ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
5 Aug 2019 - 20:22
author avatar
5 Aug 2019 - 20:22

د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډله په افغانستان کې له ولسمشریزو ټاکنو څخه پوره دوه میاشتې وړاندې وپاشل شوه او په دې سره افغان سیاستوال حنیف اتمر چې ویل کیږي د روسیې پلوي افغان سیاستوال دی او په ټاکنو کې یې دریځ له پخوا هم دومره پیاوړی نه و، لا کمزوری کړ. د چارو شنونکي په دې باور دي چې د سولې او اعتدال د ټاکنیزې ډلې پاشل کیدل لا وار له مخه هم د وړاندوینې وړ و او همدارنګه دوی په دې نظر دي چې پر حنیف اتمر باندې د مسکو حساب له لومړي سره ناسم و.

د ۲۰۱۹ کال د جولای میاشتې په ۲۸ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین په رسمي توګه پیل شو. په دې ټاکنو کې ۱۸ نوماندان ګډون کوي، خو شنوونکي په دې باور دي چې ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره یوازې د د دوه کسانو چانس زیات دی. د کارپوهانو د ارزونو او د عامه افکارو د شننې له مخې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني تر اوسه د ټاکنیزو کمپاینونو مخکښه نوماند دی او همدارنګه دوی په دې باور دي چې د هېواد اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې کمپاینونو کې د محمد اشرف غني سیال ګڼل کیدای شي.   

تر همدې څو وروستیو ورځو پورې، کارپوهان په دې باور و چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر د ولسمشریزو ټاکنو له اصلي نوماندانو څخه دی. خو په اوسنیو شرایطو کې د نوموړي د بریا چانس زښت زیات راکم شوی او له نشت سره برابر دی او دا خبر له بل هر چا څخه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف  او همدارنګه د پخواني ولسمشر حامد کرزي لپاره خواشینوونکی خبر دی ځکه هغه مالومات چې زموږ ورځپاڼې ته په لاس ورغلي وو، همدا دوه تنه د اتمر د پروژې تر شا ولاړ وو.

له کابل څخه زمونږ باوري سرچینې خبر راکوي چې: په کابل کې ټول په دې پوهېدل چې کابلوف او کرزي د روسیې رهبري پر دې باوري کړه وه چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې له حنیف اتمر څخه ملاتړ وکړي او دا په داسې حال کې ده چې د روان کال تر فبروري میاشتې پورې هم لا د اتمر د بریا چانس څرګند نه و. داسې ګنګوسې شتون لري چې د حنیف اتمر د کمپاین د ملاتړ لپاره (۶۰) میلیونه ډالر ځانګړي شوي ول، خو لا معلومه نه ده چې د دې پیسو کومه او څومره برخه د کمېشنکارانو لاس ته لویدلې ده. ضمیر کابلوف په  ښکاره ډول حنیف اتمر د روسیې د خوښې وړ نوماند وباله.  د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار حنیف اتمر په اړه د کابلوف څرګندونو د نوموړي لپاره بېلابېل پایلې درلودلې. له یوې خوا، په دې سره هغه مطرح افغان سیاستوال چې په تېرو څو کلونو کې یې خپل نفوذ له لاسه ورکړی و، د اتمر خوا ته ولاړل چې په پایله کې یې اتمر وکولای شول د سولې او اعتدال تر نامه لاندې ټاکنیزه ډله رامنځته کړي. او له بلې خوا د اتمر مخالفینو ته موقع په لاس ورغله تر څو نوموړی له بهرنیو هېوادونو سره په اړیکو درلودلو تورن کړي، له روسیې سره اړیکې درلودل هغه څه دي چې د افغانستان د عامه افکارو د هرکلي وړ نه ګرځي.   

“د مسکو د ناکامه نوماند تصویر” منفي عواقب یواځنی لامل نه و چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې د اتمر د بریا چانس له منځه یوړ، د ټاکنیزو کمپاینونو له رسمي اعلان څخه یوازې یوه ورځ وروسته د افغاستان مطرح سیاستمدارانو عطاء محمد نور او یونس قانوني (چې دواړه په قوم تاجک او د جمعیت اسلامي ګوند مخور غړي دي.) د “سولې او اعتدال” ټاکنیز ټیم څخه د وتلو اعلان وکړ. چې دا حنیف اتمر ته یوه شدیده ضربه وه او سخته ده ووایو چې بېرته به خپل حال ته راستون شي. ټاکل شوې وه چې نور او قانوني د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د اتمر په ګټه د تاجکانو رایې راټولې کړي او د دې سربېره قانوني د اتمر په ټاکنیزه ډله کې د مرستیال په توګه ثبت شوی دی او د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې د دې وضعیت بدلون ستونزمن ښکاري.

په کابل کې زمونږ د ورځپاڼې سرچینې وایي: وروسته له دې چې حنیف اتمر د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور هغه غوښتنه چې د ټاکنو له بریا څخه وروسته دې نوموړی د هېواد د صدراعظم په توګه اعلان شي، و نه منل شوه، نور پرېکړه وکړه چې دا ټاکنیزه ډله پرېږدي. اتمر د عطاء په وړاندې استدلال وکړ چې: ” د افغانستان په اساسي قانون کې د صدارت چوکۍ ځای نلري، نو له همدې امله د داسې یو منصب ژمنه نشي ورکولای. د لومړی وزیر د څوکۍ د رامنځته کېدو لپاره باید په لومړي سر کې اساسي قانون تعدیل کړل شي او د اساسي قانون د موادو تعدیل او بدلون ځانګړی حقوقي – قانوني پروسې ته اړتیا لري. ” خو د اتمر توضیحات د منلو وړ ونه ګرځیدل او عطاء محمد نور هغه یو ډول “تېر اېستل” وبلل. په همدې ترتیب نوموړی د اتمر له ټاکنیزې ډلې څخه وتلی او اوسمهال له نورو ټاکنیزو ډلو سره د یو ځای کېدو په موخه په خبرو اترو بوخت دی.

