو او سرمایدارانو دی. ځوان، اګاه، باخبره، ملت پال، سوله غوښتونکې او د ارزښتونو خلک باید یواځې انتظار وکړې او بدان خلک دې د دوی برخلیک ټاکي.

رښتیا چې په اوسني زمان کې سړیتوب، وطن پالنه، علم، خدمت او رښتینولي جرم دی ځکه خو په وطن میین خلک په اوږده خوب ویده کړل شوي دي. نه غږ لري، نه رول لري‌او نه ارزښت.

د جرمني، قطر او نورو دخیلو اړخونو برسیره باید تاسې ښاغلی د مسلي حساسیت درک کړئ، د امریکا د استازي په حیث نه بلکې د یوه افغان په حیث، ترڅو هغه خلک په پروسه کې شامل کړي چې سوله پیژني، سوله خوښوي او په سوله پوهېږي ځکه د جګړې قیمت عام ملت ورکوي نه خانان او د خانانو بچي.

لازمه ده د راتلونکو ناستو لپاره مناسب بستر جوړ کړئ، اجنډا معلومه وي، د خبرو خلک، اوریدونکي، لیدونکې او ملت په منظم ډول مدیریت شي.‌ بیا ځل یې تکراروم، که ستا ماموریت د حقیقي ثبات لپاره وي، نو اوسني بعضې ګډوډ خوځښتونه په هیڅ دلیل د تلپاتې سولې د راتګ سبب نشې ګرځیدلی مګر دا چې د سولې په نامه د کومې بلې عجیبې مرحلې د پیل تابیا نیسو.  ‌

اخر تر کومه؟ په جګړه کې غلطي، په سیاست کې غلطي، په ټولنیزو تعاملاتو کې غلطي او اوس په سوله کې هم غلطي. لویان به تر کومه غلطي کوي او افغان ملت به تر کومه د دې غلطیو سزا ویني؟‌

په دې کې شک نشته چې افغان ملت بې کسه دی، مګر تاریخ، قلم او کتاب په لاس کې لري.‌ د امریکا په شمول به د خلیلزاد کارنامې هم د تاریخ برخه شي. هیله دا کارنامې د سولې او ثبات وي، نه د ناکامو تجربو او عداوتونو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.