ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
1 May 2018 - 11:15
author avatar
1 May 2018 - 11:15

د ۱۹ مې پیړۍ له نیمایي نه بیا د شلمې پیړۍ تر وروستۍ لسیزې پورې مرکزي اسیا د شوروي امپراتورۍ تر چغ لاندې وه. 
د قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان تقریبا ۷۰ ميلیونه خلک په ۴۰۰۳۴۵۱ کیلومتره پراخه ساحه په مطلق ډول د شوروي د دکتورینو پر بنسټ چلیدل.‌ دا هېوادونه د خرشچپ او همفکره استیلاګرو له خوا لسیزې لسیزې د ازادۍ له ثمرې محروم وو.  دا به ومنو چې شورویان هغه مهال د خپل کورني نظم، سیاسي ترتیب او نړۍ لید په لحاظ تر نورو ځانګړي وو چې کولای یي شو چې مرکزي اسیا هیوادونه مستعمرې کړي،‌ مګر تردې ور اخوا دلیل ددې هېوادونو خوبوړي ولسونه او حلقه بګوش حریص مشران وو چې د خپلو ځاني ګټو لپاره یې د خپل ولس په ذهنیت کې د غلامۍ انګیزه ترزیق کړه.‌ یو اروپایې جګړه مار مشر به ویل چې د هېوادونو د تسخیر لپاره د هغو هېوادونو بې پروا عام اکثریت او غلام مشر اقلیت په کار دی، او ددې مقولې ژوندى مثال د هغه وخت د مرکزي اسیا هېوادونه وو.‌

په ټولیز ډول مرکزي اسیا د کال ۲۹۵ ميلیارد ډالر عواید ( نامینل) لري چې د یوه نفر سرانه عاید ۶۰۴۴ امریکایي ډالرو ته رسیږي، مګر دا اندازه بیا له یوه هېواده بل ته تغیر کوي.‌ نه یواځې دا چې مرکزي اسیا هېوادونه د اروپا او اسیا ترمنځ د تقاطع لار جوړوي، د ورېښمو لارې په وسیله مسلمانه نړۍ په لنډه او ارازنه توګه له چین، هندوستان او اروپا سره نښلوي. د اسلام د راتګ نه پخوا دا ۵ هېوادونه د ایراني دیکتاتورانو له خوا اداره کیدل چې سلګونه سلګونه کلونه یې وسایل، سرچینې، تولید او امکانات د حکومتي سیستمونو له خوا کنټرول کیدلی او عام ولس په کې هیڅ نقش نه درلود.‌

مرکزي اسیا که څه هم د پریوت په لحاظ خورا مهم، او کولای شو چې د نړۍ تړلی اقتصاد او سوداګري د ۲۵۰ کاله توقف وروسته د خپل منځګړیتوب په وسیله بیا پیل کړي، مګر بیا هم د ناسم مدیریت، تغافل او ناپوهۍ له امله تل د ښکته پورته خوخښتونو ښکار شوی دی.‌ د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ کرنیز تولیدات له تاجکستان پرته په نورو څلورو هېوادونو کې راپریوتل مګر لوږه د نورو هېوادونو په ګډون په تاجکستان کې هم هماغه شان وژونکې وه.‌ که څه هم ترکمنستان د ډول ډول توکود تولیداتو په برخه کې په تیزۍ روان وو مګر هغه شان غښتلی نه شو چې لازمه وه.‌ همدا اشان خدماتي سکتور له تاجکستان پرته په ټولو هېوادونو کې وده وکړه، مګر ټول هېوادونه د نشه یي توکو،‌ فساد،‌ او سطحي سیاسي مدیریت له امله په بې وسۍ او لوږه کې لتاړ دي.‌ د مرکزي اسیا هر هېواد له بل هېواد سره د مساحت، نفوس او امکاناتو په لحاظ خورا توپیر لري، مګر ناسم وضعیت یې ګډه ځانګړنه ده.‌ موږ نه شو ویلی چې له تاجکستان پرته څلور نور هېوادونه دې لکه افریقایي ولسونه بې وزله،‌ له تمدنه لرې او په ورک مسیر روان وي، بلکې ادعا کوو چې د شته امکاناتو او ستراتیژیک پریوت سره سره بیا هم دا هېوادونه هغه شان پرمختللي نه دي چې لازم دي، نو ځکه پرې د ظالم حاکم اقلیت او جاهل محکوم اکثریت اطلاق کوو.

