ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
13 Feb 2018 - 17:39
author avatar
13 Feb 2018 - 17:39

لیدل کیږي چې د افغانستان شاوخوا سیمه له سترو بدلونونو سره مخ ده . جګړه د خپل زور وروستۍ کچې ته ننوځي ، د جګړه مارو کورنۍ او نړیوالې ټلوالې نوې کیږي ، پاکستان د څنډې کېدو پر لور درومي او د ایران په خصمانه فعالیتونو پاملرنه زیاتیږي .

د روانې لوبې په ژييو کې د اقتصادي سیالۍ څرکونه هم په لګېدو دي. د غفلت له درانده خوبه د سیمې لويې پرګنې راویښيږي او د خپلو حقونو د غوښتلو په ترڅ کې په منطقه کې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول افراطيت، په تېره بیا د طالبي او داعشي ترهګرۍ پر وړاندې د خلکو ذهني تیاري پخیږي او په سیمه کې عیني شرایط ، د نړیوال چاپيریال د برابرېدو له امله د یوه مثبت خوځښت د راټوکېدو په موخه هم چمتو کېږي.

څرنګه چې زموږ په هېواد کې جګړه د سیمې او نړۍ د سیالۍ جګړه ده ، له دې امله افغانانو ته په کار ده چې په افغانستان کې د جګړې د بندېدو او د سر تا سري سولې د بسیا کېدو په هيله د هېواد د روڼ اندو او د سیمې د روښانفکره کړیو او ځواکونو هڅې، سره غوټه کړي.

که ترهګر په افغانستان او سیمه کې یو له بل سره په همغږۍ، ورانکاریو ته ادامه ورکولی شي، د دوى مخه یوازې د سیمې د روڼ اندو کتلو د ګډو هڅو په همغږۍ کولو کې، نیول کېدلی شي ! کله چې د ترهګرۍ پر وړاندې ملي او نړیواله اراده په یوه لیکه واقع کیږي، د هېواد دننه او بهر ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې او ملاتړي يې، زموږ په خلکو وطن سور تنور کوي.

د داسې شومې پدیدې یانې ترهګرۍ څخه د خلاصون لاره د هېواد او سیمې د ټولو وطنپالونکو او ترقي غوښتونکو ځوانانو، بنسټونو او حرکتونو نږدې کېدل دي چې د یوې عالي همغږۍ په رامنځته کولو سره، به د ترهګرۍ ټولې فکري او فزیکي لارې وتړي.

ترهګري اوس سیمه يیز او نړیوال خطر جوړ شوی او د هغې له منځه وړل سیمه يیزه او نړیواله مشترکه هڅه غواړي. له دې امله په هر افغان غږ کیږي چې د سیمې او نړۍ اوسنیو پرمختیا‌وو او بدلونونو ته په غور سره په کتو، په خپلو کې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنې همغږۍ د رامنځته کولو له لارې له اوسني تیار شوي سیمه يیز او نړیوال چاپيریال څخه په ګټه پورته کولو په افغانسنان کې د جګړې د بندولو او د تلپاتې سولې د راتلو   لپاره زمینه برابره کړي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.