ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 Dec 2018 - 15:41
author avatar
25 Dec 2018 - 15:41

په دې ورځو کې د افغانستان د سولې په اړوند خبرې اترې زیاتې کېږي؛ په هېواد کې دننه او بهر د پلاوو تګ راتګ، رسمي او غیر رسمي غونډې، کنفرانسونه، سفرونه، کتنې او د کمېسيونونو جوړول هم زیات شوي دي، په رسنیو او سوشل میډیا کې د سولې خبرې ګرمې روانې دي، اکثره افغانان د سولې راتګ ته تلوسه لري، خو بیا له ځینو کسانو سره زیاتې اندېښنې هم شته دي. د افغانانو لېوالتیا او اندېښنې دواړه پر ځای دي؛ ځکه سوله د ډېرو لپاره ګټوره نسخه ده، خو یو شمېر کسانو او ډلو لپاره د تاوان او د قدرت د بایلولو وسیله هم ده.

که څه هم د سولې په اړوند ډېر بحثونه روان دي، خو بیا هم تر یوه حده معلومېږي اکثره افغانان چې د سولې پلویان، مخالفین او یا اندېښنمن دي؛ د افغانستان د حکومت، طالبانو، امریکا او نورو اړوندو اړخونو له فعالیتونو په سمه توګه معلومات نه لري او نه ټولې خواوې له ولسونو سره کافي معلومات شریکوي چې د اکثره افغانانو اندېښنې له منځه لاړې شي. د معلوماتو د شریکولو لپاره کوم سم میکانیزم هم نشته او د ستراتیژیک کمونیکېشن تشه لیدل کېږي؛ کله چې معلوماتي خلا موجوده وي، بیا ولس او مبصرین د شک په تیورګانو باندې زیاتې تبصرې کوي او د ولس په منځ کې د سولې په اړوند شکونه راپیدا کوي. زما په اند د شک پر تیوریګانو باندې زیات بحث کول د سولې پروسې ته د ټولو نه زیات تاوان رسوي؛ په سیاسي معاملو او هم د سولې په خبرو کې همېشه د راکړې ورکړې مسئله وي، څه به ګټې او څه به بایلې، خو د ګټلو او بایلو ترمنځ باید یو تناسب موجود وي.

د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره لویه برخه پر یو بل باندې د باور او د اعتماد جوړونې یا Confidence Building مرحله ده؛ د متخاصمو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړونې په مرحله کې همېشه د منځګړو تګ او راتګونه، غونډې او تماسونه زیات وي څو ټولې خواوې پر دې قانع شي چې د واقعي سولې د خبرو لپاره چمتو او متعهد دي. کله چې د اعتماد جوړونې د مرحلې نه وروسته د مذاکراتو او خبرو کولو لپاره توافق رامنځته شي، نو بیا اسانه ده چې د هرې ستونزې لپاره داسې د حل لارې چارې پیدا شي چې د ټولو خواوو لپاره د تايید وړ وي او یا ټول ګټونکي شي. په سیاسي لحاظ دغه حالت ته د Win-Win حالت وایي چې هېڅوک بایلونکي نه وي او ټولې خواوې د مذاکراتو او توافقاتو په لړ کې هغه څه ترلاسه کوي چې د جنګ په میدان کې نه شي ترلاسه کولای. په دې اساس د افغانستان د سولې خبرې تر اوسه لا د اعتماد سازۍ په فضا کې دي تر څو د منظمو خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.

له دې لنډې سریزې نه وروسته دا باید ووایم چې په تېر یوه کال کې ما د سولې په تړاو په ډېرو غیر رسمي غونډو، کنفرانسونو او مجالسو کې ګډون کړی او هم د افغانستان په متعلق مې د با خبره کورني او بهرني لوړ پوړو چارواکو سره بحثونه کړي او خپل نظریات مو سره شریک کړي دي. د دې مقالي محتوا د همدغه مرکو، بحثونو او کتونو نچوړ او د سولې په اړوند زما شخصي برداشت دی.

په دې مقاله کې یوازې یو څو هغه مهمو ټکو ته اشاره شوې چې د سولې پر وړاندې څه فرصتونه او چیلنجونه شته دي. له ډېری افغانانو سره دا لاندې پوښتنې مطرح دي:

  • له طالبانو سره د افغانستان د حکومت او امریکا د خبرو پس منظر یا لنډه تاریخچه څنګه پیل شوه؟
  • ولې سولې ته اړتیا ده؟
  • ولې د سولې په خبرو کې ګړندیتوب یا استعجالیت رامنخته شوی دی؟
  • ایا ټولې خواوې واقعاً سیاسي حل غواړي او که نه؟
  • ایا د متخاصمو خواوو په موقفونو کې څه تغییر لیدل کېږي او که نه؟
  • د سولې د موجوده فرصت پر وړاندې خڼدونه څه دي؟
  • څه قسم سوله او په کوم قیمت؟ او داسې نور.
  • د سیاسي خبرو د پیلېدو بن بست یا Stalemate څنګه باید حل شي؟

په دې مقاله کې د پورته پوښتنو په اړوند په لنډه یا اجمالي توګه رڼا اچول شوې ده او ریفرنسونه مې نه دي ذکر کړي ځکه تر څو د لوستونکو لپاره لوستل یې اسانه شي.

له طالبانو سره د افغانستان د حکومت او امریکا د خبرو پس منظر یا لنډه تاریخچه څنګه پیل شوله؟

