ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان حکومت چې په دې وروستیو کې یو کلن شو، په عدلي سکتور کې د اصلاحاتو لوی پروګرامونه اعلان کړي. دغه پروګرامونه د سپټمبر په پنځمه د “لوړپوړو چارواکو” په غونډه کې تایید شو. دولت ژمنه کړې ده تر څو په عدلي نظام کې د اصلاحاتو یو داسې پروګرام پلى کړي چې عالت ته د لاسرسي زیاتوالې او په ټول افغانستان کې د قانون د پلې کولو پیاوړتیا د لیدلوري پر بنسټ ولاړ وي. دغه پروګرام باید د 2016 کال له دسمبر میاشتې نه مخکې په لاره واچول شي.

د اکتوبر لسمه “د اعدام سزا پر ضد د اروپا او نړئ ورځ” ده. د ویلو وړ ده چې د نړۍ 98 هېوادونه د اعدام سزا له منځه وړې ده او 42 هېوادونه ورباندې باالفعل قانوني مهلت رامنځته کړى دى. موږ پر دې باور یو چې اوس د دې وخت را رسېدلې چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له اکثریت غړو سره یو ځای شي او د اعدام سزا چې یو ظالمانه او غیر ضروري سزا ده، له منځه یوسي.

په هغو هېوادونو کې چې د اعدام سزا پلې کېږي، عامه افکار دغه کار د جنایتونو د راکمولو په برخه کې اغېزمن بولي، په داسې حال کې چې داسې هېڅ ډول ثبوت نشته چې وښيي چې د اعدام سزا داسې اغېزه ولري.

له 2007 کال نه را په دېخوا د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په کراتو ویلي چې “د اعدام د سزا د مخنيوونكي ارزښت په اړه داسې هېچ نوع پرېکنده شواهد شتون نه لري.” په همدې دلیل په هغو هېوادونو کې چې د اعدام سزا له منځه وړل شوې ده، عامه افکار هم په چټکه توګه وده کړې ده او اکثریت خلک د دې سزا د پلې کولو په خلاف شوي دي.

دې ته له پامه پرته چې عدلي نظام څومره پر مخ تللي دى، د اعدام سزا به همېشه د بشر د ناکامۍ په توګه پاتې شي. په هر عدلې نظام کې د بېګناه خلکو د اعدامولو د خطر امکان شته. په یو ضعیف عدلي نظام کې دغه خطر لا ډېر دى. له بده مرغه همېشه د بېګناه خلکو د اعدامېدو بېلګې لیدل شوې دي. د زندان د سزا برعکس، د اعدام سزا بېرته د راګرځول او یا جبران کولو وړ نه ده. د یوه بېګناه کس اعدام کېدل د دولت لپاره ښه دلیل کېدای شي چې د اعدام له سزا څخه لاس واخلي.

اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې د اعدام د سزا پر وړاندې اصولي او پیاوړې موضع لري. د دې سزا له منځه وړل زموږ د بشري حقونو د پالیسۍ یو اساسي اصل نه یواځې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ که څرګند دى.

“د اعدام سزا پر ضد د اروپا او نړۍ ورځ” ته په درناوي موږ له دولت څخه غوښتنه کوو تر څو د اعدام د سزا د تعلیق په موخه یو چټک او اغېزمن قانوني مهلت په رامنځ ته کېدو کې ګام پورته کړي.

افغانستان اړتیا لري تر څو په دغه هېواد کې تاوتریخوالى کم شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

د دې ليکنې لیکوالان: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې,

author avatar

په افغانستان کې فرانسې سفیر

author avatar

په افغانستان کې د اسپانیا سفیر

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.