‌د بیلګې په توګه،‌ قزاقستان او ترکمنستان د تیلو او طبیعې ګازو پریمانه سرچینې لري. ازبکستان لسګونه کلونه کولای شي د خپل تیلو او ډول ډول نفتي زېرمو په وسیله په ځان بسیا شي.‌ قزاقستان د نړۍ په کچه د یورانیمو لویه اندازه لري. دا چې مرکزي‌ اسیا تر ډېره هواره ده نو د زراعت لپاره مساعده ده. د پنبې کرل او نړیوال مارکیټ ته یې صادرول خاصه ځانګړنه ده. ازبکستان د پنبې د تولید په برخه کې پنځم، او ترکمستان ۹ درجه هیوادونه دي.‌نه یواځې دا چې مرکزي اسیا د خپل کورني ګډوډ دریځ له امله نړۍ ته د کافي‌اندازه یورانیمو په صادرولو کې پاتې راغلې، بلکې د پنبې د نه صادرولو له امله یې په نړیوالو بازارونو کې ریکارډ خراب شوی دی.

نړۍ اوس د یوځای کیدو په حال کې ده.‌ امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سوداګرۍ، جنګ، سولې، انساني خدمتونو او د سیاست په نامه د هېوادونو سره شراکتونه لري.‌ امریکا هم، او بعضې هوښیار هیوادونه هم د یوه بل په وجود کې ماړه او په ګټو کې پټ دي. مهمه نه ده چې ټوله نړۍ دې بې ساري طبیعي سرچینې او هر ډول امکانات ولري، ترڅو غښتلی شي بلکې مهمه داده چې هېوادونه څنګه له خپلو شته امکاناتو څخه د دقیقې محاسبې له مخې اعظمي ګټه اخلي.

د بیلګې په توګه شمالي کوریا په خپل ځان د بسیاینې ښه سمبول کیدای شي. په ۱۹۱۰ کال کې د جاپان له خوا، کټ مټ لکه شوروي چې مرکزي اسیا تر کنټرول لاندې کړه، جاپان هم کوریا له ستونې ونیوه. لومړی نړیوال جنګ( ۱۹۱۴- ۱۹۱۸) او دويم نړیوال جنګ(  ۱۹۳۹- ۱۹۴۵) رامنځته شو.‌ په ناګاساکې او یوریشیما د امریکا دوه غبرګو بمونو جاپان مات کړ.‌ په ۱۹۴۸ کال کې جنوبي او شمالي کوریا سره بیل شو.‌ د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۴ کلونو ترمنځ  دواړو هېوادونو جګړه وکړه چې بالاخره ډز بند وشو، مګر سوله ونه شوه.‌ دا مهال د شوروي د وارسا بلاک او د امریکا د ناټو بلاک په تیزۍ د جوړېدو په حال کې وو.‌ سوېلي کوریا د امریکا او شمالي‌ کوریا د شوروي تر تسلط لاندې راغله.‌ نه امریکا او نه هم شوروي غوښتل چې شمالي‌او سوېلي کوریا دې سره یو ځای شي، ځکه نو کلونه کلونه جدا پاتې شو.‌ سوېلي کوریا جلا قضیه ده مګر شمالي کوریا دلته زموږ د بحث موضوع ده.‌ تر ۱۹۹۱ کال پورې چې لا شوروي فدریشن حاکم وو نو شمالي‌کوریا د شوروي تر حمایت لاندې ژوند کاوه او د ژوند د تدوام ډېر کریدټ د شمالي کوریا رهبرۍ ته نه شو ورکولی مګر کله چې شوروي اتحاد مات شو، نو شمالي کوریا د ژوند، کار او نړۍ لید بل طرز غوره کړ.‌ په ۱۹۷۲ کال کې یې په خپل اساسي قانون کې د ( سوچې یا سوشی) په نامه عبارت ورزیات کړ.‌ سوچې/سوشی یعنی په ځان بساینه چې له خپلو امکاناتو به د سم مدیریت په پایله کې ځان جوړوي.‌ هماغه وو چې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په ۲۷ نیټه امریکا مجبوره شوه چې د سوېلي او شمالي‌کوریا تر منځ د روغې جوړي لپاره لاره هواره کړي. دا سوله یواځې سوله نه، بلکې په امریکا او سوېلي کوریا د زمان او مکان اجبار وو.‌ شمالي کوریا تر هغې کچې غښتلې شوې وه چې نور یې کمزوری کیدل نا ممکن وو نو ځکه امریکا د تقابل پر ځای د تفاهم په لار وغږید.

