ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Feb 2017 - 10:18
author avatar
22 Feb 2017 - 10:18

لنډیز: 

غصب او د ځمکو غیر قانوني نیونه په افغانستان کې د هغو اساسي ستونزو له جملې څخه مهمه او بنسټيزه ستونزه ده چې د ښاري منظمو پلانونو د تطبیق پر وړاندې يې خنډونه رامنځته کړي دي، په ښارونو کې د نفوسو بې کچې زیاتوالی او له  کليوالي سیمو څخه ښار کې د خلکو داستوګنې غوره کول هغه څه دي چې له روانو ناامنيو څخه سرچينه اخلي او همدا لړۍ که همداسې روانه وي نو دنفوسو زيات تراکم به ددې سبب شي چې دښاري اوسيدنې کلتور به نور هم زیانمن او دمعياري سرپناه په برابرولو کې دولت پاتې راشي.

له بلې خوا په کور دننه او بیروني مهاجرتونه هم ددې سبب شول چې  د غصب پديده غښتلې کړي هغوى چې بې کوره شوي ملکیتونه يې دنورو  غاصبو او زورواک لخوا غصب شوي او هغوى چې ښار ته راګډه شوي دنورو ځمکو د غصب لامل ګرځیدلي او د بې پلانه سرپناه په غوره کولو سره يې داصلاحاتو مخه ډب کړې ده.

مستحق او بې سرپناه وګړي چې لا هم د اوسیدنې ځای نه لري حقوق يې د زور واکو، د ځمکې د مافیا او  د هغو چارواکو لخوا تر پښو لاندې شوي چې په واک او یاهم دهمدې خلکو د استازیتوب دعوه لري.

په هېواد کې روانو تحمیلي جګړو تاثیرات په غصب کې دپام وړ دي د زر او زور خاوندان او د غیر مسوولو وسلوالو ډلې ټپلې د غاصبینو مهمه برخه جوړوي او همدغه ډلې ټپلې چې له قانون څخه معافیت کتلور يې په لاس کې نیولی د ټولو بنسټيزو خدمتونو او اصلاحاتو د پلي کوونکو پروګرامونو پر وړاندې خنډ او ځنډ سبب شوي.

که حکومت په یوې غښتلې او عملي ارادې سره د غصب دلړۍ د مخنيوي، د استوګنې د برابرولو دعدلانه وېش، دځمکو دملکیت دقانونۍ سندونو او الکترونیکي سیستم را منځته کولو او په ټوله کې په قوانینو کې د ۲۱ پيړۍ له غوښتنې سره سم تغیرات رامنځته نه کړي نو   دې سترې معضلې ته د پای ټکی نه ايښودل کیږي.

خلکو ته دخدمتونو عرضه کوونکو ادراو او دښاري پراختیا په اړه ذیدخله ارګانونه او ادارې که خپل ټول فعالیتونه  ديوې درستې همغږۍ په رامنځته کولو، او دخدمت کولو او مسوولیت منلو اصل پر بنیاد د بنسيټزو موخو او لومړیتوبونو په پيژندلو سره تنظیم او دښاريانو  مشورې په کې دخیلې شي نو له شک پرته د منظم ښاري چاپيريال د رامنځته کولو سر بېره په ښاري ژوند کې  د پرمختللو ښارونو جوګه کیدای شو.

سریزه:

په افغانستان کې د غصب موضوع که څه هم مهمه او د وخت اړتیا ده خو دې موضوع د څيړنې او پلټنې لپاره په هغه شان چې لازمه ده کار نه دی شوی او له بلې لخوا دملکیت دحقوقو په اړه  تر ډیره بریده په شته نافذه قوانینو کې هم یو لړ ستونزې او مشکلات شتون لري چې په خپل ځای کې به پرې بحث وشي.

