ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
13 Dec 2015 - 18:16
author avatar
13 Dec 2015 - 18:16

تمه دا وه چې د ډیموکراسۍ له راتګ سره به تنظیمونه ختم او حزبونه به وده وکړي ځکه ډیموکراسي پرته له حزبونو هیڅ مانا نه لري. مګر متاسفانه له حزبونو او تنظیمونو د دوی مشرانو د ځان لپاره ګټه واخیسته، حزبونو ته یې نه یوازې دا چې پراختیا او پرمختیا ورنه کړه، بلکې په ټولنه کې يې تحقیر، توهین او بې باوره کړل یانې د ګوندونو او تنظیمونو مشرانو ځانونه جوړ او خپل حزبونه یې خراب کړل.

اوس پنځه جبهې دي یوه د مجاهد پیر، حضرت، خلیلي او احمد ضیا مسعود دوی یې په راس کې دي چې دا حکومتي مجاهدین دي بل  د استاد سیاف، اسماعیل، بسم الله خان، مدبر، ارغنديوال، قانوني د عبدالله پلوی مجاهدین دی، بله جبهه د کورنیو چارو د پخواني وزیر داودزي سیاسي جبهه ده بله هم د مالیې او سوداګرۍ د پخواني وزیر انورالحق احدي جبهه ده او پنځمه یې هم د پخواني ولسمشر کرزي جبهه ده چې هغه کې ډیموکرات، ملا او مجاهد ټول حضور لري.

احدي نه د پاکستان او ایران په مخالفت کې دی او نه په خدمت کې یو موادب، باشخصیته، عالم او وتلی  ډیپلوماټ دی خو متاسفانه چی د غرب له سیاسته ډیر متاثره دی او فکر کوي چې افغانستان د غرب په څیر دی یانې خپل سلوک نه شي بدلولی، سره له دې چې ډیر فریبکاره نه دی مګر کله نا کله په خپله ژمنه وفا نه کوي، نوموړی ډیر مغرور سیاست مدار دی او فکر کوي چې له ده پرته د نورو ټولو سیاستوالو سویه ټیټه ده نو ځکه خو باید ده ته احترام وکړي یانې د چا مشرتوب په اسانه نه مني، کله نا کله ورته قناعت ورکول ډیر ګران شي کله بیا ډیر ژر تیر ایستل شي، کله چې له احدي سره د ناامنۍ په اړه خبرې کوئ احدي فکر نه کوي چې داعش یا طالب د امریکا له خوا تمویلیږي د ده په نظر غرب یو پاک سیاست کوي او هلته قانون حاکم دی نه اشخاص، له ده سره کار کول ډیر خوند کوي په وړو کارونو کې مداخله نه کوي خو جدي څارنه یې هم نه خوښیږي ټیم جوړولو کې ښه نه دی او ډیری وخت سلیقوي برخورد کوي یانې دا ورته مهمه نه ده چې دا څوک دی خو چې لوکسه دریشي یې اغوستې وي سلیقه یې ښه وي حتا د مامورینو په ګومارنه کې هم نوموړی ژبې، قوم، سیمه او مذهب ته نه ګوري لیاقت، علمیت او ظرفیت ته ګوري خو کله نا کله ډیر نالایقه بې تجربې، فاسد کس په مهمه او لویه  دنده وګوماري چې بیا هم ځان او هم احدي بدنام کړي.

داودزی یو وتلی او د افغانستان په سیاست پوه، معقول، حلیم او په خبره پوه شخص دی له نوموړي سره کار کول اسانه دی داودزی د سیاست په هنر ښه پوهیږي یانې یو ښه سیاستوال دی او په دې پوهیږي چې له فرصت نه څنګه ګټه پورته کړي، هیڅکله چا ته غوسه کیږي نه او په دې پوهیږي چې څنګه ټیم جوړ کړي څنګه د خلکو پاملرنه ځانته جلب کړي د نوموړى په خبرو کې ښه فصاحت او بلاغت  لري، موضوع ښه تشریح کولای شي له وړې موضوع نه غټه او له غټې موضوع نه وړه جوړلی شي.

