ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
3 Apr 2019 - 18:20
author avatar
3 Apr 2019 - 18:20

له کابله د الوتکې په مزل شپږ ساعته لرې د مسکو د سولې غونډې ته د یو درجن رهبرانو او یو درجن وزیرانو او د سولې علاقه مندانو اوږد سفر د سړي سترګو ته هاغه په سیاسي قمار بایللی کابل دراوه چې د خلق او پرچم غړو په کې په ملامت تأثر په خپل جهنمي کابل کې د مجاهدینو د جنتي کابل انتظار کاوه.

پرون که زموږ مشرانو په کابل کې د نظام د تشې ډکولو یا تبدیلۍ سیاسي هنر درلودای، ولې به کابل د جګړو میدان کېده.
د لوی شوروي په ماتې د واړه افغانستان د سیاسي پوښښ نه پاتې مجاهدینو کابل د طالب او ورپسې د وال سټرېټ سیکولرانو د هاغه برګ تحول کوربه کړ چې هر چا په خپله طریقه د یوه پردي حمایې ته پناه یووړه او هر چا په خپله طریقه په یو نامشروع جنګ کې د دې ملت د بچیانو وینې تويې کړې.

مسکو ته په تلو تلو او د لس زره فوټه پورته الوت په سرعت کې مې د کابل افسانو ته نږدې تحولات لکه د کتاب صفحې پاڼه پاڼه خلاصېدې او په دغه لوی سفر کې زه په یو درجن تأثرونو په موج کې مسکو ته ولاړم او بیا د مسکو نه بېرته همدې کابل ته راستون شوم.

تأثرونه لکه د سپرلي د غرنیو وریځو سریع او بدلېدونکي وو.

لومړی تأثر

لکه د کوفي بې بې د ډېرو په مغزو کې دغه تأثر ځاله کړې وه چې له کابل نه د مسکو پر لور او د کرزي په مشرۍ د مشرانو او کشرانو دغه سیاسي روان شوی کاروان به د طالب په ملاقات کې له څه سره مخامخ کېږي؟؟
د کابل د انتخاباتي حکومتونو دغه د خپل وخت مطرح سیاسي لوبغاړي چې نن یې په تلو کابل تش غوندې ښکاري، هغه به له طالب سره په دې لرې غونډه کې هومره څه لاسته راوړي چې دوی یې په تلو کې تر شا د کرايي پروپاګند چیانو په ښکنځلو او سپکو کې بایلودل.

د کابل د پارلمان وکیله کوفي چې زما او د مژده صېب په ردیف کې ناسته وه، هغې له مژده وپوښتل چې له طالب سره به د مسکو په ناسته کې زموږ د کار پایله څه شي؟؟

ما هغې ته وویل ولې له طالب نه تشویش لرې، تا که څلور بهرني هېوادونه لیدلي نو طالب په بې وطنۍ کې تر شلو زیات لیدلي، دومره د تشویش په کې څه نشته، ولې دغه جواب په خپل وار زما د خولې او د زړه په منځ کې بې ثباته مکویي تردد کاوه زه هم پرېشانه وم.

ما له ځان سره ویل، حامد کرزی چې علی الاقل د دوو دورو ریاست یې کړی، هغه به په دغه سفر کې له خپل یو درجن وزیرانو سره د طالب د ملاقات لپاره څومره خطرات پر غاړه اخيستي وي. موږ چې له ملا او طالب سره د عصبیت په میراثه کې شریک وو، زموږ خاطر تر کرزي او ملګرو یې زیاتو اندېښنو پوښلی و.

دویم تأثر

هاغه ورځ چې د کرزي په کور کې له سفر مخکې مېلمانه وو، هاغه ورځ زموږ په منځ کې له ملا صېب عبدالسلام ضعیف سره تر هر چا د سفر د کامیابولو اندېښنې وې.

د سې شنبې او د فبرورۍ د پنځمې سهار چې د کابل تللي یې له قطر نه له راغلو طالبانو سره د پریزیډینټ هوټل په دایروي مېز راټول کړل، له اولې ناستې یې ښکاره شوه چې افغانان که د دښمنۍ او انتقام سختو ته زړه ښه کوي، هغوی په کې دا هنر هم لري چې د لرې قطر او لرې کابله راغلي یو له بل سره د ناستې دغه ستوغ چانس اېل کړي.

غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل شوه او مشري یې د هغو افغانانو په واک کې وه چې ډېرو له همدغه سهر نه مخکې نه هغوی لیدلي وو او نه یې پېژندلي وو او د کابل د افغاني غونډو خلاف دغو مسافرو کوربه افغانانو د غونډې انضباط او نظم په یوه خاموشه فضا کې په خپل واک کې درلود.