د ښار او کور جوړولو وزارت د ښاري څیړنو او وړتيا لوړولو مرکز د مهمو هدفونو څخه يو داهم دي ترڅو په ښاري برخو او داسې نورو اړونده برخو کې چې ورته اړین ضرورت ليدل کیږی څيړنه او تحقیقات ترسره کړي ترڅو دهمدې موندنو له لارې موږ په دې وتوانیږو چې په یادو برخو کې خپل معلومات په لیکلي ډول راټول او خپل ژور لیدونه او اندونه هم ديوې ضمیمې له لارې  له پالیسي جوړونکو سره شریک شي، تر څو په راتلونکو قوانینو کې قانون جوړونکي دې ته متوجه شي چې دا نیمګړتیاوې حل او دموجوده شرایطو او حالاتو په نظر کې نیولو سره داسې عملي طرحې وړاندیز کړي ترڅو له بیروکراسي پرته د ملکیت د حقوقو په اړه خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدارنګه لیدل کیږي چې د ملکیت د حقوقو پروړاندې او په تیره بیا ددولتي ملکیتونو په اړه په بې رحمۍ سره په مرکز او ولایتونو کې دځينو غاصبو، واکمنو،زور دارو ، زر دارو او ان  د عامو خلکو لخوا هم په ډيری برخو کې د دولتي ځمکو دنیولو لړۍ ښه اوج ته رسیدلې ده او دې چارې په هېواد کې له وروستیو  تحولاتو سره نور هم زور اخيستی.

که په هېواد کې مو د قانون جوړونې پړاونه او د قانون پلي کوونکي ارګانونه د مسلکیتوب په موخه مخ په وده روان دي دا ډول قانون ماتوونکي اشخاص هم په ډيرې نیرنګۍ سره هڅه کوي چې دولتي او نا دولتي اموال په خپل ملکیت کې را ونغاړي او دا اشخاص متاسفانه نن په دولتي ادارو او ان  په هغو ځایونو کې پراخ لاس رسی لري کوم ځای کې چې د همدوي پروړاندې مبارزه کیږي او ياهم دا ډول مهم اسناد ساتل کیږي.

دولتي مافیا او د ځمکو غاصبین په سستماتیک ډول په هغو ادارو کې د خپلې خوښې کسان ګوماري چې لا نور هم د قانوني مراحلو له لارې هم خپلو نیونو ته زور ورکړي.

له بلې خوا په هېواد کې د روانې نا امنۍ تر شا د نورو دلایلو ترڅنګ همدا د ځمکې مافیا هم لوی لاس لري ترڅو دحکومت پام په بل مسیر بوخت وساتي او دوى په کې اوبه خړې او ماهیان ونیسي.

که چیرته وضعیت په دې ډول سره دوام ومومي نور لرې نه ده چې داسې کومه ځمکه په ښار او شاوخوا ولایتونو کې پیدا نه شي چې عامه المنفعه پروژه په کې پلې شي ځکه په ټولو ستراتیژیکو نقطو کې دځمکې مافیا خپلې قوي ريښې خښې کړي او له دوى څخه دا اخيستل شوی ثروت يوه قوي اراده غواړي.

د اوس لپاره که په دې هم کار وشي او دا به غټه لاسته راوړنه وي چې دولتي املاک د منظمو حقوقي سیستمونو له مخې د دولت په واک کې خوندي وساتل شي ترڅو شته فرصتونه له لاسه ورنه کړو.

متن:

غصب په لغت کې په نا قانونه ډول د جبر له لارې نيولو او تر لاسه کولو ته وايي، په اصطلاح کې د زور او فرېب له لارې په نامشروع ډول  د نورو اشخاصو د حق او يا هم حقه حقونو تر لاسه کولو ته ويل کېږي، په چل او دوکه سره په  خپل ملکيت کې د نورو خلکو د ملکيتونو راوستل هم غصب دى.

