ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Jan 2018 - 11:11
author avatar
22 Jan 2018 - 11:11

په دې ورځو کې ‌‌‌‌‌‌ډېرى هغه افغانان چې له ګوندي سیاست سره سروکار لري، د یوې غوره هیلې په توګه د ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیکو او وطنپالو ګوندونو تر منځ د یووالي اړوند تودې او ژورې څرګندونې کوي . هغوى له خپلو تجربو، په سیاسي مبارزه کې د یووالي د خوشحالونکو بریاوو او زړه ماتونکو ناکامیو په هکله په زړه پورې او کامیابه معلومات وړاندې کوي . له دې ډلې یو شمېر د ګوندونو تر منځ د یووالي د ماتېدو لوى لامل له اصولو او معیارونو څخه د یو ځاى شوو لورو سر غړونه بولي .

هغوى وایي چې د سیاسي هېواد پالو ګوندونو تر منځ پایښت نه لرونکو وحدتونو، د افغانستان وطني غورځنګ ودې او اعتبار ته ستر زیان رسولی دی .

دوى زیاتوي چې په هېواد کې د جنګسالارانو د اوسني غوبل او د افغانستان د هر اړخیزې ودې او پرمختګ پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د بې پروایئ لوى لامل  د هېوادني غورځنګ کمزورتیا او مړژواند حالت دی . دغه مرګونې شېبې په وطنوالو ژوند سور تنور کړی او نړیوالو استخباراتي لوبو ته یې د افغان په خاوره کې په لوى لاس د سیالۍ ‌‌‌‌‌‌ډګر جوړ کړی دی .

زیات لیکونکي او نظر ورکوونکي د هېواد ‌‌‌‌‌‌ډموکراتيکو او وطنپالو ګوندونو ته مشوره ورکوي چې په خپلو کې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډمنو وحدتونو د کولو پر لور مخه کړي . دوى له یادو شوو ګوندونو غواړي چې د معاصرې ‌‌‌‌‌‌ډېموکراسۍ په شرایطو کې په داسې ‌‌‌‌‌‌ډېموکراتيکو ټاکنو تکیه وکړي چې اساس یې له لاندې څخه پورته د ټولو ګوندي ارګانونو او د مشرتابه د غړو انتخاب وي . ‌‌‌‌‌‌

ډېرى مشوره ورکوونکي په دې عقیده دي چې د یو شمېر ګوندونو بدنې هغو ناوړه تېرېدنو او مصلحتونو کمزورې کړې دي چې د ګوندي ژوندانه او ‌‌‌‌‌‌ډېموکراسۍ سره هېڅ اړخ نه لګوي . هغوي همدارنګه دې ټکي ته ګوته نیسي چې د ګوندي ټاکنو له صندوق څخه وېره او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو زړو میتودونو د ‌‌‌‌‌‌ډېموکراتيکو ګوندونو فعالیتونو ته لوری ورکول، له یوې خوا ګوندونه کمزوري کوي او له بلې خوا د وحدت او یووالي په بهیر کې د شاملو ګوندونو تر منځ باور ته نه جبیره کېدونکی زیان رسوي .

هغوي یو بل ټکي ته زموږ پاملرنه را اړوي چې د رسنیو او معلوماتي ټکنالوژجي  د انکشاف په اوسني عصر کې به ګوندونو ته دا ګرانه وي چې هغه څه د ګوندي غړو د پاملرنې له دایرې بلې خوا ته کړي چې د ګوندي یو شمېر کړیو په زيان وي . په پایله کې هغوى په دې باور دی چې دګوندونو له خوا په ګوندي ژوندانه کې پورتنیو او ورته نورو ټکو ته هر اړخیزه پاملرنه غوره هیله ده .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.