ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوله اودسولې کليمه اوسنۍ خبره نه ده،بلکې دبشريت له پيدايښت سره سمه منځته راغلې ده،سوله يوه عربي کليمه ده چې معنايې(استعداد،جوړښت،اتحاد، اتفاق اودجنګ جګړو بندول  دي) 

  په اسلامي شريعت کې هغه سوله چې حرام په کې حرام او حلال په کې حلال ونه ګڼل شي جايزه نه ده،چې په دې اړه حضرت محمد(ص) فرمايلي دي:((الصلح جايز بين المسلمين الاصلحاحرم حلالاً او احل حراماً والمسلمون علي شروطهم الاشرطا حرم حلالاً  اواحل حراماً)):رواه ابن ماجه والترمذي ( سبل السلام ج ۳ص ۸۸)                            

  ژباړه 🙁دمسلمان او مسلمان ترمنځ سوله رواده،مګرداسې سوله روانه ده چې حلال په کې حرام او حرام په کې حلال وګرځول شي .)                     

د اسلامي شريعت له مخې سوله په شپږ ډوله ده.

  • دمسلمان اوکافر ترمنځ
  • دښځې اوخاوند تر منځ
  • دباغيانو او عادلانو ترمنځ
  • ددوه مرورو ترمنځ
  • دخپل منځي جګړو دټپي شويو او ټپي کوونکو ترمنځ
  • د دووکاروباري شريکانو ترمنځ).

((کتاب فتح الباري شرح صحيح البخاري))

  دسولې دغه شپږډلونه الله (ج) په قرانکريم کې بيان کړي دي ، چې ځينې يې په ځانګړي ډول ذکرکړي دي،داځکه چې دسولې دغه ډولونه ډير مهم او اړين دي اواهميت يې دمتعدي والي په وجه دي،يعنې داختلاف اوجګړې تداوم چې زيانونه يې ټولنې ته رسيږي،او ټولنه ورڅخه زيانمنه کيږي .په داسې حال کې چې سوله نه يوازې داچې جګړمارو خواوو ته ګټه رسوي، بلکې ټولنې ته يې هم ګڼ شمېر ګټې رسېږي .

  دسولې هغه ډولونه چې الله (ج) يې ذکر په قر انکريم کې کړی يوڅويې دبېلګې په ډول ستاسو درنو سره شريکوم،ترڅو دسولې مينوال په اسانتيا سره دهغې په شرعي ارزښت پوه شي .

په لومړي سرکې دکافر او مسلمان ترمنځ سوله باندې  يوڅوکرښې

دمسلمان اوکافرترمنځ سوله:

ددې ډول سولې په هکله الله(ج) مسلمانانو ته داسې لارښوونه اوحکم کړی اوفرمايلي يي دي:وان جنحواللسلم فاجنح لها وتوکل علي الله انه هوالسميع العليم وان يريدواان يخدعوک فان حسبک الله هوالذي ايدک بنصره و بالمؤمنين ( سورة الانفال-۶۱و۶۲)

ژباړه:که چېرې غير مسلم(کفار)سولې او پخلاينې ته ميل وکړي، نوتاسوهم دهغوی دسولې وړانديز ومنئ،سولې ته ميلان وکړئ او په پاک الله (ج) توکل وکړئ،بېشکه چې الله(ج)دټولو احوالو ښه اورېدونکی او په ټولو اقوالو ښه پوه اوعالم دی.

دمسلمان او مسلمان تر منځ سوله:

دا ډول سوله په جګړه کې دښکېلو مسلمانو ډلو ترمنځ دقرانکريم په آيت تثبيت شوې ده،چې دسولې دغه ډول دمسلمانانو دخپل منځي جګړو دبندولو او ختمولوپه اړه دی،دسولې دا ډول ترنورو ټولو انواعو زيات مهم اوضروري دی،ځکه چې خپل منځي جګړې دمسلمانانوقوت ختموي،اومسلمانان له خپل اصلي مسير څخه بې لارې کوي،اوبې ساري معنوي اوتباکونکې پايلې لري .

 الله (ج) په خپل پاک کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي :

واطيعواالله و رسوله ولاتنازعو فتفشلوا وتذهب ريحکم واصبروا ان الله مع الصابرين (سورة الانفال آيت ۴۶)

ژباړه:تاسودالله(ج)اودهغه دمحبوب پيغمبر حضرت محمد(ص) اطاعت وکړئ اوخپل منځي شخړې اوجګړې مه کوئ،ددې لپاره چې تاسوبه بې زړه شئ قوت او دولت به مو له منځه ولاړشي  اوکمزوري به شئ،تاسو صبر اوزغم وکړئ،ځکه چې الله (ج) دصبر کوونکو مرستندوى دی.

 داسلام په تاريخ کې دسولې ډ‌يرې بېلګې موجودې دي،چې يوه يې هم دکعبې په ديوال کې دحجرالاسود دکېښودلو پرسردقريشو دمختلفو قبېلو ترمنځ اختلاف وو .

 د حجرالاسود دا لاندې واقعه د نبي کريم(ص)د صلحې د را وستو د هڅو او منځګړتوب ښکاره او څرګنده بېلګه ده.

  د نبي کريم(ص)په وخت کې قريشو او د مکې اوسېدونکو دکعبې د ودانۍ ترميمول وغوښتل،د کعبې د ترميم د چارو تر بشپړېدو وروسته دکعبې په ديوال کې دحجر الاسود د کېښودولو پر سر دقريشو دمختلفو قبېلو تر منځ  اختلاف پيدا شو،هر يوې  غوښتل چې په خپل لاس په معين ځای کې دحجر الاسود دکېښودلو وياړ تر لاسه کړي،اختلافات ورځ په ورځ زياتېدل، په دې مهال کې د قريشو مشرانو د ستونزې د حل لپاره يو شرط وړاندې کړ او هغه دا چې که سبا هر څوک مسجدالحرام ته لومړی داخل شو نو د مشکل د حل واک لري.

  پر سبا يې لومړی کس حضرت محمد(ص)وو چې مسجد الحرام ته داخل شو،نو انحضرت(ص)دستونزې دحل لپاره يو څادر وغوړاوه او د حجر الاسود تيږه يې په کې کېښوده، او د ټولو قبيلو له مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د څادر پيڅکې ونيسي،او هغه  خپل ځای ته يوسي، نو په دې توګه يې د خلکو تر منځ ستونزه حل کړه.

  له پورته ټولو دلايلو څخه څرګنديږي چې داسلام مبارک دين د سولې او امن دين دی. بې ځايه جنګ جګړې، تيری او توند لاريتوب ته په کې ځای نشته.

   دمسلمانانوخپل منځي جګړې نه جبرانېدونکې اوخطرناکې پايلې لري،چې په دې اړه ګڼ شمېر احاديث هم راغلي دي اومسلمانان يې سولې ته هڅولي دي،له دې نه معلوميږي چې اسلام دسولې ،ثبات اوامن دين دی.

 داچې داسلام سپيڅلی دين دسولې او ورورولۍ دين دی،نوراځئ چې سوله دخپل ژوند يوه ډيره مهمه اړتيا وګڼو  او ددې اړتيا دپوره کولو لپاره هڅې وکړو،ترڅو ګران هيواد افغانستان ته دتل پاتې سولې په راوستلو بريالي شو ،دخپلو ځوانانو  او کوچنيانو لپاره ددې زمينه برابره  کړو چې دتعليم پر مټ دخپل روښانه راتلونکي پر لور قدم واخلي .

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 23

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.