ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
13 Apr 2016 - 08:58
author avatar
13 Apr 2016 - 08:58

لغمان دافغانستان يوله هغوولايتونوڅخه ګڼل کېږي چې دامهال په کې دبيارغنیزډګره څخه دلسګونو پروژو دبشپړېدواویا پيلېدو خبرونه ترغوږکېږي خو له دې سره سره بيا هم له دغه ولايته په سلګونو ځوانان د بې روزګارۍ له امله نوروهېوادونوته په سختو او قاچاقي لارو زړه ښه کوي،دلغمان ادارې ددغه ولایت د کرنې ودې،پراختیا او اقتصادي ستونزو د راکمولو ترڅنګ ځوانانو ته د کارموندنې په موخه  وپتیله چې د شاهي کانال دلسیزو مړه پروژه  بېرته راژوندۍ او د کار په پيل سره سلګونو ځوانانوته په کور دننه دکار زمینه برابره کړي.

د لغمان له جیدو دیني علماوو،قومي مخورو، جهادي شخصیتونو، ځوانانو او مدني فعالانو سره د ولایت مقام دبیا بیا کتنو او غونډو وروسته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي  ددغه ولایت  دخلکو د کلونو غوښتنو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې او تلاشونه ګړندي کړل، په مرکز کې یې د اړونده وزارتونو او بیا د کابینې په جلسه کې په ځانګړې توګه د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سره د ولسونو غوښتنې چې یو خوب او خیال و بیا بیا شریک او تعقیب کړې، چې په پایله کې غني د خپلې ځانګړې لورینې له مخې په۲۰ /۱۰ /۱۳۹۴ نېټه په ننګرهار  ولایت کې د ختیځ زون  د والیانو او ولسونو سره د لیدنې پر مهال د لغمان د ولسونو لپاره د شاهي کانال ستره پروژه منظور کړه، چې دا مهال یې د سروې چارې جریان لري .

په ۱۳۵۴ ه ل کال کې د هېواد پخواني ولسمشر خداى بښلي سردار محمد داوودخان د افغانستان د ملی انکشافي ستراتیژۍ سره سم د اقتصادي کچې د لوړوالي ، د برېښنأ د تولید ،د صنعت پرمختګ او همدارنګه د هیواد د کرنیز نظام د پرمختګ او کرنیزو محصولاتو د کچې د لوړوالي په خاطر د لغمان ولایت په خپل پنځه کلن انکشافی پلان کې شامل کړ، تر څو د سیمې د خلکو اقتصادي وضعه ښه او په کار بوخت شي، خو متاسفانه نه ولسمشر ژوندی پاتې شو او نه هم دا سترې حیاتي او اقتصادي پروژې پلې شوې.

خوشبختانه دا دی له لسیزو ناخوالو وروسته په هېواد  کې د ملي یووالي حکومت له رامنځته کیدو سره سم،دهېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني په ځانګړې پاملرنه د اقتصادې پیاوړتیا،پرمختګ او په ځان بسیا افغانستان لپاره  د شاهي کانال او یو شمیر پروژو په ګډون بېلابېلې سترې پروژې یو ځل بیا راژوندۍ شوې او عملاً يې دسروې چارې پيل شوې،ددې ډاډ شته چې دا ځل به د سیمه ییزې ادارې په جدې پاملرنه او د مرکزي حکومت په ځانګړې پاملرنه دا حیاتي او اقتصادي پروژه پلې شي.

د شاهي کانال دسترې اوحیاتې پروژې په پلي کېدو سره به دالینګار څپاند سیند مهار او پراخې للمي ځمکې به خړوبې شي،دهغو معلوماتو په اساس چې د اوبو دتنظیم لوی ریاست څخه مو ترلاسه کړي دي ،دشاهي کانال په بشپړیدوسره به له شل زروڅخه تر پنځه ویشت زرو هکتارو زیاته ځمکه خړوبه شي او په دې سره به د کرنېزې ودې ترڅنګ دچاپيریال ساتنې په بهتر والي کې هم دپام وړ ښه والی راشي.

 د شاهي کانال ستره ،حیاتي او له پراخو اقتصادي ګټو برخمنه پروژه دلغمان ولایت د الینګار ولسوالی اړوند د سندروا کلي څخه پیلیږي ،د الینګار سیند د شمال لوېدیځې برخې څخه سرچينه اخلي او دخپل مسیر په اوږدوکې د سوېل پر لور د الینګار ولسوالی اړوند زیاتې خاره ځمکې د شخطري، سلطان غازي بابا او مهترلام بابا دښتې تر پوښښ لاندې راولي.

دغه کانال له پنځوس څخه تر شپېتو کیلومترو پورې اوږد والی لري چې په جوړیدو سره به يې نه یوازې داچې د کانال په مسیر پرتې ۲۵ زره هکتاره للمي ځمکه خړوبه شي، بلکې (100’000 – 200’000) کورنۍ به هم له همدې کانال څخه په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه ګټه پورته کړي.

په پلان کې ده چې دغه ستره پروژه له څلور میاشتنۍ سروې وروسته ددرې کلونو په اوږدو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

میاشت وړاندې دلغمان ولایت مقام رهبري ولس ته دیوې لويې غونډې پرمهال کلنی ګزارش وړندې کړ، دخپل  ګزارش پرمهال يې ټولو ته ډاډ ورکړ چې په هره برخه کې به لومړیتوبونو ته په کتو په هره برخه کې اساسي چارې ترسره او پراخو ولسي ستونزوته به ګام په ګام دحل لار ولټوي.

دا چې امنیت دهر پرمختګ راز دی ،نو اړینه ده چې دشاهي کانال په شمول دټولو پرمختیايي پروژو دتطبیق لپاره د ډاډمن امنیت دتامین په موخه دټولنې فرد،فرد ځان مسوول وګڼي او په دې برخه کې دخپل نظام او امنیتي ځواکونو ملا وتړي او په دې سره د پراخو بیارغنیزو چارو د ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 12

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.