ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Nov 2015 - 17:44
author avatar
22 Nov 2015 - 17:44

څه باندې يوکال کيږي چې عبدالعلي محمدي د ولسمشر غني حقوقي مشاور دی،خو د هغه حقوقي پوهه صفر ده. بله ستونزه یې دا ده چې ملي ګټو ته ژمن انسان نه دی، د پسه په پوست کې لیوه ننوتی او ځان یې ولسمشر ته نږدې کړی او یا هم پر ولسمشر د حقوقي مشاور او حقوق پوه په نامه ور تپل شوی. اوس پوښتنه داده چې ښاغلی محمدي څنګه ولسمشر ته نږدې شو؟

د کمپاین په وختونو کې د عزیز رویش په نوم یو کس چې وروسته بیا د غوره استاد لقب هم خدای خبر د کومې وړتیا له مخې ورکړل شوی و، د هزاره وروڼو د روشنفکر قشر په نماینده ګۍ له ولسمشر غني سره يې د کمپاین په دفتر کې کار کاوه.  کله چې د تحول او تداوم د ټیم منشور لیکل کېده، د فارسي ژبې د ادبیاتو اصلاح یې عزیز رویش وکړه. د اصلاح په برخه کې د هغه وظیفه دا وه چې یواځې ژبني او ګرامري اصلاح په کې وکړي او له ځانه هېڅ هم باید اضافه نه کړي، خو عزیز رویش له موقع څخه په استفادې په منشور کې د کوچي-هزاره مسلې د هواري د برخې محتوا په خپله خوښه جوړه او هڅه يې وکړه چې ولسمشر له پښتنو سره مخامخ کړي. کله چې ولسمشر غني له دې کیسې خبریږي، نو په همغه وخت کې یې سرور دانش ته وویل، چې نور د دغه متعصب عزیز رویش مخ را باندې ونه ګورې او تاسو زما د حوصلې له تر ټولو وروستي حده ناسمه استفاده وکړه.

له همغې ورځې ده چې رویش د ولسمشر مخالفت کې يې پایڅې را بډ وهلې او تل یې د ولسمشر مخالفت کړی دی. په څو ورځې مخکې مظاهره کې یو مهم سرلاری هم عزیز رویش و او پر ارګ او د چارو ادارې پر انګړ د ورننوتو دسیسه او امر هم د عزیز رویش و. ددې ټولو کارونو، مظاهرو او ارګ ته د ننوتو یو هدف دا و چې له ولسمشر سره په شخصي مخالفت کې د هزاره ورونو له احساساتو څخه ناوړه ګټه واخلي او اوضاع دومره مختل او خرابه کړي چې همغه مظاهره د څو نورو مظاهره کوونکو په ټپي کیدو پای ته ورسېده.

په هر صورت کله چې رویش د ولسمشر له ټیم څخه د کمپاین په وخت کې وشړل شو نو د یوه سړي ضرورت و چې د ډاکټر غني په خوا کې د هزاره روشنفکر قشر په استازیتوب موجود وي. دې وخت کې همدا سړی چې عبدالعلي محمدي نومیږي را مخته شو او له خپل جسارت او سپین سترګۍ څخه په استفادې یې ولسمشر ته ځان دومره خوږ کړ، چې بلاخره یې ځان په ولسمشر باندې د ځینو نورو فشارونو په اچولو سره د غني د ولسمشر کیدو وروسته حقوقي سلاکار مقرر کړ.

د محمدې د حقوقي پوهي معلومات او د هغه د فساد اندازه ولسمشر ته هغه وخت معلومه شوه کله چې ولسمشر او محمدي دواړو په یو وخت کې څو میاشتې وړاندې چې د سترې محکمې د رییسانو لپاره ازموینه اخېستل کېده ګډون وکړ، د ازموینې د صحنې یو عیني شاهد وایي، چې محمدي یواځې د مکتوبونو، واردې او صادرې پوښتنې کولې او تر دې وړاندې یې د هیڅ ډول حقوقي پوښتنو وړتیا نه درلوده، کله چې ولسمشر د محمدې پوښتنې ولیدې، همغلته یې د ازموینې له صحنې وایست او په خپله یې ازموینه واخيسته. یعنې هېڅ حقوقي پوهه نه لري.
محمدي همدارنګه په یوه مکتوب کې د مالیې وزارت ته په خپل سر هدایت ورکړي و چې ټولو ادارو ته ووایي چې له ګاز ګروپ سره قرارداد وکړي. ګاز ګروپ هم د کابلبانک د غلو ده او په هغو پیسو دا سرمایه ګذاري شوې چې له کابلبانک څخه غلا شوې وې.

