ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دهند متقاعد اوترخیص شویو نظامیانو اوستراتیژیکو څیړونکو ویلي دي چې هندوستان باید دغټو توپونو اوټانکونو په ګډون افغان امنیتي ځواکونو ته وسلې ورکړې . د New Indian Express  اخبار په یوه برخه کې دمتقاعد میجر جنرال B.D Bakhkshi له خولې لیکي : “په منډه دافغان امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ کړئ ترڅو دطالبانو په مقابل کې یې نظامي اړخ تیره اوغښتلی شي اودپاکستاني یرغلونو اوتاړاکونو په مقابل کې دخپلې خاورې دفاع وکړي”

نوموړي متقاعد جنرال زیاته کړه : “ هند باید دچابهار-زرنج – دلارام سړکونه اونورې چارې ژرترژره بشپړې کړي ددې چارې تربشپړېدو دې د روسیې له لارې افغانستان ته درانده توپونه ،ټانکونه، جنګي چورلکې اودتمرین جیټ الوتکې ورولیږدوي اوکله چې دچابهار اړوند ټولې چارې بشپړې شوې بیا موږ کولی شو په ستره پیمانه T-54 /T-55ټانکونه او 105 mm توپونه چې زموږ په سلاح کوټونو اوغنیمت شویو ګودامونو کې زېرمه دي افغانستان ته ورکړو. “

دجنرال بخشي لیکنه ۤپه دغه اخبار کې دافغان ملي امنیتي ځواکونو اوپاکستانیو ترمنځ دتورخم د دروازې دجوړولو له خونړې پېښې یوه ورځ وروسته خپره شوه . نوموړي دپاکستان په دغه اقدام چې غواړي د ډیورنډ فرضي کرښه وتړي په سختو ټکو نیوکه وکړه نوموړي دپاکستان لخوا افغان طالبانو اودهغوی دمشرانو دپټنځایونو موضوع هم راپورته کړه .

پاکستان ټینګار کوي چې په تور خم کې ددروازې جوړول اوهغو سیمو کې چې خلک پرې تګ راتګ کوي داوسپنیزو تارونو لګول دپاکستان دامنیتي ځواکونو لخوا یو ګام دی، ترڅو دتروریستانو دتګ راتګ مخه ونیسي . مګر افغان چارواکي له تروریستانو سره په سیمه يیزه جګړه اودطالبانو له مشرتابه ، دطالبانو درهبري شورا اوحقاني ډلې سره په مبارزه ټینګار کوي .

دالومړی ځل نه دی چې په هندوستان کې دافغان امنیتي ځواکونو دتسلیح کولو اوتجهیز کولو غږ راپورته کیږي .بلکې داموضوع(دافغان امنیتي ځواکونو تسلیح اوتجهیز) دهغه ستراتیژیک تړون چې په ۲۰۱۱ کې دهند اوافغانستان ترمنځ لاسلیک شو برخه هم ده .

دMi-25 جنګي چورلکو لیږد او ورکړه افغان امنیتي ځواکونو ته ددغې مفکورې یوه ښکاره بیلګه وه چې په هندي نظامیانو اوستراتیژیک پوهانو کې رامنځ ته شوې.

ددې لپاره چې دافغانستان امنیتي ځواکونه غښتلي شي هند له روسیې څخه د10000 کلاشینکوفونو په ترلاسه کولو کې پوره مرسته وکړه . هندوستان هرکال په خپلو نظامي اواستخباراتي اکاډمیو کې 1000کسه دافغان امنیتي ځواکونو ځوانانو ته زده کړې ورکوي .اوس په دې کار روان دی چې دهند حکومت دې ته قانع کړی شي ترڅو افغان امنیتي ځواکونه په درنو وسلو سنبال کړای شي . دتورخم جګړې دافغان امنیتي ځواکونو فکردخپل پاکستاني دښمن په هکله تغیر کړ.

هندوستان دپاکستان له دې کارونو چې په یوکال کې 5000 افغان سرتیري دطالبانو له لاسه ووژل شول اوهمدارازا هندوستان دسولې دڅلور اړخیزو خبرو کې برخه نه و ه اخيستې. دپاکستان ستراتیژیک پوهان ویره لري چې  دافغانستان دملي امنیت او د هندوستان دRAW ادارې دتروریزم ضد ملګرتیا په یو ښکاره اوڅرګنده ملګرتیا بدله نه شي .

درنښت

[email protected]

 سرچینه : India Defense News

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.