ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له هغه وروسته د خپل جنګ د دوام اعلان وکړ چې د دغې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې په نښه شو، تمه کیده تر دې وروسته چې د هغوی مشر ووژل شو طالبان به له جکړې لاس واخلي او له افغان حکومت سره به د سولې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړي، ځکه چې دا د طالبانو دويم مشر دى چې په پاکستان کې وژل کیږي د ملا عمر مړینه چې دوه کاله وروسته رسنیزه شوه هم داسې ویل کیږي چې په مرموز ډول د پاکستان حکومت له لوري وژل شوی نو طالبانو په پاکستان خپل باور له لاسه ورکړی او افغان سولې ته به زړه ښه کړي، خو طالبانو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دوی به د روانو حالاتو او بهرنیو ځواکونو په موجودیت سره سوله ونه کړي د هغوی په اعلامیه کې راغلي چې د دوى نوی مشر هبة  الله ده، سراج الدین حقاني او د ملاعمر زوى به د هبة الله مرستیالان وي.

له دې څخه دا په ډاګه کیږې چې  طالبان حاضر نه دي د سولې په خبرو کې ګډون وکړي خو دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د خپلو نړیوالو ملاتړو او ملګرو لکه امریکا او چین تر سخت فشار لاندې ده ځکه چې د څلور اړخیزو ناستو په څلورمه غونډه کې پاکستان ژمنه کړې وه چې طالبان به د مذاکراتو میز ته حاضره وي چې داسې ونه شول او د څلور اړخیزو خبرو اترو هم ډیر موده ځنډ وروسته بیا پنځمه غونډه چې د سفیرانو په کچه وه د پاکستان په هیواد کې تر سره شوه چې دتیرو ناستو په څیر د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسیده پاکستان بیا په دې ناسته کې ژمنه وکړه چې طالبان به دخبرو میز ته حاضروي او که چیرې هغوی له خبرو کولو څخه ډډه وکړي په وړاندې به یې پوځي اقدامات تر سره شي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي لکه څنګه چې د پاکستان له پخواني سیاست او کړو وړو څخه پوره پوهاوی لري په دې باور دي چې پاکستان به هیڅ کله هم دا کار ونه کړي چې د طالبانو په وړاندې دې پوځي عملیات تر سره کړي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې خبره ټینګار کوي چې د پاکستان هیواد هيڅکله دې ته چمتو نه ده ترڅو د وسله والو ډلو په وړاندې په پوځی اقدام لاس پورې کړي.

داسې اندیښنه موجوده وه چې که سراج الدین حقاني د طالبانو مشري پر غاړه واخلي نو دا به دهیواد امنیت ته ستر ګواښ وي، دا چې طالبانو ولې داکار ونه کړ دا به وروسته معلومه شي خو داسې ویل کیږي چې طالبان نه غواړي له دې تحریک څخه بغیر کسان د دې ډلې مشري پر غاړه واخلي، په تیرو څو کلونو کې د طالبانو ترڅنګ حقاني شبکه هم فعاله وه او د ډیر شمیر بریدونو پړه يې په یوازې توګه په غاړه اخیستله دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم د خپلو فعالیتونو او کړنو پړه په خپله اخیسته داسې ښکاري چې دا دوه بیلې ډلې دي نو په دې اساس سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر په توګه ونه ګومارل شو.

 مولوي هبة الله اخندزاده تر دې وړاندې د طالبانو قاضي القضات او بیا د پخواني مشر ملا محمد عمر د وفات تر اعلان وروسته د ملا اختر محمد منصور مرستیال ټاکل شوی و هغه د هیواد دننه  په مختلفو مدارسو کې دیني درسونه لوستي دي.

د روسانو د تیري پر مهال یې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره یو ځای په یوه جبهه کې، چې مشري یې د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال د سرپرستې شورا  مرستیال ملا محمد حسن اخند کوله ؛ د روسانو په مقابل کې وسله‌وال جهاد کړی.

مولوي هبة الله اخندزاده تنظیمي اړیکه د مرحوم مولوي محمد یونس خالص له اسلامي حزب سره لرله.

نوموړي د طالبانو د امارت پرمهال د نظامي محاکمو د عمومي ريیس په توګه دنده اجراء کړې، او  ۲۰۰۱ز  کال څخه وروسته چې د طالبانو  واکمني سقوط شوه  د طالبانو د نوي تشکیلاتو په ترڅ کې بیا هم د محاکمو عمومي ريیس وټاکل شو.

