ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان جګړې په اړوند تېره لیکنه له (جګړې څخه د خلاصون لار) تر عنوان لاندې د افغان جګړې چې په نړیوال بعد یې متمرکزه وه او د هغې لیکنې په سلسله دا لیکنه د لیکوال د نظره سیمه يیز بعد څېړونکې ده.

غرب په ځانګړي ډول امریکا دخپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو لپاره  دهیتلر په خلاف د نورو ملیتونو اردو یا د دوى په اصطلاح له شپږمې اردو څخه کار اخلي. په اسیا کې د امریکا له هره اړخه مهمې او ستراتیژیکې موخې پخواني شوروي اتحاد او نننۍ روسیه، چین او اسلامي هیوادونه دي. امریکا هرې موخې ته د واټن په بنیاد نژدې اردو یا نظامي ځواک د خپلو موخو د لاس ته راوړو لپاره په ډالرو پیري اوګوماري یې او هغې ته د خپلې ستراتیژۍ له مخې شپږم ځواک وایي.

دا چې ولې يې دا نوم پرې ایښى او د تسمیه وجه یې څه ده؟  زما په اند دوه دلیله کیداى شي. اول دا چې په نړۍ کې پنځه ځواکمنې اردوګانې موجودې دي چې امریکا یې ځینې خپلې بولي او ځینې یې پېرېدلای نشي نو ځکه باید له پنځو اردوګانو نه سر بېره یا بیرون شپږمه اردو و پیري او خپلو موخو ته د رسېدو په موخه یې و ګوماري.

دوهمه وجه دا کیدای شي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې جرمني هره جګړه د خپل  یو نظامي ځمکني ځواک په نامه یادوله لکه (شپږمه پلې اردوsixth Army )چې د ستالینګراد جګړې ته وتلې وه او له ۱۰۷۸۰۰ پلي ځواکونو نه یوازې ۶۰۰۰ بیرته ژوندي راستانه شول. که څه هم دغه شپږم ځواک څو وارې هیتلرته د شدید خطر احوال ورکړ او د عقب نشینۍ(شاتګ) غوښتنه یې وکړه لیکن هیتلر هغوی فدایان و شمېرل او د عقب نشینۍ فرمان او اجازه یې ورنه کړه. نو په دې دواړو تعبیرونو غرب په تیره بیا امریکا د روس د راګونډو کولو لپاره د پاکستان اردو په ډالرو پیرودلې او فدایي پالیسي یې په اختیار کې ورکړې چې د القاعده، طالب او داعش په څېر ګروپونه وروزي او د غرب د موخو لاسته راوړلو لپاره یې استعمال کړي.

ددې پالیسۍ په بنیاد امریکا شاید په نږدې راتلونکي کې د چین اقتصادي او نظامي اقتدار را پرځولو لپاره د هند په اردو پانګونه وکړي دا په داسې حال کې ده چې د همدې موخې لپاره یې د جاپان او ټایوان اردو له پخوا نه تر کنټرول او تربیې لاندې ساتلې ده.

 د تېر په څېر د افغانستان یوه ستره ننګونه او ربړه د افغانستان جیوپولتیک موقعیت دی. روس غرب ته او غرب روس ته ستراتیژیکې موخې دي او افغانستان یې د لارې په اوږدو کې پروت دی.

په روانه جګړه کې د پاکستان پوځ او استخبارات د امریکا له لوري دیولیکلي یا نا لیکلي تړون په اساس خریداري شوي دي. کله چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان بربنډ تیری وکړ نو غرب (فرانسې او امریکا) ډیر ژر د یوې معاملې په ترڅ کې په ایران کې د کمونیستي آیډیالوژۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر اسلامي ایډیالوژۍ حاکمه کړه او د رضا شاه پهلوي (امریکايي مټه) حکومت یې د (فرانسوي مټه) اسلامي حکومت سره تعویض کړ اوهمدارنګه یې په پاکستان کې یو سوشلست حکومت د بهټو په اعدامولو سره را نسکور کړ او د اسلام تر عنوان لاندې یې نظامي افراط ګرایانو ته د حکومت واګي په لاس ورکړل چې د پاکستان پوځ او د ایران ملایان په ترتیب سره د امریکا او فرانسې په اشارو چلیږي.

