ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فساد که اداري وي او که اخلاقي د ټولنې د بربادۍ او تباهۍ سبب کیږي، د اسلام دین هر هغه کړنه چې د انسان د ژوند لپاره مضره وي نفی کړې او هغه یې مردوده ګرځولې ده نو فساد چې په ټوله کې د انساني ژوند د تباهۍ اساسي لامل کېدلی شي هم حرام ګرځول شوی ده.

په دې لیکنه کې هڅه شوې ترڅو په ځانګړي ډول د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چې د هېواد د هستې مفهوم ورکوي په اړونده برخو کې د فساد په هکله شته ګونګوسې چې ډیرې یې ښکاره هم دي معلومات وړاندې کړو. په تېرو څوارلس کلونو کې نه یوازې د فساد د مخنیوي په برخه کې کوم اساسي ګام وانخیستل شو، بلکې د فساد د عامولو او رایجولو لپاره د ډیرو چارواکو له لوري ډیر داسې کارونه ترسره شول د بېلګې په ډول د فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیواله ورځ پخواني ولسمشر حامدکرزي وویل:(( پیسه بزنین اما بیرون نبرین همینجا سریش کاروبار کنید)) داسې خبرې کول د یو ولسمشر له لوري ډیرې ویجاړونکې پایلې لري او مفسدینوته جرئت ورکوي چې دا ده نن یې ښه مثال په ټولنه کې  بېکاري، بهر ته غیر قانوني مهاجرتونه، د جګړو زیاتوالی، په ټولنه کې نا انډوله اقتصادي رشد او داسې نور تر سترګو کیږي.

په کورنیو چارو وزارت کې د ولایتونو ، زونونو ،  ولسوالیو ، د ګمرکونو له امنیه قوماندانانو او د حوزو امرینو له مقررۍ شروع تر ډیرو وړو ګومارنو پورې پیسې اخیستل کیږي، د کورنیو چارو وزارت ډیرى منسوبین وایي چې اکثره ګومارنې په څو معیارونو ولاړې دي هغه چې پیسې ورکوي، هغه چې سیاسي ملاتړ لرې، هغه چې قومي اساس ولري، خو تر ډیره څوکۍ د زرهاو ډالرو په بدل کې پلورل کیږي، دا چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت ولې دومره جنجالي دی موږ نه پوهیږو، که هیواد ته خدمت کول د چارواکو مرام وي نو بیا که په هره برخه او هره څوکۍ کې چې کار وکړو زما په اند چې خدمت بلل کیدای شي داچې د دې ترشا څه راز پروت ده معلومه خبره ده چې د رشوت اخیستو او ونډو ویشلو ځای په کورنیو چارو وزارت کې همدا معینیت دی ، د یاودنې وړده چې د ایوب سالنګی لرې کول او پرځای یي د یوبل کس ګومارل هم نشي کولای یاده ستونزه حل کړي، د ایوب سالنګي دوره هم د نورو چارواکو په څېر خپل د فساد رنګ له ځانه سره لاره، داچې له څو کلونو راهیسې د کورنیو چارو وزارت په امنیتي معینیت څوکۍ کې یوځل منیرمنګل، عبدالرحمان رحمان او ایوب سالنګي او داسې نورو دنده ترسره کړې ده په یاد معینیت کې فساد په خپل حال پاتې دی او هیڅ بدلون په کې نه ده راغلی که څوک په دې هکله سترګې پټوي دابه هم له ملت سره د خیانت ترڅنګ ستره جفا وي ، یادو کسانو د کورنیو چارو وزارت په امنیتي معینیت کې د فساد مخنیوي په موخه هیڅ ګام نه ده اخیستى په ډیرو مواردو کې له لوړ پوړو چارواکو څخه د دوى له لوري پیسې ترینه غوښتل شوې دي .

په کورنیو چارو وزارت کې یوه څانګه ده د پیژندتون په نامه چې دې ادارې هم د فساد په رایجولو کې خورا رول اداکړی، په یاده اداره کې هیڅ وخت د هیڅ صاحب منصب لپاره خالي بست نه موندل کیږي یوازې په نا امنه ولایتونو کې خو هغه کس چې پیسې ورکوي کولای شي له خپلې خوښې سره سم په هغه ځای کې چې غواړي په دنده وګومارل شي خالي بست موندلی شي او یاده اداره یوازې داکار د رشوت اخیستو په موخه کوي.

بل خوا په ځینو وزارتونو کې بیا داسې وي چې رشوت له مراجعینو څخه ډیر اخیستل کیږي خو په کورنیو چارو وزارت کې زیات رشوت د یاد وزارت له منسوبینو څخه اخیستل کيږي چې هغوى بیا دا ورکړې پیسې په سیمه او ولایتونو کې له خلکو اخلي په دې سره ویلی شو چې فساد په لوړه کچه موجود ده.