غصب درې ارکان لري چې غاصب، غصب شوی مال مغصوب او د غصب شوي شي مالک مغصوب منه

د خانه ازادي افغانستان په نامه یو څېړنیز مرکز څه وخت مخکې په ډاګه کړه چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په هېواد کې نېږدې دوه میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې ده.د دوى په وينا،د ملي شورا ځینې غړي، د امنیتی ارګانونو کارکوونکي، دولتي لوړ پوړي چارواکي، د جهادي تنظیمونو مشران، پخواني قوماندانان او سیمه ییز زورواکي هغه کسان دي چې د ځمکو په غصب کې لاس لري او  دا سروې په ۱۸ ولایتونو کې په درې مياشتو کې ترسره شوې ده. دوى وايي په ۱۸ ولایتونو کې يو ميليون، نهه سوه او دوه څلويښت زره جريبه ځمکه غصب شوې ده.” دوى د ځینو نورو منابعو په استناد ویلي دي په ۳۴ ولایتونو کې يو ميليون دوه سوه او اووه نوي زره جریبه ځمکه غصب شوې ده

په دې جمله کې نهه سوه او شپږ اتیا زره او څلور سوه درې دېرش جریبه، د پنځه لس زره او اته سوه، یو شپیتو کسانو له خوا غصب شوې ده او  پر دغو غصب شویو ځمکو اکثره ښارګوټي، مارکیټونه، سرایونه، لوړې ودانۍ، باغونه او کورونه جوړ شوي دي. تراوسه په ټول هېواد کې ۳۵۵ ښارګوټي جوړشوي چې ډېری یې بې پلانه او په غصب شوو ځمکو ولاړ دي. دې مسالې د هېواد اقتصاد ته، شاوخوا ۲۲ میلیارده ډالره زیان رسولی دي.

همدارنګه دخانه ازادي د څيړنو له مخې،په افغانستان کې۹۸۶۳۳۴ جریبه ځمکه د۱۵۸۳۱ تنو لخوا،۲۶۲۵۳۷ جریب ځمکه د ۳۵۵ ښارګوټو مالکانو لخوا او ۳۰۸۲۹ جریبه ځمکه ۱۳۹ دولتي چارواکو لخوا غصب شوې ده.

همدارنګه د فساد پروړاندې د څارنې او ارزونې دګډې کمیټې د راپور پربنياد هم تراوسه ۱،۲ میلیون دولتي ځمکه چې غصب شوې ده دوى په ځینو ولایتونو کې مثالونه وړاندې کړي لکه په ننګرهار ولایت کې ۱۲۳ ښارګوټي او غیر پلاني سيمې غصب سره لومړی مقام کې په بلخ کې ۷۱ په کابل کې ۲۳ ښارګوټو په غصب سره دویم او درېیم مقام لري.

همدارنګه د راپورونو له مخې، محاکم په هېواد کې هم دفساد په ځالو بدل شوي دي او تر ډيره بريده يې غصب شوو ځمکو ته قانوني اسناد دهمدې محاکمو دفساد له امله جوړ شوي او قباله شوي دي.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې له موقتي ادارې څخه تراوسه پورې يو فیصد ځمکه سروې شوې ده دا په داسې حال کې ده چې پخوانيو حکومتونو کې ۳۳ فیصده ځمکه سروې شوې ده چې ټوله ۳۴ سلنه کیږي او دا په خپل ذات کې دولتي ځمکو غصب ته لار هواروي.

د ځمکو دتنظیم اداره(اراضی)  د ريیس جواد پيکان په وينا، چې یوميلیون او ۳۰۰ زره غصب شوې ځمکې، ۱۵۸۳۱ غاصبینو لیست او ۳۵۵ ښارګوټو لیست چې ډير يې په دولتي ځمکو جوړ شوي ولسمشر ته سپارلي دي.

څه موده دمخه په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې يونما(UNMA)مرستیال مارک بودین  يوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و چې پخوا ۶۰ په سلو کې د نوي کابل پروژې  ځمکې دولتي وې چې اوس دا رقم ۲۵ سلنو ته راټیټ شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې په وروستیو کلونو کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوران کې د غصب ګراف پورته شوی او دا ځمکې تر ډيره په کابل، هرات، بلخ،  کندهار، ننګرهار، کندوز، کاپیسا، بغلان، تخار، نیمروز، خوست، لوګر او غزني ولایتونو کې غصب شوې دي.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې په نورستان، پکتيکا،پنچشیر، دایکندي او غور ولایتونو کې چې ځمکې کمې دي کم غصب شوی دی.