د هغو معلوماتو له مخې چې زمونږ ورځپاڼې ته رسېدلي، اوسمهال عطاء محمد نور له ډاکټر عبدالله سره په خبرو او مشورو بوخت دی. خو دا هم شونې ده چې دا ټول کارونه نمایشي وي او په دې سره غواړي تر څو د ولسمشر غني پر وړاندې خپل موقف لوړ ښکاره کړي. هو، په دې کې شک نشته چې د غني او نور تر منځ له وړاندې هم سیاسي لانجې شتون درلود، خو په اوس وخت کې ګټې د احساساتو ځای نیسي. عطاء محمد نور غواړي چې په ټاکنو کې له ګټونکي نوماند څخه ملاتړ وکړي او له بریا وروسته سیاسي، اداري او مالي امتیازات ترلاسه کړي. ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینونو مخکښه نوماند دی نو له همدې امله عطاء محمد نور له برحاله ولسمشر محمد اشرف غني څخه د ملاتړ امکان او چانس استثناء نه بولي. او لرې نه ده چې د نور تکتیکي یووالی د ولسمشر غني په ګټه تمام شي، که څه هم د نوموړي په ټاکنیزه ډله کې د امرالله صالح په ګډون نور اعتباري کسان هم شامل دي.

د دې تر څنګ په کابل کې یو شمېر شنوونکي د غني او نور په یوځای کېدو شک لري: ” دا کار به اقتصادي پلوه د ولسمشر غني ټاکنیزې ډلې ته ډېر دروند تمام شي. د بلخ پخوانی والي هغه څوک دی چې له تجملي ژوند سره عادت شوی او لویې مالي غوښتنې لري. د مثال په توګه په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د هغې ډالۍ په اړه بحثونه روان دي چې عطاء محمد نور خپلې مېرمن ته ورکړې. د ځینو ګونګوسو له مخې دا ډالۍ له قیمتي جواهراتو څخه جوړه شوې اوه سوه زره ډالره ارزښت لري. البته دا کار د دې ښکارندویی کوي چې ښاغلی نور سخاوتمنده کس دی او خپله مېرمن پرې ګرانه ده. خو سیاسي اتحادونه به نوموړي ته ډېر درانده تمام شي.”

زمونږ د ورځپاڼې سرچینه د اتمر له ټیم څخه د یونس قانوني د وتلو لامل په راتلونکو ټاکنو کې د حنیف اتمر په بریا “شک او تردید” ګڼي او همدارنګه په دې کار سره یونس قانوني وغوښتل چې د عطاء محمد نور له دریځ سره چې د جمعیت اسلامي ګوند له رهبرانو څخه دی، خپل پیوستون ښکاره کړي. ددې تر څنګ د سیاسي مسایلو یو تن شنوونکی په دې نظر دی چې : ” په پای کې به پایله داسې وي چې د روسیې پلوی نوماند به د تاجکانو له رایو او ملاتړ څخه بې برخې وي او په حقیقت کې ویلی شو چې دا وضعیت د اتمر ماتې څرګندوي ځکه چې د پښتنو رای ورکوونکو انسجام د اتمر لپاره اوسمهال هیڅ د تصور وړ نه دی. “

یو بل افغان شنوونکي زیاتوي چې: د دې وضعیت په دوام سره به د حنیف اتمر عزت نفس ته شدیده ضربه ورسیږي. لومړی، اتمر تل له سیاسي پلوه یو برلاسی روڼ اندې ګڼل کېده چې هر ډول اوضاع په سمه توګه محاسبه کولای او ارزولی شي. دویم، اتمر د افغانستان د استخباراتو (خاد) پخوانی افسر پاتی شوی چې دا تجربه هم د نوموړي سیاسي وقار د یو پراګماتیک سیاستمدار په توګه لوړوي او بالاخره په درېم قدم کې، اتمر په لغمان ولایت کې زېږېدلی او افغانان د لغمان اوسېدونکي ماهره او هوښیار خلک ګڼي، هغه څوک چې دوکه نشو ورکولای. خو اوس په خپله دوکه شو او د ټکټ نور غړي ورباندې غالب شول. چې د دغه  حالت زغمل به له رواني پلوه نوموړي ته ډېر سخت وي.

د حنیف اتمر سیاسي وضعیت د “کابلوف او کرزي” لپاره هم اوضاع بې خونده کړې ده. دوی دواړه په عنعنوي ډول د افغانستان په هکله د کرملین د پالیسیانو په جوړېدو کې زیات اغیز لري. داسې ښکاري چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار څخه د دې دوو ملاتړ بې پایلې ثابت شي او که چېرته کومه معجزه رامنځته نشي، مسکو به د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې له دردونکي ماتې سره مخ شي. په کابل کې د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي چې کابلوف او کرزي ډېره هڅه وکړه چې د کرملین او ارګ اړیکې ترینګلې شي، کېدای شي دوی د روسیې مشرتابه ته وعده ورکړې وي چې په کابل کې به د روسیې پلوي نوماند بریالي کړي. خو دا کار له ماتې سره مخ شو او دا کار به روسیه دې ته اړ کړي تر څو روسیه له دې وروسته د افغانستان له وضعیت سره آشنا او بلد سلاکاران پیدا کړي. او بالاخره به د افغانستان او روسیې د اړیکو بیاکتنې ته اړ شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 14

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

نورالله عزیز، د اقتصادي او سیاسې چارو شنونکی او د پوهنتون استاد دی

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.