ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
19 Nov 2017 - 17:35
author avatar
19 Nov 2017 - 17:35

غرب سره زموږ مینه او کرکه مساوي ده. موږ چې کله له غربي نړۍ سره اشنا شو نو هغوی د رنسانس، روشنګرۍ، رشنلیزم، صنعتي انقلاب او ماډرنیزم دورې تېرې کړې وې او هره دوره یې لسګونه کاله اوږده وه. داسې غرب چې هیڅ شی يې زموږ په څېر نه و، علم، فرهنګ او صنعت یې بیخي بدل و، نو له داسې غرب سره زموږ پخوانیو پاچاهانو هغه شان مقابله چې له هندیانو او ایرانیانو سره یې کوله نشوای کولی نو یوازې انګریزانو زموږ په سیمه کې لسګونه کاله په زور او جبر حکومت وکړ او حتا اخر کې یې سره ووېشلو.

زموږ سیاسي نخبه ګان له هغه پيله دغه پرمختګ ته متوجه شول، لکه سید جمال الدین افغان او امیر شېرعلي خان او نور پاچاهان په دې فکر کې شول چې تر څو غربي تخنیک او علم زده نه کړو له غرب سره سیالي نشو کولی، بس له هغه وخته په یو او بل شکل غربي تخنیک ته تمایل زیات شو او کله چې غربي تخنیک راغی نو ورسره غربي فکر او بیوروکراسي او د مشروطیت غوښتنې فکر هم راغی او قوانینو کې هم تغییرات راغلل او د امان الله خان وخت کې غرب او مډرنیزم ته تمایل بیخي اوج ته ورسید، ځکه له وسلو نیولې تر مخابرې او تخنیک پورې هر څه غربي نه راتلل او مسلمانو او شرقي هېوادونو هیڅ ماشینري نه لرله، نو اکثره اسلامي او شرقي هېوادونو د پرمختګ یوازینۍ لار هغه ګڼله چې غرب یا اروپا پرې روانه وه، خو موږ چیرته او هغوی چیرته. بیخي سره د مقایسې نه و. خو دلته غربي کلچر او پرمختګ ته په ښه سترګه کتل کېدل او حتا زموږ ملایانو به کابل کې لاندې پتلون اغوستو او پاس به یې پګړۍ پر سروله ورځپاڼې، ګوندونه، موټرې او کتابونه له غرب را روان و.

بیا داسې وخت راغی چې دلته مارکسیستي ګوندونه پیدا شول او هغوی موږ ته د غرب بله څېره یعنې استثمار او انسان سره د هغوی ظلمونه راوښودل او دغسې ورو ورو غرب سره زموږ کرکه زیاته شوه، ځکه هغه وخت د شوروي تر تاثیر لاندې په ټوله نړۍ کې د غربي ضد یو حرکت شروع شو او د درېیمې نړۍ د وروسته پاتې والي اصلي لامل غرب ګڼل کېده، خو کله چې اسلامي او تنظیمي حکومت راغی دا کرکه بیخي اوج ته ورسېده ځکه د اخوان المسلمین فکري مکتب سره له دې چې د غرب په مټو دلته واک ته ورسېد خو له فکري پلوه غرب سره جوړ نه و او دلته هغه غرب چې پخوا د پرمختګ، تخنیک او علم مرکز ګڼل کېده دوی راته د فحشا، ظلم، وحشت او کفر د مرکز په توګه معرفي کاوه او دا ادبیات اوس هم ښه په کش کې روان دي.

اوس زموږ کرکه او مینه غرب سره مساوي روانه ده، موږ غرب کې ژوند غواړو، د غرب وسلې، تخنیک او علم مهم ګڼو او هر یو هیله لري چې زامن یې هلته تعلیم وکړي، د غربیانو په څېر تشنابونه او حمامونه مو کورونو کې جوړ کړي دي، بازار کې غربي پيزه او برګر خورو حتا د غرب پیپسي او فانتا په خوند څکو، موبایل او فیس بوک یې استعمالوو، په غربي موسساتو کې کار کوو او ډالري معاشونه یې اخلو، خو تر څنګ یې بیا هم غرب بد ګڼو او دلته چې ښځه او مېړه هم جنګ وکړي پړه یې په امریکا، انګریز او اسرائیل اچوو.

