ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال د هېواد په کچه د کرکټ تر ټولو ستره ملي شل اووريزه سيالي “شپږيزه”  د نورو کلونو په پرتله له نويو نوښتونو، رنګونو، لوړو نړيوالو معيارونو، شور او ولولو سره ترسره شوه.

که څه هم د نړۍ په کچه د کرکټ شل اووريزې سيالۍ په ٢٠٠٥ زېږديز کال کې دود شوې او په ٢٠٠٧ زېـږديز کال کې يې لومړى نړيوال جام تر سره شو، خو په افغانستان کې په رسمي توګه په ملي کچه  ددې لوبو پيل په ٢٠١٣ کال کې د شپږيزې په نوم وشو.

که څه هم په لومړي کال کې يې معيار دومره لوړ نه و، خو بيا هم په ملي او نړيواله کچه د مينه والو پام يې ځان ته راواړاوه او په ځانګړې توګه هرې لوبې ته د زرګونو مينه والو راتګ ددې لوبې اهميت نور هم زيات کړ.

په لومړي کال کې ددې سياليو لپاره مالي ملاتړ کوونکي هم کم وو، خو سـږکال ددې سياليو اهميت او ارزښت ته په کتلو  مالي ملاتړ کوونکي دومره زيات شول، چې د کابل الکوزي نړيوال لوبغالي کې د اعلانونو ځاى نه و او ګڼ شمېر شرکتونو او کمپنيو ته ځواب ورکړل شو.

د هر کال په تېرېدو سره د شپږيزې سياليو په کيفيت کې ښه والى رامنځته کېږي او سږ کال يې معيار دومره لوړ شو، چې موږ په ډاډ سره ويلى شو چې شپږيزه مو نړيواله شوه.

دا ځل د افغانستان د کرکـټ په تاريخ کې ددې لوبې يو شمېر نړيوال لوبغاړي په شپږيزه کې ولوبېدل او له دې ځاى څخه يې له ځانه سره نه هېرېدونکي خواږه يادونه يوړل.

په دې لوبغاړو کې د زمبابوې مشهور لوبغاړى سکندر رضا، د پاکستان محمد اصف، سلمان بټ، محمد سميع، کامران اکمل، ناصر جمشېد، بسم الله خان ، اويس ضياء رفعت الله مومند او داسې نور شامل وو.

له دغو نړيوالو لوبغاړو سره د شپږيزې اهميت او خوند زيات شو، ځکه چې د ملي لوبغاړو ترڅنګ  يادو نړيوالو لوبغاړو هم هر يوه يې  ځانګړي مينه وال درلودل، چې له امله به يې هره ورځ  لوبغالى له  مينه والو ډک و او زرګونه مينه وال به ناهيلي بېرته ستانه شول.

د دې ترڅنګ دا ځل د کابل د کرکـټ په نړيوال لوبغالي کې ١٦ کمرې لګول شوې وې او په ډېر لوړ کيفيت سره  يې لوبې نندارې ته وړاندې کولې، په دې کمرو کې يې دوه کمرې يواځې د رن اوټ لپاره ځانګړې شوې وې، په داسې کيفيت سره لوبې ښودل کېدې چې خلکو فکر کاوه په هندوستان يا بل کوم پرمختللي هېواد کې دا لوبې جريان لري.

په ښه کيفيت د لوبو د وړاندې کولو ترڅنګ په کمپيوټري ګرافيکونو کې هم ښه کار شوى و او د تلوېزيون پر  پرده د لومړي  ځل لپاره بشپړ معلومات د ګرافيکونو په توګه وړاندې کېدل، چې له امله يې مينه والو کولى شول د تلوېزيون پر پرده د لوبو او هر يوه لوبغاړي په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ دا ځل د دغو تلوېزيوني ګرافيکونو لپاره له هغې هندۍ کمپنۍ سره قرارداد کړى و چې يو وخت يې د هندوستان د کرکټ ليګ (اى پي اېل) لوبو لپاره  ګرافيکونه جوړل.

پر کرکټ لوبو د کمنټرۍ يا تبصرې معيار هم دا ځل ډېر لوړ و او په ځانګړې توګه د عبدالهادي دريځ، شېراغا همکار او رييس احمدزي په انګليسي ژبه تبصرې دوى داځل د مينه والو هغه تنده ماته کړه چې په نړيوال معيار يې په انګليسي ژبه د کمنټرۍ غوښتنه لرله.

دغه راز په پښتو او دري ژبو تبصرې هم خوندورې وې، د شرف الدين شاکر، شېرالله شېر، واصل وصال او فريد هوتک تبصرې خوندورې وې او کله نا کله د کمنټرۍ پر مهال له مېلمنو سره مرکو هم د مينه والو پام  ځان ته جذب کړى و.

ددې ترڅنګ د لوبو په جريان کې په ژوندۍ بڼه د لوبغالي دننه له مينه والو سره مرکو او د هغوى نظرونه اخيستل هم يوه ځانګړتيا وه.

همدارنګه د سنګاپور هېواد اړوند د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا د نړيوال لوبڅار ساريکا پرساد راوستل هم لوى پرمختګ و، دا لومړى ځل و چې افغانستان ته يو نړيوال لوبڅار راځي، هغه د تلوېزيون پر  پرده د افغان لوبڅارونکو د کړنو او پرېکړو ارزونه کوله او د هرې لوبې پر مهال يې د ميچ د ريفري او درېيم لوبڅار دنده ترسره کوله، چې ورسره د افغان لوبڅارونکو وړتيا هم لوړه شوه.