د پخلاینې دغه بې مقدمې غونډه د هر چا تر تصور پورته وه، دغو دواړو طرفونو چې د اتلسو کلو لپاره یې د مرګ او جنګ د سرو کرښو شا ته تېر کړي وو، نن بې پهرو او باډي ګارډه یو د بل په څنګ کې ناست وو. دغه ځل او په دې ملاقات کې د پرونیو دښمنانو پخلا ناسته که د اختر په ورځ نه وه نو خپله ناستې په کې د اختر معنا درلوده او که په خپل وطن کې نه وه. نو د دواړو خواوو ملاقات ترې د کابل یو بې وطنه تصویر جوړ کړی و.

که څه هم د جلسې په خلال کې ځینو ناندریو او ببولالو ته ولاړل، ولې فضا په کې هماغسې د افغاني د ګډې جرګې خوند او رنګ درلود.

کله چې د غرمې ډوډۍ ته پورته شوو نو له ځان سره مې وویل چې زموږ د لس زرو فټ پاس الوت کې اندېښنې او وېرې د کنفرانس په ځمکه کې ځای نه درلود.

درېيم تأثر

کنفرانس په دواړو خواوو کې له یوه نسبي تمهیدي تلقین پرته چې هر طرف په کې خپل ملګري سمې ژبې کارولو ته وهڅوي، کنفرانس له دې مقدمې پرته پیل شو، ولې عجیبه په کې دا وه چې افغانان په کې نه هاغه د مرکو پروني افغانان وو چې مخالف ته یې له هېڅ شي نه ډډه نه کوله، ولې نن په دغه کنفرانس کې تندي او سیما ګانې له غوسو تشې ښکارېدل او د څه نسبي ازاد بحث او وړو ټکرونو با وجود د ځینو تأثر په اوښکو کې او د ځینو تأثر په هاغه خنداګانو کې چې د فلم د سړیو یې نه وه کاپي کړې، له ورایه ښکارېده.

څلورم تأثر

تر اوسني ریاض فعال مسکو مخکې دی؛

کله چې په مسکو کې هوټل ته ننوتلو، نو ما ته د ننني مسکو او پروني مسکو پرتله او بیا د اوسني ریاض او پروني ریاض پرتله په طبیعي ډول ذهن کې ولوېده؛ پرون هم نجیب مجاهدینو ته وویل چې زه ان په مکه کې له تاسو سره ګورم، نن هم د اماراتو له غونډې وروسته قرار و چې په سعودي کې غونډه وشي ولې طالب مشرانو پر سعودي باندې هاغه قطر ته ترجیح ورکړه چې د ترجیح ډېر څه په کې هم شته.

په مسکو کې د افغانانو د غونډې په هکله مې د ځینو دوستانو د حساسیت ښودلو با وجود دا درک کړه چې نننی مسکو تر ننني ریاض په ډېرو قضایاوو کې مثبت او فعال روان دی. که څه هم په سوریه کې د مسکو دریځ واقعاً یو جارح او د عربانو پر ضد دریځ دی، ولې د امریکا د لوڅو مداخلو او د غرب د روي امپرالیستې هجوم پر وړاندې تر هر چا زیات همدا مسکو دی چې د امریکا د نېغو مداخلو پر وړاندې یې د درېدو شیمه پیدا کړه او افغانستان یې یو ژوندی مثال دی.

منم چې پروني ریاض له افغانانو سره د شوروي د اشغال پر مهال ډېر څه وکړل او تر ډېرو یې ښه کردار ادا کړ، ولې نن هاغه د ملک فیصل او ملک فهد ریاض بدل شوی، بلکې نننی ریاض له امریکا سره د امریکا د مخالفینو د وهلو ملاتړ دی او هغوی ته کوریکي ښیي.

په عربي سیمه کې د اسلامپالو د ځپلو په تریخ پړاو کې نننی ریاض تر مسکو زیات ټیټ او بې رحمه روان دی، مصر یې یوه ژوندۍ بېلګه ده. د شوروي له اعلان وروسته چې غرب د کومو بې شرمه مداخلو سلسله پیل کړه، په دې ټولو کې د امریکا لپاره خلیجي حکومتونو د دلخکو رول ادا کاوه.

په دې لنډغره لړۍ چې متجاوز غرب پړاو په پړاو یوازې اسلامي نړۍ هدف ګرځولې وه، په دې بې رحمه هجوم کې څوک په یوازې سر د نجات او ژغورلو توان لري؟؟ او بیا د افغانستان غوندې جنګ ځپلی هېواد..!!
پرون چې موږ د شوروي د مداخلو په بې وسه پړاو کې د غرب اندېښنې په یو عملي ملاتړ عوض کړې، هغه زموږ مجبوریت و، نن چې امریکا هماغه افغانستان د خپلو نفوذي محاصرو په خاطر هدف ګرځولی دی، افغانان حق لري چې د متجاوز طرف پر ضد د امریکا د مخالفینو اندېښنې پر یو کمربند بدلې کړي.

