ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Nov 2017 - 08:37
author avatar
26 Nov 2017 - 08:37

سعودي عربستان یو شاهي دولت دی چې د عرب په ټاپووزمې کی پروت تر ټولو لوی هېواد دی .  د سعودي عربستان په سوېل کې د الیمین ، په سوېل ختیځ کې د عمان، په ختیځ کې د قطر ، په شمال کې د عراق ، کویټ او اردون سره ګډې پولې لري . مساحت یې ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع او پایتخت یې الریاض دی . د سعودي عربستان د ځمکې سطحه هواره ده . د سعودي عربستان په سوېل کې لويه دښته پرته ده چې د رب الخالي په نوم یادېږي . د هېواد په لوېدیځ کې يې غرونه شته چې د المدیان او الحجاز په نوم یادېږي او په جنوب کې یې د عسیر غر موقعیت لري . په سعودي عربستان کې هیڅ سیند نشته.

په ۱۶ مه پیړۍ کې عربستان د عثماني حکمرانانو لاس ته ور غلی و. په ۱۸ مه پیړۍ کې یو عالم محمد ابن عبد الوهاب په سعودي عربستان کې یو مذهبي ډله تاسیس کړه . دغه مذهبي ډله په عربستان کې افراطي مذهبي ایډیولوژي ( عقیده ) خپروي چې د الوهابیة په نوم یادیږي . الوهابیة په اوس وخت کې د سعودي عربستان دولتي ایډیولوژي ده . په ۱۹ مه پیړۍ کې د سعودي کورنۍ د مصر او عثماني دولت پر خلاف جګړه وکړله . په ۱۹۰۴ کال کې سعودي کورنۍ النجد ونیوله . په ۱۹۲۴ کال کې الحجاز، المدینة او مکة د برتانیا د پوځ له خوا ونیول شول . مګر تر درې کلونو وروسته دغه ښارونه خپلواک شول . سعودي عربستان په ۱۹۳۲ کال کې د برتانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شوه . 

د سعودي حکومت د سخت دریځې پالیسي ترڅنګ یو انحصاري شاهي سیستم حکومت جوړکړ چې د یوې کورنۍ له خوا د حکومت ټولې چارې اداره کیږي او ډيرمحدودیتونه اوبندیزونه یې په وګړو خصوصا په ښوونځیو باندې لګیدلي وه . په ټولنیزوچاروکې هغوى ته ونډه نه ورکول کېدله ، دا او داسی نور سیاسي محدودیتونه يې ښه مثال کیدلی شي .

د سعودي د حکومت د قانون له مخې، ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده . په سعودي عربستان کې ښځې همداراز د قانون له مخې باید اوږدې چپنې واغوندي او د هر قانوني اقدام لپاره یې د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتيا درلودله . همدا راز ښځوته په  کاري ساحه او د فترونو کې د ګډون حق نه ورکول کیده . له همدې امله سعودي عربستان د ټولې نړۍ له  تندوانتقادونو اوغبرګونونوسره مخامخ و . ډېرو مدني او سیاسي فعالانو له ۱۹۹۰مې لسيزې راهیسې د ښځو د موټر چلولو او په دولتي نهادونو کې هغوى ته د کاري فرصتونو او یو شمېرنورو ازادیو د حق ورکولو لپاره مبارزه کوله . بلاخره لاندې اصلاحات او تحولات پیل او تر سره شول .

۱۹۹۹ـ اکتوبر :  د لومړي ځل لپاره ۲۰ تنو سعودي ښځو د مشورتي شورا په غونډې کې ګډون وکړ .

۲۰۰۱ـ دسمبر :  پاچا فهد د تروریزم د له منځه وړلو غږ وکړ او ویې ویل چې اسلام کې دا پدیده ممنوع ده . حکومت د یو بیساري ګام په ترڅ کې د ښځو لپاره د هویت کارتونه جوړ کړل . 

۲۰۰۳ ـ‌ سپتمبر :  د ښځو او نارینه وو په ګډون د ۳۰۰ نه زیاتو سعودي روڼ اندو د سیاسي اصلاحاتو لپاره یو غوښتنلیک لاسلیک کړ .

۲۰۰۳ـ اکتوبر :  پولیسو د ریاض په مرکز کې یوه بیسارې غونډه ماته کړه چې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه يې کوله . د ۲۷۰ تنو نه زیات کسان ونیول شول .