غیرقانوني ښارګوټي:

په راپور کې ویل شوي چې په ټول هېواد کې قانوني او غیر قانوني ۳۵۵ ښارګوټي شتون لري چې په دې کې ۲۷۰ زره جریبه ځمکه د ښارګوټو مالکانو غصب کړې ده، همدارنګه یوازې په کابل کې ۱۰۰ ښارګوټي جوړ شوي چې یوازې ۱۸ يې قانوني او نور يې غیر قانوني دي همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۰۰ زره جریبه زياته ځمکه د صنعتي پارکونو، ۱۰۰۰۰ زره جریبه د ښوونکو ښارګوټو او ۱۰۰۰۰ زره جریبه ځمکه د مهاجرینو دښارګوټو د زور مندانو لخوا غصب شوې.

په راپور کې ویل شوي چې په تېرو څو کلونو کې داسې کومه سيمه او ځمکه نه ده پاتې چې غصب په کې نه وي شوی.

او تر ټولو خواشینونکې خو داده چې زور واکو او دځمکې مافيا ان  دجوماتونو،ښوونځيو،وړکتونونو،مقدسو ځایونو، پارکونو،شنو ساحو او سینماګانو ځایونه هم غصب کړي دي.

 دغصب په اړه دالهي شريعت او مدني قانون احکام

رسول الله ص په يو حدیث شریف کې فرمايلي دي:

مَنْ خانَ جارَهُ شِبْراً مِنَ الارْضِ جَعَلَهُ اللَّهُ طَوْقاً فی عُنُقِهِ مِنْ تُخُومِ الْارْضِ السَّابِعَةِ، حَتَّی یَلْقَی اللَّهَ یَوْمَ الْقِیامَةِ مُطَوَّقاً، الَّا انْ یَتوُبَ وَ یَرْجِعَ؛ 

ژباړه: که څوک د چا يوه لویشت ځمکه غصب کړي نو الله ج به یې همدا ځمکه د۷ ځمکو لاندې په غاړه کې ور واچوي ترهغې چې الله ج سره دقیامت په ورځ مخ شي او په غاړه کې به یې ځمکه پرته وي مګر داچې توبه وباسي او خپل مالک ته يې ځمکه وسپاري

                                                                                           دمدني قانون ۷۶۵ ماده غصبوونکی دهغه څه چې په بیرته ورکولو مکلف دی چې  څه يې غصب کړي دي. که دغصب په اثر ضرر ورسید غصبونکی دغصب په ځای کې د عین غصب شوي مال په بیرته ورکولو او دضرر په تعویض مکلف دی.

همدارنګه که په غصب شوې ځمکه باندې ودانۍ اباده کړي حکم یې دمدني ۷۶۹ مادې له مخې داسی دی( که غصبونکی په عقار کې بنا اباده کړي وي او يایې ونې په کې کرلي وي مالک کولی شي چې ونې او بنا ونړوي)

د جزا قانون ۲۷۹ ماده (كه چېرې دعامـه خـدمتونو موظـف د خپـل وظيفـوي صلاحيت څخه په ګټې اخيستنې منقول اوياغيـرمنقـول مال له مالك څخه په زور واخلي ياد حق څخه پرتـه پـه هغه كې مالكانه تصرف وكړي، پرهغه حـبس برسـېره چـې لـه دوه كلونو زيات وي اونغدي جزا چـې لـه څلورويشـت زره افغـانيو زياتـه نـه وي،دمسـلك څخـه د طـرديـاد وظيفې څخه دانفصال اودغصب شوي شي يـادهغـه د قيمت په وركـړه كـه چېـرې عـين شـى موجـودنـه وي، محكومېږي.

همدارنګه دځمکو دغاصبینو په اړه نوى قانون هم تصویب شوی چې په کې سترو غاصبینو ته تر پنځو کلونوپورې او کوچنیو  غاصبینو ته چې د سرپناه لپاره يې ځمکه غصب کړي وي ترحم په کې شته.