د نړۍ د قوي او کمزوري ترمنځ روان خونړی اخ و ډب چې همېشه په کې کمزوري د فېل تر پښو لاندې وي، دا باید د مصلحتونو او ملي ګټو پر هغه متحول مدار روان وي چې کمزوري په کې څوک د یو ملاتړ په پیدا کولو کې دغو ناندریو کې متردد نه کړي چې دا پرون زموږ دښمن وو.

پای د روسیې د سوله ییز کردار په اړه تر دې د مخه د حکومت په دننه کې هم اختلاف نظر پیدا شو او د امنیت ريیس ښاغلي اتمر په همدې موخه استعفا وکړه.

پنځم تأثر

بیا هم په مسکو کې طالب له یو حکومت سره مذاکرات وکړل، هاغه سهر چې د طالب د سیاسي مشرتابه له غړو نه د افغانستان پخواني ريیس حامد کرزي او د هغه د کابینې مخکښو وزیرانو په یوه حلقوي جلسه کې راتاو ناست ول، نو زما په زړه کې همدا تأثر راغی چې طالبانو بیا هم له یوه حکومت، له یو ريیس، له یوې کابینې سره وکتل، هاغه چې د طالب د دویم پړاو جګړه له همدغه حکومت سره پیل شوې وه.

د پخلاینې پر مهال او په سوله کې د ملي ګټو خوندي کېدو او د ملي حاکمیت د اعاده کېدو په هدف که یو ملي لوی مصلحت یې وغواړي، د هېواد مطرح مشران په دې هڅه کې باید د هر چا نماینده ګي وکړي، ان که هغه اشرف غني او د هغه کابینه وي. تنګ زړي خلک په سیاست کې ښه تجربه نه شي پیدا کولی او په جنګي شرايطو کې خو د فوق العاده تحول هر څه د لویو زړونو د خاوندانو په کردار پورې تړلي دي.

ملتونه په جګړو کې او د جګړو نه په وتلو کې د خپلو قهرمانانو چاڼ کوي، ګوره چې د افغانستان سراسري سوله به د کوم افغاني تندي په برکت په دې بدغوني ارګ کې ځاله پیدا کړي.

شپږم تأثر

جرګه د جنګ بدیل

دا غونډه چې د جنګ او جهاد سرداران په کې د دواړو پړاوونو د بلا مخالفت، دښمنیو شاته په خپلو کې په لرې مسکو کې کېناستل، دغه تأثر یې له ورایه ښکارېده چې نور به جرګه د جنګ بدیل وي.

حامد کرزي چې د دې ناستې ابتکار پر غاړه درلود، هغه په دې ناسته کې هومره د زغم مظاهره وکړه چې په افغاني تاریخ کې د جرګو تهذیب موږ ته په میراث پرېیښی دی، یو خوا ته له ناټو او امریکا سره د جنګ هغه فاتحان ناست وو چې ناټو او امریکا یې مخامخ مذاکراتو ته په خپله ایماندارۍ اړ کړل، بلخوا ته د شوروي د جنګ فاتحین ناست ول چې د وخت او د هېواد ګټو پای اړ کړل چې له خپل مخالف سره په همدې لرې مسکو کې جرګه شي. طالبان چې د اوږدې جګړې په پای کې له ناټو او امریکا سره دوه اړخیزه مذاکرات روان دي، د هغوی لپاره همدا مذاکرات د فتحې هاغه جوغه ده چې د لونګیو له پاسه هر چا لیدله.

دا چې د هغوی یو درجن مخالفین له کابله مسکو ته د هغوی د جرګې لپاره راځي، دا په کې دویم فکټور دی چې طالب باید نور په تدریج د جنګ لپاره سوچ او کردار دواړه د جرګې په لړ کې د سولې او باثباته افغانستان لپاره عوض کړي.

طالب ته او د هغوی مخالف ته د دې مذاکراتو او جرګو شاته د سُر او ژبې بدلول هاغه څه دي چې ملت او دنیا یې له دغو پرونیو دښمنانو نه په مسکو او مابعد مسکو په نورو جرګو کې په جدي څاري.

د جرګو پر مهال د همت ادبیات او د همت منطق هاغه د عاطفې او عقل منطق ته ضرورت لري چې چا زده کړ، فتحه یې سمبال کړه، ملت یې متحد کړ، راتلونکي یې جوړه کړه او چې چا په کمه ورته وکتل او د شوروي د مهال د فاتحینو په شان یې پر ستیژ د مړندو مظاهره وکړه، هغوی د جنګ ګټلي هم په کې بایلودل.

د مسکو له غونډې وروسته نور باید د امریکا او د پاکستان د غلامۍ ناندرۍ د یادښت په کتابو کې پاتې شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.