ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دغه کیسه له تاسو سره مرسته کوي چې څنګه یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاص کړئ، د غلو له چلند او د حکومت پر ساړه غبرګون به هم پوه شئ.

د کابل له زړه په ډېره سړه سینه وتښتول شوه، د ښځې موټرچلوونکى يې د تومانچې د اشارې په وسيله رخصت کړ، په ډير کم وخت کې نږدې ټول امنیتي ارګانونه خبر شول، خو انسان تښتوونکو غوښن ښکار د کابل په کوڅو کې تر شهدای صالحین پورې رسولی و.

له لومړۍ اړیکې وروسته له انسان تښتوونکو سره د بیا تماس نیولو ليوالتیا نه وه، هرڅه پټ پاتې شول، ددفتر افغان کار کوونکو ته وویل شول، هېڅوک حق نه لري چې حتی په کور کې هم د پېښې جزيیات ووايي.

د دفتر بهرني کسان خپل هېواد ته لاړل هلته يې له یوې امنیتي کمپنۍ سره یوه میاشت د ښځې د خلاصون پر پلان کار وکړ، د کمپنۍ له لوري درې  بهرني سلاکاران ټاکل شوي وو چې دوی بايد افغانستان ته لاړ شي او دنده يې دا وه چې له غلو سره چنې ووهي او هغه تريکونه وکاروي چې ښځه روغه سلامته پرې ژغورل کېدای شي.

 دغه سلاکاران هغه کسان وو چې په افغانستان، نايجریا، سوډان، اوځینو نورو جنګ ځپلو هېوادونو کې يې د سړي تښتونې لسګونه  پېښې تجربه کړې وې او د را خلاصون مختلف چلونه يې زده وو.

له یوې میاشتې وروسته یو ځل بیا د خبرو لړۍ پيل شوه، له موږ سره د ښځې د جوړ او نا جوړ تشویش و، له غلو سره د پیسو!

زموږ هره اړیکه له پوره غور او دقیق پلان وروسته ټینګېدله، موږ هېڅکله هم کوښښ ونه کړ چې زنګ ووهو، د پالیسۍ له مخې زنګ باید غلو وهلی وای، دوی به هم له هرې اړیکې وروسته شمېره بدلوله، له درېيمې اړيکې وروسته به يې موږ ته هم ویل چې سیمکارت او سیټ دواړه بدل کړئ.

سیمکارت او سیټ به د دوی له لوري را لېږل کېدل، د کابل ښار تر ټولو امن سیمه کې به په ډير مهارت معامله وشوه، دلته موږ هېڅ اختیار نه درلود هر څه به چې تښتوونکو ويل موږ باید کړي وای، یوه ورځ يې د یوه ټېلیفون اخیستلو لپاره کسان درې ساعته په ښار کې وګرځول، زموږ د کسانو به یوه ځانګړې نښه دوی ته ویل شوې وه، کسان به يې د ښار مختلفو برخو ته غوښتل، اخري ځل يې د خير خانې پلو ته د تېلو د یوه ټانک نښه ورکړه،دوی لکه پيریان نه لیدل کېدل خو زموږ کسان يې پل پر پل څارل، د سړک پر سر يې د سګریټو کوتی ايښی او په هغه کې ټېلیفون و.

له هرې اړيکې وروسته متن لیکل کېده د هماغه له مخې باید ما له سړي تښتوونکو سره خبرې کړې وای، بهرنیو کسانو به داسې چنګکي خبر وکړه چې زموږ به هېڅ ورته پام نه و، غله به په خپلو خبرو کې ګير شول، د ځان خلاصون په خاطر به يې درواغ وويل،چې بیا خبره د اعتبار شوه، تښتوونکو ته یې ویل پر تاسو څنګه باور وکړو چې له پیسو اخیستلو وروسته کس را خوشې کوئ.

 له درېیم متن وروسته پر بهرنیانو شکي شوم، دوی به داسې خبرې لیکلې وې تا به فکر کاوه چې ګنې دا خلک ور سره لس کلنه شریکه تجربه لري، خو د بهرنیانو ځواب دا و چې د دنیا په هر کونج کې د غلو خبرې، ګواښونه او غوښتنې یو ډول وي، یواځې الفاظ توپير لري.

 موږ د خپلې تجربې له مخې او د دوی د خبرو د تحلیل پر اساس پوهیږو چې په بل ځل اړيکه کې څه ووایو، موږ نه غواړو چې ډيرې خبرې وکړو، ځکه دوی ته چانس په لاس ورځي، موږ نه د دوی غوښتنې په بشپړه توګه منلی شو او نه  ټولې ردولی شو، وخت ترې غواړو، د پیسو کوم رقم چې دوی غواړي کوښښ کوو چې په مهارت يې پرې کم کړو.

په هره اړیکه کې زما مسوولیت دا وو چې باید د متن مطابق خبرې وکړم، که به زما  څومره ښه ځواب و؛ خو ما حق نه در لود چې غبرګون مې ښودلی وای.

‎ په متن کې د خلاصون لار وه که به خبرې ډېرې سختې او يا اسانه شوې نو زما ځواب به دا و چې سبا پر همدې وخت او یا نن په دومره بجو زنګ ووهئ،  زه به ستاسو خبرې له نورو همکارانو سره شريکې کړم.

 غلو به کله په ټاکلي وخت زنګ وواهه کله به يې په زهرجن انتظار ساه را و ایستله، مجبور و  د زنګ په تمه د ميز تر شاه په ساعتونو هم چمتو ناست وای، داسې وخت هم  راغی چې درې ورځې يې هم زنګ ونه واهه، خو دا هر څه به موږ په ځان منلي و، تر هغه چې به د دوی حوصله نه وای ختمه شوې موږ به صبر کاوه.