له  ۲۰۰۳م کال نه راپه دېخوا اکثره طالبانو غوښتل چې په خپلو سیمو کې ژوند وکړي او د بهرني قواوو او حکومتي ادارو له اذیت نه په امن کې وي. په هغه وخت کې د امریکا متحده ایالتونو او هم د افغانستان حکومت دې ته حاضر نه وو چې له طالبانو سره وغږېږي او ویل یې که طالبان غواړي چې په خپلو سیمو کې و اوسېږي، رادې شي او تسلیم دې شي. طالبانو دا نه منله، ویل یې چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه د طالبانو د راتګ لپاره باید یوه داسې پالیسي په شریکه ولري چې دوی ته د هېڅ یوې ادارې له خوا تهدید او اذیت نه وي؛ ځکه هغه وخت د افغانستان امنیتي ادارې اکثره د طالبانو د مخالفینو او یا په اصطلاح له شمالي ټلوالې سره وي او طالبانو له هغوی نه وېره درلوده که دوی راشي، نو دوی به خامخا ځورېږي. که څه هم په حکومت کې یو شمېر کسانو هلې ځلې وکړې چې د امنیت شورا په سطحه داسې کومه پالیسي رامنځته کړي چې طالبان په خپلو سیمو کې په ارامه ژوند وکړای شي، خو متاسفانه داسې کومې موافقې ته ونه رسېدل او په قدرت کې واکمنو اکثره کسانو یوازې د تسلیمۍ خبره کوله. طالبانو هم د تسلیمۍ خبره ردوله او د خپلو صفونو په منظمولو او د چریکي حملو پیل کېدو ته یې دوام ورکړ. په دې توګه د افغانستان د وخت د حکومتولۍ د خرابېدو او د نړیوالو د زورواکۍ له امله په افغانستان کې د جنګ لمن مخ په پراخېدو شوه. البته پر دې بحث نه کوو چې څوک د چا له خوا تقویه کېدل؛ ځکه کله چې جنګ دوام پیدا کوي، متخاصمې ډلې خامخا سیاسي، نظامي او اقتصادي ملاتړ له بېلابېلو هېوادونو او ډلو نه ترلاسه کوي.

له ۲۰۰۶م کال نه وروسته د افغانستان اوسنې جګړې بل شکل او رنګ ونیوه؛ د افغانستان حکومت او د حکومت پلوې نړیوال ايتلاف چې په سرکې یې امریکا او ناټو ده، غوښتل چې خپل فشار پر طالبانو زیات کړي څو طالبان شکست وخوري او د افغانستان جګړه د نظامي تګ لوري پر اساس وګټي. طالبانو هم د خپلو منطقوي پلویانو او په خاصه توګه د پاکستان په ملاتړ جنګ ته په پوره مقاومت دوام ورکړ. په دې موده کې د حکومت او بهرنیو قواوو په ضد د طالبانو جنګي مبارزې، دوی ته د Insurgency یا یو ډول شورشي حرکت مشروعیت ورکړ؛ ځکه له دې نه د مخه امریکا او ناټو او هم د افغانستان حکومت، طالبانو ته د یو ترورستي ډلې په سترګه کتل.

په ۲۰۰۹م کال کې د امریکا نوې ادارې، جمهور ریيس اوباما او ناټو یو ځل بیا هڅه وکړه چې خپلې قواوې په افغانستان کې اضافه کړي څو طالبان وټکوي او هغوی دې ته مجبور کړي چې د خبرو مېز ته یې کېنوي. په دې مرحله کې ناټو او امریکایانو که له یوې خوا خپل جنګي فشار زیات کړ، خو له بلې خوا یې د خپلو قواوو د وتلو وخت هم تعین کړ چې د ۲۰۱۴م کال نه وروسته به خپلې قواوې په تدریجې توګه کموي او د افغانستان د مسئلې د حل لپاره به یو سیاسي لار لټوي. په ټولو جنګونو کې دا معموله ده چې متخاصمې خواوې خبرو او هم جنګ ته په یو وخت کې دوام ورکوي او هره خوا غواړي چې د یو قوي موقف په درلودو سره د مذاکراتو د مېز تر شا کېنې او زیات امتیازات ترلاسه کړي. دا چې امریکا د خپلو قواوو وتلو وخت تعین کړی و، نو طالبانو به ویل چې د امریکا په لاس ساعت دی خو له دوی سره بیا وخت دی او دوی د جنګ د ګټلو عجله نه لري. په دې توګه طالبانو کوښښ کاوه چې د امریکا تر وتلو پورې د جنګ اور تود وساتي. د طالبانو په اند، کله چې د امریکا قواوې له افغانستان نه ووځي او یا یې د افغانستان له حکومت سره خپلې مرستې کمې شي، د دوی موقف په خپله قوي کېږي او په دې امید و چې شاید د کابل حکومت ته سقوط هم ورکړای شي.

په دې مرحله کې د امریکا د فشار له امله د طالبانو او د هغوی له پلویانو سره پټې خبرې اترې هم روانې وي او بالاخره د طالبانو لپاره لکه د شمالي ایرلینډ په شان، د سیاسي دفتر پر جوړولو موافقه وشوه څو د طالبانو لپاره د خبرو کولو یو ادرس پیدا شي. د همدې مؤخې په خاطر په ۲۰۱۳م کال کې د قطر حکومت دې ته حاضر شو چې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر ورکړي. امریکا، د افغانستان حکومت او طالبانو دا ومنله او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر په پرانیستلو توافق وشو. طالبانو هم غوښتل چې د خپل مقاومت لپاره مشروعیت ترلاسه کړي او د جنګ د ختم له لپاره سیاسي لاره ولټوي، نو ځکه یې له امریکا سره د سیاسي دفتر پر پرانیستلو توافق وکړ.

متاسفانه په هغه وخت کې د افغانستان د پخواني جمهور ریيس حامد کرزي او د امریکا د حکومت ترمنځ روابط ډېر زیات خراب وو؛ د قطر دفتر د پرانيستلو په اړوند دا فیصله شوې وه چې طالبان به د اسلامي امارت د وخت بیرغ نه پورته کوي. د امریکا د حکومت او په خاصه توګه د امریکا د جمهور ریيس اوباما له خوا، جمهور ریيس کرزي ته ډاډ ورکړل شوې و چې طالبان به د امارات اسلامي بیرغ نه پورته کوي او هم به د قطر دفتر د موازي حکومت معنا نه لري، اما طالبانو د قطر د دفتر د پرانیسلو په موقع د اسلامي امارات بیرغ پورته کړ. د دغه بیرغ په پورته کولو، جمهور ریيس کرزي جدي او شدید عکس العمل وښود او دا یې د افغانستان د حکومت په وړاندې د موازي حکومت جوړولو یوه دسیسه وګڼله. د افغانستان د حکومت وېره هم په ځای وه ځکه طالبانو د بیرغ په اوچتولو غوښتل چې خپل حرکت ته مشروعیت ورکړي او د موازي حکومت تمثیل وکړي. د ښاغلي حامد کرزي د سخت عکس العمل په ښودو، هماغه ورځ پس له څو ساعتونو د قطر دفتر په رسمي توګه وتړل شو. اما د طالبانو سیاسي کمېسيون د شېرمحمد ستانکزي په مشري هلته پاتې شو او له هماغه وخته راپه دیخوا، د قطر دفتر په غیر رسمي توګه د طالبانو د سیاسي دفتر په استازیتوب شتون لري.