۲۰۱۱ ـ سپتمبر :  پاچا عبدالله د ښځو لپاره د نورو حقونو اعلان وکړ ، لکه د رایې ورکولو حق ، د ښاروالیو انتخاباتو کې ګډون او د هیواد تر ټولو بانفوذه ادارې ، مشورتي شورا ته ، د ټاکل کېدو حق .

وروسته له دې نه چې یوه ښځه د موټر چلولو په جرم ګناهکاره وموندل شوه د لسو دُرو په وهلو محکومه شوه. دا لومړی ځل و چې د ښځو د موټر چلولو د بندیز څخه د سرغړونې په خاطر یوه قانوني سزا ورکړل شوه . پاچا عبدالله دا سزا بیرته وګرځوله.

۲۰۱۲ـ‌ جون :  ولیعهد شهزاده نایف ومړ ، د هغه پرځای ازاد خیاله دفاع وزیر ۷۶ کلن شهزاده سلمان وټاکل شو . 

سعودي عربستان ومنله چې ښځینه ورزشکارانې کولی شي د لومړي ځل لپاره د اولمپیک لوبو په سیالیو کې ګډون وکړي ، په داسې حال کې چې اټکل کیده ممکن د سعودي ټوله ورزشي ډله  د جنسي توپیر له امله لوبو کې  له  ګډون څخه محرومه شي .

۲۰۱۳ـ فبروري :  پاچا عبدالله ، په مشورتي شورا کې چې پخوا په کې ټول نارینه و ۳۰ ښځینه غړي شامل او سوګند یي ورکړ ، دا په عامه چارو کې د ښځو د ګډون په لاره کې یو ستر ګام  و . دا لومړی ځل و چې ښځې پر سیاسي دولتي څوکیو وټاکل شوې .

۲۰۱۴ـ مارچ :  سعودي عربستان یو شمیر اسلامپالې ډلې د تروریستي سازمانونو په نوم یادې کړې او د هغوی تمویل او ملاتړ یې ممنوع کړ . په دې ډلو کې اخوان المسلمین ، د النصره جبهه او په عراق او شام کې اسلامي دولت ډله شامل دي.( بی بی سی)

د سلمان بن عبدالعزیز په نوي فرمان کې راغلي چې د ښځو د موټر چلولو منفي او مثبت اړخ ته په کتو او همداسې د سعودي د لویو علماوو د شورا غړو اکثریت رایو ته په کتو دا جوته شوه چې د ښځو د موټر په چلولو کې اصلیت « جواز لرل » دي، کوم څوک چې ددې کار سره مخالفت لري، هغوی د احتمالي منفي اړخونو څخه د مخنیوي په خاطر دا خبره کوي، خو علماء وايي که چیرې د ښځې په موټر چلونې کې نور شرعي تضمینونه وشي، نو هیڅ خبره نه ده چې ښځه لایسنس ولري او موټر وچلوي.

د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د یوه خاص فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې له دې وروسته ښځو او نارینه وو ته په مساوي ډول د ترافیکي قوانینو مطابق لایسنس ورکړي . د سعودي حکومت د قانون مطابق د ۱۴۳۹/۱۰/۱۰ هجري قمري څخه دغه فرمان عملي کړي .

 همدارنګه د سعودي عربستان پلازمينې ریاض ته څېرمه د ساتیرۍ د یوه ښار  جوړېدل چې ۳۳۴ کیلومتره مربع پراخوالی به ولري ، دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتیرۍ ښار کېدلی شي چې د امریکا د لاس ویګاس له ښاره  به لوی وي او تر ۲۰۲۲ کال پورې به یې کار بشپړ شی.  د سعودي حکومت ، هڅه کوي د سعودي د اقتصاد تکیه د تیلو پرځای په نورو سرچینو ووېشي .