نوموړی له ایران او پاکستان سره د اړیکو او د پیسو په ورکړه تورن دی په داسې حال کې چې د وخت ولسمشر وویل چې دا پیسې له ایرانه زما په اجازه اخیستل  کیدې، خو نیوکه دا وه چې دا پیسې له هر چا او د هر هدف لپاره اخیستل کیدای لومړی باید د دولت خزانې ته تللې وای وروسته باید ارګ له خزانې را ایستلې وای.

په هر حال داودزى اوس کوښښ کوي چې یوه جبهه رامنځته کړي او د افغانستان په سیاست کې فعاله ونډه ولري نوموړی سره له دې چې یو متعهد نه لري مګر فکر کوي چې د ولسي جرګې غړي او قومي مشران چې نوموړي ورته د دفتر د ریاست پر مهال موټرونه، تحفې او میاشتني معاشونه ورکول له ده سره به یو ځای شي مګر متاسفانه چې سیاستوال او وکیلان ډیر متعهد نه دي وضعیت څاري چې د چا تله درنه وه هغه سره کیږي.

شپیته کلن داودزي په دې وروستیو کی امریکا ته سفر درلود نوموړي ډیر کوښښ وکړ چی د امریکا له نظامي او ملکي چارواکو سره وګوري او د هغوی توجه ځانته را جلب کړي خوهغوی تر اوسه هم دغه پخواني دیپلوماټ ته د کرزي د ښي لاس په سترګه ګوري نو ځکه خو یې نوموړي ته نه شین او نه سور څراغ ورکړ خو څرنګه چی ښاغلی داودزی په ملل متحد او غیر دولتی موسساتو کې د کار تجربه لري دغه سفر هغه ځوانانو ته داسې تشریح کوي چی ګواکې نوموړی کرزی د یو مشر په توګه مني خو لار یې نه تعقیبوي یانې له امریکا سره هیڅ دښمني نه لري او نه یې کوي.

کرزی یو قومی مشر، ملا، مجاهد، ډیموکرات شخصیت لری هیڅکله یې به یې څوک په دښمنۍ او دوستۍ پوه نه شی نوموړی یا ارام خوی لري سره له دې چې عالم نه دی مګر د یوه ښه قومي مشر خویونه لري د افغاني ټولنې په نبض ښه پوهیږي له دنیا سره په خبرو او د ولس درد ښه احساسولی شي، خلک ښه ارامولی شي مخالف لوری ژر له پښو غورځولی شی.

نوموړی له انګلستان سره ښې اړیکې نه لري خو د انګلستان چلونه کاروي یانې تفرقه واچوه حکومت کوه دا د کرزي د کامیابۍ راز دی نوموړی هیڅکله نه پریږدي چې سیاستوال دې یو شي کله نا کله پیسې کله څوکۍ له هر شي نه کار اخلي خو خپل سیال پرې خرابوي هیڅکله نه پریږدي چې څوک یې سیال وو اوسیږي له ډیرو مثالونه تیریږم یوازې د حنیف اتمر مثال وړاندې کوم  پخوانی پرچمی او د انګلستان له ملاتړ نه برخمن اتمر د کرزي یو له سختو دښمنو څخه وو هیڅکله به یې نوموړي ته ډیر وخت نه ورکاوه او هیڅکله یې پرې باور نه کاوه خو د انګلستان زور او د کرزي مجبوریت وو چې اتمر د کابینې غړی و .

همدا علت و چې کله اتمر د ملي امنیت د شورا مشاور شو د کرزي او انجنیر ابراهیم ټیم ته یې کډه ور په شاه کړه او د ارګ له مامورینو نیولې تر اشپزه پورې یې وشړل.

کرزی په شخصي لحاظ ډیر موادب شخص دی په دې پوهیږي چې افغانان مېلمه پالنې ته ډیره ترجیح ورکوي همدا علت دی چی خپله درته چاکلیټ درکوي حتا که تاسو ډیر واړه مناسب خاوند هم یاست په خپله درته وایي چې دلته نږدې کینه دا هغه څه دي چې مقابل لوری تر تاثیر لاندې راولي یانې که له کرزي سره د نوموړي سخت دښمن هم کیني نوموړی دا مهارت لري چې هغه په خپله له مخالفت نه لاس واخلي.

