ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اکثره لوړ پوري چارواکي او دوستان چې په حکومت کې دننه او یا له حکومت څخه بهر تر ولسمشره پورې زه پېژنم، د افغانستان او د ملي وحدت د حکومت په ستونزو ښه با خبره دي، د ولس له درد او غم نه هم پوره معلومات لري، د نړیوالې ټولنې ستونزې هم ورته پوره معلومې دي، د ګاونډیانو شوم نیتونه او له پروګرامونو څخه هم کافي خبرتیا لري، په تیوري او عملي لحاظ هم ډیرى یې په کارونو ښه پوهیږي، نو سوال دا دی چې ولې دوی نه شي کولای چې د افغانستان د ستونزولپاره د حل لارې پیدا کړي؟ ولې د افغانستان مظلوم ملت لا هره ورځ د اور په لمبو کې سوځي؟ او ولې حالات له یوې ورځې نه بلې ورځې ته خبرابیږي؟
کېدای شي چې دا لیکنه د دې دوستانو او حکومت د مشرتابه خوښه نه شي خو که نور څه نه شو کولای باید واقعیتونه ووایو او که دوی دا لیکنه سمه او په غور ولولي او په خپلو کړنو کې یو څه تغیر راولي شاید دا لیکنه د دوی لپاره ګټوره وي او هم شاید د افغانستان ولس لپاره یو څه موثره تمامه شي.

تر کومه حده چې زه له دې مشرانو سره پېژنم او د دوی له نږدې کسانو سره مې خبرې کړي، له دوی سره یوازې شخصي اجنډاوې مطرح دي، نو ځکه دوی په خپلو کارونو کې ناکامه دي. د خپلو شخصي اجنډاوو د درلودلو په حالت کې دوی د موجوده حالاتو په دوام یا (Status quo) ساتلو خوشحاله دي. اما د موجوده حالاتو دوام د افغانستان خلکو لپاره او هم د نړیوالې ټولنې لپاره چې له افغانستان سره مرسته کوي د قناعت وړ نه دی. د موجوده حالاتو له دوام سره یوازې د حکومت پرضد مسلحې تروریستي ډلې، ځیني ګاونډي هیوادونه، جنایي او مافیایي کړۍ خوشحاله دي.

زه په دې ډاډه او باوري یم که له دوی سره شخصي اجنډاوې مطرح نه وي نو دوی د دې ظرفیت او کفایت لري چې د افغانستان ستونزو لپاره مناسبې د حل لارې پيداکړي. نه غواړم چې د ډیرو اشخاصو نومونه واخلم خو یوازې غواړم چې د افغانستان د حکومت د مشرتابه او یو څو لوبغاړو د نومونو اخيستل اړین بولم، ځکه د افغانستان موجوده حالات او هم راتلونکی د دوی د کړنو او پالیسیو پورې تړلې دي.
راځئ چې له ولسمشر څخه یې پیل کړو:
ولسمشر له لومړۍ ورځې څخه  په دې فکر دی چې څرنګه بیا د جمهوري ریاست لپاره ځان کاندید کړي او د دې کار لپاره باید داسې کسان په شاوخوا راتاو کړي چې د ده دغه اجنډا په مخ بوځي، نو په دې توګه ولسمشر نه غواړي چې داسې  ټیم جوړ کړي چې د ده له شخصي اجنډا سره موافق نه وي. د دغه کار لپاره هم ولسمشر کوم مناسب ټیم چې یوازې د ده اجنډا تعقیب کړي، تر اوسه پورې نه دی جوړ کړی. کوم ټیم چې د ده په شاوخوا  تراوسه پورې څرخي، هغه سورى ټیم دی او یا ده ته وفاداره ټیم نه دی.