همدارنګه د سعودي د سپورټ د فیدراسیون د مشرۍ په توګه د ریما بنت بن سلطان السعودي لومړنۍ ښځینه ټاکنه همدارنګه د سعودي تلویزیون له لارې د لومړي ځل لپاره د ښځینه وو په اواز سندریزو کنسرتونو خپرولو اجازه ورکول هم د لوی بدلون پر لور یو سترګام شمیرل کیږي . د سعودي عربستان د هغه وهابي پاچا څنګ ته کیدل چې جسماني وضعیَت يې دومره هم بد نه دی او د محمد بن سلمان له خوا د حکومتي چارو په لاس کې نیول . سعودي عربستان واشنګټن ته د یوه نږدې عنعنوي متحد په سترګه کتل او خپل د اړتیا وړ زیاتره وسلې له متحده ایالاتو او همدارنګه له بریتانیې څخه پيرودل . دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه د خپل لومړني بهرني سفرپه ترځ کې ، سعودي عربستان او امریکا د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو د خریدارۍ تړونونه لاسلیک کول .

مسکو ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان تاریخي سفر دغه دواړه هیوادونه د سوریې د شخړې په څیر مسايلو کې نږدې همکارۍ ته هڅول، د لسګونو تړونونو لاسلیک کیدل . د بیلګې په توګه د ریاض له خوا  له  روسیې څخه د S-400 ډوله هوايي دفاعي سیستم ، د ټانګ ضد سیستم او راکټي وسلې پيرودل . د پوځي روزنې پروګرام ، د تجهیزاتو تخنیک او د تیلو د تولید په برخه کې همکاري کول.

د رویټرز خبري اژانس د روان میلادي کال ۲۰۱۷ په جنوري کې خبر ورکړی و چې د سعودي د پاچا ملک سلمان زوی محمد بن سلمان یو لړ اصلاحات په پام کې لري چې د دیني عالمانو د پاریدو سبب ګرځېدلی شي، اژانس زیاته کړې وه چې محمد بن سلمان د علماوو د قابو کولو لپاره پلان ترتیب کړی دی .

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نوي شاهي فرمان له مخې د نبوي احاديثو د څار او تفسير لپاره د يو داسې کميسيون د جوړولو امر کړی چې ټول(ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ او د قتلونو جواز ورکوونکي احاديث )دغه احاديث  چی د سخت دريځۍ او ترهګرۍ لپاره د کارولو له دایرې بهر کړي . همدارنګه په زرګونو سخت دريځي امامان او خطیبان يې له دندو ګوښه کړي او د مشهورو علماوو په ګډون يې ګڼ شمېر خطیبان ، واعظان او دعوتګران نيولي دي .

پایله:

پورتنیو بدلونونو ته په کتلو سره ویلي شو چې د سعودي عربستان حکومت غواړي د نړیوال سیاست سره ځان عیارکړي همدارنګه له ستروهیوادونو سره د سترو اقتصادي ګټو تعدل وساتي او همدارنګه د سیمه يیز سیاسي نفو‌ذ د پیداکیدو ترڅنک غواړي چې د نړیوال تروریزم او ترهګرۍ سره په مبارزه کې له نړیوالو سره برخه واخلي او په منطقه کې د تروریزم د پالنې کوم تور چې پر دې هېواد لګیدلی و هغه له ځان څخه لرې کړي . همدا راز د خپلوسیالوګاونډیواسلامي هیودانو سره چې ځینو یې اتومي ټکنالوژي اواتومي وسلو ته لاس رسی پیداکړی ده ، د هغوی په مقابل کې د پوځي ځواکمنتیا له پلوه خپل هیواد له هغوی سره سیال کړي، ځینې پوځي تړونونه له زبرځواکونو هیوادونو سره لاسلیک کړي چې روسیه او متحده ایالات يې ښه مثال کیدلی شي . همدارنګه د ملي تفریحي سترو پارکونو جوړول او دې ته ورته د زیربنايي سترو پروژو پیلول ، مانا دا چې دوی غواړي که مبادا د تیلو سرشاره منابع په ختمیدو شي له  نورو سرچینو څخه به د خپل هیواد په اقتصاد کې په لویه کچه ګټه پورته کړي . همدارنګه ځینې مذهبي اصلاحات شاید ورته ستونزمن وي او ورته لويې ستونزې وزیږوي . همدارنګه ښځو ته په ځینو ازادیو ورکولوکې د دوی سیاست او اصلاحات شاید د نړیوالو د ستاینې وړ وګرځي او  له  هغوی سره د اړیکو په جوړولو او ساتلوکې ښه رول ولوبوي .

سرچینې او ماحذونه :

بي بي سي پښتو وبیپاڼه

المان اونړۍ ویبپانه

پښتونیوز

نن ټکی اسیا ویبپاڼه

ویکیپیډیا

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 7

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.