خو نوموړی د هېواد لپاره دید نه لري که کرزی جوړ او پر واک وو نو هیواد جوړ دی او که کرزی په واک کې نه و نو بیا هېواد خراب دی، نوموړی ډیر شکمن دی همدا لامل دی چې د مختلفو ايډیالوژیو کسان یې خپل نږدې مشاورین ټاکلي یانې رنګین دادفر سپنتا چې یو سیکولر دی، عبدالکریم خرم چې یو کلک مسلمان دی، زلمی هېوادمل چې ځان یو ملی شخص بولي او مدبر چی نه ډیموکرات دی او نه هم مجاهد خو کرزي ته وفاداره دی. دا څلور واړه نوموړي ته مشورې ورکوي چې یو له بل سره کلک مخالف دی خو کرزي ته متعهد دی.

د کرزي بې تاجه پاچاهي برقراره ده مشاورین حاضر وي شین چای وي له ولایاتو نه قومي مشران او پخواني یو شمیر وزیران د کرزي دربار کې تشریف لري خو یو هم نه پوهیږي او نه هم ورته کرزی وایي چې څه وکړي ځکه کرزی هر یو ته د شک په سترګه ګوري خو دا ورته په سترګو کې وایي چې حکومت ښه لور ته نه دی روان او باید لویه جرګه راوغوښتل شي په همدې خاطر کرزي امریکا ته یو احوال لیږلی او امریکا ته یې ویلي چې تاسو په جرګه کې کار مه لرئ ، مګر امریکا د جرګې مخالفه ده او فکر کوي که جرګه راوغوښتل شي داسې نه چې کرزی له امریکا سره تړون وننګوي.

کرزی په دې پوهیږي چې نور د ولسمشرۍ لپاره چانس نه لري خو بیا هم حالات یې په ګټه دي خو له غرب او اروپا سره یې دښمني لا پر ځای ده ځکه د خپلې واکمنۍ په وخت کې يې امریکا ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې امریکا یې بدنامه کړې او په امریکا یې ډیر ګوزارونه کړي نو ځکه امریکا علاقمنده نه ده چې نوموړی دې یو ځل بیا واک تر لاسه کړي.

پایله: متل دی چې وایي هوښیاران یې پیلوي اتلان یې ګټي او چاپلوسان ترې پاتې کیږي، هر څوک چې په واک کې نه دي مخالفت کوي لګیا دي ځینې یې علني او ځینې یې پټ، د مالیې او سوداګرۍ پخوانی وزیر احدي لومړی افغان سیاستوال و چې پر حکومت یې کلکې او منطقي نیوکې پیل کړې او نورو سیاستوالو ته یې د جرات ساه ورکړه خو دا چې نوموړي اوس هم او پخوا هم سیاسي او مطبوعاتي ټیم نه درلود او نه یې هم منظم سازمان درلود کومه نتیجه یې ورنه کړه، داودزی هم سره له دې چې مجالسو کې ډیر ښه دی خو مطبوعاتي سړی نه دی ځکه په میډیا کې ډیر نه را څرګندیږي خو که میډیا کې نوموړی راڅرګند نه شي باور یې ورځ په ورځ کمیږي، کرزی وقتا فوقتاً میډیا ته راځي له نویو خبرو سره نوموړی په دې پوهیږي چې افغانانو او نړیوالو ته څه پیغام لري خو هغه د نړیوالې ټولنې له لوري دومره انزوا کې واقع شوی چې روس، هند او ایران یې له دې خټو د را ایستو توان نه لري . نو د راتلونکي حکومت د خیال او خوب لیدونکي مشران په کابل کې ګرم ناست دي خلک راځي او د دوی صفتونه کوي او دوی هم ورته مسک مسک کیږي او مننې ترې کوي خو باور نه کوم چې دا وړۍ دې دوی شړۍ کړي  یانې د حکومت د مخالفت پیل دوی کړی خو ګټي به يې هغه څوک چې لا دوی فکر هم نه کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Views: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

وحیدالله غازي خېل په سیاست او اداره کې لوړې زده کړې لري، له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې د خبریال، د مالیې وزارت مشاور، د ملګرو ملتونو مامور او د احدي د تصدۍ په دوره کې د سوداګرۍ وزارت د عامه اړیکو ريیس او ویاند پاتې شوی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.