ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Dec 2015 - 15:42
author avatar
22 Dec 2015 - 15:42

کله چې د بغداد له مشهور دروېش بهلول دانا نه د اسلامي خلافت نامتو بادشاه هارون الرشید وپوښتل چې های کاش بادشاهي تل وای! بهلول ورته وویل، بادشاه سلامت: که بادشاهي تل وای نو تر تا به نه رارسېدلی.

حکومتونه تل تغییرېدونکي وي په داسې حال کې چې ملي ګټې او ملي هویت تل ثابت پاتې کېږي. افراد د حکومتونو د سیاسي ماشین مختلفو پرزو ته ورته وي چې په ګډه د ټولیزو موخو د ترلاسه کولو، د لویو دندو د ترسره کولو او منزل ته د رسېدو لپاره د یو بل ممد تمامیږي.

د حکومت څوکۍ د هېچا نه ده، بلکې د هر چا ده؛ د حکومت د نامه له اخيستلو سره مو سم له لاسه د قدرت، نفوذ او صلاحیتونو د استعمال مسئله ذهن ته راځي. د قدرت سم استعمال په کړنو کې د خدای نه هېرول، د ولس د غوښتنو سمه ترجماني کول او په ټولنه کې د عدالت پلي کول، لکه څنګه چې یې خدای ژمنه کړې، په دنیا کې د مقام او قیامت کې د عرش سیوري ته د درېدو سبب ګرځي. ځيني اشخاص د حکومت/ قدرت په لوخړو کې ورک شي، ځان ترې هېر شي، قام ترې هېر شي، ملي ګټې لولپه کړي او بالاخره د زمان منفوره څېره، ذلیل شخصیت او بې نومه انسان شي.

د دنیا له نامه سره د فنا، د زمان له نامه سره د مرور او د انسان له نامه سره د مړینې کمي او کیفي وروستاړي تړلي دي. د دنیا د تاریخ په اوږدو کې مسکین، فقیر، بادشاه، ګدا، امیر او مامور ټول فنا شوي دي، وخت هېچا ته هم صبر نه دی کړی او هر انسان د مرګ مزه څکلې ده.

فرعون د خدایي دعوه وکړه، مګر له لویو لښکرو سره دریاب وخوړ. نمرود غوښتل د نړۍ عام او تام واک په خپلو لاسونو کې واخلي، لیکن یوې وړې ماشي په ډېر ذلالت وواژه او ابو جهل د قریشو غښتلى سړى و، د خپل وراره حضرت محمد (ص) په تعذیب کې یې له هر ډول دهشت نه کار اخيست لیکن بالاخره په ډېر حقارت د دوو وړو وړو ماشومانو په لاس ومړ. مرګ له ژوند سره تړلې مسئله ده، لیکن هغه کسان چې د قدرت زمان یې د شدت په تمثیل تېر کړی وي، د مرګ شېبې یې هرو مرو د افسوس، طعن او لعنت زېږنده وي.

قیام الدین خادم وایي.

خادم چې په رښتیا شي څوک د قام او د ملت

وطن به یې پس د مرګه په مدفن فخر کوي

د دې لپاره چې د قدرت د ښه او بد استعمال او د هغه اړوند عواقبو په اړه مو سر خلاص شوی وي، دا تاسې او دا څو نړیوالې بېلګې:

۱- مصر ډېر پېچلی جیوپولټیک جوړښت لري، یواځېنى هېواد دی چې له افریقا، اسیا او اروپا سره ګډ مواصفات لري. د داسې یوه هېواد ساتل، د ګاونډیو له غوښتنو سره سم د اړیکو پالل او د ځان لپاره ځانګړی مقام جوړل ډېره ستونزمنه خبره ده. د مصر شمال ختیځ د افریقا، سوېل ختیځ د اسیا او ځينې سیمې یې له اروپا سره نږدې پرتې دي. که څه هم د پراخوالي په لحاظ یواځې يو ميلیون او لس زره کیلومتره مربع سیمه احاطه کوي، لیکن د شاوخوا متزلزلو هېوادونو د اغېز له امله د مصر د حالاتو مهارول اسان کار نه دی. د غزې له جنجالي تراړې سره ګاونډیتوب او په شمال ختیځ کې د اسرائیلو شتون د مصریانو ژوند سخت کړی دی. تېل د اوسنۍ نړۍ تر ټولو لویه غوښتنه او ستونزه ده، که وګورو په تېرو سلو کلونو کې د نړۍ لویو ځواکونو په هغو سیمو کې جنجالونه جوړ کړي چې له تېلو ډک وي. دا چې د مصر په ختیځ او سوېل کې توره بحیره پرته ده، د مصر سیمه يیز کړکېچ یې لا پېچلی کړی او د دغه هېواد د مشرانو لپاره یې د قدرت د سم استعمال خبره ستونزمنه کړې ده.

