ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سیمه کې جنګ جګړو او د څرګندو کړیو لاسوهنو، د خلکو په فرهنګ او ټولنیز ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېره بده اغېزه کړي . ‌‌‌‌‌‌ډېرى فرهنګپالې او انسان پالې پرګنې يې، نړیوالو ته په ‌‌‌‌‌‌ډېره زیږه او بدرنګه بڼه ورپېژندلي دي . خو په کابل او اسلام اباد کې د سیمې د یو شمېر جګړه ځپلو پرګنو سوله يیزو وروستیو غبرګونونو وښودله چې  دا جګړه مار او دهغې ملاتړي دي چې ان تاریخ لرونکې لويې پرګنې هم په بدل ‌‌‌‌‌‌ډول معرفي کوي.

جګړه نه یوازې مادي شتمني له منځه وړي، بلکې د ټولنې معنوي او فرهنګي ارزښتونه هم نابودوي. خلکو په سیمه کې د جګړې ترخه مزه لیدلې، له دې امله خپله بریا اوس په سوله يیزو غبرګونونو او خوځښتونو کې لټوي.

هغه پرګنې چې په خپلو منځوکې ټولنیز، سیاسي او فرهنګي اختلافونه لري، بېلا بېلو بنسټونو کې په فعالیتونو بوخت دي، جلا جلا مشران لري او په جګړو کې یي ‌‌‌‌‌‌ډېرى د سر خلک له لاسه ورکړي ، خو بیا هم په سوله يیزه توګه د غوښتنو د یوې واحدې اجندا لپاره تر شنه اسمان لاندې په سړو او ستونزو کې ، ورځي او اوونۍ تېروي، دا ریښتیا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي چې په سیمه کې د جګړې، ترهګرۍ، د هغوى د مخته وړونکو او ملاتړو پر وړاندې د سیمې د خلکو کرکه ‌‌‌‌‌‌ډېره زیاته شوې ده.

د اسلام اباد او کابل سترو غوندو وښودله چې له دې وروسته په هېڅ پلمه حکومتونه او څرګندې کړۍ نه شي کولی د زیاتې مودې لپاره یو شمېر پرګنې د جګړې د ‌‌‌‌‌‌ډګر بندیوان پاتې کړي او د هغوى په سینه خپل جنګي افزار د جګړې تودو ‌‌‌‌‌‌ډګرونو ته ورسوي.

سوله يیزو غبرګونونو د دې فرصت برابر کړ چې د خلکو بېلابېلې پرګنې په خپلو کې د ستونزو په رابرسېره کولو او د هغوى د بېخي له منځه وړلو په اړه یو بل ته غوږ نږدې کړي او سلا مشورې وکړي ، نو ځکه له اسلام اباد څخه د پښتنو د ژغورنې د جرګې د غړو د خورېدو څخه وروسته په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مخالفت او د هغې د پوره له منځه تللو اواز لا زیات اوچت شو.

 په سیمه کې سوله يیزو غبرګون ښودنو زور اخيستی افغانان او د سیمي نورې جګړه ځپلې پرګنې باید له موقع څخه په ګټه اخيستنې، د همدې فعالیتونو په لړ کې نړۍ ته د خپلې انساني څېرې د ورښوولو او د خپلو رنګارنګ دوښمنانو د ورپېژندلو اړوند، کوټلي ګامونه پورته کړي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.