په دې سوري ټیم کې چې هرڅومره کاڼي اچوي نو لاندې غورځیږي او فکر نه کوم چې د جمهور ريیس دا ټیم تکمیل شي ځکه د شاوخوا کسان هم خپلې اجنډاوې لري. دوی د رسمي کارونو او د موقف ساتلو په درلودو سره د خپلو ځانونو لپاره کار کوي یا په بله معنی له خپلو موقفونو څخه د شخصي اجنډاوو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
اجرایيه ریيس هم په همدې فکر دی او غواړي چې له خپل موقف څخه څنګه د خپل شخصي نفوذ ساتلو لپاره ګټه واخلي او د راتلونکو ټاکنو لپاره ځان برابرکړي. د ده ټیم هم سورى دی، ځکه د دغه پوست لپاره د ده په خپل ټیم کې ډیر رقیبان شته دی. یو مثال یې د مزار والي دی چې غواړي له ولسمشرسره یو څه معامله وکړي ترڅو د ده نفوذ په حکومت کې او هم د حکومت نه بهر زیات شي او په عوض د دې چې په راتلونکي کې بل څوک سپانسر کړي ولې په خپله میدان ته نه رادانګي.
د ملي امنیت سلاکار هم همدا خوبونه لا له پخوا څخه لیدل او غواړي چې خپل معتمدو کسانو لپاره چې د ده اجنډا پر مخ بوځي، د حکومت په منځ کې ورته د کار کولو زمینه مساعدوي. په سوشل میډیا کې هم ده ته لیواله کسان کله کله د ده نوم د راتلونکي جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره زمزمه کوي. دوه درې نورو وزیرانو نومونه هم د راتلونکي جمهوري ریاست خوبونه ګوري او کله کله یې نومونه په شوشل میډیا او محافلو کې اوړي رااوړي.
د پخواني ولسمشر د شاوخوا کسان هم په همدې هيله هلې ځلې کوي چې د حکومت مؤثریت اوحیثت راټیټ شي، ترڅو د ده د حکومت ارمان د افغانستان ولس وکړي. د حکومت په غیبت خوشحالیږي خو ډیر څه په خوله نه وایي او یوازې غواړي چې خارجیان د افغانستان د ټولو نیمګړتیاوو په هکله ملامته کړي، ځکه ده ته یې د دې زمینه مساعده نه کړه چې لا نور هم په قدرت کې پاتې شي. خپله بېچاره هیڅ ملامتیا نه مني چې ګوندې په تېرو پنځلس کلونو کې د دې ټولو بدبخیتو او ناکامیو یو اصلي لوبغاړی و.
له حکومت څخه بهر د یوشمېر نورو کسانو نومونه هم مطرح کیږي او د راتلونکي جمهوري ریاست خوبونه ګوري، هغوى هم د تېرو نیمګړتیاوو اصلي لوبغاړي و خو نن ځانونه ملامته نه ګڼي او فکر کوي چې د دوی لپاره به زمینه بیا مساعده شي چې د قدرت واګي لاسته راوړي. له هیواد څخه بهر د بعضې کسانو شوق هم راتلونکي جمهوري ریاست لپاره کیږي. د بېلګې په توګه که ډانالډ ترمپ په امریکا کې ناکام شو نو د زلمي خلیلزاد شوق هم شته دی او نوم یې په محافلو کې یادیږي. که څوک په کابل کې اوسیږي او له دې مشرانو سره لیدنې او کتنې لري نو دوی پوهیږي چې دا پورته تحلیل واقعیت دی او په انکار یې څوک سترګې نه شي پټولى.
دا چې د حکومت دا پورته مشران د راتلونکو ټاکنو په فکر کې دي، نو د حکومت کارونه ځکه له ګډوډۍ سره مخامخ دي ، ځکه مسلح تروریستي ډلې همدا حالت له خدایه غواړي. حکومت لومړى باید امنیت تامین، حکومتداري او اقتصادي حالت ښه کړي ترڅو د راتلونکو ټاکنو لپاره زمینه مساعده شي. که حکومت دا فکر کوي لکه څنګه چې یې د پارلماني ټاکنو پروسه شاته واچوله نو دوی به د جمهوري ریاست د ټاکنو پروسه هم شاته واچوي او په قدرت کې به پاتې وي، نو زما په اند دوی د فیل په غوږ کې ویده دي.