توره بحیره چې له اسیا او افریقا سره نښلوي د امریکا او اروپا د حرص مړۍ ده؛ ویل کېږي چې د غربي نړۍ تېل د راتلونکو سلو کلونو لپاره هم بسنه نه کوي؛ ځکه هغوی اړ دي خپلې زېرمې سپما کړي او د مخ پر ودې او بېوزله هېوادونو تېل د اوس لپاره وکاروي. تېل او وینې شریکول د اوسنۍ غربي نړۍ د بهرنۍ پالیسۍ سرې کرښې جوړوي او په دې لار کې که هر څوک خنډ ګرځي، باید له مخې لرې کړای شي. د برېتانيې یوه نیمه پېړۍ اوږده پالیسي امر کوي چې اوبه خړې کړئ او ماهیان ونیسئ او یا په بله اصطلاح، بېل کړه او اېل کړه، اوس هم د هغوی د خطرناکې تګلارې مهم ټکي جوړوي. توره بحیره د نړۍ پر مخ د تېلو یو تر ټولو مهمه سرچینه ده. دا بحیره ۲۲۵۰ کیلوم متره اوږده ده، ۳۵۵ کيلو متره پراخه او ۲۲۱۱ کيلومتره ژوره ده. سوېل ته یې د مصر باب المندب او د ایدن خلیج او شمال ته یې د سینای جزیره او د سویز کانال پروت دی. سوېل او شمال ته څلور واړه سیمې له تېلو ډکې او یا د تېلو د تګ راتګ لاره تشکیلوي. تېلو پسې لیونی غرب او د تېلو د انحصار ځينې وږي اسیايي هېوادونه هېڅلکه نه غواړي د مصر په شان هېواد دې د خپلو تېلو په سرچینو لاسبری و اوسي. دوی تل هڅه کړې چې د مصر وضعیت په مختلفو پلمو خراب کړي، امنیت یې وتروړي، اقتصاد یې ویجاړ کړي، کورنیو تفرقو ته یې فرصت برابر کړي او بالاخره نه یواځې د مصر په ګاونډ کې لکه توره بحیره تر خپلې ولکې لاندې راولي، بلکې د مصر شته سرچینې هم په خپل نامه کړي. په داسې حالاتو کې د نظام منسجم ساتل، ولسونه متحد کول، د خلکو غوښتنو ته رسېدل او د راتلونکې لپاره د هیلو نیالګي کېنول یواځې د ښو رهبرانو ځانګړنه وي. دا ډول خلک د ګوتو په شمېر او نامتو سړي وي.

د غزې تراړه د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ تر ټولو جنجالي او د نړۍ د تاریخ تر ټولو اوږده لانجه ده. دا لانجه په ۱۹۲۰ کې پیل او په ۱۹۴۷-۱۹۴۸ کې په کورنۍ جګړه بدله شوه. غزه د مصر له هېواد سره په سوېل لوېدیځ کې ۱۱ کیلومتره او له اسرائیلو سره په شمال او ختیځ کې ۵۱ کیلومتره سرحد لري. غزه تقریباُ ۳۶۵ کیلومتره پراخه ده او لږ تر لږه ۱،۸ ميلیونه خلک په کې اوسېږي. د یوه مسلمان هېواد په توګه د مصر لپاره لازمه وه، تر څو د فلسطین لاسنیوی یې کړی واى لیکن د برېتانيې، اروپا او امریکا ۱۳،۹ ميلیونو یهودانو په ګډه تر نن ورځې د مصریانو اقتصاد، صعنت او ارام له سوال سره مخ کړي دي. د مصر ټول مشران او په ځانګړې توګه جمال عبد الناصر مجبور و چې د هېواد پالنې او اسلامپالنې ترمنځ بيلانس او کلکه اړیکه يې ساتلې واى. نوموړی په خپل رول کې تر یوه حده بریالی او دا دی اوس په سیمه او نړۍ کې د یوه غښتلي رهبر په حیث منل شوی دی. که څه هم په وروستیو کې د غزې او اسرائیلو په اړه د مصر دریځ بدل شوی، لیکن په ټوله کې په خپله جمال په دې ځانګړې قضیه کې بریالی راووت.