د ۲۰۱۴م کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې طالبانو په پټه له جمهور ریيس اشرف غني نه ملاتړ وکړ او دواړو خواوو له ټاکنو مخکې سره کتلې هم وو چې د قدرت له نیولو وروسته به د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکوي. طالبانو دوه عمده شرطونه درلودل چې افغانستان به له امریکا سره امنیتي تړون نه امضا کوي؛ ځکه دا د سولې په عوض د جنګ د دوام تړون به وي او بله دا چې د اشرف غني حکومت به له طالبانو سره مستقمې خبرې اترې کوي نه د پاکستان له لارې. زما د مرکو او بحثونو په لړ کې دا جوته شوې چې هغه وخت د جمهوري ریاست نوماند اشرف غني دا دواړه وعدې له طالبانو سره منلې وې، اما کله چې اشرف غني قدرت ونیوه، په لومړۍ ورځ یې له امریکا سره امنیتي تړون امضا کړ. البته جمهور ریيس اشرف غني هم دلایل درلودل، که امنیتي تړون نه وای امضا شوی، امریکا شاید خپلې مرستې ودرولې وای او خپلې قواوې یې له وعدې سره سم په تدریجې توګه د ۲۰۱۶ م کال په اخره کې ایستلی واي چې دا کار په خپله د نظام د سقوط سبب ګرځیده. په ۲۰۱۴م کال کې له سیاسي انتقال سره د امنیتي قواوو تقویه او اقتصادي انتقال ته زمینه مساعدول ضروري و؛ ځکه افغانستان د امنیتي ادارو د تمویل او نظام چلولو لپاره کافي بودجه په بانک کې نه درلوده. د مرستو د لاسته کولو او د نظام د ړنګېدو د مخنیوي لپاره د امنیتي تړون قراداد مهم و.

اما په دویمه مسئله کې چې د اشرف غني حکومت له طالبانو سره مستقیې خبرې اترې باید کړې وای، په عوض یې له طالبانو سره سوله یوازې د اسلام اباد له لارې ممکنه وبلله او په همدې موخه یې د پروتوکول په خلاف راولپنډې ته ولاړ او د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر یا GHQ کې یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحل شریف سره وکتل، متاسفانه چې په مقابل کې د پاکستان حکومت د اشرف غني حکومت ته هېڅ امتیاز ورنه کړ او نه یې پر طالبانو فشار راووړ چې د سولې خبرو ته کېنې، بلکې جنګونو نور هم شدت پیدا کړ، له امریکا سره د امنیتي پر تړون سربېره، طالبان په دې خبره چې اسلام اباد به په خبرو کې د دوی استازیتوب کوي او یا به سوله د اسلام اباد له لارې راځي، سخت خپه کړل او دا یې وپتېیله چې د اشرف غني له حکومت سره به هېڅکله مستقمي خبرې نه کوي او د سولې په عوض یې جنګ ته دوام ورکړ. د جنګ د دوام په نتیجه کې د اول ځل لپاره کندوز سقوط وکړ او د داعش د ډلې شتون په خاصه توګه په ننګرهار، زابل او هلمند کې پراخ شو. په لومړي سر کې د افغانستان حکومت هم د داعش په ظهور کې یو څه مبالغه وکړه څو امریکا ته دا وښیې که دوی خپلې ټولې قواوې د ۲۰۱۶م کال په اخره کې وکاږي، د داعش نفوذ به زیات شي او دا به افغانستان، د سیمې هېوادونو، نړیوالې ټولنې او په خاصه توګه د امریکا ګټو ته جدي خطر متوجه کړي.

د داعش رامنځته کېدل، د سیمي هېوادونه هم له تشویش سره مخ کړل چې ګواکې امریکا د طالبانو په عوض داعش تقویه کوي څو د سيمې هېوادونه او په خاصه توګه مرکزي اسیا بې ثباته کړي. د شک تیورګانو پر اساس، د جمهور ریيس کرزي په شمول، د افغانستان زیات سیاسیون او عوام پر دې عقیده دي چې طالب او داعش دواړه امریکایانو پیدا کړي دي. د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامد کرزي په علني توګه ویلې وو چې امریکا طالبان په هلیکوپټرونو کې شمال ته انتقالوي څو د مرکزي اسیا هېوادونو پر ضد د افغانستان شمالي سیمې نا امنه کړي.

د داعش د شتون پراخېدو ایران، روسيې، چین او هم د طالبانو حرکت ته جدي خطر متوجه کړ؛ د سیمې هېوادونو له طالبانو سره اړیکي ټینګې کړې څو د داعش او هم د امریکا پر وړاندې مقابله وکړي. د دغه تشویشونو له امله، د طالبانو سیمه يیز حمایت هم پراخ شو اما د طالبانو د اړیکو پراخېدل پاکستان اندېښمن کړ.

پر پاکستان باندې د امریکا د فشار له امله د ۲۰۱۵م کال د جولای په میاشت کې د څلور اړخیزو خبرو Quadrilateral Talks)) زمینه د افغانستان د حکومت، پاکستان، طالبانو او امریکا ترمنځ له اسلام اباد سره نږدې د مري په سیمه کې برابره شوه. په همدې وخت کې د پاکستان حکومت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر په غیر مستقیمه توګه خپور کړ؛ خبر داسې خپور شو چې ملا محمد عمر دوه کاله د مخه د ۲۰۱۳م کال د اپرېل په ۲۳مه مړ شوی دی حال دا چې طالبانو په همدغه کال د ملا محمد عمر د مشرتابه ۱۹مه کلیزه ولمانځله او ویې ویل چې ملا محمد عمر په منظمه توګه له طالبانو سره اړیکې لري او د مري خبرو لپاره د طالبانو استازي هم د هغه په مشوره لېږل شوي دي. زما په اند، پاکستان د ملا عمر د مرګ خبر په دې حساسه مرحله کې د دوو موخو لپاره خپور کړ؛ له یوې خوا پاکستان د سیمې هېوادونو او امریکا ته وښیې چې د ملا محمد عمر د شتون نه په غیر هم د دوی په حمایت د طالبانو جنګ دوام درلود، نو دوی نه شي کولای چې د پاکستان رول نا دیده وګڼي. دویمه موخه د پاکستان دا وه چې په سیاسي لحاظ طالبان کمزوري کړي څو دوی پر پاکستان متکې پاتې شي.