د پورته حالاتو او ګډوډیو په نظر کې نیولو سره د افغانستان راتلونکې، د پنځه اپشنونو او یا له حالاتو سره مخامخ دی:
۱- د موجوده حالاتو او حکومت دوام دی
۲- د جمهوري ریاست لپاره وختي ټاکنې
۳-    د لویې جرګې راغوښتل او د افغانستان د حکومت په راتلونکي غور کول
۴- نظامي کودتاه
۵-    د حکومت او نظام سقوط  او داخلي جنګ
په پورته پنځو حالتونو کې د موجوده حکومت او هم ولس ګټه په یوه حالت کې هم نشته. که موږ دا پورته پنځه حالتونه لږ تجزیه او تحلیل کړو او د پنځم حالت نه پيل وکړو، نو د حکومت او نظام په سقوط کې د هیچا خیر نشته. که نظام او حکومت سقوط کوي، حکومتي غړي، پخوانى ولسمشر او په نامه سیاسي اپوزیسون ټول له ولس سره یو ځای غرقیږي او د دوی متبادل یوازې مسلح مخالفې ډلې دي او دوی ته هیڅ چانس نشته.
څلورم حالت هیڅ امکان نه لري ترڅو چې خارجي قواوې په افغانستان کې وي د کودتاه امکان نشته. که باالفرض کودتاه کیږي، نو بیا به دا د خارجیانو په ملاتړ وي. ترکومه حده چې زما پرې سر خلاصیږي، دا حالت نه شي راتلای.
درېیم حالت د لويې جرګي د جوړېدو دی. پخوانى ولسمشر دې حالت ته ډیر خوشحالیږي. دا حالت هم امکان نه لري ځکه لویه جرګه باید ولسمشر را وغواړي او زه فکر نه کوم چې اوسنى ولسمشر دې دا کار وکړي. د اساسي قانون په اساس هم د لویې جرګې د جوړېدو امکان نشته او نه نړیواله ټولنه د دې کار حمایت کوي او هر تغیر چې په دې ډول راشي، نظام نور هم بې ثباته کوي. فکر نه کوم چې نړیواله ټولنه هم د لويې جرګې د جوړېدو حمایت وکړي که څه هم د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو په تفاهم نامه کې د لويې جرګې د راغوښتو یادونه شوې، خو هغه وخت هم په ارامه تېر شو.
دویم حالت هم امکان نه لري ځکه فکر نه کوم چې موجوده ولسمشر استعفا وکړي ترڅو وختي ټاکنو ته لار هواره شي. که ولسمشر استعفا کوي، نو د جمهور رییس لومړى مرستیال به د نوو ټاکنو ترپایلې پورې جمهور رییس وي. دا حالت هم د ملک په دننه او یا بهرنیانو ته د تحمل وړ نه دی او نه په تخنیکي لحاظ وختي ټاکني امکان لري.
په پورته پنځو حالتونو کې یواځنى ښه نسبي حالت د دې حکومت دوام او ښه کیدل دي. دا هم هغه وخت امکان لري چې ولسمشر د راتلونکي دور د ټاکنو له خوبونو څخه تېر شي او یوازې په اوسني حالت د ښه کیدو په فکر کې شي. که اقتصادي، امنیتي او سیاسي حالت ښه شو نو هیڅ کمپاین ته د اوس نه حاجت نشته ، ځکه دا ولس دومره احسان فراموشه نه دی چې څوک دې ورته خدمت وکړي او هغه هیر کړي. که اقتصادي، امنیتي او سیاسي حالت لکه څنګه چې تراوسه مخ په خرابیدو دی او همداسې دوام وکړي نو بیا دا ملت دومره ویده هم نه دی چې ده ته او یا د ده د سوري ټیم کوم بل غړي ته رایه ورکړي او یا دوی سم حکومت وکړاى شي.
ولسمشر او د ده سوري ټیم ته یوازې همدا اجنډا په کار ده چې څرنګه دا دوه درې کاله خدمت وکړي او د راتلونکي خوبونو له لیدو څخه دی اوس تېر شي. د حکومت تش په نامه سیاسي اپوزیسون غړو ته په کار ده چې د حکومت ملاتړ وکړي ، ځکه د حکومت په ثبات کې ټاکنې ممکنه دي او دوی بیا کولاى شي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاین وکړي. د حکومت په دوام او د نظام په سیاسي او حقوقي مشروعیت کې د ټولو خیر دی. د ولسمشر لپاره په کار ده چې په خپل ټیم کې جدي تغیر راولي او په ملي اجنډا کار وکړي. ټول باید د خپلو شخصي او مقطعي اجنډاوو څخه تېر شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 84

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.