ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
28 Apr 2016 - 15:50
author avatar
28 Apr 2016 - 15:50

په نړۍ کې د مطبوعاتي دور له رامنځته کېدو را وروسته چې د انساني ټولنو د حقونو د ساتنې او پرمختللي مدني ژوند پر لور کوم غږ پورته شو، په نړۍ کې يې د حکومتونو او دولتونو په کچه د مثبت بدلون خورا سترې بېلګه ييزه بڼه رامخې ته کړه چې په همدې لړ کې پرمختيايي ولسي ښېګڼه یيزو چارو ته د ټولو د پاملرنې پر را اړونې سربېره د ازاد او سيال ژوند پر لور د ټولنو د مدني مبارزې يوه مهمه برخه وګرځېده.

دا بحث بلا اوږد دی، له همدې امله موږ نور د نړۍ په کچه د مدني مبارزو پر تاريخچه ډېر نه تم کېږو، بلکې غواړو چې په افغاني ټولنه کې په بېلابېلو بڼو شته مدني هڅې ستاسې ياد ته يو ځل بيا در تازه کړو.

هېوادوالو! په داسې حال کې چې نن ورځ زموږ په هېواد کې خلک د پردو له لاسه د نفرت او يو بل نه د غچ اخيستنې نغاره ټنګوي او ګڼ يې د ولسي مدني ولسي پرمختياييزو چارو پر ځای يو بل ته په مورچه کې ګوته په ماشه ناست دي، خو که موږ بيا د خپلې ټولنې د تېرو مدنې مبارزو عمق ته ځير شو، نو وينو چې د دغه ولس تېرې ولسي ګډې ښېګڼه ییزې هلې ځلې د وخت له سياستونو سره سم مخکې تګ وو چې دغه ولس يې تر دغه ځايه له بېلوالي بريالی را ورساوو چې نن دغه کار د تېرو مدني مبارزو د يو مهم اصل په توګه پېژندای شو.

په افغاني ټولنه کې پخوا د ښاديو په ورځ د کليوالو يو موټی خدمتګاره لاسنوی چې د يو بل په همکارۍ د غره له څوکو د لرګيو راوړل، ديګونه او اوبه راوړل، پر ټولنيزو ستونزو باند د ژر برلاسي کېدو لپاره د ولس په منځ کې د کليوالي دود په بڼه د ډول په وهلو سره د پاګړو شور، د بېوزلو ناروغانو د درملنې په هدف له اړمنو سره د نغدو پيسو مرسته، د مړي دفن کول او سقات مراسمو د بريالی ترسره کېدو لپاره غمجنې کورنۍ ته د نغدو پيسو ورکړه، په جوماتونو او حجرو کې پر ولسي ستونزو ګډې سلا مشورې، د ځينو اشخاصو له خوا د ناروا اعمالو د مخنيوي پر وړاندې د ولس په منځ کې شريکه قومي چيغه او په ولسي سطحه د هېواد د پولو ساتنه، ټول هغه څه دي چې موږ ته د دغه مېړني ولس په تېر کې ټولې پر ځای او مدني مبارزې را یادې او تازه کوي چې دا هر څه موږ د خپلو ټولنو د ژوندانه په هر دور کې د مدني مبارزو يوه روښانه او پياوړې برخه په ميراث را پاتې کېږي.

نو له همدې ځايه که موږ دغو ټولو کارونو ته په ژوره توګه وګورو، دا هر څه نه يوازې د ټولنيزې ښيګڼې يوه برخه وه، بلکې همدا هڅې نن ورځ د هغو ولسونو او ټولنو د پرمختيا او مخکې تګ سبب هم شوې چې ذکر شوو کارونو ته پر دوام سربېره نوې بڼې هم ورکوي.

ملګرو! د نن فکر چې د انساني ارزښتونو خونديتوب او د انساني ټولنو د وړاندې تګ په لټه کې دی، موږ ته هم دا را زده کوي چې څنګه او له کومې لارې خپلې هماغې پخوانيۍ انساني مدني هڅې نن ورځ په يوه نوې بڼه چې هر څه يې بنسټيز ولسي ارمانونه تشکيلوي، په يوه نوې اډانه کې شامل کړو.

دا هر څه ښيي چې ووايو: زموږ د ټولنې تېرې ولسي مدني مبارزې د خپل وخت يوه خورا ارزښتمنه برخه وه او غښتلتيا وه، مګر نن په کار ده چې د همدغو مبارزو قوت په نوي رنګ، د ټولنې د ثبات، برابرۍ، قومي ولسي پيوستون، له نړۍ سره د روا رقابت پر هغې لاره بوځو چې ټولنې ته مو له شته ناخوالو او ستونزو څخه د خلاصون يوه اغېزناکه لاره را پېژني.

موږ ته دا هر څه را يادول په دې ګټور دي چې ولس مو د ګردې نړۍ په کچه په يو خورا سخت حالت کې راګير دی او موږ هغه ولس ياديږو چې سره له هر څه لرلو بيا هم د ولسي بې اعتباريو او خپلمنځي اختلافاتو له امله له سهولتونو او پرمختګونو شا ته پاتې يو.

له همدې ځايه لازمه بولو چې ووايو: موږ د هغه ولس بچيان يو چې د کمو امکاناتو په شتون يې خپل کلتوري، ټولنيز، سياسي او فرهنګي دوديز ميراثونه موږ ته تر دې ځايه را ورسول، نو اړينه ده چې نن موږ هم د يو ځوان او ويښ فکر په لرلو سره د مدني مبارزو ياده بڼه د سمون پر بنياد د خپل ولسي ميراث يوه مهمه برخه وګرځوو.

د دغه کار ګټه به موږ ته دا وي چې له يوې خوا به مو د خپل حکومت غټان (مسوولين) او نړيواله ټولنه له خپله درده خبر ساتلي وي، تر څنک به یې ولس دې ته هڅول شوی وي چې د سيالۍ په ډګر کې پر ستونزو برلاسی د هغوی د بقا، پرمختګ او مدنيت په معنا دی او هر څه خپل ګڼل يې يو انساني مسووليت دی.

ولسونو! په نړۍ کې يو معقوله ده چې وايي: بريالي خلک د مخکې تلو لپاره د قربانيو ورکړه د ريکارډونو په کتاب کې ثبت کول غواړي؛ موږ چې هم يو ملت ځان بولو، د اوسني دور د شته مجبوريتونو پر اساس له نړيوالې ټولنې سره د پراخې سياسي، سوداګريزې، ټولنيزې او فرهنګي مبارزې او رقابت لپاره په کار ده چې د خپلو همغږو حرکتونو له مخې ټول هغه ځنځيرونه او خنډونه وشلوو او مات کړو چې تر نن ورځې زموږ له روانو پرمختګونو او نوو مثبتو لاسته راوړنو او فکرونو لرلو شا ته پرېږدي او دغه ولس په تياره کې د ساتنې تر څنک د اوس مهال د پرمختګ له يو مهم اساسي هدفه راګرځوي.

له همدې ځايه نن چې په خوست ولايت کې د بېلابېلو مدني ټولنو او بسټونو له لوري کومې متحدې ځواکمنې او يو همغږې مدني مبارزې او پاڅون پيل شوي، راځئ چې ټول يې يوه برخه شو او سم يې بدرګه کړو، څو دغه کار مو برخليک روښانه کړي او په دغه ولايت کې د ترانزيټ، کاري فرصتونو ټولنيز ثبات پر لور مو بوځي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.