ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
5 Jul 2018 - 15:58
author avatar
5 Jul 2018 - 15:58

په افغانستان کې اوسنی را لوی شوی نسل  تر بل هر څه، ډېر سولې ته اړتیا لري. عام ولس د هېواد  په ګوټ ګوټ کې سوله ييز حرکتونه پيل کړي او د سولې لپاره راپورته شوی غږ، ورځ تر بلې غښتلی کیږي. د وسله والو طالبانو په ډله کې داسې کړۍ موجودې دي چې د سولې غوښتنې له دغو حرکتونو وېره لري، ان تر دې چې په لوګر کې يې د ولسي وګړو پر هغه پلي کاروان ځانمرګی برید وکړ چې له لوګر څخه يې کابل ته د سولې پیغام لېږداوه. په هېواد کې د ګاونډیانو ناسالمې سیاسي سیالۍ، د کانونو غیرقانوني کیندنې او د نشه يي توکو کرکېله او تولید  هغه مهم فاکټورونه دي چې ځینې کړۍ ، په لوی لاس د جګړې د اوږدېدو لامل کیږي، خو لوی اکثریت يې د سولې خوښوونکي دي.

ښه بېلګه يې په کوچني اختر کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ لنډمهاله اوربند و چې  په خوښیو او جشنونو ونمانځل شو. طالبانو او امنیتي ځواکونو یوبل ښکل کړل د خوښیو اوښکې يې تويې کړې. دې  اوربند له یوه لوی حقیقت څخه پرده پورته کړه، هغه دا چې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او افغانان په خپلو منځو کې ستونزه نه لري. د سولې ضد عناصر نه یوازې د طالبانو په ډله کې، بلکې په تېرو حکومتونو کې هم موجود و چې د سولې مذاکرات به يې سبوتاژ کول.

له دوه زره لومړي کال را وروسته له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې هڅې وشوې، خو په عمل کې يې هېڅ داسې ګام پورته نه شو کړای چې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ باور رامنځ ته کړي او په عمل کې ثابت کړي چې سولې ته کلکله اراده موجوده ده. یو لوی دلیل يې ښايي په نظام کې دننه د داسې کړیو موجودیت وو چې په سوله کې يې ګټې نه وې. د ملي یووالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره فضا بدله شوه؛ د ملي یووالي حکومت په نظام کې دننه ټول هغه مزاحمتونه او  د سولې ضد کړۍ ختمې او نابودې کړې چې د سولې پرضد يې غږ پورته کاوه. دا په ظاهر کې اسانه، خو په حقیقت کې تر ټولو سخت او ستونزمن کار و. په دې کار سره حکومت وتوانېد چې د سولې لپاره مناسب بستر برابر کړي. په تېر یوه کال کې په جدي توګه د سولې خبرې تعقیب شوې او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه محسوس دي. د ملي یووالي حکومت په لومړي ګام کې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې میکانیزم رامنځ ته کړ چې پر اساس يې سولې ته د رسېدو لپاره پړاویز لوری وټاکل شو.

د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان؛ له هغه وروسته چې پاکستان د سولې په برخه کې په پرله پسې توګه د همکارۍ ژمنې ماتې کړې د ملي یووالي حکومت په دې فکر کې شو چې څنګه وکولای شي پاکستان په افغان سوله کې عملي همکارۍ ته اړ کړي. د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان د دواړو هېوادونو د صلاحیت لرونکو پلاویو د دوه اړخیزو همکاریو پر اساس ولاړ دی او هر لوری مکلف دی چې په مشخص زماني واټن کې د سولې لپاره لازم او له وړاندې تعیین شوي اقدمات ترسره کړی. د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په ملکیت د سولې او پخلاینې له پروسې څخه د پاکستان ملاتړ او د ترهګرو پرضد اغېزناک اقدامات د دغه سند مهم موارد بلل شوي. په افغانستان کې په اختر کې لنډمهاله اوربند او د افغانستان پوځیانو له خوا د پاکستاني طالبانو د رهبر وژل کېدل د دغه سند د تطبیق یوه برخه ګڼل کیږي.

نړیواله اجماع؛ په افغانستان کې د سولې خبرو مثبتې پایلې او د سولې پایښت لپاره تر ټولو اساسي او حیاتي موضوع د نړۍ او سیمې هېوادونو ملاتړ او په دې برخه کې له بین الافغاني مذاکراتو څخه د هغوی هر اړخیز ملاتړ و. حکومت په دې برخه کې د نړۍ او سیمې هېوادونو ته قناعت ورکړ چې افغان حکومت د مذاکراتو د ښه مدیریت وړتیا لري. حکومت د کابل پروسې په کنفرانس کې د سولې له پروسې څخه د نړۍ د ملاتړ او همکارۍ غږ لا پسې غښتلی کړ. حکومت په دې کنفرانس کې وسله والو طالبانو ته فرصت ورکړ چې د یوې سیاسي ډلې په توګه فعالیت وکړي.

د اسلامي نړۍ اجماع؛ د اسلامۍ نړۍ له هېوادونو سره اړیکو ته پام ډېر شو، په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په بېړنۍ ناسته کې د بیت المقدس په تړاو د جمهور رییس هر اړخیز موقف د سولې په برخه کې د اسلامي نړۍ هېوادونو پام جلب کړ.

په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او ناندونیزیايي دیني عالمانو غونډه جوړه شوه، د غونډې په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع وبلل شوه. په پرېکړه کې د سولې پر مذاکراتو ټینګار وشو. سربېره پر دې  د سعودي عربستان چې په اسلامۍ نړۍ کې له تر ټولو غښتلي موقعیت څخه برخمن دی، په افغانستان کې د فغانستان روانې جګړې ته د ورور وژنې نوم ورکړ. مسجد الحرام او د نبوي جومات امامانو په یوه کمساري غوښتنه کې افغانستان کې د تېراوربند هرکلی کړی او له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې خپل منځي وینې تویولو ته پای ورکړي. په دې نږدې کلونو کې د ا لومړی ځل دی چې  مسلمانانو د دې دوو مذهبي مقدساتو امامان د جمعې ورځې په خطبو کې په یوه غږ د افغان حکومت او طالبانو د نوم له اخیستو پرته د تېر اوربند هرکلی کوي.

په کوردننه اجماع؛ جمهور رییس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لپاره د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره له اوږدو او تفصیلي بحثونو په پایله کې  دایمې سولې ته د رسېدو په برخه کې اجماع رامنځ ته کړه. د دې اجماع په پایله کې  د لومړي ځل لپاه شاوخوا ۳۰۰ دیني عالمانو له یو لړ مطالعاتو وروسته په دیني او شرعي دلایلو د افغان دولت پر وړاندې د طالبانو او نورو جنګي ډلو جګړه ناروا وبلله، او په دې برخه کې يې یوه فتوا هم صادره کړه.

په دې سره په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته د جګړې د تداوم لپاره شرعي او بل هر ډول پلمه پاتې نه شوه. حکومت وسله والو طالبانو ته ټول هغه شرایط برابر کړل چې په افغانستان کې هم خلک د نړۍ د نورو هېوادنو په څېر په سوله کې ژوند وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.