دوهمه کارنامه او د ولسمشر له اعتماده غلطه استفاده کول یې دا و چې د فروزي د ښارګوټي د قرارداد په مسله کې یې د ولسمشر په خلاف یو ستر خیانت وکړ . د ښارجوړونې له وزارت څخه یو مکتوب راغی او لیکلي یې و، چې له ولسمشر د فروزي د قصيې په اړه هدایت وغواړي. ولسمشر ورته هدایت ورکړی و چې حقوقي مشاور دې کتبي مشوره راته راکړي چې د قانون او نړیوالو منشورونو په رڼا کې وي چې ایا یو زنداني کس کولای شي پانګونه وکړي په داسي حال کې چې خپل قرضونه یې هم نه دي ادا کړي. محمدي تر کتبي مکتوب تیر شو او بس همداسې شفاهي ورغلی و او ولسمشر ته یې ویلي و چې سړی له بنده نه را خلاصوو، خو د پانګونې فرصت ورکوو او په دې کې هېڅ حقوقي او قانوني ستونزنشته. ولسمشر ورته ویلي و چې سمه ده، خو سمدستي دا کار مه کوئ زه باید له نړيوالو همکارانو او یو شمېر نورو کسانو او حقوقي قشر سره هم مشوره وکړم تر څو دا خبره یقیني شي چې دا کار حقوقي او قانوني ستونزې نه جوړوي. محمدي د ولسمشر د هدایاتو خلاف احمد ضیا مسعود او د ښار جوړونې وزارت ته ویلي و چې ولسمشر مې قانع کړی او تاسو کولای شئ چې فروزي را خلاص او قرار داد ورسره وکړئ.
په دې کېس کې د لومړنیو معلوماتو له مخې، شاوخوا اووه ميلیونه ډالره ښکته پورته شوي چې زمینه سازي او د ولسمشر له اعتماد نه غلطه استفاده او د هغه د هدایاتو خلاف اقدامات د همدې محمدي له خوا ترسره شوي. البته باید وویل شي چې تر دې د مخه ډاکټر عبدالله او ضیا مسعود هم ولسمشر ته د فروزي د خوشې کولو په اړه ویلي و. یعنې دا فساد د یوې منظمي کړۍ له خوا شوی او محمدي د همدې کړۍ تر ټولو عمده برخه ده ، ځکه هغه  د ولسمشر حقوقي مشاور و او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی و چې سړی خلاصوو نه ، خو پانګونه دې وکړي او دا قانوني ستونزه نه لري.

ددې ټولو فسادونو او خیانتونو له خبریدو وروسته ولسمشر غوښتل چې محمدي هماغه ورځ ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړي حتى مکتوب یې هم امضاء شوی و، خو له دې امله چې دا خلک یو ځل بیا د هزاره ولس له احساساتو څخه په دې موضوع کې د شخصي ګټو لپاره کار وانخلي او دې موضوع ته به قومي رنګ ورکړي، له خپلې پرېکړې تېر شو او دنده یې وځنډوله. ځینو سیاسي مغرضو کړیو اوس هم همدا هڅې روانې کړي چې دې فردي جرم ته قومي رنګ ورکړي او وښيي چې ګواکې له دوى سره قومي چلند کیږي او کله چې د ده دوسیه څارنوالۍ ته ځي نو وروسته به بیخي پسې ګوښه کیږي. په اطمینان سره ویلای شم چې محمدي به خپله ټوله هڅه وکړي چې د سپیناوي لپاره دې مسئلې ته قومي رنګ ورکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

نجیب الله خان، د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی دى، اوس کابل کې اوسیږي، د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لېسانس په کچه يې زده کړې دي ، د اقتصاد او ادارې په برخه کې دیپلوم لري، اوس مهال د لیډرشیپ او عامه ادارې په برخه کې ماسټري کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.