د ملا محمد له مړینې سره سم، د طالبانو نوي مشر، ملا اختر محمد منصور د افغانستان له حکومت سره مستقیې خبرې رد کړې او په دې توګه د مري خبرې له ناکامې سره مخ شوې. د ملا محمد عمر په ژوند کې هم د افغانستان حکومت او طالبانو هڅه کړې وه چې د سولې خبرې پیل کړي، خو د پاکستان حکومت دا خبرې هم له ناکامۍ سره مخ کړې وې؛ ځکه چې په ۲۰۱۰م کال کې یې د طالبانو د تحریک مرستیال، ملا برادر په کراچۍ کې ونیو. ملا برادر او د طالبانو څو نور غړي د امریکا د فشار له امله دوه میاشتې د مخه د اکتوبر په میاشت کې خلاص شول. څو د سولې خبرې ګړندۍ شي او د اعتماد جوړونې فضا رامنځته شي.

د ملا محمد عمر د مړینې خبر د طالبانو حرکت او هم د سولې خبرو ته سخته ضربه ورسوله. د طالبانو رهبري د نوې مشر په ټاکلو کې له ستونزو سره مخ شوه. د طالبانو د رهبرۍ په منځ کې له کشمکشونو، ضد او نقیض نظریاتو او بحثونو نه وروسته، ملا اختر محمد منصور د طالبانو نوی مشر ومنل شو. ملا منصور نظامي قوت، مالي سرچینو ته لاسرسی او هم یې د پاکستان له نظامي کړیو سره ښه شناخت درلود اما په عین حال کې د پاکستان له کنټرول او دسیسو نه هم باخبره و. ملا منصور د پاکستان د توقع په خلاف د سیمې له هېوادونو سره او په خاصه توګه له ایران سره خپلې اړیکې وساتلې چې پاکستان په دې اړه چندان خوشاله نه و. د ایران په وسیله ملا منصور له روسیې سره هم اړیکې ټینګې کړې وې. ملا منصور همدا شان له امریکا سره د خبرو اترو چینلونه هم بېرته وساتل او دا چې امریکا ته وښیې چې نوموړی پر طالبانو کنټرول لري، نو امریکایي عسکر، Robert “Bowe” Bergdahl چې طالبانو په ۲۰۰۹م کال کې نیولی و، د ګوانتانامو نه د طالبانو د پنځو بندیانو د خلاصېدو په بدل کې خوشی کړ. ویل کېږي چې ملا منصور غوښتل چې د سولې خبرو کې برخه واخلي خو ډېر ژر ووژل شو. که څه هم پاکستان او امریکا دا نه تايیدوي چې د ملا منصور په وژنه کې پاکستانیانو، امریکایانو ته معلومات ورکړي دي، اما شواهد دا ښیي کله چې ملا منصور له ایرانه پاکستان ته واوښت، د کوټې د احمدوال په سیمه کې کله چې د هغه موټر پر ډرون مزایل وویشتل شو، د پاکستان میډیا ډېر ژر د ملا منصور پاسپورت، د ایران وېزه او هم په ډرون باندې د ملا منصور د موټر د ویشتولو عکسونه خپاره کړل. د پاکستان د استخباراتو د معلوماتو ورکولو نه په غیر دا ممکنه نه وه چې دومره ژر دې د ملا منصور د موټر، د هغه د مړي شناخت او اسناد میډیا ته وښودل شي، حال دا چې د هغه پاسپورټ او وېزه هم په مستعار نوم وه.

د ملا منصور له وژل کېدو نه وروسته بیا هم د طالبانو د رهبرۍ په منځ کې د مشرتابه د ټاکلو پر سرجنجالونه پیدا شول، خو بالاخره ملا هیبت الله چې نظامي سابقه یې نه درلوده او د طالبانو د حلقې نه بهر خلکو نه پېژانده، د نوي مشر په توګه وټاکه. د دې لپاره چې د طالبانو نوی مشر خپل کنټرول د طالبانو په صفونو کې ثابت کړي، طالبانو بیا هم جګړې ته دوام ورکړ خو په ضمن کې یې د خبرو چینلونه یې هم بېرته وساتل. زما په اند د ملا محمد عمر او ملا منصور په له منځه تللو او همدا شان د طالبانو اړیکې له روسیې او ایران سره، د دوی سیاسي او دینې مشروعیت کمزوری کړ. له ډېرو طالبانو سره دا سوال دی چې دوی د خپل مشر له مړینې نه ولې پر وخت خبر نه شول او دوی ولې دوه کاله جګړې ته د امیر المومنین د نشتون په صورت کې دوام ورکړ.

ولې سولې ته اړتیا ده؟

د افغانستان د جنګ مسئله له زیات تاوان لرونکي بن بست یا Hurting Stalemate سره مخ شوې ده او دا بن بست ټولو خواوو ته په ډېر لوړ قیمت تمامېږي. د ملا محمد عمر په مړینه د طالبانو د حرکت سیاسي او دینې مشروعیت چې هغه دوی خپل امیرالمومنین ګاڼه کم شو. د ملا منصور له وژل کېدو نه وروسته که څه هم طالبانو په ظاهره خپل وحدت تر یوه حده ساتلی او جنګ ته یې دوام ورکړی، خو د دې تر څنګ د طالبانو پر مشروعیت او نظامي فعالیتونو یې منفي تاثیر هم کړی دی. د سیاسي مشروعیت له کمېدو سره طبيعې خبره ده چې له عربي هېوادونو نه د طالبانو د مالي سرچینو عواید مخ په کمېدو دي. له ډېرو ملکونو سره د طالبانو اړیکې د طالبانو په تحریک منفي تاثیر لري؛ ځکه د ډېرو ملکونو موخې د طالبانو د تحریک له اهدافو سره توپیر لري او په طبيعي توګه د طالبانو په منځ کې نورې ډلې ټپلې پیدا شوې او یا یو شمېر طالبان له داعش سره یو ځای شول. که جنګ همداسې دوام وکړي، د طالبانو زړه رهبرې، پر خپلو غړو کنټرول د لاسه ورکوي. بل دا چې څومره داخلي او بهرني جنګې ډلې زیاتېږي، هماغومره د افغانستان جنګ پېچلی کېږي او طالبان هم پر خپلو صفوفو کنټرول له لاسه ورکوي. همداشان له ۲۰۱۴ کال نه را په دېخوا که څه هم طالبانو د ټولو سیاسي او پوځي ستونزو سره جنګ ته دوام ورکړ، خو د جنګ دوام طالبانو ته په ډېره لوړه بیه تمام شو او په لس ګونو زره طالبان د جنګ په ډګر کې ووژل شول او طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې د دوی له څلوېښت زرو نه زیات کسان د افغانستان له حکومت سره بندیان دي که څه هم د افغانستان حکومت دا لوړ شمېر نه تاييدوي.