هغه د طالبانو د تحریک موسس  ملا محمد عمر تر مرګ وروسته د ملا اختر محمد منصور مرستیال وټاکل شو نن /چهارشنبه، غبرګولي ۵مه/ د طالبانو رهبري شورا د یوې غونډې په ترڅ کې نوموړی د طالبانو د نوي مشر په توګه غوره کړای شو.

  

په څلور اړخیزو خبرو اترو کې د طالبانو د ملا اختر محمد منصور د ډلې د نه ګډون له کبله، په دغو خبرو اترو کې د نورو ډلو د ګډون ارزښت ځکه زیات شوی، چې د طالبانو د نه ګډون له کبله دواړه پاکستان او افغان حکومت له ناکامۍ سره مخ شوي داچې څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ووژل شو او طالبانو د هغه د مرګ تر تائید پرله پسې د هبة الله په نامه یو تن د طالبانو د مشر په توګه سراج الدین حقاني او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی د مرستیالانو په توګه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړل داچې د طالبانو د ملا محمد رسول په مشري ډله به د افغان سولې په اړه څه دریځ غوره کړي ایا د ملا اختر محمد منصور په وژل کیدو سره به د دوى په دریځ کې کوم بدلون ښکاره شي او که نه ځکه چې طالبانو دنوې اعلامیې په خپرولو سره په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او جنګ یې خپله لاره اعلان کړې ده، طالبانو ټینګار کړی چې د دوی په شرطونو کې کوم بدلون نه ده راغلی او د بهرنیانو په وتلو یې یوځل بیا ټینګار کړی دى.

داچې د حزب اسلامي په تګلارې کې څومره بدلون رامنځته شوی کیدای شي داسې طالبان هم په خپله تګلاره کې بدلون رامنځته کړي، په قطر کې د طالبانو د سیاسې دفتر پرانیستلو دا جوته کړې چې طالبانو د پخوا په پرتله ډیر بدلون موندلی او د سولې په طرف یې میلان ډیر شوی، داچې د طالبانو هر نوی ټاکل شوی مشر ترڅو خپل افراد پرځان راټول کړي د ګرمو او احساساتي خبرو څخه کار اخلي چې دا اعلامیه هم د همدې کمپاین یوه برخه جوړوي.

داسې ګومان کیږي چې د پاکستان له لوري په طالبانو فشار راوستل به هم نتیجه ورنه کړي ځکه چې طالبان به په دې برخه کې له يو ډول سپکاوي سره مخ دي او هیڅکله به د پاکستان هیواد په مستقیمه اشاره خبرو ته چمتو نه شي، په کار ده تر څو هغوی ته هم د افغان دولت له لوری  د یوې ازادې ډلې په توګه د سولې خبروته بلنه ورکړل شي، په داسې حال کې که چیرې طالبان تر ډیر فشار لاندې راشې کیدای شي د پاکستان لمنه پریږدي او د افغانستان له نورو ګاونډیو هیوادونو څخه د خپل جنګ د دوام په موخه مرسته وغواړي چې ښه بیلګه یې په دې وروستیو کې د روسیې او طالبانو اړیکې دي، داچې د ملااختر محمد منصور له وژل کیدو وروسته د هغه د پاسپورټ عکسونه رسنیو ته په ګوتو ورغلل او په یاد پاسپورټ کې داسې ښکارېده چې ملا اختر محمد منصور دوه میاشتې وړاندې د ایران هیواد ته سفر کړی وو د همدې خبرې کره ثبوت کیدلای شي چې طالبان د پاکستان پرځای د نوي پټن ځای او ملاتړي په لټه کې دي، نو ښه به داوي چې له طالبانو سره هم د مستقیمو اړیکو نیولو هڅه وشي او د پاکستان له لوري خبرو کولو ته په زور حاضر نه شي .   

داچې له حزب اسلامي سره خبرې یوې پایلې ته ورسیږي او چمتو شوې مسوده د دواړو اړخونو له لوري لاسلیک شي ښایي د طالبانو د ملا محمد رسول ډله هم د سولې په وړاندې خپل شین څراغ ښکاره کړيو وړاندې تر دې چې طالبان د ملا اختر محمد منصور تر مرګ وروسته د هغه پرځای نوی کس وټاکي افغان حکومت له بیلا بیلو ادرسونو څخه په طالبانو غږ وکړي چې راشي او په خپله سیاسي مبارزه پیل وکړي او له جګړې څخه لاس واخلي چې طالبانو د حکومت په دې خبره غوږ ونه ګراوه او دا دى نن یې د یوې رسمې اعلامیې په خپرولو خپل نوی مشر هبة الله وګوماره. 