‌شمالي کوریا ۱۲۰۵۴۰ کیلومتره وړوکى هیواد دی.‌ د ۲۰۱۸ کال د احصاییو پر بنسټ په کې ۲۵۳۶۸۰۰ تنه اوسیږي.‌ ۴۰ ميلیارد پي پي پي او ۲۵ ميلیارد نامینل کلني عواید لری‌.‌ په ختیځه اسیا کې پروت دی.‌شمال او شمال لوېدیځ اړخ ته یې  په نظامي لحاظ غښتلې روسیه او اقتصادي لحاظه غښتلی چین پروت دی.  روسانو د کلاشنیکوف او چینایانو د پیسو په زور لسګونه کاله د شمالي کوریا د ماتیدا او غلامۍ کوښښ وکړ مګر کیم جونک اوو پلار یې کیم جونګ ایل د خپل حکمت په زور نننۍ بې سارې کوریا رامنځته کړه.

‌مخکې مو یادونه وکړه چې مرکزي اسیا به هرو مرو د ژوند هره اسانتیا نه لري مګر کیدای شي چې د خپلو شته وسیلو په مټ یې خپله ډوبیدونکې بېړۍ تر ساحله رسولې وي مګر بدبختامه اوس داسې نه کیږي.‌

‌اوسنۍ شمالي کوریا د روغتيا،‌خوراک، تعلیم او د ژوند ډېر خدمتونه په خپله خپلو خلکو ته مفته وړاندې کوي او یا د اړوندو خدمتونو لپاره مالي سرچینې چمتو کوي او خصوصي سکتور یې مدیریت کوي.‌ کیم جونګ اوو پوهیده چې نه یواځې امریکا او ناټو یې وینو ته سره ناست دي، بلکې ګاونډي‌هېوادونه یې هم د ګوزار لپاره سم فرصت ته انتظار باسي.‌ دا چې د چین او روسیې په پرتله د مساحت په لحاظ ډېر کوچنی او د نفوس په لحاظ د مقایسې وړ هېواد نه وو نو د خپلې بقا لپاره یې  د لازمو وسیلو او خطرناکو اسلحو په جوړولو پیل وکړ.  نن شوروي له شمالي کوریا ځان ساتي، چین ورسره نه مخامخ کیږي، ټرمپ او کیم به ژر سره ووینې، او سوېلي کوریا ورسره بی قیده او شرطه سوله وکړه.‌

کیم پوهیده چې اقتصادي سیالي یې په وس پوره نه ده نو ښه ده چې د خپل ۲۵ ميلیون خلکوله منځه ۹.۵ میليونه خلک د عملي عسکري خدمت او یا ریزرف قطعاتو په حیث وساتي.‌ دا چې۱.۲۱ ميلیون خلک همدا اوس په رسمې نظامي چوکات کې د شمالي کوریا خاوره ساتي، د چین، امریکا او هندوستان نه وروسته څلورم لوی نظامي ځواک دی او دا د هغه عملي شعار ( سنګن) یعنی ((نظامي ځواک تر هر څه لومړی)) پایله ده چې هم پرې حکومت باور درلود او هم یې د خلکو په ذهنونو کې ځای په ځای کړی وو.‌ که کیم د ۱۷ او ۵۴ کلونو عمر ترمنځ خلکو باندې نظامي خدمت اجباري کړی و، نو دا مستي نه بلکې د وخت تقاضا وه.‌ دا چې شمالي کوریا او سیاسي‌مدیریت یې په بشپړ لحاظ جلا ماډل او د ژورې مطالعې وړ بحث دی، اړینه ده پرې پوه شو، مګر اوس په همدې کرښو بساینه کوو او لیکو چې د شمالي کوریا د تکتیکونو خلاف مرکزي اسیا نه یواځې داچې په نوښتګرو لارو یې د ځان لپاره د غوره ژوند فرصت برابر نه کړ، بلکې خپل شته امکانات یې هم حیف او میل کړل او ځکه خو تل د رکود او جمود له خطر سره مخ وي.