د افغانستان حکومت او عام خلکو ته هم روان جنګ په ډېر لوړ قیمت تر اوسه تمام شوی دی. له ۲۰۱۴م کال نه را په دېخوا تقریباً ۲۹زره کسان د امنیتي ادارو په جنګ کې وژل شوي دي او هم هره ورځ د ۲۰۰-۳۰۰ کسه په جنګ کې وژل کېږي. ملکي تلفات زیات شوي دي، د فقر کچه ۵۳ سلنې ته رسېدلې ده او نړیوال هم ستړي شوي یا Donor Fatigue سره مخ دي چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپلو مرستو ته د نا معلومې مودې لپاره دوام ورکړي. د افغانستان حکومت او یا هغه کسان چې د تېرو څو کلونو په موده کې د روان جنګ له امله چاغ شوي دي، فکر کوي چې نړیوال باید له دوی سره د نامعلومې مودې لپاره مرستې وکړي او جنګ هم د دوی لپاره وګټي اما دا د نړیوالو لپاره ډېره ستونزمنه ده. په حقیقت کې نړیوالو د افغانانو پر سیاسي مشرانو او هم د افغانستان پر حکومت او اداره باندې خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی.

د امریکا د نوي جمهور ریيس ټرمپ ادارې لپاره د افغانستان جنګ چندان اولویت نه لري او د خپلو جنرالانو نه دوه پوښتنې کوي چې ایا دوی د افغانستان جنګ د پوځي زور له لارې ګټلی شي او کنه؟ او بل دا چې د افغانستان جنګ د امریکا لپاره څه ګټه لري؟ زما په اند د دواړو پوښتنو لپاره شاید ځواب منفي وي؛ ځکه دوی د افغانستان جنګ چې د زیاتو پوځونو په شتون کې ونه شو ګټلای، نو څنګه به یې په محدودو قواوو او په محدوده موده کې وګټي. له ۲۰۰۲م کال نه راپه دېخوا، د نړیوالو او هم د امریکا د حکومت لپاره په افغانستان کې لویه ستونزه د ښې حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت نه شتون دی. که په افغانستان کې حکومتولي ښه نه شي او حاکمیت د قانون رامنځته نه شي، که هر څومره مرستې نړیواله ټولنه وکړي څه ځای نه نیسي. د حکومتولۍ ښه کېدل، د افغانانو او د افغانستان په حکومت پورې اړه لري او نړیوال هېڅکله نه شي کولای چې په افغانستان کې حکومتولي ښه کړي. د همدې ستونزو له امله جمهور ریيس ټرمپ د جنوبي اسیا ستراتیژي له ډېر ځنډ نه وروسته زړه نا زړه اعلان کړه او پر څلورو عمده ټکو تاکید کوي چې باید پر پاکستان فشار راوستل شي چې طالبان د خبرو مېز ته کېنوي او یا د افغانستان د سولې په پروسه کې صادقانه مرسته وکړي، د افغانستان پر حکومت هم باید فشار زیات شي چې حکومتولي ښه کړي او نور به د افغانستان حکومت ته سپين چک نه ورکوي، د افغانستان له امنیتي قواوو سره به مرسته کوي چې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او هم د سولې خبرو ته به زمینه مساعدوي.

د افغانستان جګړه لکه څنګه چې پخوا شوروي اتحاد ته Bleeding Wound یا ناسور زخم و، همداشان اوسنۍ جګړه د جنګ ټولو اړخونو ته او په خاصه توګه افغانانو ته شدید ناسور دی. د افغانستان جنګ نظامي حل نه لري او باید چې د جګړې د پای لپاره سیاسي حل ولټول شي.

ولې د سولې په خبرو کې ګړندیتوب یا استعجالیت رامنځته شوی دی؟

 د سیمې د هېوادونو، د افغانستان له حکومت او هم طالبانو سره وېره دا ده چې کېدی شي د امریکا جمهور ریيس ټرمپ په یو اړخیزه توګه تصمیم ونیسي چې له افغانستان نه د خپلو قواوو د وتلو امر صادر یا ټویټ Tweet وکړي. د خارجي پاليسیو په هکله د جمهور ریيس ټرمپ Unconventional Approach یا غیر مترقبه تصمیم نیول، ټولې خواوې په اندېښنه کې اچولې دي؛ ځکه د امریکا په نه شتون کې یو سيمه يیز هېواد هم نه شي کولای چې د امریکا تشه ډکه کړي او ټولې خواوې د امریکا د قواوو با مسوولیته وتل یا Responsible Withdrawal غواړي. د افغانستان حکومت خو د امریکا له حمایت نه پرته په یقیني توګه نه شي کولای چې د زیاتې مودې لپاره په قدرت کې پاتې شي. طالبان هم د قدرت د خلا له رامنځته کېدو نه وېره لري؛ ځکه دوی هم نه شي کولای چې د نظام د نه شتون خلا ډکه کړی شي.