د سولې په وړاندې یو اساسي خنډ چې د هغه په اړه ډیرې اندیښنې موجودې وې هغه د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوره کې  د سولې عالي شورا رهبري او ترکیب وو په ځانګړي ډول د سولې عالي شورا په رهبري کې د استاد رباني ګومارنه لکه څنګه چې ډیری سیاستمدارانو ته د منلو وړ نه وه طالبانو هم د خبرو په وړاندې د هغه موجودیت یو ستر خنډ احساساوه، ځکه چې طالبانو د جمعیت ګوند مشر لستاد رباني سره ډیر کلونه جګړې کړې وې او هغوی نه غوښتل ترڅو د استاد رباني په موجودیت کې د سولې خبرته حاضر شي ، په دې وروستیو کې د سولې عالي شورا په راس کې د پیر سید احمد ګیلاني ګومارنه هم د سولې په ډګر کې یو مثبت ګام وو چې دادی یوه پایله یې له حزب اسلامي سره احتمالي سوله او تمه کیږي چې له طالبانو سره د خبرو له لارې یو جوړ جاړي ته ورسیږي، پیر سیداحمد ګیلاني نه له طالبانو او نه هم له حزب اسلامي سره به کورنیو جګړو کې ښکیل وو نو کیداى شي لکه څنګه چې له حزب اسلامي سره بریا ته ورسید له طالبانو سره هم په خبرو کې بریالی شي.   

په ټوليز ډول ويلی شو، چې د افغان حکومت په وسله‌والو مخالفینو کې په اوس وخت کې د حکومت په وړاندې اساسي خنډ د هبت الله په مشري ډله ګواښوونکې او د جګړې ډګر همدې ډلې ګرم ساتلی چې د ملا محمد عمر تر هغه وروسته د ملا اختر محمد منصور او اوس دا دی د هبة الله په مشري جګړې ته دوام ورکوي، امریکا هم د ملا اختر محمد منصور وژنه د سولې په وړاندې د یو ستر خنډ له منځه تلل وبلل او دایې زیاته کړې چې ملا اختر محمد منصور د څلور اړخیزو خبرو اترو په وړاندې ستر خنډ وو هغوی هیله څرګنده کړې چې د نوموړي په له منځه تلو سره د سولې لپاره هیلې نورې هم زیاتې شی، ولې بدبختانه د طالبانو نوی مشر هم د جګړې په دوام ټینګار کړی خو دا دی خوشبختانه د حزب اسلامي ډله وروسته له ډیرو خبرو اترو په دې وتوانیدله، ترڅو د سولې له عالي شورا سره یوځای د یو پنځه ویشت ماده ئیز پریکړه لیک په خپرولو سره توافق ته ورسیږي چې دا توافق به د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر لاسلیک وروسته ولسمشر اشرف غني لاسلیک او د پلی کیدو وړ به وګرځی.

که چیرې د طالبانو له ډلو سره د ګلبدین حکمتیار په څیر چلند وشي او هغوی د افغان حکومت له لوري په خپله د سولې خبرو اترو میز ته راجلب شواهد داسې ښيي چې کیدای شي طالبان هم خبرو کولو ته غاړه کیږدي، له حزب اسلامي سره د مسودې تر امضا وروسته به په ډاګه شي چې ایا طالبان لکه څنګه چې حکمتیار ورته ویلي ترڅو د سولې په پروسه کې ونډه واخلي او له جګړې لاس په سرشي، خو تر دې دمه ښکاره دریځ چې طالبانو د خپل نوي ګومارل شوي مشر په اعلانیدو سره سم څرګند کړي هغه د جګړې اعلان ده ، په دې وروستیو کې د ملا محمد رسول د نیول کیدو اوازې ډیرې شوې که چیرې دا خبره حقیقت وي نو دا خبره د دې ښکارندویي کوي چې پاکستان په رښتیا سره د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دی او هڅه کوي ترڅو د څلور اړخیزه غونډې پرېکړې ته ژمن پاتې شي چې ملا محمد رسول دخبر و میز ته حاضر کړي چې کیدای شي داسې په زور د خبرو اتر و میز ته حاضرول به بیاهم بې ګټې وي او د سولې خبرې بیا هم د کاغذ پرمخ ترسیم کیږي، ښه به دا وي د ملامحمدرسول په مشري او د نوي ګومارل شوي مولوي هبت الله په مشرۍ د طالبانو ډلې په مستقیم ډول د افغان حکومت له لوري د سولې خبروته راوبلل شي.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.