ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د ستراتیژي په اعلان سره نه یوازې د پاکستان اورپکې ډلې، بلکې حکومت هم خپله نارضایتي څرګنده کړه او د امریکا د دې ستراتیژي اعلان یې د پاکستان لپاره یو بد خبر وګاڼه، د حکومت ترڅنګ هغو ډلو ټپلو چې د اسلام ترنامه لاندې په سیمه کې د جنګ جګړې طرفدار دي او انسان وژنه یې تر هر نامه لاندې اصلي موخه ده د امریکا ستراتیژي وغندله او په افغانستان کې یې له جنګ جګړو څخه خپل پوره ملاتړ اعلان کړ.

دا لومړی ځل نه ده چې د پاکستان هېواد په نامه اسلام پاله ډلې په افغانستان کې د جګړې په روا والي ټینګار کوي او له جنګېدونکو ډلو څخه خپل ملاتړ اعلانوي، په پاکستان کې ډېرې ډلې همدا اوس په افغان جګړه کې مستقیم لاس لري او په ځینو مواردو کې افغان دولت ادعا کړې چې په جګړه کې په مستقیم ډول پنجابي عسکر او نظامیان نیول شوي او وژل شوي دي، څه موده وړاندې د پکتیا ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ په سقوط کې ملکي خلک ګواهي ورکوي چې پاکستاني نظامیان وژل شوي وو او افغان حکومت هم همدا تور پورې کړی وو.

د دفاع پاکستان کونسل په نامه د مذهبي سياسي ګوندونو د اتحاد مشر، مولاناسميع الحق وایي چې د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي.

ښاغلي سمیع الحق چې د جمیعت علما اسلام (س) مشر هم دی په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته وویل، د دوی په اتحاد کې شاملې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي.

مولانا سميع الحق دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې ده او ویلي یې دي چې پاکستان هغو ترهګرو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې پر امریکایي قواوو مرګوني بریدونه کوي.

د دفاع پاکستان کونسل د مذهبي ګوندونو په اتحاد کې نژدې څلویښت افراطي مذهبي ډلې شاملې دي چې یو شمېر یې د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان د حکومت له خوا، تحریم شوي هم دي.

امريکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې د افغان طالبانو ډلې حقاني شبکې ته خوندي ځالې ورکړي او د دغه هېواد استخبارات په افغانستان کې د عملياتو په وخت له حقاني شبکې سره مرستې کوي. امريکا په کال ۲۰۱۲ کې د حقاني شبکه یوه بهرنۍ ترهګره ډله وبلله.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي چې په هېواد کې يې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په پېل کړو پوځي عملياتو کې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد، پرته له کوم توپیره، يو رنګ عمليات کړي دي.

د مولانا سميع الحق سره جهادي مشر فضل الرحمان خليل او د پخواني پوځي مشر ضیأ الحق زوی اعجازالحق هم ملګري دي. خلیل وایي دا ممکنه نه ده چې پاکستان د حقاني ډلې پر ضد کوم ګام پورته کړي.

سميع الحق د چهارشنبې په ورځ پر خلکو د جهاد غږ کړی او ويلي يې دي موږ په افغانستان کې د امريکايانو پر ضد جنګېږو.

اصلي خبره داده چې ایا د پاکستان حکومت په داسې ځایونو کې لکه اسلام اباد د دې توانایې نه لري چې د دې ډلو د فعالیت مخه ونیسي او که په لوی لاس د اور لمن ته په کی وهل دي مولانا سمیع الحق په اسلام اباد کې په ډاګه اعلان کوي چې د دې شورا اړوند ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي، داچې سمیع الحق خپله په جار نارې وهي او پاکستان بیا په پاکستان کې د جګړه مارو ډلو شتون ردوی ایا پاکستان ړوند دى که د پاکستان استخباراتي اداره آی آیس آی چې دا خبرې دروغ دي او که څنګه.

په اوس وخت کې افغان حکومت ته په کار ده چې له امنیت شورا څخه په کلکه غوښتنه وکړي چې د پاکستان هېواد ترهګرو په تمویل کوونکو، روزونکو او پالونکو هېوادونو په لېست کې شامل کړي او له دې سره سره دې یو لړ سیاسی بندیزونه او فشارونه پرې وضع شي.