له ټولو ګواښونو او ښکنځلو سره سره باید زه یواځې لیکل شوو خبرو ته متوجه وای د اضافه خبرې حق مې نه درلود، یواځې به مې دغه کلمې تکرار ولې(( په زور او ګواښونو مسله نه خلاصیږي، که غواړئ چې موضوع حل شي راشئ خبرې وکړو.))

بیا به يې  پر اور اوبه تويې شوې او په ډيره غليظه لهجه به يې خبرو ته ادامه ورکړه.

غلو خپل ناروا مسلک ته په ډېره درنه سترګه کتل، په خبرو کې به يې تل  خدای او قران ډير یادول، ویل به يې چې ((چهل سال شد که ما این کار میکنم، ما از خود خدا داریم، غيرت داریم، ایمان داریم خواستهای مارا قبول کنید ما دیگه مشکل قط تان ندارم ، پامیدى.))

ډير کله به يې په خبرو نه پوهیدم، په کلیواله پنجشيرۍ لهجه به يې خبرې کولې، هميشه به يې په خوله کې یو شى اچولي وو چې دغږ درک یې ونه لګیږي.

کله کله چې به ډير غوسه شول ویل به يې: (( گوش کو تا سبا ۳ بجه اگه پیسه را اماده نکدین باز ۶ بجه شام بیایید ناخونها و کیلک اش ببرید، به لا الله قسم میخورم که سر اش روان میکنم))  د بربنډولو او جنسي تيري خبرې به يې هم یوه یوه کوله.

دا تر ټولو مهه ده چې د سړي تښتوونکو د دغه ډول خبرو په غبرګون کې څه وویل شي- ځکه خو موږ هېڅ کله هم نه دي ويلي چې سمه ده سر او ګوتې يې پرې کړئ، هر څه چې کوئ ویې کړئ، دا ډول خبرې ښايي نیول شوي ته سخت زیان ورسوي، نو په داسې یوه حالت کې باید کوښښ وشي تښتوونکي باوري شي چې مقابل لوری یې د موضوع حل غواړي.

د پیسو اندازه او وخت هم مه ور يادوئ، لنډ ورته ویلی شئ، موږ په لټه کې یو ژر دا موضوع حل کړو.

کله چې به موږ وغوښتل د ښځې له حال نه خبرشو بیا به د دوی ژباړن  له هغې نه د هماغې ورځې تاريخ  او یا به يې زموږ دکوم ځانګړي سوال ځواب ثبت کړی و او پر موږ به يې واورا وه، بیا به موږ ډاډه شوو چې په رنګ خوږه ، او په عمر پخه ښځه لا روغه ده.

د سړي تښتونکو لومړۍ غوښتنه ۱۰ ميليونه ډالر وو، له دوونیمو میاشتو خبرو او چنوهلو وروسته دغه رقم  ډير کم شو خو زموږ وړانديز تر دې هم کم وو چې بالاخره دوی هم ومنلو؛ خوکله چې يې پیسې  واخیستې بیا يې هم دوکه وکړه ښځه يې خوشې نه کړه، ځواب يې دا و چې زموږ لومړنۍ غوښتنه مو ونه منله نو باید دویمه غوښتنه مو منل شوې وای.

د اړیکو په دې پړاو کې بهرنیانو د افغانانو د غيرت ، وفا دارۍ او د ښځو د عزت خبرې ورته وکړې خو پر هغوی يې تاثیر ونه کړ.

زموږ د معلوماتو پر اساس  له دغو خبرو او اړیکو څخه داخلي او بهرني استخبارات خبرېدل، دوی دغه جریان د شبکو له لارې تعقیباوه.

هغه و چې نورې پیسې يې هم  یوه اونۍ وروسته ور برا برې کړې او غله عبد الحق څلور لارې ته پسې راغلل موږ چې په کوم موټر کې پیسې ور لیږلې وې، هغه موټر یو ځانګړی رنګ درلود او دوه نفره په کې ناست و هغوی هم ځانګړې جامې او خولۍ در لودې، غلو د پیسو موټر پيدا او په منځ کې یې کړ یو موټر يې یوې خواته یو بلې خواته روان و، له مکروریانو څخه يې په ډيرو ګډو وډو کوڅو کې تر عاشقانو عارفانو پوښتې پورې بيولي و، دا وخت لمر لوېدلی و د غونډۍ په سر یوه ډله ادمیان ولاړ و، ټولو پلنګي دريشۍ کړې وې، موټر يې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو، پیسې يې د یوه قبر پر سر ور ته اېښې وې.

 کله چې له پیسو سره لېږل شوي کسان بېر ته را ورسیدل، سخت وېرېدلي وو، شونډې يې وچې وې، له کېناستلو سره سم د تښتوونکو زنګ راغی په خوښۍ یې وويل، ((ما نا مرد نیستیم)) د شپې لس بجې به نفر در واستوو.

 ایله مو لږ د ارامۍ ساه واخیسته، ماخوستن شاوخوا اته بجې وې او موږ د تښتولې شوې مېرمنې د تر لاسه کولو په لارو چارو خبرې کولې چې ناڅاپه مو په افغاني کالیو کې په تازه حمام کړې بهرنۍ سترګې ولګېدې-  شپږ میاشتې مخکې له همدې دروازې تښتول شوې مېرمن بېرته د همدې دروازې په مخ کې هغو کسانو له موټره ښکته کړې وه چې تل به دې اتلان بلل. (دا خیالي نه بلکې یوه رښتیني کیسه ده.)

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.