لنډه دا چې مرکزي اسیا هېوادونه اوسمهال له لازم پرمختګ څخه برخمن نه دي‌ او نه هم د راتلونکې لپاره دقیق ستراتیژیک پلان لري.‌ قرغزستان پریمانه اوبه لري، د خرڅلاو لپاره برېښنا تولید کولی شي، مګر بهرنی مارکیټ یې ټکنی دی.‌ همدا شان قرغزستان له ۲۰۱۰ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د یو شمېر لویو ستونزو شاهد وو.‌ کرمان بیک باکیوف د ۲۰۰۵ کال نه بیا تر ۲۰۱۰ کال پورې ددې هېواد ولسمشر وو.‌ په ۲۰۱۰ کال اپریل میاشت کې یې پر وړاندې مظاهرې پیل شوې.‌ د ۲۰۱۱ کال تر نومبر میاشت پورې، تر هغې چې ټولټاکنې کېدلې، موقت حکومت حاکم وو.‌ د کرمانبیک جهالت او حرص دا هېواد له لویو ستونزو سره مخ کړ.‌ د نړیوال بانک راپور ښیي چې په ۲۰۱۰ کال کې ۳۳.۷ او په ۲۰۱۱ کال کې ۳۶.۸ سلنه نرخونه پورته لاړل.‌ همدا شان د طلا او نورو قیمتې کاڼو استخراج او سوداګري ۶۰ سلنه راپریوته او دا په ټوله کې د مرکزي اسیا د غلطو کړنو وړه بېلګه ده.‌

په مرکزي اسیا هېوادونو کې سیاسي مشرانو غوښتل چې عام اکثریت تل ناپوهه او ویده پاتې شي.‌ سره له دې چې تیرې لسیزې کې نه کورنۍ جګړه شته او نه د کوم بل بهرني‌ هیواد سره په جنګ اخته دي، مګر بیا هم په کې د تعلیم پروسه له خنډ سره مخ ده.‌ د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د مرکزي اسیا هېوادونو د خپل کلني عاید ۰.۲ او ۰.۳ سلنه په تعلیمي پروګرامونو مصرف کړې ده.‌ که څه هم ازبکستان په تعلیم د لګښت اندازه ۰.۴۱ ته پورته کړې وه، مګر بیا هم په ۲۰۱۲ کال کې نه یواځې په ازبکستان، بلکې په ټوله مرکزي اسیا کې کومه ښځینه محصله د ساینس او انجینرۍ په برخه کې له دوکتورا فارغه شوې نه ده.‌

تاجکستان هم پریمانه طبعي سرچینې لري.‌ د ټالکو په نامه لویه کمپنۍ د تاجکستان ده.‌ تاجک حکومت هر کال د طبعیې سرچینو نړۍ (‌ماینینګ ورلد تاجکستان) په نامه کلنۍ ننداره لري، ترڅو له نړیوالو سوداګرو سره د تجارتي تعامل لپاره لاره پرانیزي، مګر اوس هم د تاجک حکومت د ناسم تولیداتي او صادراتي‌ مدیریت له امله د نړۍ په بازارونو کې ددې هېواد ارزښت او نقش کم رنګه شوی دی.‌

دا چې ۷۰ ډول ډول طبیعي زېرمې د تاجکستان په ۴۰۰ موقعیتونو کې پرتې دي، تاجکستان باید اوس د نړۍ د ګوته په شمېر غښتلو هېوادونو له ډلې وای، مګر دا چې سړي خوار حاکمان او جاهل اکثریت یې د فساد په لومو کې ګیر دی،‌ هره ورځ د زوال په لور ګړندي ګامونه اخلي،‌او شونې ده، بې له دې چې د ځان او خپل سیمه ییز چاپیريال په اړه له سره فکر وکړي، نه یواځې تاجکستان، بلکې ټوله مرکزي اسيا له پښو لویږي.‌

دا چې اړ یو د پنځم او شپږم دهلیز سوداګري او په دې پروسه کې د مرکزي اسیا هېوادونه او افغانستان وپېژنو، په لاندې توګه هر اړوند هېواد په څو ټکو کې درپېژنم.

‌‌قرغزستان په خزانه سپور وږى هېواد:

نور بیا….

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 8

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.