دا قانون په خپل ذات کې ډيرې نیمګړتياوې لري چې باید له سره پرې بیا کتنه وشي

دوه کاله دمخه دحکومت په کړنو څارونکي کمېسیون چې د دولتي ځمکو په اړه يې کوم راپور خپور کړ په هغه کې ۱۵۳۰۰ نفرو نومونه چې تقریبا څه دپاسه ۱۵۰ ميليونه جریبه ځمکه يې غصب کړې وه هم دکاغذ پرمخ پاتی شول.

پایله:

داچې غصب په ننني وخت کې يوه توده او خطرناکه موضوع ده نو دحل لپاره يې لاندې وړاندیزونه لرو

   وړاندیزونه:

1.      تر هرڅه لومړی د ځمکې دمافیا او غاصبینو  له نفوذڅخه هغه دستګاوې پاکول چې دځمکو دتصفيه کولو او څيړلو او ورته لاس رسي  دنده لري .

2.      د ځمکي دملکیت، راجستر،ثبت او قبالو ویش په اړه د موازي ادارو ختمول او واحد مرکزیت او مسولې ادارې  اراضي ته انتقالول .

3.      د ځمکو غاصبین دقیق لیست جوړول او د رسنیو له لارې عام ولس ته په ډاګه کول.

4.      د ځمکو د بیرته استرداد او اصلي مالک ته دسپارلو لپاره د یوې باصلاحیته ځانګړې محکمې جوړول.

5.      د ځمکې غاصبین ممنوع الخروج اعلانول .

6.      دځمکې دثبت او ملکیت لپاره دالکترونکي قبالو او سندونو لړۍ پيلول.

7.      د ځمکو د غاصبینو لپاره په جزاګانو کې شدت رامنځته کول او قانون پرې پلی کول.

8.      د دولتي ځمکو او شخصي ملکیت دساتنې او حفاظت لپاره منظم دثبت او دیتابیس سیستمونه رامنځته کول.

9.      د ښاري پلانونو دتطبیق پرمهال دغاصبینو پر وړاندې جدي عکس العملونه ښودل او دقانون منګولو ته سپارل.

10. دامنیتي ارګانونو او په ځانګړي ډول هغوى چې د قانون د پلي کولو مسوولیت لري غاصبین د قانون منګولو ته سپارل او معافیت کلتور پای ته رسول.

11. د ځمکو راجستر او قبالو موضوع د محاکمو او عدلي ارګانونو پرځای اراضي ادارې ته ورکول.

12. د ځمکو دمعلومولو او ثبت لپاره منظم او معاصرو غوښتنو سره سم بشپړ دیتابیس جوړول.

13. د معلوماتو دراټولولو او ځمکو دمعلومولو لپاره  منظم GPRS سیستم رامنځته کول.

14. د ځمکو پورې اړونده ټولو قوانینو کې جدي اصلاحات رامنځته کول.

 

ماخذونه:

  1. http://wikifeqh.ir/%D8%BA%D8%B5%D8%A8
  2. د افغانستان مدني قانون
  3. د خانه ازادي افغانستان په نامه یو څېړنیز مرکز  راپور.یکشنبه ۱۳۹۴ کال دحوت ۲ مه
  4. راپور کمیته مستقل مشترک نظارت و ارزیابی مبارزه با فساد اداری
  5. اراضی د افغانستان دځمکو دملاتړ اداره
  6. http://www.bbc.com

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 18

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ادم خان سيرت د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته د چارو په اداره کې د ولسمشر داحکامو او فرمانونو د څارنې برخې کارشناس او بيا وروسته د ميدان وردګو ولايت د والي مطبوعاتي سلاکار، وياند او د دفتر رييس او اطلاعاتو فرهنګ سرپرست ريس، د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې د دارالانشارياست اجرايوي مدير او ‌ سلاکار پاتی شوی دی چې اوسمهال د ملي ثبات د ټولنې مرستيال په توګه مدني فعاليتونه ترسره کوي. بريښناليک: [email protected]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.