ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 Jan 2018 - 18:01
author avatar
25 Jan 2018 - 18:01

له هېواد څخه بهر چې کله سفرونه کوم، نو زياتره بهرنيان او افغانان تل را څخه دا پوښتنې کوي چې د افغانستان وضعیت خو ډېر خراب دی او ډېر بد بد خبرونه اورو، ته څرنګه هلته اوسېږې؟ ولایتونو او اطرافونو ته څرنګه سفرونه کوې؟ احتیاط کوه او داسې نور.

زما ځواب دوی ته دا دی چې په افغانستان کې له دېرش میليونو څخه زیات کسان اوسېږي، د ټولو ستونزو با وجود خلک خپل ژوند پر مخ بیایي، بازارونه له خلکو څخه ډک دي او هره ورځ په زرګونو موټر د کابل، ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ تګ او راتګ کوي. ډېر ښه خبرونه هم شته، خو د هغه ښو خبرونو په هکله نړیوال او هم داخلي رسنۍ راپورونه نه خپروي. په کليو او بانډو کې په سلګونو زره  هلکان او نجونې ښوونځيو ته ځي، اکثرو کليو ته سړکونه تللي دي، خلک چکرونه وهي او مېلې کوي، خو د هغوى په اړه څوک څه نه وایي.

دا ځکه چې متاسفانه که څه هم د حکومت هره اداره یو ویاند لري، د عامه اړیکو لپاره ادارې لري، د دولت د رسینو مرکز شته، خو د دې ټولو ترڅنګ د حکومت د ستراتیژیک کمیونیکشن پالیسي ډېره کمزورې او یا په نشت حساب ده. د ډېرو ښو کارونو کریډټ حکومت نه شي اخيستلى او نه حکومت ته ورکول کیږي.

د بدو خبرونو مثال داسې دی لکه چې د کابل-جلال اباد پر لاره هره ورځ په سلګونو موټر تګ او راتګ کوي او په زرګونو کسان خپلو ځایونوته په ښه توګه رسیږي، خو هېڅوک دا خبر نه خپروي چې نن په سلګونو موټر چې په کې په زرګونو کسانو سفر کاوه په سالمه توګه خپل منزل د مقصود ته رسېدلي دي. که یو موتر ټکر شي نو بیا مهم خبر همدا وي چې نن د کابل-جلال اباد پر لاره یو موټر ټکر شوی دی اوبیا ټول وایو چې یاره دا د کابل-جلال اباد لاره د موټرو د تګ او راتګ لپاره ډېره زیاته خطرناکه ده، کوښښ کوي چې ډېر جلال اباد ته لاړ نه شي. همدا علت دی چې وایي خبر تل بد خبر وي.

راځئ چې هره ورځ د خپلو سیمو او سترګو لیدلو ښه خبرونه او پېښي د ټولنیزو رسنیو له لارې د دوستانو او هم  له نړیوالو سره د هغوى په ژبه شریکي کړو ترڅو د افغانستان دښمنانو ته پته ولګیږي چې دلته او هلته بريدونه، وژنې، د ښوونځيو او لارو ورانول دوی ته څه ګټه نه لري.

دوی نه شي کولى چې د افغانستان د اکثریت ولس ملاتړ په ډز او ډوزو، وژنه، د ښوونځیو، سړکونو او لارو په ورانولو سره لاسته راوړي. دوی نه شي کولى چې په جوماتونو، هوټلونو، موسساتو او دولتي ودانیو کې د ځانمرګو بريدونو په وسيله  د خلکو زړونه لاسته راوړي.

هو! ترورستي ډلې او سازمانونه او د هغوى حامیان وېره خپرولى شي، خبرونه جوړولى شي خو د خلکو زړونه د حکومتولۍ او نظام د جوړېدو لپاره نه شي لاسته راوړى. دې کې شک نشته چې حکومت ستونزې لري او ولس به د حکومت  له اجرااتو څخه مایوسه وي، خو بیا هم اکثریت ولس له نظام  څخه ملاتړ کوي. دا ځکه چې ولس ژوند غواړي، تعلیم غواړي، سوکالي غواړي او دا ټول کارونه یوازې د نظام په شتون کې ممکن دي.

اما ترورسي ډلې که هغه د طالب تر سوري لاندې وي او که د داعش، دوی د ولس د رفاه او د وطن د ابادۍ لپاره هېڅ پلان نه لري چې ولس په دوى اعتماد وکړي او نه د دوی په راتګ سره په افغانستان کې سوله او سوکالي راتللى شي. په هر بريد کې که ولس  له حکومت  څخه یو څه مایوسه کیږې، خو د دې ترڅنګ د ولس نفرت له  دې ترورستي ډلو څخه په کراتو کراتو زیاتیږي او دوی د ولس په منځ کې د منفورو ډلو په توګه پېژندل کیږي.

ښه به دا وی، هغه کسان چې په افغانستان کې د سولې طرفدار دي او په افغانستان یې زړه سوځي د تروريستي ډلو نه خپل صفونه جدا کړي او د نظام ملاتړ وکړي. د نظام په پياوړي کېدو سره په خپله د خودسره اشخاصو او ډلو نفوذ راټیټیږي او په وطن دردمندواو د اهل  کار کسانو ته د کار زمینه او فرصت برابريږي. د جنګ په موجودیت کې به تل بې عدالتي وي، فقر به وي او افغانستان به په سیمه کې  له  ټولو څخه وروسته پاتې هېواد وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو  Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.