که خدای ناخواسته د افغانستان نظام سقوط کوي، په افغانستان کې له نوي یمې لسیزې نه بدتر حالت توقع شته او هغه حالت به په ټوله کې افغانانو ته او خاصه توګه سمیه ییزو هېوادونو ته جدي ګواښ وي چې نړیوال هم د هغه حالت د ضرر نه بچ پاتې کېدی نه شي. پر دې اساس، د سولې خبرې امریکا او په عمومي توګه افغانانو، طالبانو او هم سیمه ییزو هېوادونو ته استعجالیت لري. په همدې موخه، امریکا د سولې لپاره نوی استازی، ښاغلی زلمی خلیلزاد وټاکه. د خلیلزاد له ټاکلو مخکې د افغانستان د موضوع په اړوند د امریکا د بېلابېلو ادارو ترمنځ جلا نظرونه او تګلارې موجودې وې اما اوس د امریکا ټولې ادارې په یوه خوله دي چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره باید سوله يیزې لارې چارې ولټوي. له افغانستان نه د دوی وتل باید با مسوولیته وتل وي چې افغانستان بیا له یو بل ناورین سره مخ نته شي.

ایا ټولې خواوې واقعاً سیاسي حل غواړي او که نه؟

که پورته شواهدو ته نظر واچوو، په لنډ ډول ویلی شم چې د افغانستان حکومت او ولس، امریکا او نړیواله ټولنه، طالبان او اکثره سیمه ییز هېوادونه د افغانستان د مسئلې حل د سیاسې خبرو له لارې غواړي. نړیواله ټولنه، سیمه ییزه هېوادونه، د افغانستان حکومت او افغانان ټول پر دې نظر دي چې د افغانستان د مسئلې حل د زور او جنګ له لارې ممکن نه دی. البته جنګ یو بل ته درد سر جوړلی شي خو دوام د جنګ د ټولو اړخونو لپاره ګټه نه لري. که د سولې خبرې ځای ونه نیسي او فرض کړو چې دنیا ستړې شوه، طالبانو د جنګ له لارې قدرت ونیوه، بیا هم طالبان نه شي کولای چې په ارامه حکومت وکړي؛ ځکه د دنیا اکثره ملکونه یې پر رسمیت نه پېژنې او نه ورسره مالي او نظامي مرستې کېدی شي. داخلي جګړې به بیا یو بل شکل نیسي او نورې ډلې به د دوی په مقابل کې جنګېږي.

که له یوې خوا ټولې خواوې د سیاسي حل طرفدار دي، خو له بله اړخه د ټولو خواوو ترمنځ بې اعتمادي نهایت زیاته ده، د اعتماد سازۍ لپاره زیاتو هلو ځلو ته اړتیا ده څو د رسمي خبرو لپاره غوټه خلاصه شي. د سولې په پروسه کې همېشه د رسمي خبرو پیلېدو ته زمینه مساعدول په حقیقت کې پنځوس سلنه د سولې په خبرو کې پرمختګ دی.

ایا د متخاصمو خواوو په موقفونو کې څه تغيیر لیدل کېږي او که نه؟

د ټولو خوا په رسمي موقفونو کې مهم تغیير لیدل کېږي، خو په غیر رسمي ناستو کې د ټولو خواوو موقفونه د رسمي موقفونو په پرتله ډېر زیات نرم او نږدې دي. طالبانو پخوا ویل چې دوی د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي او ویل به یې چې څو یو بهرنی عسکر په افغانستان کې وي، دوی خبرو ته حاضر نه دي او جنګ ته به دوام ورکوي. طالبان اوس وایي چې دوی د امریکا د ټولو قواوو د وتلو په عوض له امریکا نه د وتلو مهالوېش د امریکا په خوښه غواړي او موده هم باید امریکا تعیينه کړي. البته دا موده له دوو درېیو کلونو نه زیاته نه وي. طالبانو ویل چې د افغانستان له حکومت سره هېڅکله خبرې نه کوي. د طالبانو دلیل دا دی چې امریکا د دوی په نزد د دوی مشروع حکومت له منځه وړی او دوی له امریکا سره په جنګ کې دي. د کابل حکومت د امریکا په زور رامنځته شوی او د خبرو واک نه لري. که څه هم طالبان خپل پخوانی نظام مشروع ګڼي، خو په حقیقت کې دوی هم قدرت په زور نیولی و او مشروعیت یې په هغه وخت کې هم تر سوال لاندې و. اوس طالبان وایي کله چې امریکا د وتلو مهالوېش تعیین کړ، بیا دوی د افغانستان د حکومت د پلاوي په ګډون بین الافغاني ناستې ته حاضر دي چې پر نورو مسایلو لکه د افغانستان د نظام پر ډول، اوربند، د بندیانو پر خوشي کېدو، له تور لېست نه د طالبانو پر وتلو، له نظام سره د طالبانو پر یو ځای کېدو، د اساسي قانون پر تغيیر او نورو مسایلو باندې خبرې وکړي.

امریکا که څه هم له طالبانو سره پخوا تماسونه درلودل او خبرې یې کولې؛ ځکه د همدغه خبرو او تماسونو په لړ کې د قطر دفتر جوړ شو خو د رسمي خبرو په هکله یې ویل چې دوی باید د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي. اما اوس د امریکا حکومت دې ته حاضر دی چې له طالبانو سره خبرې وکړي که څه هم په رسمي توګه د خبرو کولو تايید یې نه دی کړی خو په غیر رسمي توګه خبرې روانې دي او همدا اوونۍ په ابوظبۍ کې د امریکا، طالبانو، پاکستان، د متحده اماراتو، سعودي عربستان او د افغانستان پلاوي سره دوه جانبه او څو اړخیزې خبرې یې ښه بېلګه ده.

د افغانستان حکومت هم پخوا ویل چې طالبان دې اساسي قانون ومني، اوربند دې اعلان کړي، سلاوې دې تسلیم کړي او طالبان دې راشي د یو سیاسي ګوند په توګه فعالیت وکړي. اما اوس د افغانستان حکومت بې له قید او شرطه خبرو ته حاضر دی البته په نورو مسایلو به د مذاکراتو په لړ کې بحث پرې کېږي.

په دې توګه د ټولو خواوو په رسمي موقفونو کې تغییر راغلی اما ستونزه د رسمي مذاکراتو په شروع کېدو کې ده چې څنګه د کوټې د ننوتلو دروازه په کلي باندې بېرته شي. که هره خوا علني یا په یو اړخیزه توګه خپل موقف علني اعلانوي په حقیقت کې مقابل لوري ته نور هم امتیاز ورکوي بې له دې چې له مقابل لوري نه کوم تعهد او نرمښت موجود وي.