پاکستان په تېرو څو کلونو کې له نړیوالې ټولنې د امریکا په مشري ایتلاف څخه په دې پلمه چې ترهګر ځپي مرستې ترلاسه کړې نه یوازې ترهګر یې له منځه یو نه وړل، بلکې ترهګر یې وروزل او د جګړې میدان ته یې را ولېږل، دا لومړی ځل نه ده چې په افغانستان کې له ترهګرو او جنګېدونکو ډلو څخه پاکستاني مذهبي ټېکداران په ډاګه ملاتړ کوي مولا فضل الرحمن وړاندې تر دې په بار بار سره په دې اظهار کړی چې زموږ کسان په افغانستان کې د دوی په اند په جهاد بوخت دي او دوی له دې کار څخه په پوره توګه ملاتړ کوي، خو پاکستان دولت او استخباراتي اداره یې په ډېره سپین سترګی سره داخبره ردوي او ځان سپین چرګ ګڼي او له نړیوالو څخه په میلیاردونو ډالر مرستې ترلاسه کوي او هماغه ترلاسه شوې پیسې په افغانستان کې جنګېدونکو ډلو ته ورکوي او خپلې سیاسي موخې ترلاسه کوي.

که چیرې پاکستان همداسې په سپین سترګی له ترهګرو ډلو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، نو د افغانستان حکومت راتلونکې به له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شي، او افغان حکومت په راتلونکو کلونو کې د سترو جګړو او بدبختیو ګواه و اوسي، که چېرې د نړیوالې ټولنې مرستې کمیږي کېدای شي د ترهګرو د تجهیز او تمویل پروسې هم له خنډ او ځنډ سره مخ شي، خو پاکستان په کراره نه کیني او د یو بل تمویلونکې په لټه کې دى چې په دې کې د چین او روسیې ټاکل لرې نه دي او روسیې تر دې وړاندې هم له طالبانو سره د خپلو اړیکو لرل نه دي رد کړي او ویلي وو چې له طالبانو سره زموږ اړیکې زموږ د ملي ګټو پر اساس دي او که اړتیاوې دې اړیکو ته به دوام ورکړل شي، ترڅو طالبان زموږ ملي ګټې وساتي.

د طالبانو د تمویل او تجهیز لپاره د چین را میدان ته کېدل هم لرې خبره نه ده کې چېرې د چین هېواد ته دا ګواښ ډېریږي چې امریکا غواړي زموږ تر پولو جنګ را واړوي، نو لرې نه ده چې طالبان د چینایانو پر مشرۍ خپل جنګ ته د امریکا پر وړاندې دوام ورکړيو خو هغه څه چې یو تریخ حقیقت   دا ده چې پاکستان د طالبانو د یو جیزګر په حیث خپل رول دوام ورکړی او لا یې هم ورکوي او له دې لارې خپل اهداف تعقیبوي.

افغان حکومت ته یوازې دا لاره پاتې ده چې پر پاکستان د نړیوالې امنیت شورا او ملګرو ملتونو له لارې سیاسي فشارونه ډېر کړي او دې ته یې اړ کړي ترڅو پاکستان په افغانستان له جنګېدونکو ډلو څخه لاس په سر شي او افغان ملت هم یوه ورځ د ارامۍ ساه واخلي له دې پرته دا ممکنه نه ده چې په افغانستان کې دې د جنګ جګړو ټغر راټول شي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بريالى ناياب، در سال ١٣٦٣خورشيدى، در ولايت لوگر متولد شده است. موصوف، تعليمات ابتدايى خود را در ليسۀ عالى حضرت بلال هنگو در خيبر پشتونخواه؛ و تعليمات ثانوى خود را در ليسه عالى محمدآغۀ لوگر به پايان رسانده است. موصوف از پوهنځى اقتصاد پوهنتون خصوصى مشعل، فارغ شده و فعلاً در موسسۀ انکشافى سنايى، به حيث مديرمسوول مجلۀ اعمار صلح، ايفاى وظيفه ميکند.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.