نوموړي ددې سياليو په پاى کې د افغان لوبڅارونکو د ښوکړنو ستاينه وکړه او په ډاګه يې کړه چې دوى به په نږدې راتلونکي کې په نړيواله کچه  د لوبڅارنې  جوګه شي.

په لوبغالي کې د لوبغاړو او د لوبډلو د مسوولينو لپاره په نړيوالو اوصولو برابرې ځانګړې ساحې جوړې شوې وې او هغوى ته ټولې هغه اسانتياوې برابرې شوې وې چې په نړيوالو سياليو کې ورته برابرېږي.

دغه راز دا ځل د کرکټ د شپږيزې ملي سياليو لپاره د کابل د نړيوال لوبغالي ميدان او ويشتنځاىونه  (پچونه) په ښه معياري توګه جوړ شوي وو چې د توپ اچوونکو او توپ وهوونکو دواړو لپاره ګټور و.

په لوبغالي کې د نندارچيانو لپاره د سيوري بندوبست هم شوى و او د دې ترڅنګ د ميدان په نورو برخو کې د مېلمنو او مېرمنو لپاره ځانګړې سيمې جوړې شوې وې .

په دې سياليو کې د ګډون کوونکو نړيوالو لوبغاړو لپاره په کافي اندازه پيسې په نظر کې نيول شوې وې او هغوى ته د کابل په يوه مهم لوکس هوټل کې ځاى نيول شوى و او په ښو امنيتي تدابيرو سره له هوټل  څخه لوبغالي  او له لوبغالي ‌څخه هوټل لېږدول کېدل.

دغو نړيوالو لوبغاړو د افغانستان د کرکټ ډېره ستاينه کړې او په حيرانتيا سره يې ويلي چې په ډېره لږ موده کې د افغانستان کرکټ ډېر پرمختګ کړى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولين او ځينې ملي لوبغاړي وايي چې په بريالي توګه د شپږيزې سياليو له بشپړېدو وروسته د يو شمېر نورو هېوادونو نړيوالو لوبغاړو  اړيکې ورسره  نيولې دي چې دوى هم غواړي راتلوونکو کلونو کې په دې سياليو کې ونډه واخلي.

په ټوليزه توګه په برياليتوب سره سږکال په لوړه کچه د شپږيزې  سره ترسره کول  د کرکټ ادارې مشرتابه او په ځانګړې توګه د شپږيزې د ټول ټيم د شپه او ورځ هلو ځلو پايله وه، چې په دې برخه کې د شپږيزې د مسوول عبدالهادي دريځ او د کورني کرکټ د مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي  نه ستړې کېدونکې هلې ځلې د ستايلو او يادولو وړ دي.

شپږيزه سيالي به په راتلوونکو کلونو کې نور هم پرمختګ وکړي، که خداى کول نور نړيوال لوبغاړي به هم ورته راشي او د هر کال په تېرېدو سره يې د مينه والو شمېره هم څو برابره زياتېږي، خو تر ټولو لويه ستونزه په کابل کې  له نړيوال معيار سره د برابر  لوبغالي نشتوالى  دى .

سږکال د شپږيزې سيالۍ په پاى کې شاوخوا اته زره مينه وال په لوبغالي کې دننه وو او همدومره نور مينه وال  له لوبغالي بهر منتظر وو او د ځاى د نشتوالي له امله ناهيلي بېرته  کورونو ته ستانه شول.

د افغانستان حکومت بايد د همدې اوسني لوبغالي په شاوخوا کې دولتي ځمکه د کرکټ په واک کې ورکړي، څو دا لوبغالى پراخه کړي او يا په بله سيمه کې ځمکه ورته ځانګړې کړي، ځکه چې کرکټ بورډ او مالي ملاتړ کوونکي ادارې وايي چې دوى په نړيوال معيار د لوبغالي جوړولو لپاره کافي بوديجه لري او دولت بايد ورته ځمکه په واک کې ورکړي.

کرکټ يواځنۍ لوبه ګڼل کيږي چې تراوسه يې هېواد ته ډېر وياړونه راوړي، هېوادوالو ته يې مينه او خوښي ورکړې او د ملي يووالي لپاره يې مهم رول لوبولى، نو حکومت ته په کار دي چې په هېواد کې د نورو ورزشي لوبو ترڅنګ دې لوبې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د يوه ښه لوبغالي لپاره ځمکه او نور امکانات ورته برابر کړي، ځکه چې ددې لوبې لوبغاړو د نړۍ په مشهورو لوبغالو کې د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ  رپانده کړى او د هېواد ملي سرود يې د نړيوالو تر غوږونو رسولى، چې دې لوبې ته پاملرنه او پرمختګ به دا وياړونه په کورني، سيمه ييزه او نړيواله کچه نور هم وځلوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

جاوېد هميم کاکړ د ننګرهار ولايت اوسېدونکى دى، په شرعياتو کې يې لوړې زدې کړې، خو له تېرو ٢٤ کلونو راهيسې د ژورنالېزم مسلک پر مخ بيايي، د پژواک اژانس د ولايتي خبريالانو مسوول ايډېټر دى، ددې ترڅنګ دافغانستان کرکټ بورډ مجلې (افغان کرکټ) مسوول مدير هم دى. تر دې مخکې يې ګڼ شمېر رسنيو سره دندې ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.