ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 Dec 2017 - 17:32
author avatar
25 Dec 2017 - 17:32

په دې لیکنه کې دا مساله د یوې ارواپوهنیزې هڅې په ترڅ کې څېیړو چې د بلخ پخوانی والي ولې دافغانستان د دولت پر وړاندې له ګواښه ډکه ژبه کاروي؟ د یو دولتي کارکونکي او د یوې سیاسي ډلې د غړي په توګه يې یوشمېر حیران او یو شمېر نور يې خپه کړي دي. د قانوني ولسمشر او د هغه د اجرايیه ريیس له فرمانونو څخه سرغړونه  او د مامور په توګه د هغوی په ضد پارونکې خبرې.

سیاسي سیالانو ته ګواښونه او د هغوی پر ضد له تاوتریخوالي ډکه ژبه لویه رواني او اخلاقي تشه ده. په دې اړه د زیګمونډ فرویډ او ژاک لکان په سیاسي ارواپوهنه کې تم کېږم چې د سیاسي مشرانو شخصیت د هغوی په کړو وړو، چلند، خبرو او پرېکړو کې څېړي. د فرویډ د ”ای ډي”  اصل په انسان کې د عقلي انرژۍ سرچینه ګڼل کېږي چې د ځواک د ترلاسه کولو یا ځواک باندې له پاتې کېدو، کنټرول، فزیکي تېری یا هم د جنسي روږدیدنې په څېر اعمالو څخه خوند اخیستل يې دنده ده. د ژاک لکان” خیالي ”  اصل راښيي چې یو څوک څنګه د ځواکپالنې او کنټرول لپاره پراخې هڅې کوي او ځان ورته وړ ښکاري خو په حقیقت کې د خیالونو په یوه نړۍ کې وي چې هیڅکله نه رښتیا کېږي.

”ایګو”  د انساني طبیعت او چاپیریال ترمنځ د درېیمګړي په توګه د پرېکړو هغه سرچینه ده چې د انسان پر پاتې وجود حکومت کوي، د انسان شخصیت کنټرولوي،  منظموي، او دا برخه د حقایقو او نورمالو کړنو سرچینه ده.

”سپر ایګو”  قضايي برخه ده، ددې لپاره چې د دويمې برخې ”ایګو” فعالیتونه سمبال او  ترلاسه کړل شي د حقایقو تر ادارې لاندې هڅې بریالۍ کوي.  دا د اخلاقو یا تلن لارې سرچینه ده.

د فرویډ او لکان په نظریو کې کله چې ”ایګو”  او ”سپر ایګو”  د انسان په دماغو کې فعالیت کم کړي نو د “ای ډي”  برخه فعاله شي  او  ” لاشعور” پرې واکمن شي، دغه حالت ددې خطر لري چې هغه په نه جبرانېدونکو اعمالو لاس پورې کړي.

دا اروا پوهنیزه ازموینه د سیاسي مشرانو د شخصیت دشخصي، ټولنیزو او سیاسي پرمختګونو په برخو کې د هغو معلوماتو له مخې څېړي چې له ماشومتوبه پاتې وي. دې څېړنې ته سایکو بیوګرافي هم وايي. داسې څېړنو ته ارواشنونکي هغه وخت پام اړوي چې د یو سیاسي مشر غیرمعمولي اعمال په پرله پسې توګه په ډیریدو شي.

د عطا محمد نور له خوا د افغان دولت اجرايیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د غاښونو د ماتولو ګواښ موږ ته په ډاګه ښيي چې د ښاغلي نور رواني حالت د اندېښنې وړ دی. په داسې حال کې چې ښاغلی عبدالله د جمعیت اسلامي ډلې فعال غړی او په دولت کې د جمعیت استازیتوب کوي چې د دولتي او تنظیمي کارکونکي په توګه د ښاغلي نور کاري امر دی.

د یو سیاستوال لپاره مهمه ده چې په ټولنیزه ارواپوهنه وپوهیږي چې د سیاسي فعالیتونو لپاره په ټولنه کې د لارښود لامل ګرځي او هغه کولای شي چې نیوکې واوري، او خپلو نیمګړتیاوو ته پام واړوي، او خپل احساسات کنټرول کړي. د بېلګې په توګه، له دې مخکې د اصف مهمند په نامه د بلخ د ولایتي شورا د غړي پر وړاندې چلند او داسې نور.

د افغانستان د متحدینو پر وړاندې

د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او اجرايیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله پر ضد د عطامحمد نور له مخالفته ډک دریځ او سرغړونه ښايي د ګرد افغان دولت او په افغانستان کې مېشتې نړیوالې ټولنې پر وړاندې درېدل وګڼل شي.

له دې وړاندې په ۲۰۰۴ کال کې هغه وخت  ښاغلی نور د مرکزي ادارې پر ضد دریځ کې څرګند شو چې د بلخ پخوانی امنیه قوماندان جنرال محمد اکرم خاکریزوال يې په خپل استوګنځي کې نږدې دوه اوونۍ کلابند کړ چې د مرکزي ادارې کنټرول په مزار شریف کې محدود کړی شي. خو له دې سره سره دى د ولایت په څوکۍ هماغسې پاتې شو، د دې لپاره چې هغه وخت د جمعیت اسلامي مهموغړيو د حامد کرزي په دولت کې د لویو امنیتي او ملکي چارو مسوولیت پر غاړه درلوده.

بهرنی ملاتړ

په ۲۰۱۲ کال کې عطامحمد نور په مزارشریف کې د ابومسلم خراساني واټ د هغو ایراني ډيپلوماټانو په نوم کړ چې په مزارشریف کې د طالبانو له خوا وژل شوي وو. په دې توګه يې هڅه وکړه چې لږ ترلږه د ځان لپاره یو بهرنی ملاتړی پیدا کړي، هغه هم داسې ملاتړی چې د افغانستان له نورو متحدینو سره اختلافات لري.

بالقوه ننګونې:

عطامحمد نور که په بلخ ولایت کې څومره د کنټرول خبرې کوي هومره مخالفتونه هم لري، دده د ایتلاف ملګري جنرال دوستم او محمد محقیق به ظاهرا دده ملاتړ کوي خو په تېرو وختونو کې ددوی ترمنځ وسله والې جګړې شوې دي چې په لسګونو کسان په کې وژل شوي دي چې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیل زاد او د حامد کرزي په مشرۍ د پخواني دولت لومړي مرستیال قسیم فهیم د منځګړیتوب له امله جنرال دوستم اړ شو چې مزار شریف پرېږدي. خپله د جمعیت د ډلې یو شمېر غړو لکه امرالله صالح وار له مخه د عطامحمد نور د دریځ پر وړاندې د اجرایيه ريیس ملاتړ کړی دی.

د بلخ ولایت په څوکۍ باندې ټینګار او د ولسمشر او اجرايیه ریيس پرضد درېدل نه یوازې د عطامحمد نور راتلونکي ته زیان رسولی شي، بلکې د جمعیت اسلامي د ډلې د ټوټه کېدو لامل ګرځي چې وار له مخه د یو منلي مشر له کړکیچ سره مخ ده.

له بلې خوا جمعه خان همدرد او اخترمحمد ابراهیم خېل چې د بلخ په څو ولسوالیو کې پراخ ملاتړ لري ښاغلي نور ته ننګونې جوړولی شي. د شاهین قول اردو  او بهرني ځواکونه چې په مزارشریف کې پراته دي.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

حنان حبیبزي، په مزارشریف کې د نړیوالو رسنیو لپاره څو کاله پر له پسې کار کړی او د بلخ حالات يې له نږدې څارلي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.