موږ بیخي زړه نازړه یوو، زموږ هر سیاستوال، ملا او عامي کوښښ کوي د غرب منفي اړخونه خلکو ته ښکاره کړي، هر یو کوښښ کوو چې دلته د هوا د ککړتیا، د ناروغیو، حتا د طبیعي پيښو او زلزلو پړه په غرب اچوو او فکر کوو چې دوی دلته ازموینې کوي ځکه زلزله وشوه، موږ بیخي ګنګس یوو، غرب ته بیخي د یو ګناهکار انسان په سترګه ګورو چې ټول خویونه یې د شیطان دي او هیڅ مثبت ټکی نه لري، مثلا موږ د غرب په اړه دا نه وایو چې هلته انسان څومره ازادي لري، انسان ته څومره اسانتیاوې برابرې دي، تبعیض نشته، قانونیت په کې دی او داسې فرصتونه په کې شته چې د چا قوم، ژبې او جنس ته له کتو پرته په کې هر تکړه سړی پرمختګ کولی شي، خو دا موږ نه وینو او چې هلته څوک په چکر هم لاړ شي هلته د تعلیمي ادارو او کارخانو باره کې خبره راته نه کوي، د مذهبي زغم په اړه راته څه نه وايي، بلکې دوی هلته نه ځي، دوی هلته ډیسکوګانو ته ځي بیا دلته راته وايي هلته داسې فحاشي ده، دوی هلته د ریډ لیټ بازار ته ځي بیا وايي هلته انسان او ښځه خرڅیږي، دوی هلته په سړکونو کوم نیم پوډري وینې وایي هلته خلک په نشو تماشو کې غرق دي.

دا ډول ادبیات او دلته غرب سره داسې کرکه ایجادول چې په واقعیت نه وي ولاړه او یا یې یوازې منفي اړخونه خلکو ته ښکاروو زه نه پوهېږم دې سره زموږ ټولنې ته څه ګټه رسېږي. نن اسلامي هېوادونه له سعودي نیولې د خلیج تر هېوادونو پورې هر یو کوښښ کوي غربي علم او تخنیک نه ګټه واخلي او خپلو هېوادونو کې یې د غرب د راکشولو لپاره لوکس هوټلونه جوړ کړي چې د هغوی خلک او پیسې ورته راماتې شي، لوی لوی لوبغالي یې جوړ کړي چې هلته د فوټبال او کرکټ لوبې وشي، خو موږ برعکس ټوله ورځ لګیا یوو د غربي نړۍ بدي راسپړو. دغه کرکه د ګټې په ځای ځکه تاوان راته کوي چې له موږ نه خپل کارونه پاتې دي ټول وخت د نورو د بدویو په شمېرلو تېروو او دا کرکه او نفرت حتا خپلو ماشومانو ته هم ور انتقالوو. هغه انرژي چې د غرب سره په کرکې لګوو، هغه که خپلو کې په اتحاد او اتفاق ولګوو، یا یې په هغو رازونو په پوهېدو ولګوو چې غرب ولې غرب شو او موږ ولې داسې شاته پاتې یوو ممکن دغه ډول انتقادي فکر زموږ ځوانانو ته نوې پوښتنې پیدا کړي او د کرکې او تعصب په ځای داسې علمي لارې انتخاب کړي چې د ځان او وطن په ګټه یې تمامې شي. موږ ولې دا منفي راویتونو پورې ځان محدودو او هر څه ته له خپلو ایډیالوژیکو او غرب ستیزه عینکو ګورو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 6

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

خوشال خليل د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او خپلواک ورځپاڼه ليکونکى دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.