سربېره پر دې مصر هېڅلکه هم د افریقايي هېوادونو لکه چاد، نیګار، الجیریا، تونیزیا……له لانجو نه، نه دی خلاص شوی او په ځانګړې توګه په سوېل کې سوډان او لوېدیځ کې یې لیبیا تل د دغه هېواد ژوند ستونزمن کړی و. د مصر او د افریقایي هېوادونو تر منځ دا اړیکې د تاریخ په اوږدو کې کله د دښمنۍ او کله د دوستۍ رنګ ته اوښتې لیکن جمال تل د خپل هېواد ملي ګټو ته تر بل هر چا ډېر ژمن پاتې شوی دی.

په هر حال، خوشحال خان خټک به ویل چې ژوند، ننګ او واک د ګلو/ زرو پالنګ نه دی. قدرت ته رسېدل یو هنر او د قدرت سم استعمال بل هنر دی. په نړۍ کې عجیب او غریب رهبران تېر شوي چې ځينو ته قدرت د مرګ لامل، د طعن بار او شرم حلقه شوې ده او ځينو ته یې تلپاتی ژوند ورکړی دی.

مصر د خپل تاریخ په ټول دوران کې عجیب پړاوونه تر شا پرېيښي دي، جمال عبدالناصر د دغه تاریخ مهمه برخه ده. ویل کېږي چې نوموړي د لسګونو کلونو مستبد شاهي نظام وپرځاوه، د ۱۹۵۲ کال انقلاب يې تحریک کړ، ټولنیز عدالت یې قایم کړ، د عربو ترمنځ یې د نظر او عمل توحید رامنځ ته کړ، سیاسي هر اړخیز اصلاحات یې عملي کړل، د مدنیت لپاره یې پراخ کمپاین وکړ، خلکو ته یې جمهوري نظام هدیه کړ او د خلکو پر زړونو یې راج وچلاوو، نه د خلکو په بدنونو. که څه هم د ۱۹۶۷ کال د اسرائیل-مصر په شپږ ورځنۍ جګړه کې یې ماتې وخوړه لیکن دا چې نوموړی د مصري ولس د ارادو ترجمان و نو د تکفین او تدفین په مراسمو کې یې ۵ ميلیونه خلکو ګډون درلود. نوموړی په ۱۹۱۸ کې وزېږېد، په ۱۹۷۰ کال کې د زړه د ناروغۍ له کبله ومړ او په کایرو کې خاورو ته وسپارل شو. عبدالناصر په ۱۹۵۶ کال کي د مصر دويم نومیالی ولسمشر او په ۱۹۶۸ کال کې یې ځان لومړى وزير اعلان کړ. د جمال د ۱۹۵۲ کال اصلاحي انقلاب او د ۱۹۵۴ کال د سیاسي ریفورم هڅې تاریخي ارزښت لري.

نوموړى ماهر سیاسي فنکار و. د جمال یوه ځانګړتیا دا وه چې د خپل ولس په نبض پوهېده او د خپلو خلکو په منځ کې یې ځان تثبیت کړ. کله چې له اسرائیلو سره له جګړې او ماتې وروسته له دندې مستعفي شو نو د مصریانو د تاریخي سوله يیزو لاريونونو او مکررو غوښتنو په پایله کې بېرته دندې ته راوګرځېد لیکن تر پخوا ډېر ګړندی او هوښیار و. نوموړي په هر غټ او واړه کار کې د خپل ولس له هر اړوند شخص (غټ او واړه) سره سلا مشوره کوله او کله یې هم په دې برخه کې سرې کرښې نه دې کراس کړي.

دوهمه برخه بیا………

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 8

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.