د سولې د موجوده فرصت پر وړاندې خڼدونه څه دي؟

لومړۍ ستونزه لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د رسمي خبرو پیل دی چې ټولې خواوې د خبرو د پیل پر اجنډا توافق وکړي. که هره خوا د مقابل لوري د موقف له وضاحت نه بغیر لږ، له خپل موقف نه تېریږي، په حقیقت کې ډېر څه د خبرو په دوران کې له لاسه ورکوي. په خاصه توګه د افغانستان حکومت او طالبانو ته د سولې خبرې پیل د مرګ او ژوند اهمیت لري. که طالبان بې له کومه امتیازه خبرو ته کېنې، په حقیقت کې د دوی ټوله مبارزه ناروا ښکاري او د خپلو صفونو اعتماد له لاسه ورکوي. د افغانستان له حکومت سره خبرې په حقیقت کې د افغانستان حکومت پر رسمیت پېژندل دي. که دوی د افغانستان حکومت پر رسمیت پېژنې، نو د افغانستان قوانین به هم پر رسمیت پېژني. کله چې د افغانستان قانون یې پر رسمیت وپېژاند، په دې توګه د دوی بندیان سیاسي نه، بلکې ټول جنایې دوسیې لري او د افغانستان د قوانینو پر اساس بندیان شوي دي. بیا د طالبانو د بندیانو خلاصون ستونزمن دی. که د طالبانو بندیان خلاص نه شي، طالبان نه شي کولای چې د بندیانو او هغو کسانو وارثینو ته قناعت ورکړي چې له دوی سره په مبارزه کې وژل شوي او یا بندیان شوي دي او د طالبانو تحریک د خپلو پلویانو په منځ اعتبار له لاسه ورکوي. د طالبانو قوت د کوم سیاسي تحریک په توګه لا مطرح نه دی، بلکې د طالبانو قوت یوازې په جنګ کې دی.

پر دې مسایلو نه سربېره د نورو موضوعاتو په اړوند د زیاتو افغانانو اندېښنه دا ده چې څنګه د نظام ثبات وساتل شي، ټاکنې او تعدیل په اساسي قانون کې څنګه رامنځته شي او د تېرو کلونو بعضې لاسته راوړنې څنګه وساتي؟ طالبانو ته د نږدې کسانو له قوله، د هغوی په موقف کې ډېر زیات تغییر لیدل کېږي. دوی امارت اسلامي نه غواړي، د همدغه نظام تشکیل مني، ټاکنې غواړي او د بیان پر ازادۍ او د ښځو د حقوقو په اړوند هم نرم والی ښیي. تعدیل د اساسي قانون هم په اساسي قانون کې د تعدیل له لارې وروسته له منتخبې یا موقتې ادارې د جوړېدو په دوران کې غواړي.

د افغانستان حکومت لپاره هم دا ستونزمنه ده چې دوی پر داسې خبرو توافق وکړي چې دوی یې برخه نه اوسي. که دا کار وشي، د افغانستان حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راځي او د دوی نه حضور په مستقیمو خبرو کې او یا پر موقت حکومت توافق، په حقیقت کې یوازې حکومت نه، بلکې ټول نظام له چالش او سقوط سره مخ کېږي. د خبرو پېچلتیا په دې کې ده که طالبان غواړي چې د ملګرو ملتونو له تور لېست نه ووځي، دا د افغانستان د حکومت دنده ده چې د ملګرو ملتونو ادارې ته وړاندیز وکړي. که طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار نه وي، نو څنګه دوی له تور لېست نه د هغوی د ایستلو وړاندیز وکړي. که طالبانو غواړي چې خپل بندیان خوشي کړي، بیا هم د افغانستان له حکومت سره خبرو ته اړتیا ده؛ ځکه د طالبانو ټول بندیان له امریکایانو سره نه دي.

امریکا هم نه غواړي چې له طالبانو سره داسې معامله وکړي چې د افغانستان نظام له خطر سره مخ کړې؛ ځکه دوی دلته تر یو تریلیون ډالرو نه زیات مصرف کړی دی، امنیتي قواوو او نظام یو څه شکل نیولی دی. د افغانستان د نظام ړنګېدل د افغانانو، د سیمې هېوادونو او هم د امریکا په ګټه نه دی. که د افغانستان نظام سقوط کوي، د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې جمهوري پلوه ګوند کاندید نه شي کولای چې خپلو خلکو ته قناعت ورکړي چې دوی ولې له افغانستان نه بې له کومې پرېکړې او ثباته ووتل او یا په اصطلاح د دوی ټوله خواري به پر سیند لاهو شي؛ ځکه د بیلونونو ډالرو مصرف او د ۲۴۰۰ کسانو په شاوخوا کې عسکر وژل کېدل د څه لپاره.

دا پورته هغه مهم مسایل دي چې د سولې د خبرو د پیلېدو پر وړاندې یې خنډونه پیدا کړي دي.

څه قسم سوله او په کوم قیمت؟

که په لنډ ډول ووایم، که واقعي سوله په هر قیمت وي، بیا هم د جنګ له دوامه ارزانه او ښه ده. له عامو افغانانو سره اندېښنه دا ده چې د سولې خبرې د جینوا د معاهدې په شان باید نه وي. د جینوا په خبرو افغانانو برخه نه درلوده؛ نو ځکه د افغانانو پر ستونزو خبرې ونه شوې. د جینوا د قرارداد پر اساس د شوروي اتحاد قواوې د افغانستان نه ووتلې اما د افغانستان جنګ ختم نه شو. اوس هم دا تشویش په داخل د افغانستان کې له زیاتو افغانانو سره دی چې ګواکې له طالبانو سره د امریکایانو خبرې باید یوازې د دوی د قواوو د وتلو په خاطر نه وي، بلکې د نظام ثبات مهم دی چې افغانستان بیا د یو بل جنګ له پیل سره مخ نه شي.

