ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
9 Jun 2018 - 11:06
author avatar
9 Jun 2018 - 11:06

دا د انسانانو فطري ځانګړنه ده، له هغې خاورې سره بې کچې مینه لري او ژوند کول په کې ارام احساسوي په کومه کې چې پیدا شوی، خاپوړې یې کړې، له هوا، اوبو او خوړو یې ګټه اخیستې او د ژوند د ماشوم توب خوږې خاطرې یې ور پورې تړلې وي خو دغه مینه یوازې په اظهار او ویلو نه شي ثابتېدلای، بلکې د ثبوت لپاره یې په عمل کې د هغو کړنو ښودنه ده چې د خاورې د ساتنې، پالنې او وطنوالو سره د بې کچې همدردۍ او دوستۍ ښکارندویي وکړي.

افغانان چې له وختونو وختونو د خپلې خاورې په ساتنې او پالنې مشهور دي او د دغه کار لپاره یې د تاریخ په بېلابېلو اړخونو کې ګڼې او کم سارې سرښندنې کړې دي خو بیا یې هم ټولنیز ژوند له بې شمېره کړاوونو او ناخوالو سره مل او د ټولنې د نورو وګړو په پرتله ډېر وروسته پاتې دی. د تاریخ په مطالعې سره که څه هم موږ دا احساسولی شو چې افغانانو د خپلې خاورې د ساتنې لپاره سرونه ښندلي او په دې لاره کې یې د خپلې وینې تويېدنه یو ویاړ او افتخار ګڼلی دی، مګر له بده مرغه د تاریخ یو شمېر پاڼې له خپلې خاورې سره د افغانانو د ګڼو او کم ساري خیانتونو په یادونو تورې دي.

که دا هم ومنو چې د نړۍ هېڅ یو هېواد به نه وي چې د ملي اتلانو او قهرمانانو په څنګ کې دې په ملي کچه خاینان او له خپلې خاورې سره جفا کوونکي ونه لري خو یو څه چې زما لپاره ډېره دردوونکې او د افسوس خبره ده، هغه له خپلې خاورې سره د افغانانو د بې کچې مینې دروغجنه دعوه او مبالغه ده.

زموږ د هېواد وروستۍ لسیزې د تاریخ په کتابونو کې د تورې دورې په نوم ثبت دي او د وژنو، خیانتونو او جنایتونو هغه بېلګې په کې رامنځته شوې چې قلم یې په لیکلو شرمېږي او له بده مرغه چې د تاریخ دغه تورې پاڼې زموږ د زیاتو هیوادوالو د کړنو بېلګه ده.

یو شمېر لوستونکي کېدای شي له دې کبله په غوسه شي چې ما له هېواد سره د دوی بې کچې مینه دروغ ګڼلې ده او له هېواد سره شوي خیانتونه ممکن دوی د څو پردي پالو او جاسوسو مشرانو او واکدارانو کړنې وګڼي خو د دوی دغه قهر ځکه پر ځای نه دی چې له خپلې خاورې سره مینه یوازې په چیغو او احساساتو څرګندېدای او منل کېدای نه شي؛ که موږ رښتیا هم له خپلې خاورې سره مینه لرو او په دې دعوه کې رښتیني یو نو په کار ده چې دغه دعوه په عملي ژوند کې په ثبوت ورسوو چې دغه کار مو نه دی کړی.

موږ له خپل هېواد سره مینه لرو خو هېوادوال وژنو، پلونه، عامه لارې، جوماتونه، ښوونځي، روغتونونه او نورې عامه ودانۍ ړنګوو، د څو پیسو په بدل کې بهرني جاسوسان په خپلو کورونو کې ساتو او د خپلې خاورې په زیان کړنو کې ورسره مرسته کوو، د ځان د ساتنې او شخصي غوښتنو د پوره کولو په موخه د نورو هېوادوالو شتمنۍ او ژوند ګواښو، د هېواد ملي شتمنۍ او عامه سرچینې د یرغمل شويو مالونو په توګه چور کوو او په بې درېغه ډول ورڅخه ګټه اخلو، د زغم کچه مو تر دې حده ټیته ده چې په عادي مسایلو یو او بل رټو، وهو او حتی وژنو، د خپلو اولادونو راتلونکي ته پام نه کوو، د هغوی حقوق نه ورکوو او د هېوادپالنې احساس یې وژنو، که په واک کې یو، شتمنۍ ترلاسه او نورو وطنونو ته یې لېږدوو او که په واک کې نه یو خپل نظام او حاکم اقتدار تخریبوو، قومي، ژبني او سیمه ایز تعصب ته لمن وهو، او حتی خپلو ملي ارزښتونو لکه افغانیت، بیرغ، ژبه، پولي واحد، ملي سرود او…. ته درناوی نه لرو تر دې پورې چې د شته ناخوالو په وړاندې حتی یو غږ هم نه پورته کوو.

کله چې دا هر څه کوو نو بیا څنګه ومنو چې له خپلې خاورې سره مینه لرو او دغه مینه مو رښتینې ده؟

که غواړو له خپلې خاورې سره د جنوني مینې احساس نړۍ والو ته په ثبوت ورسوو نو د هیواد د هر وګړي لپاره په کار دي چې د عملي کړنو سرته رسولو په موخه ګام پورته کړي، خپل مکلفیتونه ترسره کړي، د نورو حقوقو ته درناوی ولري، یو او بل وزغمي، د ملي یووالي لپاره کار وکړي او…. هو دا سخته خبره نه ده خو یوازې ټینګ هوډ او سپېڅلی وجدان غواړي.

هغه وخت چې خپل اخلاقي او حقوقي مکلفیت مو ادا کړ نو بیا به مو له خاورې سره د مینې دعوه هم رښتینې وي او هېواد به مو د امن، پرمختګ او پوهنې کور ګرځېدلی وي، خو که په عمل کې یې ثابته نه کړو نو د یوه مات ملت په توګه باید دا تریخ حقیقت ومنو چې له وطن سره د مینې دعوه مو دروغ او بې ځایه ده.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 33

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ليکوال، ژورنالېست او شاعر عصمت الله عمري د زابل ولایت اوسېدونکی او اوسمهال د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي زده کړیال دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.