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست: دلته د نوي ريیس په راتلو سره یوڅه شکایات کم شوي دي خو که په عادي جریان دکار فکر وکړو لا هم فساد ته زمینه برابره ده هغه کسان چې نه واسطه لري او غواړي په عادي ډول پاسپورټ ترلاسه کړي کیدای شي د یوې یا یوې نیمې میاشتې په موده کې پاسپورټ ترلاسه کړي خو که چیرې د پاسپورټ ریاست کارکوونکو او یاهم د دې ریاست اړوند کمیشن کارانو ته کار ورکړې د یو پاسپورټ په بدل کې ۳۰۰ یا ۴۰۰ امریکایي ډالره اخلي د دوه یا درې ورځو په موده کې پاسپورټ اخیستلای شي چې دا په خيله د فساد ښکاره بېلګه ده.

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست: دلته هم د پاسپورټ ریاست په څیر د عادي وګړو کار ممکن څو ورځې واخلي خو که د یاد ریاست مربوط کمیشن کارته چې د یاد ریاست په انګړ کې ګرځي کار وسپارې او ۴ یا۵ پنځه زره افغانۍ ورکړې ممکن کاردې په دوه یاد درې ورځو کې خلاص شي کیدای شي سوال دا پیدا شي چې کمیشن کار ته کار سپارل دولتي کارمند ته څه ګټه رسوي باید وویل شي چې کمیشن کار  دولتي مامور ته معلومې پیسې ورکوي او خپل کار پرې کوي.

د کورنیو چارو وزارت د ګمرکونو دمخافظت قطعه: دلته هم د نورو ادارو په څېر بې کچې فساد شتون لري دا اداره چې د ګمرکونو د معینیت او لوی ریاست د تاسیساتو او کارکونکو څخه په کابل او لایتونو کې ساتنه کوي دغه قطعه په خورا فساد کې ښکیله ده، دیادې قطعې له منسوبینو څخه ډیر ځله داسې شکایتونه اوریدل کیږي چې په زوره له بار وړونکو موټر څخه پیسې اخلي چې په دې اړه څوځله ملي سوداګرو هم شکایتونه کړي دي خو تر دې دمه یې مخه نه ده نیول شوې د ترخم په وارداتي لارې څو ورځې وړاندې هم د سوداګرو شکایت رسنیو خپور کړ.

د کورنیو چارو وزارت په اداري فساد کې دپارلمان د وکیلانو ښکېلتیا، د کورنیو چارو وزیر چې دپارلمان رایو ته اړتیا لري نو په راتلو سره اړ دی ترڅو د ډیرو کیلانو ملاتړ ترلاسه کړي او د هغوى هر ډول غوښتنې ومني چې بیا وکیلان خپل خپلوان د قوماندانانو په توګه ګوماري او له هغه لارې غیر مشروع پیسې ترلاسه کوي او د هغه قوماندان مخه هم بیا څوک نشي نیولی دګمرک یو قوماندان ویل که چیرې زه یو پولیس په ګمرک کې له یوې پوستې څخه بلې ته تبدیل کړم نو سمدستي راته د پارلمان د وکیلانو زنګونه راشي او وایي چې ته څه کاره یې چې هغه پولیس دې له خپل ځایه لرې کړی فساد تر دې کچې رسیدلی ، ډیر وکیلان چې په سیستم برابر خپل خپلوان نه لري بیا نور کسان لیږي او له هغونه میاشتنۍ معلومې پیسې اخلي داسی قوماندانان هم وکیلانو ګومارلي چې د میاشتې شل زره ډالره به یې ورکول او داکار لاهم دوام لري، که د پارلمان د وکیلانو لیست را واخلې نو هر وکیل به یو یا ډیر کسان داسې ګومارلي وي چې دا په خپله د امنیت په خرابیدو کې مستقیم لاس لري یاد قوماندانان چې په سیمه کې هرڅه کوي څوک ورته څه نشي ویلاى.

په تیرو څوارلس کلونو کې هغو کسانو چې د کورنیو چارو وزارت په روغنیاتو کې په دنده مشغول وو نن ښه کاروبارونه لري او بنګلې یې له ورایه معلومې دي فساد تور وي که سپین، د کورنیو چارو یوه وزیر چې لڼده موده په څوکۍ کې پاتې شو وروسته له دې چې له دندې ګوښه شو یاور یې د دوه میلیونه ډالرو په شاوخواکې پیسې ځینې وتښتولې او لادرکه شو دا شو سپین سپیڅلي وزیران.

داچې د اداري فساد د له منځه تلو په موخه ولې رښتینی تعهد نشته په خپله د هیواد په اوسنیو شرایطو، ملي او سیاسي ثبات بې باوري ښیي ، د ملي ګټو په هکله د خلکو عامه پوهاوی خپله ستونزمن ګام دی او باید چې په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره شي.