په هغه وخت کې ما د امریکا غږ راډیو د محلي خبریال په توګه کار کاوه. زما یادېږي، کله چې د جینوا د قرارد له دستخط نه وروسته، د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي خاص استازی، دیګو کوردویز (Diego Cordovez) د کچه ګړۍ کمپ ته ولاړ چې د مهاجرینو استازي د جینوا د معاهدې نه خبر کړي او د کمپ له مشرانو سره مشوره وکړي. زما پلار، سید محمود حسرت، د کوردویز له خبرو نه وروسته د مهاجرینو په استازیتوب ورته وویل چې تاسې باید د جینوا د قرارداد له دستخط نه د مخه د مشوورو لپاره راغلي وای او زموږ نظر موغوښتی وای، اوس ستاسې راتګ څه ګټه نه لري. پلار مې ورته وویل چې د جینوا قرارداد د افغانانو ستونزې حل کولای نه شي؛ ځکه نه جنګ په افغانستان کې ختم کېدلی شي او نه مهاجرین بېرته خپل وطن ته ستنېدلی شي. کوردویز د دویم ځل لپاره بیا اوچت شو او ویې ویل چې دغه مشر کومې خبرې وکړې، دا سمې دي او دا قرارداد د افغانانو ستونزې حل کولای نه شي. اما کله چې دوی د مجاهدینو مشرانو، پاکستانیانو او یا له امریکایانو سره خبرې کولې، ټولو به ویل که روسان له افغانستانه ووځي، د افغانستان ستونزي په خپله حل کېږي. پر دې اساس د جینوا قرارداد د شوروي اتحاد د قواوو د وتلو په خاطر دستخط شوی دی. د کوردویز او هم زما د خدای بښلې پلار خبره سمه وه.

بل لوی خنډ د سولې د خبرو پر وړاندې وخت دی. د ټاکنو د اوسني مهالوېش پر اساس، باید ټاکنې د راتلونکې اپرېل میاشتې په اخره کې وشي. طالبان وایي که هر څوک منتخب شي، دا د دې معنی لري چې دوی به پنځه کاله نور جنګ ته دوام ورکوي؛ ځکه راتلونکې منختب جمهور ریيس به بیا دې ته حاضر نه وي چې سوله وکړي او سوله به د طالبانو د تسلیمېدو پر بنیاد غواړي. د تېرو ټاکنو د وعدو پر اساس، دوی پر یوه کاندید هم اعتماد نه لري چې هغوی به خپلې ژمنې عملي کړي. اما د افغانستان د حکومت لپاره هم دا ستونزمنه ده چې ټاکنې وځنډوي؛ ځکه د سولې د پروسې د پرمختګ وخت معلوم نه دی چې کله به سره ټولې خواوې پر مستقیمو خبرو توافق کوي. طالبان او یو شمېر د افغانستان سیاسیون د موقت حکومت خبرې کوي اما د افغانستان موجوده حکومت مشرتابه او یا هغه نوماندان چې د ټاکنو لپاره چمتووالی لري، پر دې عقیده دي چې ټاکنې باید شا ته وانه چول شي او د سولې خبرو ته باید دوام ورکړل شي؛ ځکه که ټاکنې شاته ولوېږي، د نظام مشروعیت په خپله له سوال سره مخ کېږي او دا د نظام پر ثبات منفي تاثیر لري او زمینه د ۱۹۹۲م کال په شان د نظام سقوط ته مساعدیږي.

د افغانستان اکثره عام ولس په دې هیله دی که د سولې په خبرو کې په واقعي او سمه توګه د پرمختګ امکان وي، که ټاکنې يو څو میاشتې شا ته واچول شي هم څه خبره نه ده اما ستونزه بیا هم د دغه نظام مشروعیت دی. که د موجوده حکومت وخت پوره کېږي، هېڅ قانوني دلیل نشته چې دا حکومت دې د پارلمان په شان د خپل قانوني معیاد نه هاخوا پاتې شي. د موقت حکومت خبرې یا د بن په شان بل کنفرانس جوړېدل که له یوې خوا د سولې په خاطر منطق لري اما له بلې خوا موقت حکومت معنی دا ده چې افغانستان به بېرته پر شا تګ کوي. له بله اړخه فکر نه کوم چې نړۍ دې د ۲۰۰۲م کال غوندې حوصله ولري چې د سیمې او نړۍ لوی هېوادونو نه د بن د کنفرانس په شان بیا بل کنفرانس حمایت وکړي. د داسې کنفراس دایرېدل، سیمه يیز او نړیوال حمایت حاصلو هم زیات وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان حکومت او امریکا که له یوې خوا د سولې خبرو ته طرفداره او خوشبینه دي، خو له بلې خوا استعجالیت هم لري چې په راتلونکو درې څلور میاشتو کې د سولې خبرې او هم ټاکنې د یو بل پر ضد واقع نه شي، بلکې دواړو مسئلو ته په توافق سره معقوله لار ولټول شي. د هغه مشهوره متل پر اساس چې نه سیخ وسوځي او نه کباب.

د سیاسي خبرو د پیلېدو بن بست یا Stalemate څنګه باید حل شي؟

د دغه بن بست د له منځه وړو لپاره یوازېنۍ لار دا ده چې د سولې خبرو لویه برخه په غیر رسمي توګه د بندو دروازو تر شا وشي څو د نهایي موافقتنامې یا تړون متن تیار شي. په دې غیر رسمي خبرو کې ټول ذیدخلې افغاني خواوې چې زیاتې اندېښنې لري، باید ګډون ولري څو د سولې د خبرو په اړوند منفي تبلیغاتو مخه ونیول شي. د غیر رسمي خبرو په اجنډا کې ټولې موضوعاګانې لکه د قواوو وتل، د موقتې ادارې جوړول، د راتلونکي نظام ډول، ټاکنې، د اساسي قانون تعدیل، اوربند، د بندیانو خوشي کېدل، له تور لېست نه د طالبانو د وتلو، امنیت او نور ټول مسایل باید د خبرو په اجنډا کې شامل وي. په همدې ډول د اجنډا هرې موضوع لپاره د حل لارې چارې او د جانبینو توافق رامنځته شي. کله چې په غیر رسمي توګه د سولې د تړون پر اخري متن هوکړه وشوه، بیا د تړون د امضا او د ولس د اعتماد لپاره علني مجالس امکان لري چې د تړون محتوا ټولو خواوو ته په داخل د افغانستان کې او هم په سیمه کې تشریح او د ټولو اندېښنې رفع شي. د تړون د عملي کېدو لپاره د منطقوي هېوادونو تعهد او هم نړیوال ضمانت مهم دی چې دایمي ثبات په افغانستان کې رامنځته شي. که د منطقوي هېوادونو تعهد او نړیوال ضمانت نه وي، په افغانستان کې بیا هم جنګ نه ختمېږي او یوازې د جنګ شکل او ډول به تغییر وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.