  بلخوا دواړه ګاونډي هیوادونه په خپل وار سره خپل سیاسي او اقتصادي موخې لري چې په روانه جګړه کې یې باید په لاس راوړي او کنه د جګړې نه لاس په سر کیدل خپله ناکامي بولي. د ډیورنډ کرښه رسمي کول، د افغانستان په سیندونو او اوبو کې خپله برخه ثابته ول، او د افغانستان په خارجي سیاست قبضه کول د پاکستان د پوځ او حکومت مهم سیاسي، او اقتصادي ارمانونه دي.

اخوا ایران په ټوله کې خپلو ملي ګټې ته ډیر ژمن ده چې د شعیه آیډولوژۍ په محور څرخیږي او په سیمه (اسیا) کې د شعيه مذهب امپراتورۍ جوړول یې لوی ارمان دی . په افغانستان کې د کمونستي رژیم په دوران کې یې د افغانستان پر وړاندې دوه مخې پالیسي غوره کړې وه چې دواړه چپ ګرا او راست ګرا شعيه ډلو سره یې مرسته جاري ساتله، ښاغلی سلطان علي کشمند یې د وخت صدراعظم جوړکړ او بلخوا یې شعيه مخالف وسله وال ګروپونه حمایه کول. په سوریه، عراق، او ترکیه کې همدا ډول پالیسي لري.

بلخوا ایران په افغانستان سني مذهبه افراطیت، انارشستي او بربریت کې خپله سیاسي اقتصادي او مذهبي بقا ګوري. چې یو پلوه ایراني سني مذهبه کوردان او بلوچ سیاسي حمایت پیدا نه کړي او له بل  پلوه افغانان د هلمند او هریرود د اوبو بندولو جوګه نشي او درېیم اړخه سني مذهبه ایډولوژي په افراطیت او ترهګرۍ بدنامه کړي او د همدې موخو لپاره طالباني ایډولوژي حمایه کوي په داسې حال کې چې خپل شعيه ګروپونه باید په حکومت کې مرکزي رول وساتي.

په اخر کې امنیت، صلح او ثبات په ټوله کې د یو هیواد بقا ضمانت کوي، نو له دې امله زموږ ګران هیواد ته په سر کې امنیت بیا صلح او بیا ثبات ته ګړندۍ اړتیا ده او کنه هیواد په نړیواله او سیمه يیزه قضا کې په تدریجي مرګ محکوم دی.

 ددې ناورین او بدنیتیو نه د خلاصول لار د افغانان په یو والي کې وینم. افغانان باید په متحد ډول لومړی د انتخاباتو د کمېسیون تر سیورې لاندې د ملي دودیزې جرګې له لارې د اوسني حکومت بدیل پیدا کړي، دوهم د هیواد بهرنۍ پالیسي په یوالي سره تصویب کړي، درېیم یو نړیوال نظامي او امنیتي تړون (ناټو یا وارسا) ته ورداخل شي خو وارسا ورته غوره بولم، څلورم له هند سره نظامي او امنیتي تړون لاسلیک کړي پنځم ملي اردو باید خپلې خاورې یعنې پښتونخوا ته ورداخله شي، شپږم کویټه او بلوچستان د بلوچو په ذریعه خپل کړي بیا د صلح خبرې مطرح کړي نو امن، صلح او ثبات به شونی شي او کنه دا اوسنۍ روانې هڅې د وخت ضیاع او ناکامي یې متصوره بولم.              

دوام: د جګړې ملي بعد یې لطفا په پرله پسې لیکنه کې وګورئ

                               

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.