انسان چې یو ټولنیز موجود ده که په هر لوري وهڅول شي او لارښوونه ورته وشي او په هر لوري کې ورته د هغه ګټې وښودل شي خو چې خطر ورته متوجه نه وي په ډیره کمه اشاره ځان هغه مسیر ته چمتو کوي او رسوي. د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ د نظام رامنځته کیدل چې په کې ډیری ګومارنې پرته له مسوولیته په تنظیمي او قومي اساس ولاړې وې، ګومارل شوي کسان نه قانون ته ژمن وو او نه هم ملي ګټو ته او نه یې هم خپله راتلونکې په هغو څوکیو کې لیدله چې لاسته ورغلې وې هغوی هم چې میدان شغالي ولید له وخت څخه یې ګټه پورته کړه او په رسمي چور او تالان یې لاس پورې کړ داسې بیسارې غلاوې وشوې که یوکس په کلونو کلونو سړک هم نیولی وای شونې نه وه چې په دې کچه پیسې ترلاسه کړي.

که په دې موضوع په لویه کچه نظر واچوو د کرزي حکومت په رامنځته کیدو سره د هیواد شتمني او هغه بهرنۍ مرستې چې راتلې د څوکسانو ترمنځ ویشل کیدې هغوى چې ډیر ځله د مخالفینو ترڅنګ د حکومت د راپرځولو ګواښ کوي همدغه په فساد کې ښکیل کسان دي چې تر دې وړاندې یې هیڅ هم نه لرل، همدغه په فساد کې ښکیل کسان لا هم هڅه کوي ترڅو قانون حاکم نشي او د تل لپاره دوی د قانون د پلي کیدو او نه پلي کیدو واکداران وي او په بیلابیلو نومونو د ډلو ټپلو په جوړولو ځان ښودنه کوي له دې لارې غواړي ځان ته برائت ورکړي او کړو غلاو ته قانوني بڼه ورکړي .

که په منطقي ډول د بحث موضوع وڅیړو موږ په خدای(ج) باور لرو او ایمان مو پرې راوړی خو موږ په خپلو سترګو خدای(ج) نه ده لیدلی خو په قدرتونو یې پیژنو که چیرې موجوده نظام هم په دې تمه کښیني چې په مفسدینو کره اسناد او شواهد لاسته راشي  او لاس په لستوڼي په فساد کې ونیول شي خوګومان کیږي چې خطا وتي دي د دوى وخت به هم تیرشي او افغانستان به لاهم د اداري فساد په نړیوال ریکارډ کې لومړی یا دويم ځای ولري.

د فساد په هکله یوه نړیواله څیړنه ښیي چې په اداراتو کې کارکوونکي سړي ترښځو ډیر په فساد کې ښکېل دي او ښځې له نارینه و کم فساد ته زړه ښه کوي، نو دولت ته په کار ده چې د ستونزې د حل په موخه په دې هم فکر وکړي په هغو ځایونو کې چې اوس ترې زیات د فساد شکایتونه رارسیږي ښځینه کارمندانې وګومارل شي.

د ټولو دولتي او غیر دولتي کارکوونکو په هکله چې لاهم په فساد کې ښکېل دي له دندې لرې او څارنوالۍ ته دې ور وپیژندل شي، د هغو کارکوونکو په هکله دې ه پلټنه وشي چې په لږ وخت کې ډیرې زیاتې پیسې ترلاسه کړې وي.

د فساد د مخنیوي په موخه دې د کارکوونکو مالي لارې چارې وڅارل شي، د هغوی د دارایانو پلټنه دې وشي وړاندې تر دې چې په دنده وګومارل شي ، د دندې په جریان او هم له دندې څخه د ګوښه کیدو په وخت کې.

که چیرې افغان حکومت په ټولو وزارتونو او ریاستونوکې لکه څنګه یې چې ژمنه کړې ده د فساد د مخنیوي په موخه پراخ کمپاین پیل نه کړي ښایي په بدنامۍ سره د دوی دوره هم پای ته ورسیږي، د کورنیو چارو وزارت د هیواد د هستې په معنی ده که حکومت د فساد پر وړاندې له دغه ځایه پیل وکړي ډیره به ښه وي څو مو ستونزه په کرار کرار له منځه وړې وي.  

په ټوله کې هېواد له قومي، سمتي او ژبنیو تعصبونو څخه وژغورئ او دراتلونکي نسل ژوند مه بربادوئ.  

 

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بریالی نایاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د پاکستان په صوبه سرحد د هنګو په حضرت بلال عالي لېسه او ثانوي زده کړې یې د لوګر د محمداغې په عالي لېسه کې پای ته رسولې دي، په مشعل خصوصي پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځی لوستی او اوسمهال له سنایي پراختیایي موسسې سره د اعمار صلح له مجلې سره د مسئوول مدیر په حیث کار کوي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.